د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم

د توهين څخه د ساتلو په عرض د قرآن شريف د زړو ورقو سوځل مباح دي . ځکه چې حضرت عثمان رضی الله عنه چې د کومو مصاحفو پاته کيدل مناسب ونه ګڼل نو يې وسوځل چې وايي : وامر بماسواه من القرآن فی کل صحیفة او مصحف ان يحرق (بخاري دوهم جلد ص ۷۴۶ ) .

مګر ښه کار دادی چې ښخ کړ شي يا په ابو کې وبهول شي خو دا چې نن سبا د مناسب پاک ځای پيداکيدل مشکل دي نو کفايت المفتي څه دا راز ليکي : په يو محفوظ ځای کې د قرانکريم د زړو شويو ورقو ښخول هم روادي مګر نن سبا یې سوځل ښه کار دی ځکه چې داسې محفوظ ځای پيدا کول چې هلته انسان او حيوان ور ونه رسيږي ډیر مشکل دی او د حضرت عثمان د مصاحفو سوځل ددې کار د جواز دليل دی (کفايت المفتی ج۱ ص ۱۲۷ ) .

همدارنګه فتاوی معاصر لیکي هغه به يا سوځل کيږﺉ او يا په ځمکه کې خښيږي  (فتاوی معاصر البلدالحرام ) .

البته د سيزلو وروسته به يره دفن کيږي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب