د قاضي غلام محمد مخلص ژوند ليک

موت العَالِم موت العَالَم
ښاغلې قاضي غلام محمد د ملا سيد احمد شاه زوى په قوم شينوارى او د ننګرهار ولايت د هسکې مينې (ده بالا) د ولسوالۍ د شپولې د قريې د لکړۍ د کلى اوسيدونکې ؤ.
محترم قاضي صاحب په ١٣۱۰ لمريز کال کې پخپل کلې لکړۍ کې په يو ډيره دينداره او متدينه کورنۍ کې دنيا ته سترګې غړولى دي.

ښوونه او روزنه:

څرنګه چې د قاضي صاحب والدين په داسې وخت کې وفات شول چې دې د درى يا څلورو کالو په عمر کې وو نو د ده مشر ورور ملا مغفور شاه (مرحوم) او قاضي سيف الرحمن يوسفزى (مرحوم) چه د ده اوښى او استاذ هم وو د ده په روزلو کې ډيرى هلې ځلې کړي دي. ابتدايه تعليم يې د خپل کلى په مکتب کې سرته رسولی، قاضي صاحب د وړکتوب نه ډير ذهين او ذكي وو نو په اوله نمره د مکتب څخه فارغ شو او بيا يې د مرحوم قاضي سيف الرحمن سره د نحو، صرف، فقه او نظم ځيني کتابونه په خصوصي توګه ولوستل، وروسته د هډى په مشهور دارالعلوم (نجم المدارس) کې يې خپل تحصيلات بشپړ او پاي ته ورسول او په لومړۍ درجه د ددغې مدرسى څخه فارغ شو.

رسمى دندې :

له فراغت څخه وروسته لومړى د کوز کونړ د (سيد جمال الدين افغاني) په عالي ليسه کې او بيا د شينوارو د کوټ د سيد احمد خيلو په ښوونځى کې د ښوونکې په حيث په دندنه بوخت شو، وروسته د قاضي په حيث د کندز د ولايت د امام صاحب په ولسوالۍ کې او د وردګو د چک په ولسوالۍ کې او د مزار شريف د شولګرې په ولسوالې کې او د لغمان د ولايت په مرکز کې د قضاء دنده پر مخ بيولې ده.

هجرت او جهاد:

کله چې د بې دينه کمونستانو له خوا په افغانستان کې کودتا وشوه، نو په هيواد کې د مسلمانانو ژوند او خصوصا د ديني علماؤ ژوند خورا تريخ شو، ځکه چې هغوی د مسلمانانو د علماؤ او عامو وګړو په وژلو او بندي کولو لاس پورې کړ او د افغانستان ډير لوى لوى عالمان او فاضلان يې شهيدان کړل او په لکونو افغانان پاکستان ، ايران او نورو هيوادونو ته مهاجر شول چی همدې ډله کې قاضي صاحب هم په ١٣٥٨ لمريز کال پيښور ته هجرت وکړ.
د هجرت نه وروسته د مهاجرينو په يو مدرسه کې چې د (الهجرة و الجهاد) په نامه وه د مدرس په حيث مقرر شو او د قرآن کريم تفسير، اصول تفسير، حديث، اصول حديث، علم عقايد، فقه، اصول فقه، اسلامي تاريخ او منطق کتابونو تدريس ورپه غاړه شو. او په ډيره مينه او اسلامى جذبه يې خپل افغاني بچيان وروزل.
د تدريس تر څنګ به کله ناکله د جهاد ګرمو سنګرونو ته هم تللوچې زيات جهاد يې په ننګرهار، خوست، پکتيا او پکتيکا کې کړى دى.

اصلاحي کارنامي او امر بالمعروف او نهي عن المنکر:

قاضي صاحب د جهاد تر څنګ د دعوت سنګر هم ګرم ساتلى ؤ او د پيښور د ټاون دسيمې د ګول جامع مسجد يې (هلته چې ده تقريبا ٢٥ کاله خطابت وکړ) خپل د دعوت مرکز ګرځولې ؤ.
قاضي صاحب بهترين داعي ؤ د همدې دعوت او تدريس په نتيجه کې يې په زرهاؤ شاګردان روزلي دي.
همدارنګه کله چې افغانستان ازاد شو او قدرت مجاهدينو ته انتقال شو، په هيواد کې خپل مينځي جنګونو زور واخيست چې له امله يې د کابل ښکلې ښار په کنډوالو بدل شو. محترم قاضي صاحب د خپلې ايماني وجيبي په اساس د اتحاد علماي افغانستان د رئيس مولوي عبد الله ذاکري په مشرۍ د سولي وفد کې ګډون وکړ او څو ځلې يې د جهادي مشرانو ترمينځ د جوړ جاړي کوشش وکړ او څو ځلې يې د کابل سفرونه وکړل.

تاليفات او ژباړې :

رياض الصالحين للامام محي الدين ابو زکريا يحي بن شرف النووي (پښتو ژباړه د مختصرى شرحې سره) چاپ په دري جلدونو کې.
سيرة النبي (تاريخ سيد المرسلين و خاتم النبيين) پښتو تاليف چاپ
ديني رڼا په (فقه کې چاپ) پښتو تاليف
محمدي رڼا (اصول حديث کې) پښتو تاليف چاپ
نور الميراث ( علم الميراث کې) پښتو تاليف چاپ
د افغاني مکاتبو لپاره د فقه حديث او عقايد په برخه کې کتابونه
د مجاهدينو د حکومت لپاره د قضاء کتاب
د مجاهدينو د رادیو لپاره بي شماره ديني او علمي مقالى
د جهاد دوخت په مختلفو اخبارونو جريدو او مجلو کې د مثال په ډول (النور، شهادت، صبح پيروزي، منبع العلوم، شفق، پيام حق) او نورو ډيرو مجلو کې مختلف ديني مضامين.

ناروغتيا او وفات:

قاضي صاحب له اوږدې ناروغتيا څخه وروسته د ١٣٩٠لمريزکال د ميزان په ٢٢مه د چې د ٢٠١١ د اکتوبر د ١٥ سره سمون خوري د جمعي په مبارکه ورځ باندې د جمعي د لمانځه نه وروسته له دې فانې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
انا لله و انا اليه راجعون.

 

واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب