جغرافیهزراعت او مالداري

د غوړیو د تولیدولو صنایع افغانستان کې

د پنبې د پروسس ( جن او پرسونو ) په اډانه کې د غوړیو تولید :

انسان د خپل پایښت او بقأ لپاره ، په  بشري نړۍ کې د پېدایښت  د لمړۍ ورځې څخه د  وخت   ، شرایطو او شونتیاوو   سره  سم   د ځان لپاره د مناسب  خوراک ،څښاک،پوشاک او استوګن ځای  برابرولو  لپاره   هڅې پیلوي .  دا هڅې کله بریالۍ او د هیلو سره اړخ لګوي ، خو ډېر ځل داسې هم پيښیږي ، چې د هڅو پایلې  د غوښتنو د پوره کولو  ځواب نه شي ویلای ، او پاته  راځي  . له همدغه ځایه توپیریز  ژوند پیل کیږي  ،  وړاندې  ځي  او د تاریخ پړاوونه  یو پر بل پسې  خپل منزل وهي  . د وخت په تېرېدو سره د څېویلیزیشن  یا  تمدن  لمن د  لټون او موندنو  له لارې د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخیږي  . د بشپړونکو کارونو په وړاندې بولو سره  د طبعیت  نه د ورکړل شوو  څیزونو  سربېره  د اړتیا وو  د پوره کولو او سمبالولو لپاره  د نورو  نوو څیزونو د رامنځ ته کولو او پراختیا لپاره   ځانګړې  لارې  چارې  سنجول کیږي  او پلې کیږي  .

دا چې زمونږ هېواد ددغه پراخې نړیوالې بشري ټولنې یوه برخه ده ، او پکې   د همدغه پایښت په موخه د لمړنۍ   بڼې  د نورو خوراکي توکو تر څنګ د  بشپړونکې صنایع له لارې  د ژوند د اسانتیاوو لپاره لارې چارې پکار لویږي  ¸ چې دلته  د خوراکي توکو د یوې برخې په توګه   یواځې  د غوړیو تولید ته  ، چې  په افغان خاوره کې  یو  ډېر اوږد او لرغوني تاریخ  لري ، یو ځغلنده  کتنه  کوو .  خو  د موضوع د اوږدوالي نه  د مخنیوي  په وجهه  به دلته  یواځې په  معاصر  افغانستان کې ددې  توکي  د تولید په هکله   د  یو لړ  اړینو   معلوماتو په  وړاندې کولو  بسنه وشي    .

لکه څنګه چې ټولو ته  څرګنده ده ، زمونږ  په  ویاړلي هېواد  کې  دشرشمو ، زغرو ، کونځلو او نورو صنعتي بوټو  څخه د غوړیو تولید په کلیوالي او دودیزو وسایلو سره په وړو کارخانو  ( جوازونو ) کې   له  ډېر  پخوا  راهیسي  دود دې   .  په ۱۳۵۸ ل کال کې ددغه  راجستر شوو جوازونو شمېر  ۴۵۰ دستګاوې  ښودل شوې و ،   چې پکې د ۹۰۰  شاوخوا کسان  په کار  بوخت  او په کال کې ترې  شاوخوا  ۱،۵ زره ټن  غوړي تر لاسه کېدل .  د هغه مهال د ځینو اټکلونو له مخې ددا ډول  جوازونو   شمېر  د  درې  زره  نه هم  پورته  ښودل شوی دی .

خو کله چې د تېرې  پېړۍ  د دوهمې شلمې  راهیسې  د مانوفکټور  دستګاوو تر څنګ  د پنبې  د پروسس په اډانه کې د غوړیو تولیدولو لپاره فابریکوي تولید را مېدان ته شو ، د میکانیزه  خوراکي صنایع په جوړښت کې یې ددغه  نوي  باب (د غوړیو فابریکوي تولید) په  پرانیستو سره  د پام  وړ بدلون راوستل شو  .

چې په دې توګه ،  په ۱۳۶۲ ل کال کې د ناخالصو محصولاتو له مخې د هېواد  د ملي اقتصاد په جوړښت کې ،  صنایع  سکټور     د ۲۱،۵۹ سلوالې په درلودلو سره دوهم ځای ،  د ټولې صنایع په جوړښت کې خوراکي صنایع د طبیعي ګاز وروسته د۱۸،۶۵  سلوالې په درلودلو سره   دوهم  ځای  او په پایله کېد خوراکي  فابریکوي صنایع په جوړښت کې  نوموړي  سکټور  ( غوړیو تولید )   څلورم ځای غوره کړ .

پنبه چې یو لرغونې کرنیز کلتور او د ځینو سرچینو له قوله  په افغان خاوره کې درې زره کلنه  سابقه لري  .  دې توکي  د تېرې پېړۍ په دوهمه نیمایي  کې  د هېواد په  لاندې  څلورو  حوزو کې  د فابریکوي صنایع  پراختیا ته  لاره هواره کړله .  د ۱۳۵۴ ،۱۳۵۵ او ۱۳۵۶  ل کلونو د ځینو شمېرو له مخې  په منځنۍ توګه  په پنبه باندې  د کرل شوو مځکو اندازه  نژدې د    ۱۱۴ تر ۱۲۸    زره هکتاره پورې  ښودل شوې  ، چې  د هغې پر  بنسټ   ۴۲ په سلو کې  یې د کندوز  حوزې (  کندوز ، تخار او بغلان  ولایتونه)  ، ۲۰ په سلوکې  د بلخ  حوزې ( سمنګان ، بلخ ، فاریاب او جوزجان ولایتونه) ، ۲۳،۶  په سلوکې د  هلمند حوزې  (فراه ، هلمند او قندهار ولایتونه  )  او ۱۴،۴ په سلو کې د  هرات حوزې  ( هرات او بادغیس ولایتونه )   پورې اړه درلوده  .   او همدارنګه د یوه هکتار څخه  د پنبې  حاصلات  د ورکړل شوو شمېرو له مخې   د ۱۱۷۲ کیلو ګرام نه نیولې تر  ۱۲۴۲ کیلوګرام پورې   کیږي  .  لکه څنګه چې د لمړي لښتلیک څخه څرګندیږي ،  په دغه پورتنیو څلورو حوزو کې  په پنبه باندې د کرل شوې مځکې  اوفابریکو ته د وروړل شوې پنبې  کچه  ، چې د غوړیو تولید ور پورې  نیغ په نیغه  تړلی  دی ،  هر کال  یو شان نه و . 

خو   د احصائیوي کالنۍ  له مخې په ۱۳۸۸ ل کال کې  د  ۳۳ زره هکتاره مځکې څخه   د تر لاسه شوې  پنبې کچه  ۴۲۸۷۲ ټن  ښوول شوې ، چې په دې سره د   یوه هکتار مځکې څخه یې د پنبې  حاصلات ۱۲۹۹ کیلوګرام  کیږي  خو د یو لړ نورو معلوماتو له مخې  د یو هکتار څخه د پنبې  حاصلات آن ۱۴۷۲  کیلوګرام  هم  وړاندې شوي دي  .

د همدغه  پنبې  د کارولو په  موخه  په افغانستان کې د جن او پرس ( د پنبې د پروسس ) څلور غټې  میکانیزه  فابریکې ، چې  د پنبې څخه  د محلوچو ، پنبه دانو ،غوړیو ، صابون  او کنجاړې جوړولو لپاره کار اخستل کیږي ، شتون لري . دا فابریکې  ، چې د سپین زر شرکت ، د بست  تصدي ، جن وپرس بلخ   او پخته  هرات په نومونو نومول شوي او  د هېواد په اقتصاد کې  یې تل د پام وړ رول لوبولی دی . ددې فابریکو تولیداتو ، په تېره بیا محلوچ  نه یواځې  د کورني نساجۍ فابریکو  د اړتیا وړ اومه مواد یانې مالوچ برابر کړي دي، بلکه د هېواد په کچه یې تل د صادراتو تله درنده ساتلې وه .

د لیکوال ( زما) د څېړنو له مخې د ۱۳۵۳ ل کال بیا تر ۱۳۶۲ ل کال  یانې پوره لسو کلونو کې  د ۶۱۴۷۵۸ ټن  پنبه دانو څخه  ایله ۴۹۸۲۴۰ ټنه یې  ،  چې د ټولو پنبه دانو ۸۱ سلواله جوړوي د غوړیو تولیدولو لپاره کارول شوي ، چې په ترڅ کې یې  ۶۹۵۹۰ ټنه غوړي تر لاسه شوي دي  .  په نورمال او عادي شرایطو کې  د غوړیو د تولید کچه  په کال  کې  د  لس زره  اوو سوو ټنو  څخه   لوړه وه . حال داچې په ۱۳۶۲ ل کال ایله ۲۱۸۲ ټنه غوړي تولید شوي وو. چې د پورتني تولید یواځې  پنځمه برخه  جوړوي .  ددې تر څنګ په نورمالو حالاتو کې  په پنبه دانو کې  د ۱۶ تر  ۱۸فیصده  پورې غوړي  شتون لري  . خو لکه څنګه لیدل کیږي ددغه لسو کلونو د تولیدي فعالیت په ترڅ کې د تر لاسه شوو غوړیو کچه په منځني ډول نژدې ۱۴ سلنه جوړوي  ، چې د ماشینونو د زړښت  له کبله  په کنجاړه کې د غوړیو د ضایعاتو کچه د نورم څخه ډېره لوړه تللې  او  په  ځینو مواردو کې  آن تر  څلور سلنې هم  لوړه ښودل شوې  ده .

که په پنبه کې  د پنبه دانو کچه  د۶۲ تر ۶۴  سلوالې پورې وښیئ یو ، نو په دغه لسو کلونو کې د  ۹۶۰۵۵۹ تر ۹۹۱۵۴۵ ټنو پورې پنبه   په دغه فابریکو کې حلاجې شوې ده . که د همدې  شمېرو له مخې چې  په هېواد کې  شتو فعالو تصدیو دکار او تولیدي  فعالیت په ترڅ کې تر لاسه شوي او شربل شوي  دي  رښتیني  وبولو، نو  په نورمالو شرایطو کې  د نوموړو فابریکو د فعال ساتلو لپاره په داسې حالت کې چې کرونګرو ته ټول اړینې اسانتیاوې  برابر شوي وي ، په دغه صنعتي بوټي باندې  لږ تر لږه  سل  زره   هکتاره مځکې کرلو ته اړتیا لیدل کیږي .

په لاندې لښتلیک کې  په سلوالې  سره د تصدیو په تفکیک په بېلابېلو کلونو کې  د تولید شوو غوړیو ونډه  ښودل شوې ده .

۱. لښتلیک :

کلونه                  تصدۍ ۱۳۵۳ ۱۳۵۶ ۱۳۵۹ ۱۳۶۲
سپین زر  شرکت ۶۱،۸۸ ۶۴،۳۴ ۲۴،۳۶ ۴۴،۸۲
د بســــت تصدي ۱۸،۱۲ ۱۹،۲۴ ۳۸،۱۵ ۳۵،۷۹
جــــن و پـرس بلخ ۱۱،۹۵ ۸،۸۹ ۲۷،۹۸ ۱۷،۷۸
پـــخــته هــــــرات ۸،۰۵ ۷،۵۳ ۹،۵۱ ۱،۶۱
ټــــــــــــــــــــــــــــول ۱۰۰ ۱۰۰ ۱۰۰ ۱۰۰

یــــــادښــــــــت  : دا ســــلوالې د اړونـــــــدو تصـــــدیـــو  د حـــــقیقي  تـــــــــولیـــــــــداتـــــــو د  شــمـــــېرو پر بــــنسټ  محـــــاســــــبه شـوي دي .

د یادولو وړ ده ، چې حلاجي شوې پنبې څخه  د تر لاسه شوو پنبه دانو ۱۶ ـــ ۲۰ فیصده پورې بېر  ته  هغه بزګرانو ته چې خپله پنبه اړوندو  فابریکو ته  د خرڅلاو لپاره وروړي   د کرنیز  تخم   یا د څارویو د خوراک لپاره د فابریکو له خوا  بزګرانو ته  د لا زیات  هڅولو په موخه   ورکول کیږي  .

د ددغه پورتنیو تصدیو سره  د پوره بلدتیا  لپاره  به  بده نه وي ، چې  دلته په ډېر لنډیز سره د هرې یوې تصدۍ  تولیدي وړتیا،ځانګړتیا او د یو لړ ستونزو په هکله  یې  یو څه وړاندې شي   .

د سپین زر  شرکت د بنسټ ډبره په ۱۳۱۴ ل کال کې  یانې  اوه اویا کاله دمخه د شاماو چې بیا وروسته د سپین زر په نوم ونومول شو کېښودل شوه . دغه شرکت ، د درې سوو ميليونه افغانيو په لو مړنۍ پانګه   جوړ او په کاریې پيل وکړ  ، د مالوچو ، غوړيو او صابون په برخه کښې یې توليدات لرل .  ددې شرکت اړوند د حلاجۍ کارخانې  په اوه وو بېلابېلو سیمو کې لکه څنګه چې د دې لاندې لښتلیک څخه څرګندیږی تولیدي فعالیت درلود . په لمړیو څلورو سیمو کې  د پرس  یوه یوه موسسه فعاله وه او د نورو پاتې درېیو سیمو څخه هم د پروسس  په موخه  نیمکاره مواد  ورتلل . دې شرکت په قندوز کې دوه د غوړیو جوړولو کارخانې چې په یوه شپه او ورځ کې یې ۲۸ ټنه غوړي تولیدولای شول ،  شتون درلود. او ددې تر څنګ یې  صابون هم تولیداوه . ددغه شرکت د پرس لمړنۍ  کار خانه په ۱۹۶۰ ز کال  او ورپسې پاتې نورې درې  د پرس دستګاوې په ۱۹۷۱ ز  کال  په کار واچول شوې . چې په لمړي سر کې د ۷۵ ټن پنبه دانو د پر س کولو او یا د ۱۲ټنه غوړیو د تولیدولو جوګه و. خو د وخت په تېرېدو سره له کار ولوېدلې ، او نوو تجهیزاتو په کارولو سره  په ټولیز ډول یې  د غوړیو د تولید کچه په لمړیو کې  ۳۵ ټن غوړیو ته ورسېده .

۲. لښتلیک :

کــــارخـــــانې سیمې حلاجي پرس د غوړیو تولید صابون جوړول
موسسات ظرفیت موسسات ظرفیت موسسات ظرفیت موسسات ظرفیت
قـــــــــــــنـــــــــدوز ۴ ۱۲۰- ۱۸۰ ۱ ۱۰ ۲ ۲۸ ۱ ۵
امــام صــــــاحب ۴ ۱۲۰- ۱۸۰ ۱ ۱۲
دشــــت ارچــــــي ۴ ۱۲۰- ۱۸۰ ۱ ۱۰
خـــــواجـــه غــــار ۸ ۷۰- ۷۵
قــدیمي بــــغلان ۸ ۷۰- ۷۵
قــــلـــــــعـــــه زال ۴ ۲۰- ۳۰
تـــــــالـــــوقـــــان ۸ ۵۰- ۵۵
ټــــــــــــــــــــــــــول ۴۴ ۶۸۵ ۴ ۴۴ ۲ ۲۸ ۱ ۵

 

په ۱۳۸۴ ل کال کې د دولت د تصمیم او خصوصي کولو د پالیسۍ پر اساس د کندوز تولیدي فابریکې د فرانسې هېواد  د ناپکود  سره لاس لیک کړ.   Napcod )   ) د  شرکت سره چې ٤٠  فيصده  به د دولت سهم او ٦٠ فيصده د ناپکود  سهم وي ، د٣٠  کلونو لپاره يوتړون لاسليک کړو. ویل کیږي ، چې ناپکود  په افغانستان کښې د پنبې  د توليد د کچې د لوړېدو په موخه  ،    بزګرانوته د کیمیاوي سرې ( کود ) تر څنګ  ، داسې   پنبه دانې ( تخم ) چې د پخواني تخم په پرتله یې حاصلات درې برابره وو، په قرض ورکړل   ، چې په مقابل کې  یې  بزګرانو  بايد ٣٤ منه پنبه  يو من د ١٣٣   افغانيو په بدل کې  په ناپکود خرڅه کړي وای ، خو دغه شرایطو لازمې پایلې له ځانه سره نه درلودلې او پنبه په آزاد بازار کې  د همدغه بزګرانو له خوا وپلورل شوه   . دناپکود مسئولين  خپلې   پنبه دانې په تولیدي  پروسه کې   د ضایعاتو د مخنیوي  په خاطر  په نوو ماشینونو کې   د غوړیو  د تولیدولو په موخه   مزارشريف  ته وړي  . نوموړي شرکت  که  به   په اویایېمو ز کلونو کې  له کرونګرو  نه  په کا ل کې سل  زره ټنه پنبه  پيرودله، خو په  ورستیو وختونو کې  دغه رقم پنځو سوو ټنو ته را ټيټ شوی دی  [۲] .

د نوموړې موسسې تر څنګ  د بست تصدي  ،چې د انګلستان  هېواد په مرسته جوړه شوې وه ، د  پنبې  څخه  مالوچ ، پنبه دانه ،  غوړي ، صابون ، کنجاړه  تولیدوي . په دې فابریکه کې د حلاجي  کارخانه په ۱۹۶۳ ز کال کې او د غوړیو د تولیدولو دستګاه  په ۱۹۶۷  ز کال کې  په کار پیل وکړ . ددې فابریکې کلنې  تولید درې زره ټن غوړیو ته رسیږي . داچې ددې فابریکې د حلاجۍ  څانګې تولیدي ظرفیت ټیټ و ، نو  په  ۱۳۵۷ ل کال   په ګرشک کې یوه نوې دستګاه  جوړه او تولیدي فعالیت   ته  وړاندې شوه .  سره لدې چې ، د بست تصدي  ( د پنبې د پروسس فابریکه ) له کرونګرو پنبه شل سلنه لوړ رانیسي ، خو بیا هم  د پنبې د کښت او کرنې  کچه را غورځېدلې ده  .  د همدې کبله د تېرې لسیزې په دوهمه نیمایي کې د یادې فابریکې په  تولیدي فعالیت کې د پوره پنبې د نه شتون  له امله  اتیا سلنه کمښت راغلی دی  .  چي ځایي  چارواکي  ددې لامل د کوکنارو د کرکیلي  زیاتوالې بولي . دې فابریکې په ۱۳۸۸ ل کال کې  ایله ۵۵۴ ټنه مالوچ ، ۲۳۱ ټنه غوړي ، ۴ ټنه صابون  او ۵۳۰ ټنه کنجاړه  تولید کړې ده   .

په پخوانيو وختونوکې بست تصدي  له یوې خواددوی پنبه په ښه قیمت رانیوله اوبل پلو یې په کرنیزوچاروکې مرستې هم ورسره کولې . سره لدې چې ، څه موده وړاندې  د پنبې بیه یې  یو کیلو ګرام  د څلوېښتو نه شپېته  افغانیو ته لوړ شوې وه ، خو بیا هم کرونګر بیه د لا زیاتوالی غوښتنه کوله . او په دې لړ کې یو څه  پر مختګ شوې وو ، خو لازمې پایلې  له ځانه سره نه درلودلې .   دغه فابریکه په یوه کال کې دیرش زره ټنه پنبه پروسس کوي .کلونه وړاندې په دغه فابریکه کې شاوخوادوه زره کسانو دنده لرله؛ خواوس يوازې    یوسل اوشپیته تنه کار    کونکي لري  . چارواکي وايي که دغه فابریکه پخپل اصلي ظرفیت فعاله شي، دکارکونکوشمیره به يي، ترپنځلس سوه اودوه زره تنوته ورسیږي  د بست تصدۍ عواید په تیر یوه کال کې یوازې لس میلیونه افغانۍ وو، خو ویل کیږي که تولیدات یې زیات شي ددغې  فابریکې کلنې  عواید به یې  لسګونو ملیونونو افغانیو ته لوړشوې وای .

همدارنګه په مزارشریف کې  د جن و پرس  بلخ په نامه  فابریکه ،چې  په کال کې  د ۱۵۰۰ ټن  اوبلن  غوړیو د تولیدولو ظرفیت لري ، فعالیت کاوه . او ددې فابریکې پورې  د  باختر  په نامه  د پروسس کارخانه  ،چې  کلنې  ظرفیت  یې  ۱۲۰۰ ټن  وو ، تړلې وه .

همدارنګه  پخته هرات په نامه  فابریکه ،چې په کال کې یو زر ټن  غوړیو د تولیدولو وړتیا لري ، د یادولو وړ ده .  د ۱۳۸۷ ل  کال معلوماتو له مخې د دوه زره  یو سلو شپږ دېرش هکتار مځکې څخه ایله  څلو زره دوه سوه ټن  پنبه تر لاسه شوې وه . چې په دې سره  د یوه هکتار څخه د تر لاسه شوې پنبې  اندازه  ۱۹۶۶ کیلو ګرامو ته رسیږي ، ولې وروسته  دا شمېره نوره هم  پنځوس سلنه ته  راټیټه شوې ده  [۵] .

۳. لښتلیک :

کـــــــلونه  موسسات د غـــــــوړیــــــــو تـــــــــولـــــــیــــدات  د ظـــــــرفیت  پـــــــه  پـــــــرتـــــــــــله  ، پـــه ســــــــــلوالــــه (٪)
۱۳۵۵ ۱۳۵۹ ۱۳۶۲
ســـــپـــــــــین زر ۸۷،۹ ۱۹،۱ ۱۳،۰
د بست تصدي ۶۰،۸ ۷۴،۸ ۲۶،۰
جن و پرس  بلخ ۳۴،۲ ۶۱،۰ ۱۴،۰
پــخــته هـــرات ۷۹،۶ ۶۰،۰ ۳،۵
د غوړیو ټول تولید ۶۵،۵ ۴۱،۱ ۲۳،۰

ځینې  وخت  داسې هم لیدل شوي ، چې په  جاري کال کې د تېر کال  څخه پاته شوې پنبه دانې د غوړیو تولیدولو لپاره وکارول شي .  چې  په ۱۳۶۰ ل کال کې  د تېر کال  ځنې  پاته شوې   ۲۰ فیصده  پنبه دانې  و کارول شوې . سره لدې په نامناسبه ساتنې سره د پنبه دانو څرنګوالي  ته تاوان هم رسېدلای شي .

د غوړیو په تولیداتو باندې  د ماشینونو زړښت ، او د پنبه دانو لپاره  د مناسبو او په ستندرد ولاړ  ګدامونو پوره نشوالي  د نورو خورا زیاتو  فکتورونو تر څنګ ناوړه او منفي اغېز شندلی دی . که په ۱۳۶۲ل کال کې د هېواد په کچه د غوړیو ټول تولید  ۸،۸ زره ټن  وو او په همدغه کال د وارد شوو غوړیو اندازه  چې  ۲۶،۶۷ زره ټن  ښوول شوې . کورني تولیدات  ( غوړي ) ۲۴،۸  په سلو کې  د اړتیاوو ځواب ویلې دې . خو که  د ۱۳۸۶ ،۱۳۸۷ او ۱۳۸۸ کلونو د غوړیو واردات  ،چې هر کال د یو او بل سره ډېر او نه پرتله کېدونکې توپیر لري . منځنۍ شمېر یې ، چې ۱۱۶،۶۰۵ زره ټن غوړي  کیږي  او د  کورنې  غوړیو  تولید ، پرته لدې چې تولیدونکي  سرچیني یې روښانه وي  ،   ۱۰،۱۲۸ زره ټنه   ښودل شوې دې ،  په پام  کې ونیسو  .  په دغه وروستني کال ( ۱۳۸۸) کورني  تولیدات   یانې غوړي ددغه  پورتنیو  درې کلونو د منځنۍ کچې   د واردات  له مخې   ایله  ۸  په سلو کې  اړتیاوې  پوره  کولای  شي   .

که   په پورتنیو فابریکو کې تولید شوو غوړیو  د هېوادوالو  اړتیاوې نه شوې پوره کولای ، لکه څنګه  چې  ورته د مخه اشاره وشوه ، خو په همدغه فابریکو کې تولید شوي مالوچ  نه یواځې په  انګلستان، جرمنى  رومانيا، چکوسلواکيا  منځنۍ آسيا او فرانسې اوشمېر نورو ملکونو کې   يوټن د ١٦٠٠ امريکائى ډالره  په  بیه  پلورل کېده  ، بلکه د چین هېواد د تیانجین  د لوی صنعتي ښار د ځینو کمپنیو له خوا  د کابل ولایت  د بګرامیو نساجۍ فابریکې  د رېکونسترکشن  د قیمت په بدل کې  هم  ددغه مالوچو  د اخیستلو سره هم  موافقه  کړې وه ، چې له بده مرغه نه یواځې  هغه زېرمه شوي مالوچ  د غنیمتګرانو  له خوا چور او تالا شول ، بلکه خپله د نساجي فابریکه هم  په لوی لاس لمړې  د ټوپکسالارانو له خوا لوټ او وروسته اور ورواچول شو . او په نیم ساعت کې  ددغه فابریکې  درې زره کارکوونکې  له کار نه بې برخې شول .

یادونه : د یوه پلوه ناامني ، د جن او پرسونو یا د پنبې د پروسس د فابریکو ناڅرګند حالت ، د بزګرانو سره تتې او شړېدلې  اړېکې ، د نورو کرنیزو توکو سره د پنبې کمزوري سیالي ، د خصوصي کولو پڅ  چلند ، او د بل پلوه  په هېواد کې د کره او دقیقو  شمېرو نشتوالې ، فساد ، بې تفاوتي ، په کار د وړ کسانو نه ګمارل ، دې او دې ته ورته نورو علتونو له کبله د صنایع د یادې  څانګې  بشپړ او په واقعیت ولاړ  انځور چې  د اقتصادي مطالعاتو او شننو لپاره ترې  د راتلونکې پرمختګ  په موخه کارواخستل شي لا زیاتو  او ژورو څېړنو ته اړتیا لري  .

که به د مخه په پنبه باندې ددغه یادو څلورواړه  حوزو اړوند سیمو یا ولایتونو کې د کرل شوو ځمکو  او د هغوی  څخه د تر لاسه کیدونکو محصولاتو ( پنبې ) د کچې اټکل د توزیع  شوو تخمونو له لارې یو څه  شونې کار بلل کېده ، خو لکه څنګه چې د مخه د ناپکود د شرکت د څرګندونو نه جوته شوه ، ډېرۍ بزګران خپله پنبه بل چېرې پلوري . نو لدې کبله د کرل شوو مځکو د یوه هکتار څخه د ترلاسه شوو محصولاتو  دقیقه  شمېره معلومول یو ستونزمن کار ګڼل کیږي . نو لدې کبله لیکونکې (ما) په فابریکو کې  د تر سره شوو تولیدي فعالیت له مخې د فابریکو د پوره چلولو لپاره د کرنیزو مځکو اټکلیز شمېر وړاندې کولو   ته زړه ښه کړ .

ددې تر څنګ د یادولو وړ بولم ، سره لدې چې ، په یو  شمېر سیمو کې  د کوپراتیفونو  د جوړېدو ادعا شوې دي . خو لکه څنګه چې د نوموړو فابریکو د اوسنۍ وضع نه په ډاګه څرګندیږي په دې لړ کې  د کرنې د چارو او د صنعتي چارو د تاسیساتو تر منځ  همغږي لکه څنګه چې ښای شتون نه لري . فکر نه کوم ، چې په داسې سادګۍ دې  بزګران  خپله پنبه  نوموړو فابریکو ته د خرڅلاو لپاره یوسي   . په تېره بیا کله چې خبرې د آزاد بازار  اقتصاد نه کیږي ، او په دواړو برخو ( کرنه او صنعت ) کې اړوند ارګانونه ددې پر ځای چې  د کرنې  ددې  کرنیز کلتور د پراختیا لپاره   چې په نړۍ کې  د سپینې  طلا په نامه یادیږي  کوټلي ګامونه اوچت کړي ، یواځې د سېلانیانو پېښې کوي    .

سره لدې چې زمونږ ددې لیکنې ، لکه څنګه یې ، چې  د سر لیک نه څرګندیږي په هېواد کې د غوړیو د تولیداتو صنایع ته ځانګړې شوې او د لیکنې اصلي زړې همدا موضوع جوړوي ، خو د ځینو شمېرو  په هکله چې لیکونکي ته یې پوښتنې راپورته کړي څنګزنی تیریدل   یو څه په زړه پورې ښکاره نه شول ، نو مې وغوښتل دا شمېرې د لوستونکو مخې ته د معلوماتو لپاره کېږدم .

لکه څنګه چې په افغانستان کې په بیلابیلو کلونو کې  د یوه هکتار مځکې څخه د پنبې  حاصلات خورا زیات  توپیر  لري  او  په [۷]کې ( په ۱۳۶۱ ل کال د ۱۸۸۷۰۰ هکتار مځکې څخه  ۳۵۰۰۰۰ ټن  پنبه  او په ۱۳۸۱ ل کال کې  د ۱۴۶۹۶۰ هکتار نه ۷۰۰۰۰ ټن پنبه  ، چې په ترتیب سره د یو هکتار څخه د پنبې  حاصلات  ۱۸۵۵  او ۴۷۶ کیلوګرام کیږي )  نو لدې لیکنې له لارې د کرنې د سکټور درندو کار پوهانو نه په ډېر درنښت  هیله کیږي ، چې  د خپلې  پوهې له مخې  کره او ازمایل شوي شمېرې وړاندې کړي  ، تر څو د اقتصادي او په تېره بیا  د صنایع  چارو شننونکي او څېړونکي وکولای شي  په زغرده  د هېواد  د اقتصاد د یادې  څانګې  رښتینې  بڼه  په ګوته  او د راتلونکې اقتصادي پراختیا په اړه  د دقیقو شمېرو د پروسس او شربلو وروسته وکولای  شي  د وړ  تدابیرو او اړینو اقداماتو په هکله   لازم   وړاندیزونه  په ډاګه کړي    . په [ لراوبر  ۱۰ / ۱۲ / ۲۰۱۲ ] کې د خپرې شوې لیکنې له مخې دا مهال په افغانستان کې ۱۰۵ کرنیزې لیسې او انسټیټیوټونه فعال دي  . چې دا د راتلونکې لپاره دداسې تشو د ډکولو لپاره یو ښه زېرې بللې شو .

دلته نه یواځې د کرنیزو محصولاتو د ښوول شوو شمېرو په هکله پوښتنې راولاړیږي ، بلکې د سوداګرۍ او په تېره بیا هېواد ته  د راوارد شوو یو ټن غوړیو بیه په ۱۳۸۸ ل کال کې د ۱۳۶۲ ل کال په  پرتله  په داسې حال کې  چې په نړیوال بازار د خوراکي توکو بیه  څو ځلې  لوړه تللې خو په افغانستان کې  ددې وروستۍ یانې  ۱۳۸۸ ل کال  بیه د ۱۳۶۲ ل کال  یواځې  ۵۲ سلنه جوړوي  .  هو  !  دا د منلو وړ  ده  ، چې د  ۱۳۶۲ ل کال  په شاوخوا کې د امنیتي ستونزو له کبله د هېواد په دننه کې  د مالونو وړل راوړل  ډېر  ګران ولېدل  ، خو هومره نه چې  ۴۸ فیصده دې د وروستي کال په پرتله بیه لوړه بوځي   .  خو که  د ۱۳۸۸ ل کال احصائیوي کالنۍ له مخې یې محاسبه کړو ، د یو ټن وارد شوو غوړیو بیه  په  ۱۳۸۶ ، ۱۳۸۷ او ۱۳۸۸ کلونو کې په ترتیب سره  ۱۰۳۳ ،۸۶۳ ، او ۵۴۲  ډالر  راځي ،  چې په دې سره به ډېره ستونزمنه وي ،چې وټپوهان وکولای شي لکه څنګه چې ښای . . . . . .   وړاندې کړي . په دې کې هېڅ شک نشته ، چې  په هېواد کې   د پراخه   فساد شتون  له امله کېدای شي  ،   چې  ډېرۍ مالونه  د تکس یا ګمرکي محصول   ورکولو نه  وژغورل شي  ، او په دې سره  د توکو د قیمت  ونډه لږه وښودل شی  او یا هم دغه خوراکي توکي د محصول ورکولو نه په بشپړ ډول خلاص شمېر ل شوي وي . خو داسې به هم نه وي  ، چې دغه  دوه فکټوره دېدومره تفاوت وښیي . کېدای شي دغه شمېرې  کومه نوره احصائیوي کمزوري وي . خو په هر حال د یادونې وړ وه .  دلته اړینه وه ، چې   ددغه  یادو فابریکو د ځینو نیمګړتیاوو ، د له منځه وړلو لپاره مې د خپل نظر ټکي وړاندې کړي وای . خو ددې لپاره چې موضوع را نه اوږده نشي ، ترې تېر شوم . په درنښت .

اخځونه :

۱. د کانو او صنایعو ، سپکو او خوراکي صنایعو وزارتونو

او د صنایع سکټور  اړوند یو شمېر تصدۍ  .

۲.  پــــــــــژواک خـــــــــــبري اژانــــــــــس  ــ  ۳۰ / ۰۸ / ۲۰۰۸

۳.   مهال خبري ویبپاڼه  ، لشکرګاه، د وږي ۲۸ مه نېټه .

۴.  احـــــــــــصائــــــــــیوي کـــــــــــــالــــــــــنــــــــۍ ، ۱۳۸۸ .

۵. افــــغان غــــږ آژانس (   آوا ) ــ۴ عقـــــرب ۱۳۸۷ ل کال .

۶. ننې افغانستان ( Afghanistan today ) . د بست تصدي .

۷. شین بڼ بلوګونه  ــ ټول افغان  ۳۱ / ۰۸ / ۲۰۰۹ نېټه

ددعوت څخه په مننه

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: