د لور زېری

ځیني خلک له اسلام څخه د ناخبرې او ځیني نور له اسلام سره د عناد او دښمني له امله په اسلام او قرانکریم نیوکې کوي، دانیوکي په مختلفو برخو کې وي او په ځانګړې توګه د ښځو د حقوقو په موضوع کې بیخې زیاتي وي. دلته د ښځو په اړه دوه ایتونه رااخلم او ګورو چې په دې ایتونو کې له ښځو سره د چاهلیت د پېر چلند څومره په بلیغه او عجیبه انداز غندل شوی دی او د نجلۍ پیدا کیدل يې د جاهلیت پر خلاف چې بدمرغي یې بلله ؛ نېکمرغي بللې ده. د دې ایتونو ټولیز اسلوب ته باید یوڅه توجه وکړو چې دا موضوع لوی څښتن څه ډول او په کوم اسلوب سره بیان کړي ده.

لومړۍ دالنحل سورت دا دوه ایتونه او ژباړه یې : وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ 58 يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلاَ سَاء مَا يَحْكُمُونَ.

ژباړه :

حال دا چې كوم يوه ته يې د لور زيری وکړل شي، مخ يې تك تور واوړي او له غوسې ډك وي (58) د هغه ناكاره خبر له امله چې ده اوريدلې، خلكو نه پټ ګرځي چې (خپله لور يې) له شرم سره له ځانه سره وساتي او كه په خاوره كې يې ومنډي، ګورئ! څومره ناوړه حكم دى چې دوى يې (د الله په هكله) كوي (59).

دلته لوی څښتن ښځو په اړه د جاهلیت د پیر د سړیو حال په ډیره ښایسته توګه بیان کړی دی هغه مهال لور شرم او د پوزي پرېکیدل بلل کیده او که به په یوه پلار د لور زیری وشو نو له غم اوغوسې به یې مخ تک تور وخوټیدی لوی څښتن ددې پلار دوه حالته بیان کړي دي یو یې د غوسې حالت او هغه به دومره زیاته وه چې له خلکو به یې ځان پټاوی چې هسې نه څوک یې وویني او بل یې د نوې زیږیدلې لور په باره کې شکمن دریځ بیانوي ، هغه به دوه زړی و چې اوس څه وکړې ایا له دي شرم سره چې دی د لور پلار وګرځیدی خپله لور له ځانه سره وساتي او که یې په خاورو ومنډې ؟!.

دلته مهمه خبره داده چې الله جل جلاله په یوه کور کې د لور پیدا کیدل نیکمرغي او د خوشالي خبره بولې ځکه په دي ایتونو کې د لور د پیدا کیدلو خبر دوه ځایه په (بُشِّرَ ) سره تعبیر شوې ده او په عربي ژبه کې (بشارة ) زیري ته وایي او د بدي خبر ته (انذار) وایي ، او د ایت له سیاق او چلند نه داسې معلومیږې چې لوی څښتن په دا ډول خلکو پوري طنز او سخریه کوې ځکه په هغوی باندي په حقیقت کې د خوشالۍ خبره بده لګیږې او دا خبره د ایت له دې جملي (مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ) څخه ښه روښانه ده یعني د ښو زیری پرې شوی دی خو دی دا ښه بد بولې او له خلکو ځان پټوې !!. او ددې ایت په پای کې قرانکریم وایي : أَلاَ سَاء مَا يَحْكُمُونَ، د دوی دا ډول حکمونه کول ډیر بد کار دی.

قرانکریم په یوه کور کې د لور زیږیدل د خوښي او خوشالي خبر بولي او څوک چې د لور په زیري خپه او غوسه کیږې هغه خلک یې غلط او سپک بللې دي ، د اسلام د دې سپیڅلې سرچینې (قرانکریم) له دې دوو ایتونو څخه دا خبره په ډیره ښکاره او واضحه توګه سره معلومیږي چې اسلام او قران میرمن څومره درنه او نیکمرغه بولي او د میرمنو په خلاف کرکه او غوسه یې په څومره بلیغ انداز غندلي او ترټلې ده ! خو له دې سره بیا هم ځیني بي انصافه خلک د میرمنو په اړه د اسلام دریځ ناسم تعبیروي !!

که موږ خپل چاپیریال ته ځېرشو نو دلته هم خبره معکوسه او الټه ده زموږ خلکو (د زوی زیری ) متل ګرځولی دی یعني د ډیري خوشالي خبره د زوی زیری بولې په یوچا چې ښه زیری وکړل شي هغه په ځواب کې ورته وایې د زوی زیری دي شه . او له بده مرغه د لور زیری بد بولي ، دلته لور سپیره او خواره برخه بلل کیږې اوداسې نور .

حامد افغان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب