نیکي او ګناه

د قومونو په تباهۍ کې دالله تعالى سنت او طريقه

د پخو ا نيو تباه شو يو قو مو نو د تبا هۍ لا مل څه و؟
په قران عظيم الشان کى الله تعالى دوګړواوقومونوله نعمت څخه دمحرومتيا، له رحمت څخه دلريوالي اويادمکملى تباهى داستانونه اوکيسى ذکرکړي دي اودهغى علت اوسبب يې هم ښودلى دى.هغه څه و چې زمونږ موراوپلار(ادم اوبىبى حواعليهماالسلام )يې دجنت دخوشحالۍ ،نعمتونواوراحتونوکور،څخه ددنياکورته چې خفګان ،ستونزواوتکليفونوکوردى راوويستل ؟ ولى ابليس له اسمان څخه ځمکى ته راوغورځول شو،لعنتى اووشړل شو،دالله تعالى له رحمت څخه لرې شو،شکل يې بدل اوباطن يې تباه شو،دالله تعالى څخه دقربت اونږديوالى په ځاى ليرى شو،اودهغه دتسبيح اوتقديس ويلوپه ځاى دکفراوشرک په دام کى ونښتلو؟

د نوح عليه السلام په زمانه کى دځمکى دمخ اوسيدونکي دڅه شي په سبب داوبوپه طوفان غرق شول؟
کوم څيزوچې دهغى په وجه دعاديانوپه قوم تيزبادراولګيدچې په ځمکه يې وويشتل.اودخرماد پريوتوډډونوپه څيريې وګرځول ؟
دڅه له امله دثموديانوپه قوم چيغه وشوه دهغوى زړونه يې وچول اوله مخى تباه شول ؟
په څه سبب باندى دسدوم قريه داسمان پورى اوچته شوه اوبياراړولى (سرچپه) راوغورځول شوه اودپاسه پرى دکاڼوباران وشو ؟په څه وجه دمدين په خلکودسيورى په شکل دوريزى عذاب راغلواوله هغى څخه پرى اوررانازل شو؟
هغه څه شى ؤ چې له امله يې فرعون اوقوم په درياب کى غرق شول ؟

ولى قارون سره دکوراواسباب په ځمکه كې خښ شو؟
دڅه شى په وجه په بنى اسرائيلوباندى قسماقسم مصيبتونه اوبلاګانى مسلط شوى ،کله به قتل شول ،کله بنديان ،کله به يې کورونه وران ،کله به ظالم بادشاه پرى مسلط ،کله به له وطن اوټاټوبى څخه جلاشول ؟
ددغه ذکرشويوپيښواوددى په څيرنورى پيښى چى دتاريخ په اوږدوکى يې قومونه اووګړى دبدسرنوشت سره مخ کړي،علت اوسبب يې دالله تعالى نافرمانى اوګناهونه ووالله تعالى فرمائى (فکلا اخدنابذنبه فمنهم من ارسلناعليه حاصبا،ومنهم من اخذته الصيحة ،ومنهم من خسفنابه الارض ،ومنهم من اغرقناوماکان الله ليظلمهم ولکن کانوا انفسهم يظلمون ) ددوۍ هريوموپه خپلوګناهونوسره ونيول ،له دوى څخه په ځينوباندى موبادمسلط کړ(لکه عاديان) ځينى يې چيغى ونيول (لکه ثموديان اودمدين خلک) په ځينوباندى مو ځمکه ښکته کړه (لکه قارون اوملګرى يې) اوځينىمو د اوبو په طوفان سره غرق کړل (لکه دنوح عليه السلام قوم، اوفرعون سره د خپلولښکرو)پدوى باند ى الله تعالى تيرى اوظلم نه وکړى (چى تباه يې کړل )لکن دوي پخپله په خپلوځانونوباندى (په نافرمانى کولو)تيرى اوظلم وکړ.

ولى اسلامى امت له عذابونو سر ه مخ کيږي دګناه په وجه تباه کيدل ،په عذاب ،ستونزو او کړاونو باندى اخته کيدل ،په قومونواوولسونوکى دالله تعالى دنوروسنتواوطريقوپه څيريوه طريقه ده چى هغوى ورسره مخ کيږى ،اودالله تعالى دغه سنت اوطريقه دپخوانيوقومونوپورى منحصرنده بلکه دځمکى تر پايخت (قيامت) پورى روانه ده، آن تردى چې مسلمان قومونه اواسلامي امت هم ورڅخه مستثنى ندى :
په  يوروايت کى راغلى دى : جبيربن نفير(رضى الله عنه) وايي کله چى قبرص فتحه شونوخلک يې  يوتربله جدا  کړل شو،ځينويې  يوبل سره وژړل ،ما ابودرداء (رضى الله عنه) ګوښه وليدچى ژړل يې اى ابودرداء ولى ژاړى : نن خوهغه ورځ ده چى الله تعالى پکى مسلمانان  غالب اوسرلوړى کړل ؟ هغه وويل :خوارشى (تاته افسوس دى )جبيره ته نه پوهيږى چى دالله تعالى په نزدهغه خلک څومره سپک اوخواردي څوک چى دهغه حکم اوامرماتوى ،نه ګورى چى دغه خلک (دقبرص) دقوت ،غلبى اوبادشاهى خاوندان و،نوکله چى يې دالله تعالى دامرمخالفت وکړدايې پايله اوانجام شو.

دابودرداء (رضى الله عنه)دغه ويناداسلامى امت دمصيبت اوستونزو په پټوعلتونواولاملونوباندى يوه څرګنده روښنائى اچوى ،تاسى نه ګورى چى اسلامى امت اومسلمانان په ځمکه کى غالبه اوسرلوړى قوم و،مسلمانانو په ځمکه کى حکومت اوقوت درلودنورقومونه يې خپل تابع کړى و،لکن کله چى هغوى دخپل پالونکى اوامرپريخودل ،دخپل دين دبنسټونومخالفت يې وکړ،له سمى ليارى څخه کاږه اومنحرف شول ،نودذلت ،خوارۍ اومختلفو مصيبتونو اوعذابونوسره مخ شول.
شيخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله فرمائى :له هغو دلا‌ئلو اونښانوچى الله تعالى مونږته په چاپيريال اومونږپه نفسونوکى ښودلىاوله هغه څه چى په قرانکريم کى يې ذکرکړى له ټولوڅخه داڅرګنديږى چى (دمسلمانانو لپاره هم )ګناه دمصيبتونوسبب ګرځى ،الله تعالى فرمايلى ( ومااصابکم من مصيبة فبماکسبت ايديکم ويعفوعن کثير) اوهغه څه چى تاسى ته رسيږى له کوم مصيبت څخه (اى مومنانو) هغه په سبب دهغه اعمالووي چى تاسى يې کوى ،اوالله تعالى له ډيرو(ګناهونو)څخه درتيريږى (دهغى په سبب مونه مواخذه کوى) اوفرمائى (ان الذين تولوامنکم يوم التفى الجمعان انمااستزلهم الشيطان ببعض ماکسبوا) بيشکه هغه مسلمانان چى ددوه ډلو(مسلمانانواوکفارو)دجنګ په ډګرکى دمخ کيدلوپه ورځ (داحدپه په غزا کى )له ميدان څخه واپس ولاړل ،هغوى شيطان دخپلوځينوبدوعملونو(ګناهونو)په وجه وښويول .اوفرمائى (اولمااصابتکم مصيبة قداصبتم مثليهاقلتم انى مثل هذاقل هومن عندانفسکم) اوهرکله چى تاسى ته (داحدپه مهال)مصيبت ورسيداوله  هغى مخکى تاسى هغوى (کفارو) ته دوه چنده مصيبت رسولى و(په بدرکى )،نوتاسى وويل چى دامصيبت له کومه ځايه راغلو،ورته ووايه داستاسى دنفسونو (مخالفت) په وجه رامنځ ته شو.
پدى ځاى کى بايدددى يادونه وشى چى دستونزو او مشکلاتوراتلل په ټولوحالاتوکى عذاب نه وى بلکى په ځينوحالاتوکى په مسلمانانوباندى دتکليفونواوناګواره حالاتوراتلل ددوى لپاره ازمايښت وي ترڅوددوي استقامت ،اوصبروازمايل شي ،اودهغى په وجه يې درجى اوچتى شى .

د منکرا تو مخنيو ى نه کو ل د عا م عذاب سبب دى تباهى اوهلاکت څخه وساتى لکن هغه ولسونه اوامتونه چى پکى ظالمان خپل ظلمونه ،اومفسدين پکى خپل فسادونه کوى ،دهغوى دظلم اوفساددمخنيوى لپاره راولاړنشى ،اويادهغى دمخنيوى لپاره راولاړشى لکن هغوى يې په منځه وړلوکى اغيزناک نشى تماميدلى ،نودداسى حال لرونکى ټولنى لپاره الهى طريقه داده چى له مخى يې په طبعى اواسمانى عذاب سره تباه کړى ،اويايې دلويدنى (انحلال) اوګډوډيوپه ناروغيواخته کړي .
۳- رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي (ان الله  عزوجل لايعذب العامة بعمل الخاصة حتى يروا المنکربين ظهرانيهم وهم قادرون على ان ينکروه،فاذافعلواذلک عذب الله الخاصة والعامة)الله تعالى عام خلک دخاصو خلکودبدوعملونوپه وجه نه عذابوى،تردى چى هغوى پخپل منځ کى بدکارونه (فساداوگناهونه) وگوري اوسره دتوان لرلو دهغى مخنيوى نه کوې نو کله چى داسى وشې الله تعالى خاص عام ټول په عذاب اخته کړي. الهى اونبوى ښوونى مسلمانان دى ته هڅولى دى چى دمنکراتو اوبد کار يو مخنيوى وکړى ،اوکه داسى ونکړى نودوى به پدغه صورت کى په عام عذاب باندى اخته شى ،بدان او نيکان ټول په هغه عذاب کى راګير،پدى مدعى باندى دالاندى الهى اونبوى نصوص دبيلګى په طورذکرکوو

١ – الله تعالى فرمائى (واتقوافتنة لاتصيبن الذين ظلموامنکم خاصة واعلمواان الله شديدالعقاب) اوځان وساتى تاسى (اى مسلمانانو) له فتنى (فساداوګناه) څخه چى دهغى سزابه يوازى همهغوکسانوته چى ظلم يې کړى وى نه رسيږى ،بلکه هغه په عامه وي ،اوپوه شى چى دالله تعالى عذاب سخت دى .ددى ايت په تفسير كى عبدالله بن عباس (رضى الله عنهما)ويلى دي (امرالله المؤمنين ان لايقروا المنکربين اظهرهم فيعمهم العذاب ) الله تعالى مومنانوته امرکړى دى چى منکراوبدکارۍ ته ځاى ورنکړى ،اوکه داسى يې وکړل نوپدوى به عام عذاب راشي .

٢- الله تعالى فرمائى (فلولاکان من القرون من قبلکم اولوابقية ينهون عن الفسادفى الارض الا قليلاممن انجينامنهم واتبع الذين ظلمومااترفوفيه وکانوامجرمين . وماکان ربک ليهلک القرى بظلم واهلهامصلحون )ولى نه وواهل دزمانوپخواله تاسى خاوندان دفکر اوعقل  چى ځمکه کى يې دفسادکولومخنيوى کولاى ؟ مګرداسى خلک لږو، چى کله عذاب راغلوهمدوى (لږوخلکو) ته مونجات ورکړ،اوهغه کسان چى ظالمان وپيروى يې وکړه دهغه څه چى پکى اسوده و(نوالله تعالى تباه کړل) ،يقيناً چى هغوى مجرمان واونه دى پالونکى ستاچى دکومى سيمى ياکلى خلک په ناحقه سره تباه کړي پداسى حال کى چى هغوى نيکان اواصلاح کوونکى وي .
شهيدسيدقطب (رحمه الله )ددى ايت په  تفسيرکى وائى هغه امت اوولس چى پکى په يوشکل داشکالودغيرالله دنظام غلامى اوبنده ګى کيږى ،که چيرته پدوى کى داسى څوک پيداشى چى دوى له نوموړى کارڅخه منعه کړي نوداوګړى به نجات ومومى.

هغه خاص عذابونه چې په احاديثو کې يې خبر ورکول شوېدى
کله چې دمسلمانانو تر مينځ او ياپه اسلامي ټولنه کې ګناهونه په ښکاره ډول تر سره کيږي او مخنيوى يي نه کيږي،او يا دومره زيات شي چې مخنيوى يي ممکن نه وي نو په دا سې خلکو باندې دهغوى د گناهونو مطا بق بيلا بيل عام عذابونه راځي لکه :دزمکې خسف (ښکته کېدل)زلزلې ،مهلک مرضونه ،قحط کالي ،مرګ زيا تيدنه ،او ددښمن تسلط ،او داسې نورد کو مو په هکله چې داحاديثو په روايتونو کې خبر ورکول شوى دى.

دځمکې ښکته کېدل او دزلزلې راتګ:
عايشه رضي الله عنها روايت کوي هغه فرمايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:(يغزو جيش الکعبة،فاذا کانوا ببيداء‌من الارض يخسف باولهم واخرهم .قلت يا رسولله، کيف يخسف باولهم واخرهم وفيهم اسواقهم ومن ليس منهم؟ قال:يخسف باولهم واخرهم ثم يبعثون على نيا تهم)يو مهال به يو لښکر دکعبې په لورجنګ ته ورځي ،کله چې دهغې دشتې اوبيديا ته ورسيږي ،دلښکر وړومبني او وروستني به په مځکه کې ښکته کيږي په داسې حال کې چې په دوۍ کې به عام خلک او هغه څوک وي چې له دوۍ څخه نه دي . هغه وفرمايل :ددوۍ وړومبني او وروستني (ټول) به تباه کيږي ،بيا به (په قيامت کې) په خپلو نيتونو باندې راوچتيږي.

دا حديث شريف په دې باندې دﻻ لت کوي چې په خلکو باندې دځمکې ښکته کېدل او يا دزلزلې راتلل په ځينو حاﻻ تو کې دګنا هونو په وجه وي  ،او په ځانګړي توګه په هغه حاﻻ تو کې چې خلک ګنا هونه کوي ،اوپه هغه ځاى کې دالهي عذاب دراتګ اسباب موجود وي .په دې روايت کې دې طرف ته هم اشاره ده چې که يو څوک دګناه په کار باندې خوښ نه وي او په هغې کې په زور او جبر سره راداخل شوى وي ،نو چې کله عذاب راشي په دنياوي عذاب کې به ګرفتار شي مګر داخرت دمواخذې څخه به خلا ص وي .

زينب بنت جحش رضي الله عنها فرمايي:(استيقظ صلى الله عليه وسلم من النوم محمرا وجهه وهو يقول : ﻻ اله اﻻ الله، ويل للعرب من شرقد اقترب ،فتح اليوم من ردم  ياجوج وماجوج مثل هذه _وحلق بصبعيه اﻻ بهام والتي تليها _قبل انهلک وفينا الصا لحون ؟ قال نعم ،اذا کثر الخبث)يو مهال رسول الله صلى الله عليه وسلم له خوب څخه په داسې حال کې را بيدار شو چې مخ مبارک يي سور اوښتى وو ، ويي ويل لا اله الا الله (دا کلمه يي دتعجب يا افسوس په اساس وويله ،هلاکت او تباهي ده عربو ته له داسې شر څخه چې نژدې شو ،نن ورځ دځوځو ما ځوځوله ديوال څخه په دې اندازه ديوال پرانستل شو غټه ګوته او ورپسې دتشهد ګوته يي سره حلقه کړې _ وويل شول : ايا مونږ به تباه کيږو په داسې حال کې چې زمونږ تر مينځ به نيکان خلک موجود وي ؟ هغه وفرمايل هو ، کله چې چټلي ( زنا او دهغې اسباب ) زيات شي .
په دې حديث شريف کې دخبث لفظ ذکرشوى دى چې اطلا ق يي دچټلۍ او بې حيا يۍ په کارونو کيږي ، هغه کارونه چې د زنا کولو اسباب دي او يا په خپله زنا ده.

په يو روايت کې راغلي دي : (کله چې دمومنانو مور عايشه رضي الله عنها دزلزلې په اړوند وپو ښتل شوه نو هغې وويل : کله چې خلک زنا روا وګڼي ، شراب وڅښل شي ، دموسيقي الات (په زياته اندازه) وغږول شي الله تعا لى جل جلا له به په قهر شي ځمکې ته به وواي په دوۍ باندې وخوځيږه (زلزله) نو پرې وبه خوځيږي .  په يو بل روايت کې راغلي دي :(کله چې د عمر رضي الله عنه د خلا فت په وخت کې ځمکه وخو ځيدله نو هغه وويل : اى خلکو دا څه وشول ؟ څومره په جلتۍ سره مو نوي کارونه  (ګناهونه ) وکړل !که چېرته دا (ځمکه ) دې حالت ته بيا راوګرځيدله نو له تاسې سره به بيا ونه اوسم ) کعب اﻻ حبار رحمه الله _ فرمايي: په مځکه کې چې کله ګناهونه وشي نو دالله تعالى له ويرې په خوځيدو شي).
زلزله هغه الهي عذاب دى چې الله جل جلا له دهغې په وا سطه ځينى پخواني قومونه دمکملې تبا هۍ سره مخ کړيدي . او پر دې امت که راځي نو هم دخلکو دبدو عملونو په سبب به وي لکه څرنګه چې يي په دې روا ياتونو کې يادونه وشوه.
دمرګونو زياتيديدل ،قحط کالي  او له د ښمن څخه ويره

په  يو حديث شريف کې د زنا د جريمې تر څنګ د نورو جرايمو او ګنا هو نو په وجه د مصيبتو نو او عذا بو نو را تلل  هم ذکر شوي دي : ( ما ظهر الغلول في قوم اﻻ القى في قلوبهم الرعب ، ولا فشا الزنى في قوم قط الا وکثر فيهم الموت ،ولا نقص قوم المکيال والميزان الا قطع عنهم الرزق ،ولاحکم قوم بغير الحق الا فيهم الدم ، ولاختر قوم بالعهد الاسلط الله عليهم العدو)  په هيڅ يو قوم کې خيانت او درغلي نه ده څرګنده شوې ، مګر دا چې دهغې په زړونو کې به ويره واچول شي ، په هيڅ يو قوم کې  زنا نه ده خپره شوې مګر دا چې دهغوى تر منځ به مرګ ډېر شي .هيڅ يو قوم په پيمانه ، او تله کې کمې نه دى کړى مګر دا چې له هغوى څخه به به روزي قطعه شي او هيڅ يو قوم په ناحقه سره پرېکړه (فيصله) نه ده کړې مګر دا چې دهغوى تر منځ به په خپلو کې وينه تو يدنه رامينخ ته شي ، او هيڅ يو قوم دتړون ماتول نه دي کړي مګر دا چې الله تعا لى به پرې دشمن مسلط کړي.

يو بل روايت په دې مفهوم دى : کله چې يو قوم کې په ښکاره سره زنا او فا حش کارو نه وشي نو هغوى به په طاعون، اوداسې ناروغيو وازمايل شي دکومو په واسطه چې پخواني خلک نه وو ازمايل شوي ، او کله چې په تله او پيما نه کې کمى وکړي نو په وچکا لۍ ، رزق تنګۍ او د پا چا په تيري به اخته شي ، او که چېرته له زکات ورکولو څخه انکار وکړي نو له بره اسمان څخه به ورباندې باران بند شي که څاروي نه وي نو هېڅکله به پرې اورښت ونه شي ، او که تړون ماتول شر وع کړي نو دښمنان به پرې مسلط شي او له دوۍ څخه به هغه څه هم واخلي چې ددوۍ په لا سونو ( ملکيت) کې دي . او که چېرته د هغوۍ مشران او حاکمان په هغه څه باندې پرېکړه ونه کړي څه چې الله تعالى په خپل کتاب کې را نازل کړي نو الله تعالى به ددوۍ جنګ خپلمنځي و ګرځوي.

دغه ذکر شوي روايتونه چې په کې د مختلفو ګنا هو نو په وجه مختلف عذابونه ذکر شول په نني عصر کې يي مصداق ښه را برسيره شو ، او ورځ په ورځ کله چې  دخلکو عملونه مخ په خرابېدو روان دي په همهغه اندازه دهغوى حالات خرابيږي ، او د بيلا بيلو عذابونو او مصيبتونو سره مخ کيږي  .ايا داو سني عصر انسانان په خپلو سترګو باندې نه ګوري چې څومره په سرعت او چابکۍ سره انسانيت ورځ په ورځ دطبيعي الهي عذابونو ښکار ګرځي لکه زلزلې ، داو بو اوبادو نو طو فانونه او داسې نور . له دغه عذابونو څخه مسلمانان او اسلامي ټولنې هم په امن کې نه دي بلکې دوى يي هم دتباهۍ سره مخ کړل چې ښکاره دليل يي دايران دزلزلې ، دترکيي زلزلې او سږ کال دپاکستان مهلکه زلزله ده.
او دايډز مهلکه ناروغي چې دوه نيمې لسيزې مخکې په غربي ټولنه کې دفحشا لا مله مينځ ته راغلې ده په ميلو نونو و انسانان  يي دمرګ بستر ته وليږل . دغه تباه کوونکى مرض د وخت په تېرېدلو زياتيږي.

داغيارو تسلط
کله چې  مسلمانان ددنيا ژوند او مال سره محبت شروع کړي ، دالله تعالى په ليار کې له مرګ څخه کرکه او نفرت اختيار کړي ، او خپلې ايماني وجيبې دسرته رسولو څخه ډډه وکړي نوپه دغه  وخت کې به په دوۍ باندې اغيار مسلط شي . رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : ( يوشک ان تتداعى عليکم الامم من کل افق ، کما تداعى الا کلة على قصعتها ، قلنا يا رسول الله امن قلة منا يوميذقال : انتم يوميذکثير ، ولکنکم غثاء کغثاء السيل ، تنز ع المهابة من قلوب عدوکم ، و يجعل فى قلوبکم الوهن ، قالوا وما الوهن ، قال حب الحياة وکراهية الموت) نزدې ده چې غيرمسلم قومونه به له هره طرفه ستاسې دمقابلې او ښکېل کولو لپاره يو بل ته بلنه ورکوي لکه څرنګه چې خوړونکي په کاسې باندې د راټولېدلو لپاره يو بل ته اواز کوي .مونږ (صحابه کرامو ) وويل : اى دالله تعالى استازيه هغه ورځ به دغه حالت زمونږ دکموالي په سبب وي ؟ هغه وويل : تاسې به هغه مهال   زيات اوسۍ لکن دزګ په  څېر به ياستۍ ستاسې ددښمنانو   له زړونو به ستاسې ويره او هيبت ووځي او ستاسې په زړونو کې به   کمزورتيا او ويره واچول شي صحابه کرامو وويل : وهن او کمزورتيا څه شى دى ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : ددنيا دژوند خوښول او دمرګ بد ګڼل دي.

دمسلمانانو لپاره دکفر مسلطېدل له ټولو څخه زيات خطرناک عذاب دى ، ځکه چې دهغوۍ دښکېلاک او تسلط په دوړو او ګردونو کې دالهي قانون څخه دتخلف روحيه ، دفساد ، چټليو ، زناکاريو او فاحشو کارونو رايجول او خپرېدل دسمندر دطوفاني څپې په څېر صورت مومي ، چې دا کار په اسلا مي ټولنو کې لا پسې زيات د الهي عذابونو او د تباهيو لپاره اسباب او عوامل برابروي .

په تاسف سره بايد ووايو چې نن سبا اسلا مي امت داستعمارګرو قوتونو دود ، دستور ، او دهغوى کلتور اوفرهنګ په ډېره چټکۍ سره خپلوي . ځوانان ، تعليم يافته خلک دهغوۍ تقليد کوي او دهغوۍ په منډونو باندې منډونه ايږدي.
په اسلا مي ټو لنو کې بد کارونه ښه وګرځېدل ،او ښه کارونه بد ، دمسلمانانو تر مينځ داسې خلک هم شته چې د ګناه کار ته ګناه نه واي  اګر که هغه هر څو مره غټه وي ، او ځينې خلک خو د ځينو ګناهو نو په کولو سره فخر کوي.
مونږ په داسې يو دور کې ژوند کوو چې اسلامي ښونې خلکو ته نا اشنا او بېګانه ښکاري ، زمونږ تر مينځ داسې خلک هم په کافي اندازه موجوددي چې زمونږ دجنس څخه دي ، زمونږ په ژبه باندې خبرې کوي، لکن جهنم او اور طرف ته خلک بلي، مونږ بايد په دې پوه شو که دهغوۍ بلنه مو قبوله کړله نو په هغه صورت کې به مو جهنم ځاى وي ( نعوذ باالله من ذلک) .
دمسلمانانو دې حالت ته ورګرځېدل يو طبيعي کار دى ،ځکه چې په قومونو کې دالله تعالى جل جلا له له نه بدليدونکو سنتو څخه يو سنت او طريقه دا هم ده چې کوم قوم خپل کردار او روش ته تغير ورکړي، الله تعالى دهغوۍ حالت ته تغير ورکوي الله تعالى فرمايي :(ان الله لا يغير ما بقوم حتى يغيروا ما با انفسهم  ) الله تعا لى د هيڅ يو قوم حالت نه بدلوي ( له نعمت څخه عذاب ته) تر څو چې هغوى دخپلو ځانونو حالت (له اطاعت څخه ګناه ته ) نه وي بدل کړى.

نو دتغير په بدله کې زمو نږ دګناهونو په وجه په مونږ باندې عذابونه راغلل او د کفري قومونو له تيري سره مخ شو ، داسې معلو ميږي چې الله تعالى له ظالمانو څخه دنورو ظالمانو په واسطه انتقام او غچ اخلي . داو لنيو ظالمانوڅخه هغه څوک مراد دي چې يواځې په نامه مسلمانان وي ، کارونه او اعمال يي دشريعت خلاف وي ، اوهغه څوک چې دمسلمانۍ په دعوه کې صادق وي که احيانا هغه دکفر او استعمارله پلوه دتکليف او ربړونې سره مخ کيږي دهغه لپاره احدى الحسنين دي.
دکفر دتسلط او دښکېلاک په هکله څوک ملامت کړو؟

دا څرګند ه  خبره ده چې مسلمانان په فردي او ټولنيز انداز سره ددې ټولو حالا تو مسوليت په نورو باندې ور اچوي او پردي ملامتوي ، کله چې په مسلمانانو باندې کوم مصيبت رانازل شي دبېلګې په توګه داسلامي مځکو او وطنونو څخه کوم وطن داستعمار په پنجو کې ولويږي ، نو دوۍ دانعرې اوچتوي چې : په دې کار کې اشغالګر مسوءل دي . کله چې په هغوۍ باندې طاغي ظالم او سرکشه حاکم مقرر شي نو وايي چې دا د کفارو تد بير او دسيسه ده ، دا خو په مونږ باندې هغوۍ مسلط کړل، او کله چې دمسلمانانو ددوه ډلو يا جماعتونو تر مينځ نزاع اوجنګ واقع شي نو بيا وايي چې داد يهودو او دهغوۍ د ګوډاګيانو کار دى.

لنډه دا چې دمصيبت او کشالو په صورت کې همېش په نورو باندې مسوليت اچول ، او نور ملامتول دمسلما نانو يو صفت ګرځيدلى دى ، حال داچې دغه موقف دعقل او شريعت په بنسټ سره مردود دى.
دعقل په اساس ځکه مردود دي : مونږ چې په ښکېلاکګرو لکه يهودو او نصرانيانو باندې مسوليت او ملامتيا اچوو ، په دې چې هغوۍ زمونږ دښمنان دي ، اوطبيعي خبره ده چې دښمن د دښمن لپاره ښګېڼه نه غواړي ، نو زمونږ په دې خبره کې چې داد ښکېلاکګرو کار دى کوم نوى خبر او انکشاف نه شته.
هغوۍ خو دښمنان دي ، ددښمن خو دا کار وي چې خپل دښمن ته ضرر ورسوي ، ددې مثال داسې دى لکه چې وايو : شيطان او ملګري يي  دمسلمانانو تر مينځ تخريب او فساد کوي ، مومنانو ته تکليف رسوي . نو بايد پوه شو چې : دشيطان او ملګرو خو يي دا کار دى ، مونږ ولې هغوۍ ملامت کړو ، او ولې له هغوۍ څخه ګيله وکړو!
که د مسلمانانو غفلت نه وي ، دښکېلاکګرو لپاره له داخل څخه زمينه برابرول نه وي ، بيا نوهيڅکله هغوۍ نه شي کولاى خپلو هدفونو ته ورسيږي.

همدارنګه هغه چارواکي چې ښکېلاک او استعمار رامينځ ته کړي دي ، که چېرې په خپله له دا خل څخه دهغوۍ سره همکاري نه واى ، دهغوى تيري او تجاوز ته ميلان نه واى بيا به هغوى څرنګه په سرکشۍ او تيري کولو باندې توانېدلى واى؟
دا خلک ولې استعمار او ښکېلاک _ چاچې دا چارواکي رامينځ ته کړيدي _ ملامتوي ؟ حال دا چې ځانونه دهغوى په خدمت کولو ، دهغوى سره په همکارۍ کولو ، دهغوى دچارواکۍ ، حکومت او سر کشۍ لپاره په هلوځلو کولو باندې نه ملامتوي .
دشريعت په اساس هم دغه مو قف غلط دى : ځکه الله تعالى مونږ ته دا بيان کړىچې زمونږ ستونزې او مصيبتونه به زمونږ دعملونو په سبب وي ، الله تعالى فرمايي : ( او لما اصا بکم من مصيبة فبما کسبت ايديکم ) هغه څه چې تاسې ته رسيږي له کوم مصيبت څخه نو ستا سې دعملونو او کړو وړو په سبب دي . نو په کار ده چې مونږ بل څوک ملامت نه کړو ، بلکې خپل ځانونه ملا مت کړو.

دمصيبت دراتللو په وخت کې الله تعالى مونږ ته دملامتولو طرف او ځاى په ګوته کړى دى چې هغه زمونږ نفسونه دي، الله تعالى فرمايي : ( او لما اصابتکم مصيبة قد اصبتم مثليها قلتم انى هذا قل هو من عندانفسکم ) او هرکله چې تاسې ته ( داحد په مهال ) مصيبت ورسيد او له هغې مخکې ( په بدر کې ) تا سې هغوى ( کفارو ) ته دوه چنده مصيبت رسولى وو نو تاسې وويل چې دا مصيبت دکومه ځايه راغلو ، ورته ووايه چې دا ستاسې دنفسونو ( دمخالفت ) په وجه رامينځ ته شو . په دې وينا کې الله تعالى هغه اړخ او ځاى وښودلو کوم چې دمصيبت درانازليدلو په وخت کې ملامته کيږي چې هغه زمونږ نفسونه دي، نو دشريعت په اساس هم دا روا نه ده چې دمصيبتونو ، عذابونو او ستونزو دراتللو په صورت کې خپل ځانونه بري ثابت کړو او مسوليت او ملا متي په نورو باندې  ورواچو.مسلمانان او اسلامي  امت په ځاى ددې چې نورو  ته ګوته ونيسي ، نورملامته  کړي . بايد چې ددغه مشکل  او ستونزې چې عامل او سبب يي  تشخيص شوى دى .

په درملنې باندې پيل او اهتمام وکړي او عملا دا کار پيل کړي چې په دې ځاى کې ددې لا ندې مهمو نکاتو وړانديز کوو:
١. بايد چې اسلامي امت دهغه کړو وړو په هکله غور وکړي کوم چې ددې ستونزو او مصيبتونو سبب شوي دي او دا هڅه د مسلمانانو لپاره ډېره مهمه ده ځکه د اسلام او مسلمانانو دښمنان له دې څخه ويره نه لري چې مسلمانان دې هغوى په بدو ياد کړي ، هغوى ته دې کنځلې وکړي ، دا چغې دې ووهي چې داداستعمار کار دى چې په مونږ باندې کيږي .بلکه کفري ښکيلاک او ددين دښمنان له دې څخه ويره لري چې نه بايد مسلمانان دخپلو ستونزو او مصيبتونو په حقيقي لاملونو باندې پوه شي چې هغه ددوۍ دنفسونو کړنلاره اواعمال دي ، نو بايد مسلمانان خپل نفسونه دايمان ، عقيدې او نېکو اعمالو په وسيله باندې مجهز کړي.

٢. بايد مسلمانان دستونزو او مصيبتونو په وړاندې دخپلو ځانونو دساتنې په خاطر داسې وقايوي تدابير ونيسي لکه يو څوک يي چې دمرض په مقابل کې دخپل دبدن دحفاظت په خا طر نيسي . ددې ستونزو او مصيبتونو په مقابل کې وقايه او مخنيوى دادى چې مسلمانان دخپل دين ښوونې په خپل ژوند کې عملي کړي او له  عصيان څخه ځانونه  وساتي.
٣- د ستونزو او مصيبتونو په د راتللو په وخت کى مسلمانانو ته پکار ده چى د صبر اوثبات څخه کار واخلي ، چى پدى وسيله به دالهي اجر او مرستى وړ هم وګرځي الله تعالى فرمائي : ( ولنبلونکم بشئ من الخوف و الجوع و نقص من الاموال و الانفس و الثمرات . و بشر الصابرين الذين اذا اصابتهم مصيبة قالوا انا لله و انا اليه راجعون ) خامخوا مونږ تاسى په يو څه ويرى ، ولږى ، د مالونو په کموالى او دنفسونو او ميوو په نقصان سره ازمايو ، نو زيرى ورکړه هغه صبر

 محصل غازى زاده

 

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: