ژوند رازستونزې او حل لارې

د قهر او غضب علاج

څنکه چه لیدل کیږي د دنیا اکثرې بې نظمۍ د قهر او غصې اثرات دي. نو ځکه د هرڅه نه اول د قهر او غصې اساسي چاره په کارده.
قهر او غضب یو داسی نفساني کیفیت او مرض دی چه په داسې وقت کښې روح او د بدن حیواني قواوې له دننه وجود ځېنې بیرون خوا ته دوتلو حرکت او فعالیت او جدیت کوي او د دې رنځ او مرض سبب او علت د هغه انتقام اخستلو حس دې چه په مغز و کښې د کومې موجبې له اثره پیدا شوای دی .او کله چه دا قسم حرکت او فعالیت زیات قوت او شدت مونده کړي نو پداسې وخت کښې دماغ او عصاب چه د نفساني روح د تک او راتک ځای دی دیو تاریک او مظلم دود ځېنې ډک شي او د دغه دود دتاریکۍ له امله د عقل نور په پرده کښې واقع شي ترڅو د فعالیت او لیارښوونې ځېنې ولویږي. باید ووایو چه د غضب د آخرې مرحلې علاج مشکل ښکاري ځکه که هر څومره نصیحت او منت وشي هغو مره د غضب اور په اشتعال او لمبو راځي مګر دومره کیدلای شي که غضب ناک سړی په دا وخت کښې خپلې وضعی ته تغیر ورکړي یعنې ناستې ځېنې ولاړې ته او د ولاړې ځېنې ناستې خواته انتقال وکړي نو د غضب شدت اوتیزی به یی څه لږشي. وایي:
که دغضب په وخت کښې سړی یخې اوبه وسکي او یا ویده شي غضب به ئې تخفیف پیدا کړي.

دا باید په یاد ولرو چه مزاجونه د غضب په وخت کښې په څلور ډوله دي.
1- ځینی مزاجونه کبریتي صفت لري چه د لـږ څه واقعې په اثر اور اخلي.
2- ځېنې بیا د وچ لرگیو په شانې په اشتعال کښې د کبریت ځېنې بطي وي.
3- ځېنې د غوړیو غوندې چه اول اور نه اخلي او که اخلي نو بیا لمبې وهي.
4- ځېنې خلک بیا په ډیرې سختۍ قار کیـږي او چه په قار شي نوبیا بالکل انفلاق کوي.

همدا وجه ده چه د غضب د څلورم قسم ځېنې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم خلک ویرولي دي. فرما یي « إياكم من غضبة الحليم إذا غضب » دحلیم سړي د قهر ځېنې وویریږي.
په حدیث شریف کښې راغلي چه بنی آدمان په غضب کښې څلور طبقې دي.
1- ځغرده په قاریږي او ځغرده د قهر ځېنې کرځي.
2- وروسته په قاریږي او ځغرده منحرف کیږي.
3- وروسته په قاریږي او وروسته د قهر ځېني اوړي.
4- ځغرده په قاریږي او ډیر وروسته د قار ځېنې خلاصیږي.

بهتر خلک هغه کسان دي چه د دوهم قسم ځېنې وي او بد ترین د خلکو هغه خلک دي چه د آخر قسم ځېنې وي.
امام غزالي رحمت الله علیه فرمایي:
د دی له امله چه غضب داعتدال دحد ځېنې سړی باسي نوځکه د قدرت خاوند ته په کار ده چه غضب په وخت کې دې په چا د عقوبت او امر نه صادروي. او داځکه نه چه د غضب په اثر د عدالت د اندازی ځېنې تجاوز وکړي همداوجه وه چه امیرالمؤمنین حضرت عمر بن خطاب (رض) یو ورځی یو مست په مسکراتو نیشه سړی ولید. وې غوښتل چه په درو ئې ووهي مگر هغه چه دا وضعیت حس کړو نو په کنځلو ئې پیل وکړه همغه وه چه حضرت عمر فاروق (رض) ورته سزا ورنه کړه. وې ویلې زه ده په قهـر او غضب راوستلم نو که په درو ئې ووهم، احتمال لري چه د قهر او غضب له امله به ئې ووهم، نه د خدای لپاره.

یو ورځ کوم مجرم سړي د حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمت الله علیه په حضور د بې ادبۍ په قواره خبرې وکړې. عمر بن عبدالعزیز وویلې که په قهر کړای دې نه وای، نو په عقاب کړاې به مې وې.

اوس به رایشو دیته چه غضب او قهر د اسبابو او عللو له مخو تحلیل کړو ترڅو د هرسبب په مناسبت علاج و اصلاحات وشي.
څنکه چه لیدل کیـږي د غضب اسباب لس دي:
(۱) خپل ځان لیدل
(۲) فخر کول
(۳) په خبرو کښې تیزي
(۴) په خبره کښې ټینکیدل او مخالفت
(۵) ټوکې
(۶) تکبر
(۷) استهزاء او پر بل خندل
(۸) غدر او خیانت
(۹) دانتقام په صورت کښې ظلم کول
(۱۰) ښو شیا نو پسې افراطي هڅه.

او کوم هغه عواقب چه د غضب څخه وروسته پیدا کیږي اوه دي.
(1) پښېماني
(۲) د انتقام او بدلې اخستلو ځېنې ویره چه یا به ئې په دنیا اخلي او یا به ئې په آخرت کښې
(۳) د دوستانو دښمني
(۴) د اراذلو استهـزاء
(۵) د دښمنانو خوښي
(۶) د قهر ځينې وروسته د مزاج تغیر
(۷) د غضب په حالت کښې درد او تکلیف

حقیقت دا دی چه غضب د یو ساعت لیونتوب دی.
حکماء وائي د غضب ناکو خلکو مزاج د اعتدال ځنې زیات حرارت خوا ته مایل وي او که دا قسم مزاج دوام وکړي نو یو قسم جنون ترې پـیـښیـږي چه هغه ته د اطباء و په اصطلاح کښې سبعي ( د درنده ګانو) جنون وائي.

حضرت علي کرم الله وجهه فرمائي تیزي ( یعنې غضب) د جنون له اقسامو ځېنې ده که غضب ناکه سړی پښیمانه نه شي حتماً‌ به دا جنون محکم شوای وي .

او د زیات غضب په اثر داسې هم کیږي چه کله روح د انقباض په اثر باندې سخت حرکت کوي او پدې اثر احتمال لري زړه چه د حیواني روح منبع دی خالي پاتې شي او کوم هغه روح چه زړه ځېنې اعضاو ته رسیـږي او په هغه سره د انسان نورم راځي، قطع کیږي او داسې هم کله کیږي چه د غضب د حرارت به اثر د روح جوهـر سوزي او یو ناڅاپه سړی مري.
او کله داسې هم کیـږي چه کوم هغه اخلاطه چه د بدن د قـوام د پاره زیات ضرورت لري وسوزي او ردیه امراض ترینه يیداشی او دوخت په تیریدو دهلاکت موجب ګـرځي.

باید ومنو چه د غضب مرض سخت مرض دی نو ځکه کله چه حضرت ابو هریره رضی الله تعالی عنه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ځېنی د نصیحت غوښتـنه وکړه:
رسول صلی الله علیه وسلم په درې واری وویل چه د غضب ځېنې ځان وساتي.
د صحابه وځېنې یو د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم حضور ته راغی، پوښتنه ئې وکړه چه دین څه شی دی:
رسول صلی الله علیه وسلم ورته په ځواب کښې و فرمایل چه دین ښه خوی دی. دا سړي بیا د رسول الله صلی الله وسلم ښي خواته راغی او همدا پوښتنه ئې وکړه. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ورته همدا ځواب وویلې. په بل کرت دی د رسول صلی الله علیه وسلم د چپ پلوه راغی او همدا پوشتنه وکړه او همدا جواب ئې واورید.
په څلورم کرته د رسول صلی الله علیه وسلم د وروسته ځېنی راغی او پوښتنه ئې وکړه چه دین څه شی دی؟ رسول صلی الله علیه وسلم مخ ور وا ړولو او وې ویلې نه پوهیـږي؟ دین دا دی چه په غضب او قهر نه شي.

په قرآن پاک کښې راغلي: « والکاظمین الغیظو العافین عن الناس » د خلکونه غضب علاج لکه د نورو امراضو په شانې د اسبابو په دفع کولو او محوه کولو راځي نوځکه دا دی چه مونږ لاندې ډول د مخکینیو لسو اسبابو په قلع او قمع کښې په ښکاره او واضح ډول بیان ته ادامه ورکوو.
1 – که غضب د خپل ځان د لیدلو ځنې وي یعنې دا چه سړیته خپل ځان مجمع د فضائلو ښکاره شي او د نور چا اوصاف او محا مد ئې « نیک خصلتونه » هیڅ په نظر ورنه شي نو علامه به ئې دا وي چه دا رنګ خلک په خپل ځان په ماحول کښې مستغرق وي او چه لږ څوک د ده رضا ځېنی تخلف وکړي په قهر او غضب کیږي به.
ددا ډول او قسم روحي مرض د پاره پوهانو په دا ډول علاج ښودلای دی. دا رنګه خلک دې لطفاً زغرده خپلو معائبو او نواقصو ته ځیرشي او لږ دا په فکر کښې راولي چې هیڅوک د نواقصو ځنې خالي نه دي او انسان د نقصان ځېنې مخلص نه لري. او همیش دې دا په فکر کښې راولي چه حکیم حقیقي یو زره د موجودا تو ځېنې بې د کومې فائدې نه دي پیدا کړي او دا هر موجود چه مونږ ئې گورود حکمت له امله پیدا شوي نو په دا وخت کښې به سړي ته دا په فکر کښې ورشي چه په هر موجود کښې یو کمال او حکمت شته دی چه په نورو کښې به شاید نوی. اویا به په نورونه پوره کیږي. هو د عالم په نظام کښې هر موجود د موجوداتو دخل لري.
۲- که غضب او قهر د فخر کولو ځېنې پیدا شوي وي یعنې دا چې سړی په خپل ځان باندې فخر کوی او ددې فخر سره چه څوک مصادم وکڼي نود غضب مواد ئې په جوش راشي په داسې وخت باید د ارنگه فکر وکړای شي چه پر دنیا فخر کول خو یا د مال او یا دجمال او یاد نسب او یا د جاه له امله وي او په داسې شیانو باندی فخر کول دعاقل او پوه سړي او انسان کار ندی ځکه چه مال نن شته او سبا نشته او هرڅوک ئې لري. جمال اوښایست خوهم باقی او دایم ندی ملکه د مزاج په بد لیدو او د مرض په عارض سره ډیر ښایسته رنگونه تور کودی گرځي نسبت هم د فخر کولو لایق ندي ځکه:
هغه ناوی چه په ځان ښایسته نوي
څه په کار لري ښایست د مور اونیا

او که یو څوک داسې جناب ته چه يواځې په پلار او نیکه نازیـږي ووائي: آشنا دا صفت خو د ستا صفت ندی دا خودې دپلار او نیکه صفت دی، نه پوهیږم به په جواب کښې څه ووائي او که فرضاً پلار او نیکه ئې حاضر شي او ووائي چه دا ځما صفت دی ستا صفت ندی، نو ځوی به څه وکړي؟ او کیږي چې د ده د پلار او نیکه همځولي دده د پلار او نیکه ځېنې هم په ښه اوصافو کښې زیات وي نو عاقل او پوه سړی ته هیڅ دا نه ښایي چه د بل چا په صفت ونازیږي بلکه که څوک واقعاً د فخر دعوه لري نو خپل ځان دې ښه کړي ځکه خپل لـږ صفت د پلار او نیکه د ډير صفت نه زیات قیمت لري. یو عربي شاعر وایي:
انا افتخرتُ باباء معنوا سلفا + قلناصدقت ولکن بئسما ولد وا
که ته په هغه پلرونو چه مخکې تیرشوي فخر کوې نو مونږ وایو چه رښتیا د ستا پلرونه ښه خلک وو لکن نا اهله یې ځیـږ ولي دي.
حضرت رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي« لاتأتونی بانسابکم و أتونی اعمالکم » ماته په انسابو خپلو مه راځئ بلکه په اعمالو خپلو سره رایشئ. یعنې زما په نزد د انسابو قیمت نشته بلکه داعمالو قیمت دې حضرت علی کرم الله وجهه په یو قطعه شعر سره فرمایي:

انا ابن نفسی وکنیتی ادبی + من عجم کنت او من العرب
آن الفتی من یقول ها اناذ + لیس الفتی من یقول کان ابی

وایي زه ځوی د خپل ځان یم او کنیه زما ادب دی. فرق نه کوي که د عربو ځېنی یم او که عجمو او دا ځکه چه سړی هغه دی چه ووایي زه داسې او داسې یم. هو هغه سړی کامل ندی چه وایي پلار مې داسې او داسې.
حکایت دی چه د یونان کوم یو رئیس په یو غلام باندې فخر کولو غلام ورته وویلې چه که دا فخر دې ددې ښو کالیو د اغستلو له امله وي نو دا صفت خو د کالیو دی د ستا نه دی. او که په دا د سورلی چالاکو شیانو باندی فخر کوې دا صفت خو هم د ستا نشو او که په خپلو پلرو باندې نازیږې نو د صفت وړخو دې پلرونه شول نه ته. یعنې په خپله کوم صفت نلرې او په تاکې دا ټول صفتونه د بل چا دي او که پلرونه دی خپل صفتونه در نه واخلی په تا کی به څه پاتی شی؟

داوه د هغه چا علاج چه دفخر کولو په مرض مبتلا وی . او که سره د دی دکوم سړی په خپل ځان باندی
د فخر کولو عادت ځنی زړه نه صبریږی نو دا دی هم واوری:
( کس نه گوید که دوغ من ترش است) هو .
مشک آن است که خود ببوید + نه آنکه عطار گوید.
3- په خبرو کې تیزي لرل یعنې دا چه سړی په خبرو کښې د مقابل او مخاطب د حقوقو مراعات نه ساتي او چه د مخاطب له خوا نه په نه منلو سره مخامخ شي نو د قهر او غضب تیل یې اور اخلي.
4- په خبرو کښې ټینګیدل یعنې دا چه سړی په هره خبر کښی د لا نسلم په غونډۍ ناست وي او لکه د ژرې غوندې به حق او ناحق نښتی وي او چه څوک یې ښه استقبال ونکړي نو یو وار په غصه او عصبانیت پیل وکړي. ددې دواړو اسبابو علاج دادی چه سړی دې باید په دا پوه شي چه دا ډول صفت او عادت د محبت او الفت سلسله قطع کولای شي او قطع کوي او د وحدت او اتفاق انحلال راولي دا دواړه خصلته د انتظام د عالم د پاره مضر دي او زیات مفاسد لري.
سړی د هـر چاپه انظاروکې مستبد او سر زوری معرفي کوي او هیڅ کله به په خپل مطلب نه بریالی کیـږي. سړی باید فکر وکړي چې خبرې او جنک سره فرق لري او په خبرو کې مطابقت د مقتضی د حال سره ضروري ده. دغه خبره د پوهانو په نزد زیات قیمت لري.
هو خبره دا نده چې هر څه به سړی وایي خواه ومنل شوه او که نه هو هرڅه ځانته لیاره لري او هر څه دپاره صورت په کاردی دا بده نده چې سړی په خبرو کې کله بل ته ځان تسلیم کړي بلکه دا بده ده چې د خبرو ځنې خواشنی پیدا شي او بد تاثیروکړی.
5 – ټوقې کول یعنې دا چې سړی په ټوقو او تقالو کې د حد ځنې تجاوز وکړي او د ادب مراعات او روا او ناروا لحاظ ونه ساتي.
دا قِسم ټوقې بدې دي هو ټوقې چې په کې ناروا او تجاوز د اندازې ځنې نوې بدې ندي.
لیکن داسی ټوقې چې سړی به په هیځ شي بند او وازنوی بد عواقب لـری ډیر کرته داسې پیښه شوې چې اول ټوقه وي بیا پټاقه شي او یو تر بله سره لاسونه واچوي او دښمني ترې جوړې شي زه په دا کی زیات تجربه لرم او ډیر داسې وقایع مې لیدلې چې دبیځایه ټوقو په اثر د مرګ او خون خونی صحنه جوړه شوی ده او لا ترننه پورې یې روغه نده موندلې.
ښه دا نو ولې او په څه نو باید دا لازمه ده چې سړی څه د خولې ځنې کاږي د عقل او فکر په سندان یې داسې وټکوي چې غل او غش هیڅ په کې پاتې نه شي هو زړه ته هر څه راځي او په فکر هرڅه تیریږي لکن هر څه د ویلو نه وي او نه هر څه د خوښی وړکرځي.

ټوقه خو سړی د دی د پاره کوي چې خپله او بل پرې خوښ شي نه دا چې دی او بل پرې خفه او ملول شي. که د سړي په ټوقوکې غرض دا وي چې خپله خوله وینجه کړي. نو د ټوقو د پاره حاجت نشته زما ورته اجازه ده چې همیش دې خوله وینجه ونیسي.

او که ټوقو کې مقصد دا وې چې دبل اوځان خسته توب او خفکان پرې لرې کړي نوباید د بل دحقوقو مراعات او لحاظ په خاطر کې ولري داسې څه د عقل او فکر په قوت او لطافت سره ووایي چې د درد دوا‌ء او خسته توب یې په خوښی بدل شي.
ټوقې او مسخرې فرق لري لکن ځینې خلک د ټوقو په دعوا د ټوقو ځنې مسخرې جوړوي او په مجلس کې ځېنې خلک د مجلس د اشتراک ځېنې پښیمانه کړي او دیته ئې اماده کړي که د طاقت او حوصلې ځنې پوره شي نو بالمثل جواب ووایي او یا لـړایي ترینه جوړه کړي او د خوند په شخوند بدل کاندي او یو دماتم اجتماع ترینه پیدا شي.
6 – تکبر یعنې دا چې سړی په خوله ددې دعواء کوي چې زه د بل ځنې زیات یم که څه هم په زړه کې ددې معتقد وی او که نه په ما بین د تکبر او ځان لیدلو کې (غضب ) چې په اوله ماده کې تیر شو فرق دادی چې په غضب کې سړی په دې عقیدې وی چه زه د بل ځنی زیات یم او په تکبر کې دعوا وې که څه هم په زړه کې ددی عقیده ونه لري چې د بل ځنې زیات یم د تکبر د دعواء مدعیان هرڅه غواړی چی د دوی په خوښه وشی نو چی یی طبعیت مراعات یی ونه شی بیا نو په غضب او قهر لاس پوری کړی. اولاً ځان هم ملامت نه حسابوي او بل که څه هم معصوم وی ملامت کڼي او دی ته فکر نکوی چی شیطان کبر وکړو چی په لعنت شو.

هو کبر د الله جل جلاله او د غني ذات صفت دی او بنده چې سراسر محتاج او حیران او فقیر لاس په دوعا او تمنا دی ورته نه ښایي چې تکبر وکړي او ځان د بـل ورور او عزیز ځنې لوړ وکڼي او د شیطان په صفت موصوف شي. په حدیث قدسی کې راغلي:
عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«الكبرياء ردائي ، والعظمة إزاري ، فمن نازعني واحداً منهما قذفته في النار» ) الحديث أصله في صحيح مسلم وأخرجه الإمام أحمد وأبو داود وابن ماجة وابن حبا ن في صحيحه وغيرهم صححه الألباني .
الله پاک فرمایي:
کبر یعنې غنا او بې پروایي زما څادر دی او عظمت زما پرتوک یعنې تاثـیـر لاندې دي څوک چې زما سره دا دواړه صفـتو کې مقابله وکړي خپل اورته به ئې داخل کړم.
توبه نعوذبالله، الله پاک دې سړي ته ددې دواړه صفتو ځنې نجات ورکړي. په حدیث شریف کې راغلي چې متکبر خلک به په ورځ د قیامت کې په صورت د وړو او ضعیفـو میـږتـنـو جمع کیـږي.
7- استهزاء او په بـل خندل یعنې دا چې سړیته د بل عـزت په ذلیله سترگه ښکاره شي او په مجلس کې د هغه په حضور او یا بالغیاب مسخرې ور پورې کوي. دا صفت اکثره د هغه خلکو وظیفه ده چې خلک پـرې خندوي او دا کار یو نوعه کمال خپل ګڼي او همیش په دا وسیله سره غواړي چې د خلکو توجه ځانته جلب کړي چې د مقتدرو او دبډایانو الطاف او پیرځوینه پرې وشي.
دا رنګه رذیل خوی له یوی خوا د بل خفکان موجب ګرځي او له بلې خوا که مقابل ورته جواب ورکړي د ده دغضب او قهر عامل ګرځي.
دا رنګ خلک باید فکر وکړي چې داسې اخلاق د انسان صفت او کمال نه کرځي. سړی باید چې په کمال او علم او فضل سره د خلکو په زړه کې ځان ځای کړي نه په مسخرو او استهـزاء سره او په علم او فضل او کمال او کار سره خپل رزق او روزی حاصله کړي نه په دا قبیح صفت سره.
په حدیث شریف کې راغلي چې په ورځ د قیامت کې به استهزاء کونکي دروازې د جنت ته وغوښتل شي کله چې دوی هلته ورمنډې کړي. دروازې به پرې وتړل شي، بیا به د بلی دروازې له خوا ځنې وغـوښتـل شي، بیا چې هلته ورمنډې کړي، هغه به هم پری وتړل شي په همدا قسم سره به په دوی په صورت د استهـزاء عذاب نازلیـږي.

8 – غدر او خیانت یعنې دا چی سړی د خلکو سره دغـدر او چل او چانس ژوند کوي او په عهد او وعدې ولاړ نه وي غدر او خیانت که په هرڅه کې وي مذموم او قبیح صفت دی.
او په نزد د هیڅ عاقل ښه نه ښکاري. حضرت رسول اکرم صلی الله وسلم غدر او خیانت د منافیقینو د اوصافو ځنې ګڼلی:
فرمایي چې په ورځ د قیامت کې به غدر کونکي د پاره یو مخصوص بیرغ وي چې ددې موقف خلک به ددې بیرغ په اثر خائن او غادر پیژني.

9- ظلم کول د انتقام په صورت:
انتقام په درې قسمه دی:
یو هغه دی چې څوک د چا څوک مړکړي او ورثه د هغه دی په مقابل د جنایت کې مړکړي، دی قسم ته قصاص وایی. دوهم انتقام هغه دی چې یو سړی کومه بې ادبي وکړي او هغه بل سړی د بې ادبي په اثر دی مړکړي. دیته ظلم کول د انتقام په صورت کې وایي دا رنګ وضعیت چې سړی د حد ځنی تجاوز وکړي بد دی.
د غضب او قهر سبب کرځي. سړی باید اول دخلکو دگناهونو ځنې عفوه وکړي او په دا وسیله د لویو اشخاصو په حساب کې ځان راولي.
حضرت رسول صلی الله علیه وسلم فرمایی.« وأحسن إلى من أساء إليك » نیکي کوی د هغو اشخاصو سره چې دستاسو سره بدي کوي.

بدي را بدي سهل باشد جزاء + اگر مردي أحسن الی من اساء

په انتقام کې باید سړی ډیر دقت وکړي نه چې کوم بې ګناه سړی دل نشی او که بیاورته ښه معلومه شوه هلته بالمثل انتقام جائز لکن عفوه اولی ده په عفوه سره دښمن دوست کرځي او که مقابل عاقل وي دعفوې وضعیت ورته د انتقام نه سخت تمامیـږي.
لکه چې یو عاقل سړي ویلي « رحم الاعداء اشد من جفوه الا احباء » رحم او عفوه د دښمنانو ته سخته تمامیـږي د جفاء د دوستانو ځنې.

10- رغبت په طلب دنفائیسو مالونه کې دا چې د سړی محبوب او مطلوب همیش همدا وي چې کوم ښه شی او نادر مال چې چیرته وې ځما دې وي او که لري ئې نو محبت د هغه ئې دزړه ځنې چارپیروي. دا قسم صفت هم بد دی ځکه که چیرې داسې خلکو ته مطلو ب لاس ته نه ورځي او یا یې له لاسه ځنې ځي نو په غضب او قهر وی او چټي په چټي به خفه وي په صورت دوجود کې به د ساتنې په غم وي او په نه والی که به طلب او کشش په درد مبتلا وي. نو ځکه سړی باید چه هیڅ شي باندې زړه ونه تړي او نه هیڅ شی سوا د دین او ایمان او انسانیت او خدمت عامه ځنې د زړه د تړلو وړ وګڼي. حکایت دی چې کوم پاچا ته چا کومه بلوري قبه چې ډیر زیاته صفا وه او مهندسانو په کې د فـن د اصولو سره سم ټول کمال ظاهر کړي وو. د تحفې په قسم را وړه دا قبه د پا چا ډیره خوښه شوه او زړه یې پرې ورکړه همیش به یې ددې په لیدلو خوښي کوله او په خپلو مخصوصه خزانه کې ئې ساتلې وه. تقدیر دا وکړه چی قبه تلف شوه او دعدم په میدان کې محوه، پاچا د دې واقعې د پیښیدو ځنې سخت په غم شو او همیش په فکر او سودا مبتلا شو که څه هم اراکینو د دولت به ښه نفیس جواهراولعلونه د ده په حضور کې راوړل لکن دده به پرې تسلې نه راتله او دقبې په یاد او غم کې اخر مجنون او لیونی شو او د مملکت انتظام او هستی او موجودیت ئې له لاسه لاړو داؤ د زړه ور کولو حال او په نفیسو شیانو باندی زړه بایلل چې نتیجه او اخردا شو. نو سړی باید چې په هر کار کې د اعتدال ځنې کار واخلي او په معتد له لیار روان شی هرچا که داعتدال په لباس ځان ملبس کړو او داعتدال ځنې ئې کارواخیست، صبر او حوصله او استقامت یې دلاس ځنې ورنکړه نو د غضب د مسمومو زهر ځنې به نجات مونده کړي. دا چې ځنې خلک وایي چې شدت او غضب د رجولیت او انسانیت بنسټ دی. دا هلته چه کوم شرعي او افتخاري سعادت که شدت او غضب ونکړي، محوه کیږي او بې دغضب او شدت ځنې په بلی لیاره د مقصد حصول متصور نوي. نو هلته حق دا دی که په غضب سره کار کیدلو ښه دی. حضرت رسول صلی الله علیه وسلم فرمايي:
دحلم، تحمل او حوصلی په صفت موصوف ؤو. په مقابل د شدائدو کښې به ئې حوصله او استقامت کولو ترڅو د کفارو له خوا په جنګ سره مجبور شوی ندی جنګ ئې ندی خوښ کړی. فرمائیل به يې چې زړه ورترین او شجاع ترین دشجاعانو هغه شخص دی چې په حال د غضب کې د خپل نفس مالک وي.

رسول صلی الله علیه وسلم د یوې غـزا ( تبوک ) ځنې وکرځیده، صحابه ( رض الله تعالی عنهم اجمعین) ته یې و فرمایـل « رجعنا من الجهاد الأصغر ، إلي الجهاد الأكبر » وایي مونږ وکرځیدلو د وړوکي غزا ځنې یعنې د کفارو د مقابلې نه لویې غزا ته هغه د نفس سره غزا او مقابله ده.

د نفس غزا ته حضرت ځکه لویه غـزا ویلې چې نفس کله اصلاح شي نو هر څه اصلاح کیدونکي دي. همدا وجه ده چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمایی « اعـدی عدوک نفسک التی بین جنبیک » ( دښمن ترین د دښمنانو د سړي نفس دی چې په ما بین د دواړو ډو ډو دانسان کې ځای لري.)

ځنې کم عقله خلک په عاجزو حیواناتو او مرغانو هم قاریږي او بلکه په بې روحه أشیاءُ باندې هم ډیر لیدل شوي چې په غضب راځې. لکه مثلآ چې پښه یې په لوټه او ډبره باندې ولږیږي نو په لوټه او ډبره باندې په قاریـږي. دا قسم خلکو ته به سړی څه وایي؟ دا رنګه اشخاص اکثره په ځورورو کې پیدا کیږي او په بې عقله او بې مغزه خلکو کې زیات لیدل شوي.
هـو: ماه نورمی فشاند و سګ بانګ میزند + سګ را بپرس خشم توبا ماهتاب چیست؟
په ښځو او زړو او وړو او مریضانو کې هم دا رنګ اوصاف موندلی شی چې بې موجبه په قاریږي ،لکن هغی قابل المراعات دي.

حریص او بخیل ځنې هم چې څه ضایع او مصرف شي چټي پټي قهر او غضب ورځي. لکن خدای دېورته هدایت ورکړي.
خلص عواقب د غضب او قهردادي چې د بدن او وجود د پاره زهر قاتل د انسانیت او سړیتوب لپاره مضر دی. غضب او قهر د صداقت او اعتماد له یوی خوا پورته کوی او له بلی خوا د ندامت او پښیمانی موجب کرځی .
پوه خلک اغماض اکرام او عفوه د ځان سره لازمه او ملزمه کرځوي په تاریخ کې چې سړی د نوابغو خلکو په سوانحو او ژوندلیک سترګې اچوي نو هلته په کېضرور سړی د هغوی حلم او حوصله، صبر او استقامت په پوره پیمانې سره موندلای شي.
هو وایي کوم مجرم سړی د اسکندر په حضور راوستول شو، اسکندر په مقابل دده د جرم کېدعفوې ځنې کار واخیستلو.
هو شاید دا به داسې گناه او جرم وه چې د شخصیت د اسکندر پورې به یې تعلق درلود او یا به په عفوېسره دبل چا حقوق نه تلفیدل، مقصد دا چې اسکندر عفوه وکړه په دا مجلس کې دربارد یو معزیزینو ورته وویلې چې که ته زه وی، نو به مې مړکړی وه. اسکندر ورته په ځواب کې وویلې چې ته زه نه یم نو ځکه یېعفو کوم او نه یې مړکوم.

یاددونه :
دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »«دنجات اوکامیابي لیاره دعلم او فلسفې له پلوه ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده ، چی په کال:1354 هجری شمسی کی لیکل شوی )

 

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: