اوبه، چای او څښاکعمومي معلومات

د قهوې تاريخ

قهوه يوه وړه ونه ده چي بيضوي تېز نوكي پاڼي لري او سپين خوشبويه ګلان كوي. د مېوې دانې يې د الوبالو د مېوې غوندي دي، د دغودانو ميده پوډر په ايشېدلو اوبو او شيدوكي ايشوي او څښي يې. وايي چي يوه پوونده چي” خالدي“ نو مېدى او د ځينو په قول د يمن وو او د ځينو په وينا د حبشې وو، د يمن يا حبشې په غرونو كي د پسونو د رمې پوولو پر مهال ولېدل چي د هغه كوم څاروي چي د غره يو ځانګړى بوټۍ وخوري نه بيديږي او تر نورو وختونو ښه او زيات واښه خوري. نو هغه وو چي دغه پوونده له دغه بوټي څخه څه وخوړل څو د هغه اغېز پر خپل ځان وازميي. خو هغه ته د دغه بوټي خوړلو ښه خوند ورنه كړ او د هغه څه اغېز يې هم احساس نه كړ. بيا  هغه دغه بوټۍ په اوبو كي وايشاوه او د هغه له  څښلو څخه يې هم خوند واخيست او هم يې په څرګنده د  هغه د  څښلو له امله په ځان كي تكړه توب وموند.

د ” قهوې“ لفظ له اصله عربي ګڼل سوى او ويل كيږي چي دغه چوپان پر ايښى دى. په يوولسمه عېسوي پېړۍ كي يو عرب طبيب د هغې په خواصو پوه سو. بيا نورو پوهانو پر هغې د ” كوفيا ارابيكا “ (coffea arabica) نوم كښېښود. بيا په پنځلسمه عېسوي پېړۍ كي په يمن او د سره سمندرګي پر غاړو د  هغې كښت  او حاصلات زيات سول او په ټول عربستان، يمن او حبشه كي خلك د هغې په استعمالولو روږد سول. انګلستان ته قهوه په ۱۶۰۰ع.كال ورسېده،  خو تر بېخي ډېره مهاله دونه ګرانه وه چي يوازي شتمنو څښلاى سول.كله چي په ۱۶۱۰ع.كال د انګرېزانو د شرق الهند كمپنۍ د منېجر هينري ميډټيون قافله د سره سمندر ګي پر غاړه تم سوه نو هغه د قهوې د دانو زياتي بورۍ رانيولې او انګلستان ته يې يووړې. په ۱۶۴۴ع.كال قهوه د فرانسې پاچايي دربار ته ورسېده او شپاړسم لوئي د هغې لومړنۍ پياله وڅښل.  څو كاله وروسته طبيبانو د هغې د څښلو سره سخت مخالفت وښوود. خو بيا هم په سلطنتي ماڼۍ او نورو كورونو كي لږ لږ استعمالېدل. په ۱۶۵۴ع.كال په پاريس كي لومړنۍ قهوه خانه را ووتل چي يوازي قهوه پكښي څښل كېدل. په اتلسمه پېړۍ كي ډېرو خلكو په تېره د علم او قلم څښتنانو د هغې څښل پيل كړل.

څنګه چي سوداګرو او شتمنو ته د قهوې تجارتي ارزښت  څرګند سو نو د هغې د كرلو په هكله د هغو ترمنځ مقابله پيل سول او هر يوه كوشش كاوه  چي په  خپله اړونده مځكه كي زياته قهوه وكري، او په رشتيا يې د هغې له كرلو او سوداګرۍ څخه زياتي ګټي تر لاسه كړې. د اوولسمي پېړۍ په منځ كي قهوه پر هر لوري خورا ډېره خپره سوه او له ويانا او اميسټرډام څخه تر بوسټن او نيويارك پوري خلكو د هغې د څښلو سره مينه پيدا كړه.كله چي ۱۷۱۴كال پيل سو نو
د قهوې شهرت د انګرېزانو ډېر ډنګرشاعرالكزانډر پوپ (۱۶۸۸ ـ ۱۷۴۴م.) اړ كړ چي د هغې په ستاينه كي څه ووايي.

اوس د يوې احصائيې له مخي يوازي په امريكا كي د كاله تر (۱۴۰) بلينو ګيلاسو زياته قهوه  څښل كيږي.

قهوه اروپاته تر رسېدلو پنځه پېړۍ د مخه اسلامي نړۍ پېژندلې وه. هماغه مهال (د لسمي سپوږميزي پېړۍ په لومړيو كي) د قهوې د څښلو د منع كولو لپاره كوښښونه وسول ډېرو اسلامي عالمانو د هغې په هكله ډول ډول فتواوي ور كړې ان ځينو روغتيا ته د هغې د ضرر له امله د هغې څښل حرام وګڼل. بيا د هغې د استعمال د مخالفينو او پلويانو تر منځ شخړي را منځته سوې، تر دې چي دا خبره د ازهر پوهنتون شيخ ته ورسېده. په ۱۵۳۱ع.كال هغه فتوا وركړه چي دا حرامه ده، ځكه چي له هغې څخه سړى نشه كيږي. بيا د الازهر لخوا د قهوه خانو د تړلو حكم وسو. بيا احتجاجي غونډي وسوې او ربړه محكمې ته وړاندي سوه. قاضي د قهوې څښل حلال وبلل. چي له دې امله په هر كور او كوڅه كي د هغې څښل عام سول او په لويو لويو اسلامي ښارونو لكه مكه مكرمه، قاهره او استنبول كي دود سوه. د قهوې په هكله د عالمانو د اختلاف او بالاخره  حلال والي په هكله د ردالمحتار۵/ ۴۰۸مخ وګورئ. د طريقة محمديه د شرحي البريقه په ۲/ ۱۳۴مخ كي يې هم قهوه حرامه نه ده ګڼلې خو د هغې د څښلو پرېښوول يې اولٰى يعني ښه كار بللى دى.

په هر صورت اوس پوهو او سترو ډاكټرانو او طب پوهانو جوته كړې ده  چي قهوه او چاى روغتيا ته ضرر لري. خو له بده مرغه بيا هم ځيني كسان د چايو او قهوي د ضررونو پر ځاى د هغو د ګټو په هكله كله ناكله د رسنيو مخونه توروي. دا درسته ده چي هر څه ان شراب لا هم څه ګټي لري خو بايد وكتل سي چي ګټي يې څوني دي او تاوانونه يې څونه دي. لنډه داچي كومو كسانو چي د چايو يا قهوې په هكله ليكني كړي دي او د هغو روغتيايي ضررونه يې نه دي منلي تاسي يې معلومات وكړئ دغسي كسان يا په دې هكله ناپوهان جوت سوي دي يا د پانګوالو او پانګوالي نظام لاسپوڅي او مزدوران. چي غواړي په افغانستان كي د  چايو بازار تر دې لا تود وساتي او د قهوې څښل هم د چايو غوندي دود كړي او په دې توګه زموږ د بې وزلو خلكو په مليارډونو پيسې د پردو بانكونو ته ولېږدول سي.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: