د طلاق انګیزی، عوامل او پایلې

د واده څخه غرض د خاوند او ښځی تر منځ دوستی، مینه او یو پر بل رحم کول دی. دوی باید له یو بل سره مینه وکړی او یو د بل دپاره د ژوند د اسانتیاوو او خوښیوو له پاره کوښښونه وکړی. خو کله داسی هم کیږی چی دا مینه او محبت په کرکی، نفرت او ناخوالو بدل شی، د دوی اړیکی خرابی شی ځکه چی د سفر بیړۍ تل په یو حال کی نه وی، کیدلی شی چی د دوی دواړو ترمنځ د بدګمانۍ او بد فهمۍ فضا رامنځ ته شی چی له دی وروسته ورته د ګډ ژوند په تیرولو کی ستونزی رامنځ ته کیږی او دا هم ورته ډیره ستونزمنه وی چی د تاوتریخوالی دا خړه فضا بیرته له منځه یوسی، نو په داسی حالاتو کی دوی مجبور دی چی له یو بل نه د ژوند لاری بیلی کړی.

 

د طلاق یا بیلتون درز د ښځی او میړه ترمنځ هغه مهال رامنځ ته کیږی چی دوی د یو بل په اخلاقو کی داسی څه پیدا کړی چی د زغم توان یی ونلری، ګذاره یی سخته شی او د ژوند د ناخوالو سره مخ شی نو په داسی حالاتو کی اسلام او نورو ادیانو هم د دوی بیلیدا، روا کړی ترڅو هوسا او سوکاله ژوند ولری.

هیڅوک هم د طلاق په نیت واده نه کوی خو بیا هم دغه پدیده په ټولو ټولنو کی لیدل کیږی.دا خبره واقعیت دی چی په شلمی میلادی پیړۍ کی د طلاق کچه په صنعتی هیوادونو کی لوړه شوی ده.د صنعت پرمختګ او د ښاری دود پراختیا د دریمی نړۍ هیوادونو کی هم ددی سبب شوی چی د طلاق کچه په دی هیوادونو کی لوړه شی. نن ورځ طلاق د هغه ودونو دپاره چی موفق او کامیابه نه وی، د یو اجتماعی حل لاری په حیث منل شوی دی.
د یو میړه او ښځی د روابطو تر منځ د راپورته شویو جنجالونو او یا هم د دوی د ګډ ژوند د ټولو تړل شویو لارو په وړاندی د حل خلاصه او وروستۍ لاره همدا د طلاق لار ده.

طلاق نه یوازی د ښځی او میړه ترمنځ د جدایی سبب کیږی بلکی د هغوی دواړو ترمنځ ستونزی او فکری تشنجات یا کشمکش هم منځ ته راوړی، چی د هغوی پر اولادونو، خپلوانو او دوستانو باندی هم اغیز ښیندی.
د ۱۹۶۹ زیږدیز کال څخه وروسته په اروپا کی داسی قوانین منځ ته راغلل چی د طلاق له پاره یی زمینی ډیری مساعدی کړی چی له همدی کال راهیسی موږ وینو چی ورځ تر بلی طلاق ډیریږی او کورنۍ نړوی.

 د طلاق تعریف:

طلاق د زوجیت د رابطی د انحلال (له منځه تلل) څخه عبارت دی چی په حال او آینده کی د خاصو الفاظو په واسطه چی د میړه له خوا صادریږی تحقق مومی.

your ads

طلاق یوازی په هغه ښځی باندی صورت نیسی چی د صحیح نکاح یا هم د رجعی طلاق (هغه طلاق چی میړه کولی شی ښځی ته پکی د هغی د عدت د تیرولو څخه دمخه بیرته رجوع وکړی) په عدت کی وی. البته ښځه هم کولای شی د صلاحیت لرونکی محکمی په حکم له میړه نه طلاق واخلی.
طلاق په هغو الفاظو تحقق مومی چی په عرف کی د طلاق معنا افاده کړی. پرته له دی نه چی میړه د هغی نیت او اراده ولری، یعنی که میړه خپلی ښځی ته د طلاق لفظ استعمال کړی که، د طلاق قصد ولری او که ټوکه یی مطلب وی دده طلاق واقع کیږی، ځکه چی د یو حدیث مفهوم هم داسی دی چی د دریو شیانو رښتیا هم صحیح ده او ټوکه یی هم صحیح ده (واقع کیږی): هغه نکاح، طلاق او رجعت دی.
 هر کله چی میړه غواړی خپل ښځی ته طلاق ورکړی نو باید د لاندی شرایطو لرونکی وی: 
طلاق ورکوونکی باید عاقل (د عقل خاوند)، بالغ وی، روانی اختلال ونلری او نشه نه وی.
د افغانستان د مدنی قانون ۱۴۱ مه ماده هم په دی اړه صراحت لری چی د لاندی اشخاصو طلاق د اعتبار وړ نه دی:
1. مجنون
2. کم عقل (صغیر)
3. مجبور: هغه چی څوک یی د ښځی طلاقولو ته اړ باسی،چی د وژلو او یا هم د کوم غړی د له منځه وړلو ګواښ یی ورته کړی وی.
4. ویده (هغه چی په خوب کی وی)
5. هغه شخص چی عقل یی د مریضی یا هم د عمر د زیاتوالی په اثر زایل شوی وی
6. هغه شخص چی د مختلفو دلائیلو په بنا یی د تمیز قوه له لاسه ورکړی وی.
میړه کولای شی چی په لیکلی یا شفاهی ډول خپل ښځی ته طلاق ورکړی، ډیری اسلامی هیوادونه د طلاق صلاحیت میړه ته ورکړی خو میړه کولای شی چی دغه د طلاق صلاحیت خپل ښځی ته تفویض (….) کړی.

 د طلاق عوامل او انګیزی:

هغه علتونه چی د ښځی او میړه ترمنځ د رابطی د له منځه تللو سبب کیږی، کولای شو په لاندی ډول تری یادونه وکړو:
 1. اقتصادی فقر: 
طلاق په فقیرو کورنیو کی نسبت مالدارو ته ، ډیر واقع کیږی، اقتصادی فشار سړی دی ته مجبوروی چی کورنۍ له منځ یوسی، یا هم دا چی سړی دی ته مجبوروی چی په تاوتریخوالی لاس پوری کړی، نو ویلای شو چی فقر د تاوتریخوالی او خشونت لوی عامل دی چی همدا عامل وروسته په طلاق بدلیدای شی.
 2. د توافق نشتوالی: 
د زوج (میړه) او زوجی (ښځی) تر منځ د توافق نشتوالی چی زیاتره په مصلحتی او تحمیلی ودونو کی نغښتی دی، چی دغه ډول ودونه ډیر په سنتی ټولنو (هغه ټولنی چی په هغی کی عرف، عادات او رسمونه ډیر اهمیت ولری) کی معمول دی چی هلک او جلۍ یو له بل سره توافق نلری او واده د مشرانو په واسطه صورت نیسی.
 3. د عمر کموالی: 
په طلاق کی د عمر د کموالی لامل هم زیاتره په سنتی ټولنو کی معمول دی چی په وړکتوب کی ودونه کوی.
 4. د نورو مداخله: 
ډیری وخت داسی کیږی چی د دواړه کورنیو مشران د هلک او جلۍ په خصوصی ژوند کی مداخله او لاسونه کوی آن تر دی چی په بعضو حالاتو کی هلک تحریک کیږی چی خپله ښځه ووهی.
 5. د اولاد نه شتون یا کم اولادی: 
واده د هلک او جلۍ ترمنځ د مثل د تولید له پاره صورت نیسی او د اولاد پیدا کیدل په یوه کورنۍ کی د هغه کورنۍ د بقا تضمین کوی، خو ګورو چی ځینی کورنۍ د خدای له دی نعمت نه برخمن نه دی او د واده ونه یی د اولاد میوه نه نیسی، پرته له دینه چی علت یی وڅیړل شی، هلک بل واده کوی، چی د وخت په تیریدو سره د لومړۍ ښځی له پاره د بن توب تریخ ژوند خپله د طلاق له پاره لاره هواروی او یا هم که یو یا دوه اولاده ولری، ددی له پاره چی زیات اولادونه ولری، د بل واده اراده کوی، چی د پخوانی ښځی کورنۍ وضع دی حد ته رسیږی چی ځان جدا کړی.
 6. د ځوی (نارینه اولاد) نه لرل: 
په زیاتره کورنیو کی دا خبره معمول ده چی لورګانی خو د خلکو مال دی او یوازی هلکان دی چی سبا ته د مور او پلار له پاره د امسا لرګی جوړیدای شی، دا ډول کورنۍ یوازی د نارینه ماشوم په زیږیدا سره خپله خوښی لمانځی او همدا ده چی د ډیرو زامنو د لرلو هیله یی په زړه کی وی، که په داسی کورنیو کی کومه جوړه (میړه او ښځه) نارینه اولاد ونلری او یا لږ نارینه اولاد (یو یا دوه) ولری، نو بل واده کوی.
 7. ناپوهی او بی خبری. 
8. د ښځی اقتصادی استقلال: 
په سنتی ټولنو کی اکثره ښځی د اقتصاد له مخی په سړیو پوری تړلی دی، خو هر کله چی ښځه د کور څخه بهر د دندی د سرته رسولو په بدل کی پیسی لاسته راوړی، نو دغه …. د طلاق د زیاتوالی له پاره مرسته کوی، دا په دی چی که هر څومره د ښځی استقلال ډیر شی د هغی اجتماعی قدرت ډیریږی او د هغی توقعات لوړیږی.
 9. شخصی مشکلات: 
په ځینو کورنیو کی ځینی وګړی شخصی ستونزی لکه روانی انحرافات، شنډتوب ولری، نو
10. د فکری او اجتماعی جوړښت نشتوالی: 
هر کله که د یو میړه او ښځی ترمنځ فکری او اجتماعی جوړښت شتون نه درلود، په دی معنی چی میړه یو ډول او ښځی بل ډول نظریات درلودل چی سره په ټکر کی وو نو دا خپله د کورنۍ د له منځ تلو عامل دی.
 11. مذهبی اختلاف: 
ځینی ټولنی خپلو وګړو ته دا اجازه ورکوی چی د نورو مذاهبو له پیروانو سره هم واده وکړی چی دغه ودونه هم چندان مثبته پایله نه لری.

طلاق په غرب کی:

له دری لسیزو راهیسی ګورو چی د طلاق کچه په غرب کی ډیره لوړه شوی چی له دی دریو لسیزو څخه وړاندی د څو پیړو له پاره طلاق یو نه تجزیه کیدونکی امر ګڼل کیده. یعنی ښځه او خاوند نه شو کولای یو له بل څخه طلاق واخلی مګر یوازی په هغه حالت کی چی یو له دوی نه (یا ښځی یا میړه) په ځان کی د کور والی ستونزه درلوده.
نن ورځ پرته له ځینو صنعتی هیوادونو چی د ګوتو په شمار دی، نور ټول یی طلاق په رسمیت پیژنی او طلاق ته یی اجازه ورکړیده.

په ۱۹۸۶ م کال کی په آیرلند کی د یوی ټول پوښتنی په ترڅ کی د خلکو ځخه وغوښتل شول چی د طلاق له پاره رایه ورکړی، خو ډیری خلکو د طلاق پر ضد رایه ورکړه او طلاق یی په رسمیت ونه پیژنده.
نن ورځ د نړی هیوادونه (غربی هیوادونه) کوښښ کوی چی د طلاق له پاره اسانه لاری برابری کړی ترڅو ښځه او میړه په اسانۍ سره له یو بل څخه طلاق واخلی.

په غربی نړۍ کی که یو طرف (ښځه یا میړه) غواړی طلاق واخلی نو باید په مقابل لوری د بی رحمۍ او زنا تور ثابت کړی.
د طلاق لومړنی قوانین د ۱۹۶۰ م لسیزی څخه وروسته په ځینو هیوادونو کی معمول شول. که څه هم دغه قوانینو په جزییاتو کی سره توپیر درلود، په دی معنی چی په ټولو هیوادونو کی یو شان نه و، لکه په انګلستان د طلاقو اصلاحی قانونی لایحه چی د طلاق اخیستل یی اسانه کړی و، په دغی لایحه کی د طلاق مربوط مقررات ځای پر ځای شوی و چی په ۱۹۶۹ م کال کی په تصویب ورسیدل، خو دغه قانون دوه کاله وروسته یعنی په ۱۹۷۱ م کی عملی بڼه اختیار کړ او د اجرا وړ وګڼل شو.
د ۱۹۶۰ څخه تر ۱۹۷۰ م کاله پوری په انګلستان کی د طلاقو کچه هر کال د تیر کال په پرتله ۹٪ لوړیده چی دغه کچه د ۱۹۷۰ م څخه تر ۱۹۷۲ م کال پوری دوه برابره شوه، چی لامل یی د ۱۹۶۹ م کال د طلاق قانونی لایحه وه چی د طلاق اخیستل یی اسانه کړی و چی دغه وضعه تر ۱۹۸۰ م کال پوری همداسی ثابت و.
لکه څرنګه چی پوهیږو د ټولنی بنسټ او اساس کورنۍ ده او بی له شکه طلاق دغه بنسټ له منځه وړی، دغه بنسټ چی ښځه، میړه او اولادونه په کی اوسیږی د ښځی او میړه په بیلتون سره له منځه ځی چی په دی سره د کورنۍ غړو ته هر اړخیز زیان رسیدلی شی، دغه مادی او معنوی زیان چی په خاصه توګه تری زیات ماشومان اغیزمن کیږی، هغوی د روحی فشارونو سره مخ کوی.

دا چی ۷۵٪ ښځی او ۸۳٪ سړی د طلاق څخه وروسته د دریو کالو په موده کی بل واده کوی نو ماشومان په یو داسی دوه لاری کی پاتی کی چی د خپل راتلونکی ژوند له پاره یا له مور او یا هم له پلار سره پاتی شی، چی په دغه موده ماشوم د مور یا پلار له مینی بی برخی پاتی کیږی، چی له دی ډلی یوازی ۲٪ ماشومان د کورنۍ په محیط کی نه رالویږی چی البته د خیریه ټولنو لخوا په روزنتونونو کی ساتل کیږي.
د نورو هغو عواملو ترڅنګ چی پورته مو تری یادونه وکړه، دغه دوه لاملونه هم د طلاق د کچی په زیاتوالی کی مهم رول لری:
اول: د ښځی اقتصادی استقلال: لکه څرنګه چی پخوا د ښځو ونډه په ټولنیزو فعالیتونو کی کمه وه، یعنی ښځی له اقتصادی پلوه په سړیو پوری تړلی وی، د کورنۍ عاید دروند بار یوازی نارینه وو اوږه ورکړی وه، خو دا چی نن ورځ د ښځی ټولنیز فعالیتونه زیات شوی دی او ښځه خپل ضروریات له خپل عاید نه پوره کولی شی، یعنی اقتصادی استقلال یی ترلاسه کړی چی ښځه د پیسو په لاسته راوړلو سره پر ځان متکی ده، نن ورځ په غرب کی د سړیو او ښځو ونډه په ټولنیزو فعالیتونو کی برابره ده او هر یو ځان ته ځان وایی، نو ځکه د نارضایتی په صورت کی د دواړو خوښی په همدی کی ده چی سره بیل شی.
دوهم: دا چی واده د بشری نسل د بقا، د جنسی سرغړونو څخه د مخنیوي، د ښځی او میړه تر منځ د همکاری…. له پاره صورت نیسی، خو په غرب کی یوازی د جنسي غریزي د سړیدو په خاطر سرته رسیږی، نو ځکه دوی واده په بشپړ اهمیت قایل نه دي.
لکه څرنګه چی مخکی مو وویل طلاق د ځینو عواملو په نتیجه کی رامنځ ته کیږی خو ددی ترڅنګ ځینی نور عوامل هم شته چی د واده د تداوم سبب کیږی:
1. د ښځی او میړه ترمنځ د مذهبی اعتقاداتو یو شان والی
2. د هلک او جنی تر منځ د کوژدی موده باید له شپږو میاشتو څخه ډیره وی.
3. د واده پر مهال باید د یو ښه عاید لرل.
4. د دواړو ترمنځ د پوهی د کچی برابر والی.
5. د کورنۍ د جوړښت په مفهوم د دواړو پوهیدنه، یعنی کورنۍ څه ته وایی؟ ښځه په میړه او میړه په ښځه کوم حقوق لری او د دوی مکلفیتونه یو پر بل باندی.
6. انعطاف پذیری او مطابقت
7. د ماشومتوب پر مهال ښه تربیه

محمد ظهور پوپلزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب