زرینې ویناوې او نصیحت

د لقمان حکيم نصيحتونه

وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَابُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيم وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنْ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ *  وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ *يَابُنَيَّ إِنَّهَا إِنْ تَكُنْ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ فَتَكُنْ فِي صَخْرَةٍ أَوْ فِي السموات أَوْ فِي الْأَرْضِ يَأْتِ بِهَا اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ*يَابُنَيَّ أَقِمْ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنْ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ*وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ *وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ إِنَّ أَنكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ*
ژباړه:
ياد کړه هغه وخت چې لقمان خپل زوى ته وويل په داسې حال کې چې هغه نصيحت ورته کاوه اى زما زوى ګوټيه! شريک مه پيداکوه له الله تعالى سره بيشکه چې له الله تعالى سره شرک ډيرلوى ظلم دى .اووصيت-امر- کړى دى موږ انسان ته په نيکې کولو له خپل موراوپلارسره ځکه چې په نس کې ګرځاوه دى مور د ده، په سستۍ سره له پاسه دبلې سستۍ ،  او د ده بيلول دي له تې نه په پوره کيدلو د دوو کالونو-او دا مو ورته ويلي دي چې- شکرکوه ماته اوخپل موراوپلارته, بياخاص ماته ستاسې راتله دى (اى انسانانو) اوکه کوښښ وکړي دا مور او پلارستا په دې خبره چې ته شريک پيداکړې له ماسره  هغه شى چې تاته پرهغه کوم علم نشته نو بيا د دوى اطاعت مکوه اوملګرتياکوه له دوى سره په دنيا کې په غوره طريقه  اومتابعت کوه په دين د هغه چا د لارې چې بېرته راګرځېدلي دي ماته (چې هغه توحيد دى)
بياماته ستاسې راتله دى ( په قيامت کې دحساب کتاب لپاره ) بيابه زه تاسې خبرکړم په هغو عملونو چې تاسې به کول په دنياکې ( که د خيرکار وي او يا د شر کار وي)
اى زوى ګوټيه! بيشکه که وي کوم شى په اندازې د دانې د اوري او بيا دا دانه په کومه ډبره کې،ياپه اسمانونوکې اوياپه ځمکه کې وي نو رابه يې وړي الله تعالى ( دحساب لپاره) بيشکه چې الله ښه باريک ليدونکى ښه خبردار دى .
اى زما زوى ګوټيه! لمونځ قائموه ( په ښه طريقه سره لمونځ ترسره کوه ) اوخلکوته په نيکۍ حکم کوه اوله بدۍ څخه يې منع کوه اوصبرکوه په سختۍ کې چې تاته رسيږي دا مذکورنصائح له مهمومقصودي کارونوڅخه دي.
اومه ګرځوه مخ خپل خلکوته (له ډيره کبره بلکه ته دوى ته په تواضع سره ګوره)
اوپه نازاونخروباندى تګ مه کوه بېشکه چې الله نه خوښوي هر کبرکوونکى فخرکوونکى (په خلکوباندى)
ميانه روي کوه په تګ خپل کې( مه ډير توندځه اونه ډير په ورو) او ورو کړه غږ خپل بيشکه چې په ټولو غږونوکې دخره غږ ډير بد دى.
تفسير:
په قرآنکريم کې الله تعالى په صراحت سره ويلي دي چې لقمان  يوحکيم اوپوهه سړى وو (ولقد آتينا لقمان الحكمة)  مونږ لقمان ته حکمت او پوهه ورکړي وه.
دده په اړه اختلاف دى چې دى نبي وو اوکه نه؟ خوداسې دليل په سترګونه ليدل کيږي چې د هغو له مخې سړى پريکړه وکړي چې نوموړى نبي وو البته په ښه سړيتوب ،پوهه اوحکمت کې يې څه شک نشته اوځينې مفسرينو ويلي دي چې دى مملوک غلام ووخوسره له دى الله تعالى داسې لوړمقام ته پورته کړى وو چې الله تعالى يې په قرآنکريم کې يادونه کړي  اويو پوره سورت دده په نامه نومول شوى دى

خپل زوى ته دلقمان حکيم نصيحتونه1- دالله تعالى وحدانيت اوله شرک څخه ډډه کول:
توحيد اوالله تعالى ايکې يوګڼل اوله هغه سره شريک نه پيداکول د خير د ټولو کارونو منبع اوسرچينه ده اوکه د الله تعالى وحدانيت اوايکي يووالى نه واى نوټول انسانيت به دشرک اوضلالت په کندوکې له هلاکت او تباهۍ سره لاس په ګريوان واى .له همدې کبله لقمان حکيم هم خپل زوى ته ترټولو لمړى همداخبره دنصيحت اووصيت په شکل وکړه چې له الله تعالى سره شريک مه پيداکوه چې له الله تعالى شريک سره پيداکول ترټولو لوى ظلم دى.

2- دموراودپلار اطاعت اوحکم منل:
مخکې له دې چې  د موراوپلار په اړه  د احترام او ښيګڼې کولو حکم بيان شي، الله تعالى دوى ته دا وريادوي چې د مور او پلار سره ښيګڼه په ټولواسمانې شريعتونوکې يواساسي ادب دى ، بيا ورته د دى علت هم بيانوي چې ولې د مور دومره احترام او ادب کول پکاردى؟دا ځکه چې مور د اولاد په روزنه او پالنه کې خورا زياتې سونزې ګالي، شوګيرې تيروي، لومړى يې په نس کې ګرځوي، بيايې زيږوي بيا تى ورکوي اوبيايې  تربلوغه خدمت کوي همداوجه ده چې مور تر ټولو زياته دشفقت اوخدمت مستحقه ده .
لدې سره چې  په اولاد باندې لازمه ده چې له خپل موراوپلارسره ښيګڼه وکړي خو دا ورته نه ده رواچې په ناروا اومعصيت کې دموراوپلارخبره ومني داځکه چې د موراوپلار حق د شريعت په چوکاټ کې محدود دى . دالله تعالى حق د والدينو پرحق پاندى مقدم دى، ځکه چې دالله تعالى دطاعت حق حقيقي بڼه لري اودموراوپلارحق مجازي اواعتباري بڼه لري.
که چيرې هغوى دى د شرک اوبې دينى په لوردعوت کوي نو په دې صورت کې هم ده ته نه ښايي چې ورسره بې احترامي يا بد چلن وکړي بلکه بالعکس په دنياوي چارو اوپه هغوکارونوکې چې د اسلامي شريعت خلاف نه وي، ښيګڼه به ورسره کوي، ښه ملګرتيا به ورسره کوي، خدمت به يې کوي او ان تردى چې د اوف په اندازه بده خبره به هم نه ورته کوي او تر ټولوکمه اندازه ضرربه هم نه ورته متوجه کوي.
3- الله تعالى دبندګانو ټول کړه وړه ګوري:
لقمان حکيم خپل زوى ته دا نصيحت کوي چې الله تعالى پربندګانو باندى رقيب دى، له هغه څخه د دوى هيڅ شي پټ ندى که څه هم ډيرکوچنى شي وي اوآن تردې چې که د اوري د دانې په اندازه وي اوبيا هغه دکومې ډبرې په منځ کې وي او يا د آسمان ياد ځمکې په کونج کې وي الله پرې خبردى چې چيرته دى؟ او الله تعالى هر وخت کولاى شي چې دا ذره راحاضره کړي نو له همدې امله هيڅوک دې دا توهم نکوي چې زه به ګناه وکړم اوڅوک به پرې خبرنه شي اوله ده سره به يې حساب کتاب ونه شي اوبې بدلې اوبې مجازاته به پاتې شي.
4- په لمانځه سره توصيه کول :
بيالقمان حکيم خپل زوى ته په ښه توګه سره د لمانځه د اداکولو نصيحت کوي ځکه چې په لمانځه سره سړي ته الله تعالى راپه ياديږي اوبنده له کبراوغرورڅخه پرې منع کيږي بله دا چې د الله تعالى اوبنده ترمنځ علاقه پرې غښتلې کيږي اوپه همدې توګه له ګناهونو څخه پرې منع کيږي رسول الله په يوه حديث شريف کې ويلي دي چې لمونځ ددين ستنه ده.
5- په نيکيوسره امرکول اوله بديوڅخه خلک منع کول:
له دې څخه وروسته لقمان حکيم خپل زوى ته دا نصيحت کوي چې يواځې دخپل ځان په اصلاح باندې بسوالى مه کوه، د نورو د اصلاح کولوکوښښ هم کوه هغوى ته په نيکۍ کولو حکم کوه او له بديو څخه يې منع کوه،  يواځې دخپل ځان اصلاح کفايت نکوي بلکه دټولنې داصلاح کولو کوښښ هم ترسره کوه، داځکه چې  تر څو ټولنه اصلاح نشي د خپل ځان اصلاح هم له امکانه وځي چې يوه مهمه وسيله يې امربالعروف اونهې عن المنکردى
6- دمصيبتونو اوتکليفونوپر مهال صبرکول:
بيا لقمان حکيم خپل زوى د صبر اوزغم په لورتوجيه کوي ځکه چې په صبرکې ډيرې ګټې اوفائدې رانغښتې دي. که چيرې څوک صبرنه شي کولاى هغه نه دخپل ځان اصلاح کولاى شي او نه د نورو اوپه همدې توګه نه په ځان کې تغيير راوستلاى شي اونه په ملت اوټولنه کې. او په په سختيواومشکلاتوکې بيا ځان هم نشي ټينګولاى او ژر تيښته کوي.
7- له تکبراولويې څخه منع کول:
ورپسې خپل زوى له تکبرڅخه منع کوي او ورته وايي چې: ته له خلکوڅخه د تکبرله امله مخ مه اړوه بلکه په تواضع سره له هغوى سره تعامل کوه بيا يې داخبره په دې باندى تکميل کړه چې کله په لاره باندې تګ کوي نوپه نازاوپه نخرو باندې مه ځه ځکه چې دا ډول رفتارکول دالله تعالى په وړاندى مبغوض دى.
8- په هرکارکې له اعتدال څخه کاراخيستل:
په پاى کې لقمان حکيم خپل زوى ته وايې چې په منځلاريتوب باندې التزام کوه. مه افراط کوه اومه تفريط . بيا د نمونې په توګه دوه اساسي شيان ورپه ګوته کوي چې يو يې په لاره باندى تګ راتګ دى چې نه به ډير په ورو ورو قدمونه پورته کوې اونه به ډير په تيزۍ سره، بلکه متوسط تګ به غوره کوي اوبله دا چې کله خبرې کوې نو نه به ډير په ټيټ آوازخبرې کوې اونه به په ډيراوچت اواز خبرې کوي ځکه چې پرته له ضرورته په زوره زوره خبرې کول دخره له اواز سره مشابهت لري
د متکبر په اړه يو عالم وايي:
المتکبر کالواقف  على قمة الجبل يرى الناس صغارا ويرونه صغيرا.
د متکبر حالت داسې دى لکه د غره په څوکه چې څوک ولاړ وي نورانسانان ده ته  واړه په نظر ورځي او د خلکوپه وړاندې دى وړوکى په نظر ورځي.
مولوي امين الله ازره وال

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: