
د قرآنکريم د حفظ لپاره څو قاعدې
سوال:
محترما! که راته ووایئ چې د قرآنکریم د حفظ غوره طریقې کومې دي او لومړی باید څنګه او له کوم ځایه پیل وشي؟ ډېره مننه.
ځواب:
بسم الله الرحمن الرحيم
لومړی قاعده: اخلاص د کاميابۍ او فتحې سر دی.
په هر عمل کې چې اخلاص نه وي او پر الله تعالی توکل نه وي، په هغه عمل کې که هر څومره کوښښ هم وشي، بیا به هم ناقص وي او د الله تعالی په نزد به د قبول وړ نه وي. د قرآنکريم لوستل، زده کول او حفظ عبادت دی، او د هر عبادت مقصد د الله تعالی رضا ده؛ نو کله چې په کوم عبادت کې اخلاص نه وي، هغه مردود دی.
دوهمه قاعده: د الله تعالی د پاره تقوی.
هر کس چې تقوی اختیار کړي (ټول ګناهونه ترک کړي او د اسلامي شریعت د اوامرو ساتنه وکړي)، د هغه د پاره الله تعالی د دنيا او آخرت کارونه او مشکلات آسانه کوي.
لقوله سبحانه وتعالی: «وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثِ لاَ يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ» (الطلاق ۲-۳)
او څوک چې د الله څخه ووېرېږي، الله ور ته د ستونزو څخه د وتلو لار جوړوي، او هغه ته داسې رزق ورکوي چې په خپله یې ګومان نه کاوه؛ او څوک چې پر الله توکل وکړي، الله جل جلاله د هغه لپاره کافي دی.
دریم قاعده: په وړوکتوب کې حفظ.
په کوچنيتوب او کم سن کې حفظ داسې دی لکه په ډبره کې نقش.
څلورمه قاعده: د حفظ د پاره د خاص وخت ټاکل.
د حفظ لپاره غوره وخت هغه دی چې ګېډه خالي وي، ځکه کله چې ګېډه له خوراک څخه ډکه وي، بدن د هضم کار کوي او ذهن مشغولیږي. غوره وخت سهار او مازدیګر دی.
پنځمه قاعده: د حفظ د پاره مناسب ځای ټاکل.
داسې ځای غوره دی چې آرام وي، سترګې، غوږونه او ژبه ټول حفظ ته متوجه وي، او اندامونه له حرامو څخه وساتل شي لکه: نا محرمو ته نظر نه کول، د غیبت او بهتان څخه ډډه کول او داسې نور.
شپږمه قاعده: په ښه صوت او تجويد سره لوستل.
قرآنکريم باید په ښه صوت او تجوید سره ولوستل شي، نه لکه د عادي کتاب په شان، بلکې په داسې صوت چې د تجوید قواعد پکې واورېدل شي.
اوومه قاعده: د یو مصحف څخه حفظ.
قرآنکريم باید د یو مصحف څخه حفظ شي، نه څو قسمه مصحفونو څخه.
اتمه قاعده: د حفظ څخه مخکې به لومړی د قرآنکريم تجويد او صحیح لوستل زده کړي، بیا به حفظ پیل کړي.
نهمه قاعده: تکرار.
د تیر او نوي درس ګردان او تکرار شي، ځکه که تکرار ونشي، له یاده وځي.
لسمه قاعده: هره ورځ منظم حفظ تر قطع کولو غوره دی.
یوولسمه قاعده: د قرآنکريم آیتونو ته کتل، بیا د حفظ په وخت سترګې پټول. که حفظ په وخت کې بل طرف ته وکتل شي، ذهن مصروف کېږي.
دوولسمه قاعده: د خپل شيخ او معلم سره ارتباط، هغه ته د درس تکرارول تر څو صحیح لوستل ورته معلوم شي.
دیارلسمه قاعده: د قرآنکريم په معنی او مفهوم پوهېدل د حفظ سره مرسته کوي.
څلوارلسمه قاعده: دعا کول او د الله سبحانه وتعالی څخه مدد غوښتل.
ځینې نور معلومات:
- که د ورځې یو آیت یاد شي، ټول قرآن به په ۱۷ کاله، ۷ میاشتو او ۹ ورځو کې یاد شي.
- که د ورځې دوه آیتونه یاد شي، ټول قرآن به په ۸ کاله، ۹ میاشتو او ۱۸ ورځو کې یاد شي.
- که د ورځې درې آیتونه یاد شي، ټول قرآن به په ۵ کاله، ۱۰ میاشتو او ۱۳ ورځو کې یاد شي.
- که د ورځې څلور آیتونه یاد شي، ټول قرآن به په ۴ کاله، ۴ میاشتو او ۲۴ ورځو کې یاد شي.
- که د ورځې پنځه آیتونه یاد شي، ټول قرآن به په ۳ کاله، ۶ میاشتو او ۷ ورځو کې یاد شي.
- که د ورځې شپږ آیتونه یاد شي، ټول قرآن به په ۲ کاله، ۱ میاشتو او ۴ ورځو کې یاد شي.
- که د ورځې اووه آیتونه یاد شي، ټول قرآن به په ۲ کاله، ۶ میاشتو او ۳ ورځو کې یاد شي.
- که د ورځې لس آیتونه یاد شي، ټول قرآن به په ۱ کال، ۹ میاشتو او ۳ ورځو کې یاد شي.
- که د ورځې ۱۳ آیتونه یاد شي، ټول قرآن به په ۱ کال، ۴ میاشتو او ۶ ورځو کې یاد شي.
- که د ورځې ۱۵ آیتونه یاد شي، ټول قرآن به په ۱ کال، ۲ میاشتو او ۱ ورځو کې یاد شي.
- که د ورځې ۲۰ آیتونه یاد شي، ټول قرآن به په ۱۰ میاشتو او ۱۶ ورځو کې یاد شي.