د قرآنکریم فضیلت او ګټې

قرآنکريم د الله تعالی د جانبه ټول بشريت ته رحمت ، هدايت او لارښوونه ده، قرآنکريم د اسلامي شريعت قانون دی ، قرآنکريم د ټول طاغوت ، باطل ، رزائلو او منکراتو پر وړاندې د حقې او رښتنې الهې لارې لارښود کتاب دی ، قرآنکريم د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د رسالت ميراث دی ، نن زمونږ په عصر کې نه وحی شته او نه هم پيغمبر بلکي د الله تعالی او د هغه د مخلوق تر مينځ د ارتباط وسيله يوازې قرآن دی، د قرآن په نزول سره د وحی او رسالت سلسله ختم شوی دی .

هر چا چې د قرآن لاره تعقيب کړه هغه د الله تعالی رضا حاصله کړه ، او هر چا چې قرآن پرېښود هغه د طاغوت لاره اختياره کړه او ګمراه شو.

څوک چې د الله تعالی رضا ، هدايت ، شرعي قانون او نظام ، د عذاب څخه نجات او سعادت غواړي هغوی دې په قرآن منګولې و نيښلوي او څوک چې د قرآن څخه پرته بله لاره او بل قانون غواړي د هغه لپاره هدايت او سعادت نشته .

د قرآنکريم د فضيلت څو مثالونه د قرآن په ژبه :

۱- د الله تعالی رښتنی بر حق کلام دی :

ذَلِكَ الكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ (البقرة ۲ ) .

ژباړه : دا د الله کتاب دی هيڅ شک پکې نشته د پرهيزګارانو لپاره لارښوونکی دی.

۲- د ټولو خلکو د پاره هدايت دی :

كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ (ابراهيم ۱ ) .

ژباړه (ای پيغمبره !) دا کتاب مونږ تاته نازل کړی دی چې پرې خلک د هغوی د رب په مرسته له تيارو نه د رڼا په لور را وباسې .

۳- قرآنکريم د پرهيزکارانو لپاره پند او هدايت دی .

[وَهُدًى وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ] (المائده :۴۶ ) .

ژباړه : او هدايت او پند دی لپاره د پرهيزګارانو .

[هَـذَا بَيَانٌ لِّلنَّاسِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةٌ لِّلْمُتَّقِينَ] (آل عمران )

ژباړه :دا قرآن د عامو خلکو لپاره بيان او پرهيزګارانو لپاره هدايت او پند دی .

۴- د مؤمنانو د پاره شفاء ، رحمت او زېری دی .

[وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاء وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ] (اسراء ۸۲ )

ژباړه :او مونږ تاته هغه قرآن نازلوو چې د مؤمنانو لپاره شفا او رحمت دی .

۵- قرآنکريم د رحمت د نزول سبب دی ، الله تعالی فرمايي :[وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ] (اعراف ۲۰۴ ) .

ژباړه : او چې کله قرآن ولوستل شي نو ورته غوږ او چپ شئ ښايې چې پر تاسې رحم وشي .

۶- قرآنکريم د زړه او روح سکون او اطمنان دی :

الله تعالی فرمايي :[الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ] (رعد:۱۸).

ژباړه: هغه کسان چې ايمان يي راوړی او زړونه يي د الله (جل جلا له)  په ياد آراميږي ، خبر شئ چې د الله جل جلا له  په يادښت زړونه ډاډمن کيږي.

۷- قرآن د هدايت سيده لاره ده:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : وهو حبل الله المتين، وهو الذكر الحكيم، وهو الصراط المستقيم (الترمذي ).

او دا (قرآن ) د الله تعالی کلکه رسۍ ده ، او دا (قرآن) د حکيم ذات (جل جلاله ) ذکر دی او دا (قرآن ) د هدايت سېده او مسقيمه لاره ده

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب