د قرآن او احادیثو څلوېښت دعاګانې

١- بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ(۱) الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ(۲) الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ(۳) مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ(۴) إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ(۵) اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ(۶) صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ(۷) [الفاتحة: ١ – ٧]

ټولې ستاينې يوازې هغه الله لره دي چې د ټولو کايناتو پالونکى دى، ډير زيات مهربان او ښه بښونکى دى، د حساب او کتاب د ورځې څښتن دى، مونږ يوازې ستا عبادت کوو او يوازې له تا څخه کومک غواړو، مونږ ته روغه او سمه لياره وښايه ! د هغو خلکو ليار چې تا پرې لورينه کړې ده، رټل شوي نه دي او ليار يې نه ده ورکه کړې.

٢- وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ [البقرة: ٢٠١] اى پالونکيه ربه ! مونږ ته په دنيا کې ښيګڼه راکړه او په آخرت کې هم او د اور له عذاب څخه مو وژغوره.

٣-الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا إِنَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ [آل عمران: ١٦]

اى زمونږ ربه! مونږ ايمان راوړى دى، ګناهونه مو وبښه او د اور له عذاب څخه مو وژغوره.

٤-  وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلَّا أَن قَالُوا رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ [آل عمران: ١٤٧] اى زمونږ ربه! زمونږ ګناهونه او د ژوند په اوږدو کې له پولو څخه او وښتنه مو وبښه، زمونږ قدمونه کلک او پرکافرانو مو برلاسي کړه.

٥-  رَّبَّنَا إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِيًا يُنَادِي لِلْإِيمَانِ أَنْ آمِنُوا بِرَبِّكُمْ فَآمَنَّا ۚ رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّئَاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الْأَبْرَارِ(۱۹۳)  رَبَّنَا وَآتِنَا مَا وَعَدتَّنَا عَلَىٰ رُسُلِكَ وَلَا تُخْزِنَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ إِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِيعَادَ(۱۹۴) [آل عمران: ١٩٣ – ١٩٤] اى زمونږ ربه! مونږ ديو بلونکي بلنه واوريدله چې بلنه يې کوله: په خپل رب ايمان راوړئ، مونږ ايمان راوړو نو اى زمونږ ربه! زمونږ ګناهونه وبښه او بدي راڅخه ورژوه او له نيکانو سره مو مړه کړه. اى زمونږ ربه! مونږ ته هغه څه راکړه چې تا راسره د خپلو رسولانو په خوله وعده کړى ده او د قيامت په ورځ مو مه رسوا کوه بې شکه چې ته له وعدې څخه نه اوړې.
قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ [الأعراف: ٢٣] اى زمونږ ربه! مونږ په خپلو ځانو تيرې کړى دى، که ته راته بښنه ونه کړې او را باندې مهربان نه شې نو مونږ به خامخا له زيان کارانوڅخه وو.

٧- فَقَالُوا عَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْنَا رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ(۸۵) وَنَجِّنَا بِرَحْمَتِكَ مِنَ الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ(۸۶) [يونس: ٨٥ – ٨٦] اى زمونږ ربه! مونږ د ظالمانو لپاره ازميښت مه ګرځوه او په خپل رحمت سره مونږ ته له کافرانو نه نجات راکړه.

٨- رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي مِن تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ ۚ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَنتَ وَلِيِّي فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۖ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ يوسف: ١٠١
اى د اسمانونو او ځمکې پيداکوونکيه! همدا ته مې په دنيا او آخرت کې سرپرست يې، مسلمان مې مړ او د صالحانو سره مې يوځاى کړه.

٩- رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلَاةِ وَمِن ذُرِّيَّتِي ۚ رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَاءِ(۴۱) رَبَّنَا اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِلْمُؤْمِنِينَ يَوْمَ يَقُومُ الْحِسَابُ(۴۱) [إبراهيم: ٤٠ – ٤١] اى زما ربه! ما لمونځ ودرونکې وګرځوه او زما اولادې ته هم همدا توان ورکړه اى زمونږ ربه! دعا مې ومنه! پروردګاره! ما، زما مور، پلار او ټول مومنان په هغه ورځ وبښه چې حساب کتاب روان وي.

١٠- وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا [الإسراء: ٢٤] پروردګاره! پر هغوى رحم وکړه څنګه چې يې په کوچنيوالې کې زه په مهربانۍ سره لوى کړى يم.
فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ ۗ وَلَا تَعْجَلْ بِالْقُرْآنِ مِن قَبْلِ أَن يُقْضَىٰ إِلَيْكَ وَحْيُهُ ۖ وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا [طه: ١١٤] اى زما ربه! زيات کړې علم زما.

١٢- وَقُل رَّبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَأَنتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ [المؤمنون: ١١٨] اى زما ربه! ما وبښه او را باندې مهربان شه او ته له ټولو مهربانانو څخه غوره مهربان يې.

١٣-وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا ۖ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا ۖ وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا ۚ حَتَّىٰ إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَىٰ وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي ۖ إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ [الأحقاف: ١٥] اى زما ربه! ماته الهام وکړه او وس راکړه چې ستا د هغو لورينو شکر پرځاى کړم چې پرما او زما پرمور او پلار دې کړي دي او هغه نيک کارونه وکړم چې ته يې خوښوې او زما اولاده نيکه کړه ما تا ته پناه دروړې او په رښتيا چې زه له پوره غاړه ايښودونکو څخه يم.

١٤-  وَالَّذِينَ جَاءُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ [الحشر: ١٠] اى زمونږ ربه! مونږ وبښه او زمونږ هغه وروڼه وبښه چې له مونږ نه وړاندې يې ايمان راوړي دي او زمونږ په زړونو کې د مومنانو کينې ته ځاى مه ورکوه، اى زمونږ ربه ! ته ډير زيات مهربان او رحم والا يې.

١٥- يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَن يُكَفِّرَ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يَوْمَ لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ ۖ نُورُهُمْ يَسْعَىٰ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ [التحريم: ٨] اى زمونږ ربه! زمونږ رڼا بشپړه کړه او بښنه راته وکړه بې شکه چې ته په هرڅه توانايې.

١٦- عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا كَرَبَهُ أَمْرٌ قَالَ يَا حَيُّ يَا قَيُّومُ بِرَحْمَتِكَ أَسْتَغِيثُ (سنن الترمذي – (11 / 430)
اى حى او قيوم ربه! ستا رحمت ته فرياد کوم زما ټول کارونه سم کړه.

١٧- كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: اللَّهُمَّ أَصْلِحْ لِي دِينِي الَّذِي هُوَ عِصْمَةُ أَمْرِي وَأَصْلِحْ لِي دُنْيَايَ الَّتِي فِيهَا مَعَاشِي وَأَصْلِحْ لِي آخِرَتِي الَّتِي فِيهَا مَعَادِي وَاجْعَلْ الْحَيَاةَ زِيَادَةً لِي فِي كُلِّ خَيْرٍ وَاجْعَلْ الْمَوْتَ رَاحَةً لِي مِنْ كُلِّ شَرٍّ ((صحيح مسلم – (13 / 249)
رسول الله (ص) به داسې دعا کوله: اى الله! زما دين سم کړه چې په دې سره زما ټول کارونه تړلي دي او دنيا مې سمه کړه چې په دې کې مې د ژوند سامان دى او آخرت راته سم کړه چې هلته زما تګ او تل ترتله اوسيدل دي او زما ژوند د نيکۍ او ښيګڼې د زياتوالي وسيله وګرځوه او مرګ راته له هرې بدۍ او شر څخه د نجات وسيله وګرځوه.

١٨- اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ
((سنن ابن ماجه – (9 / 31)
اى الله! زه له تانه سوال کوم د ګناهونو د بښنې او د عافيت په دنيا او اخرت کې.

١٩- (اللهم انى اسئلک الهدى والتقى والعفاف والغنى)
اى الله! زه له تانه سوال کوم د لارښوونې، هدايت ، پرهيزګارۍ، پاک لمنۍ،عفت او دغنى (قناعت).

٢٠- (اللهم انى اسئلک رزقا طيبا وعلما نافعا و عملا متقبلا) اى الله! زه له تانه سوال کوم د پاکې روزۍ او د فايده ورکوونکې علم او د قبليدونکې عمل.

٢١- (اللهم افتح لنا ابواب رحمتک وسهل لنا ابواب رزقک) اى الله! زمونږ لپاره د خپل رحمت دروازې برسيره کړه او د روزۍ دروازې زمونږ لپاره اسانې کړه.

٢٢- (اللهم اکفنى بحلالک عن حرامک و اغننى بفضلک عمن سواک) اى الله! ستا حلال کړي شيان زما لپاره پوره کړه او له حرامو څخه مې وساته او په خپل فضل او کرم سره مې پرته له تا له نورو ټولو څخه بې نيازه کړه.

٢٣- (اللهم الهمنى رشدى وقنى شر نفسى) اى الله! د نيکۍ او خير ښيګڼې خبرې زما په زړه کې واچوى او د نفس له شر څخه مې وساته.

٢٤- (اللهم اعنى على ذکرک وشکرک وحسن عبادتک) اى الله! ستا د ذکر او شکر او ښه عبادت په کولو کې له ماسره کومک او مرسته وکړه او ستا ذکر کوونکې شکر کوونکې او عبادت کوونکې بنده مې جوړ کړه.

٢٥- (اللهم وفقنى لما تحب وترضى واجعل اخرتى خيرا من الاولى) اى الله! د هغو کړو وړو او خبرو توفيق را کړې چې تاته خوښ وي او آخرت زما لپاره له دنيا څخه غوره وګرځوه.

٢٦- (يا مقلب القلوب ثبت قلبى على دينک) اى د زړونو اړونکې ذاته! زما زړه پرخپل دين ټينګ او کلک وساته.

٢٧- (اللهم احينى مسلما وامتنى مسلما) اى الله! ماته د اسلام سره ژوند په برخه کړى او د اسلام په حالت کې مې مړ کړى.

٢٨- (اللهم انى اسئلک حبک وحب من يحبک وحب عمل يقرب الى حبک اللهم اجعل حبک احب الى من نفسى ومن اهلى ومن المآء البارد)
اى الله! زه ستانه ستا د محبت سوال کوم او ستا کوم بنده ګان چې له تاسره محبت کوي د هغوى محبت مې په برخه کړې او کوم کړه وړه چې ستا محبت ته مانژدې کوي د هغو محبت راکړه، اى الله! ستا محبت ماته له خپل ځان، اهل اولاد او يخو اوبو څخه زيات محبوب او خوښ کړه.

٢٩- (اللهم غشينى برحمتک وجنبنى عذابک) اى الله! ما په خپل رحمت کې ونغاړه او د خپل عذاب څخه مې وژغوره.

٣٠- (اللهم ثبت قدمى يوم تزل فيه الاقدام) اى الله! په هغه ورځ زما قدمونه ټينګ او کلک کړه چې د خلکو قدمونه ښويږي.

٣١- (اللهم حاسبنى حسابا يسيرا) اى الله! د قيامت په ورځ راسره آسان حساب وکړه.

٣٢- (رب اغفرلى خطيئتى يوم الدين) اى الله! د قيامت په ورځ زما ګناه او خطاء وبښې.

٣٣- (اللهم قنى عذابک يوم تبعث عبادک) اى الله! ستا له عذاب څخه مې وساتې په هغه ورځ چې خپل بنده ګان را ژوندې کوى (يعنې د قيامت له عذاب څخه مې وساتې)

٣٤- (اللهم ان مغفرتک اوسع من ذنوبى ورحمتک ارجى عندى من عملى)
اى الله! ستا رحمت زما له ګناهونو څخه ډير زيات پراخ او وسيع دى او د خپل عمل څخه زيات ستا رحمت ته هيله لرم.

٣٥- (اللهم انى اسئلک رضاک والجنة و اعوذبک من غضبک والنار) اى الله! زه ستا د رضا او جنت له تانه سوال کوم او پناه غواړم ستا له ناراضتيا او د دوزخ له عذابه.

٣٦- (اللهم انى اعوذ برضاک من سخطک وبمعافاتک من عقوبتک و اعوذبک منک لا احصى ثنآء عليک انت کما اثنيت على نفسک)
اى الله! زه ستا له ناراضتيا څخه ستا په رضا سره پناه نيسم او ستا له عذاب څخه ستا په بښنې سره پناه نيسم او پناه غواړم په تاسره ستا له عذابه، زه ستا صفتونه بيانولاى نشم لکه څنګه چې تا خپل صفتونه بيان کړي دي.

٣٧- (اللهم اغفرلى وارحمنى وتب على انک انت التواب الرحيم) اى الله! ماته بښنه وکړې، پرما رحم وکړې، پرما لورينه او مهربانې وکړى، توبه مې قبوله کړى، بې شکه ته توبه قبلونکې او مهربان يي.

٣٨- (اللهم انت ربى لا اله الا انت انت خلقتنى وانا عبدک وانا على عهدک و وعدک مااستطعت اعوذبک من شرما صنعت ابوءلک بنعمتک على و ابوء بذنبى فاغفرلى ذنوبى انه لايغفر الذنوب الا انت)
اى الله! ته زما رب يي، ستانه پرته بل هيڅوک د عبادت وړ نشته، زه دې پيداکړي يم او زه ستا بنده يم او ترخپل وس او توانه ستا پر وعده او ژمنه ولاړ يم، زه له خپلو بدو کړنو څخه ستا پناه غواړم، پرخپل ځان ستا د نعمتونو اقرار کوم او د خپلو ګناهونو اقرارهم کوم، زما ګناهونه وبښې، بې له شکه ستا نه پرته د ګناهونو بښونکې بل هيڅوک نشته.

٣٩- (اللهم انى اعوذبک من شر سمعى ومن شر بصرى ومن شر لسانى ومن شر قلبى ومن شر منى و اعوذبک من عذاب جهنم ومن عذاب القبر ومن فتنة المسيح الدجال و اعوذبک من فتنة المحيا والممات)
اى الله! زه پناه غواړم په تاسره د خپلو غوږونو له شر څخه او د خپلو سترګو له شر څخه او د خپلې ژبې له شر څخه او د خپل زړه له شر څخه او دخپل نفسانې شهوت (منيو) له شر څخه او زه پناه غواړم په تاسره د دوزخ له عذاب څخه او د قبر له عذاب څخه او د دجال له فتنې څخه او پناه غواړم په تاسره د ژوند او مرګ له ټولو فتنو څخه.

٤٠- (اللهم انى اسئلک من خير ماسئلک منه نبيک محمد صلى الله عليه وسلم و اعوذبک من شر مااستعاذ منه نبيک محمد صلى الله عليه وسلم)
اى الله! زه له تانه د هغو ټولو ښيګڼو سوال کوم چې د هغو سوال ستا پيغمبر له تانه کړى دى او زه له هغو ټولو بديو او شرونو څخه په تا سره پناه غواړم چې ستا پيغمبر ورڅخه پناه غوښتې ده.

٤١- (اللهم صل على محمد وعلى ال محمد کما صليت على ابراهيم وعلى ال ابراهيم انک حميد مجيدo اللهم بارک على محمد وعلى ال محمد کما بارکت على ابراهيم وعلى ال ابراهيم انک حميد مجيدo اللهم انزله المقعد المقـرب عندک يوم القيامه و ابلغه الوسيلة والدرجة وابعثه مقاما محمود ن الذى وعدته وارزقنا شفاعته يوم القيمة انک لا تخلف الميعادo)
اى الله! پر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم او د هغه پر اهل اولاد رحمتونه نازل کړي لکه څنګه چې تا پر حضرت ابراهيم علیه السلام او د هغه پر اهل اولاد رحمتونه نازل کړي دي، اى الله! پر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم او دهغه پر اهل اولاد برکتونه نازل کړي لکه چې تا پر حضرت ابراهيمعلیه السلام او دهغه پر اهل اولاد برکتونه نازل کړي دي، ته د ستاينې وړ او د بزرګۍ او لويوالي خاوند يې. اى الله! د قيامت په ورځ پخپل نژدې مقام کې ځاى ورکړى او د وسيلې او درجې مقام ته يې ورسوې او مقام محمود يې په برخه کړې چې تا يې د هغه لپاره وعده کړې ده او د قيامت په ورځ زمونږ لپاره د هغه شفاعت نصيب کړې، بې له شکه ته د خپلې وعدې څخه خلاف نه کوي. آمين

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب