صدقه او خیرات

د صدقې فضیلت

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ،عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ،قَالَ : ” بَيْنَا رَجُلٌ بِفَلَاةٍ مِنَ الْأَرْضِ ،فَسَمِعَ صَوْتًا فِي سَحَابَةٍ اسْقِ حَدِيقَةَ فُلَانٍ ،فَتَنَحَّى ذَلِكَ السَّحَابُ ،فَأَفْرَغَ مَاءَهُ فِي حَرَّةٍ ،فَإِذَا شَرْجَةٌ مِنْ تِلْكَ الشِّرَاجِ قَدِ اسْتَوْعَبَتْ ذَلِكَ الْمَاءَ كُلَّهُ ،فَتَتَبَّعَ الْمَاءَ ،فَإِذَا رَجُلٌ قَائِمٌ فِي حَدِيقَتِهِ يُحَوِّلُ الْمَاءَ بِمِسْحَاتِهِ ،فَقَالَ لَهُ : يَا عَبْدَ اللَّهِ مَا اسْمُكَ ،قَالَ : فُلَانٌ لِلِاسْمِ الَّذِي سَمِعَ فِي السَّحَابَةِ ،فَقَالَ لَهُ : يَا عَبْدَ اللَّهِ لِمَ سْألْتَنِي عَنِ اسْمِي ؟،فَقَالَ : إِنِّي سَمِعْتُ صَوْتًا فِي السَّحَابِ الَّذِي هَذَا مَاؤُهُ ، يَقُولُ : اسْقِ حَدِيقَةَ فُلَانٍ لِاسْمِكَ فَمَا تَصْنَعُ فِيهَا ،قَالَ : أَمَّا إِذْقُلْتَ هَذَا ،فَإِنِّي أَنْظُرُ إِلَى مَا يَخْرُجُ مِنْهَا فَأَتَصَدَّقُ بِثُلُثِهِ ،وَ آكُلُ أَنَا وَعِيَالِي ثُلُثًا،وَ أَرُدُّ فِيهَا ثُلُثَهُ .

د ابو هریرة رضی الله عنه نه روایت دی چې وايي: رسول الله علیه الصلاة والسلام وفرمایل:
په صحراء كې یو کس و هغه د وریځو څخه یو اواز واورېده چې ویل يې: د فلاني سړي باغ ته اوبه ورکړه، وریځ یو خوا ته لاړه او د ځمكې په داسې ځاى يې باران وکړ، چې هلته تیږې وې هلته د اوبو یوه ویاله جوړه شوه او هغه د اوبو څخه ډکه شوه هغه کس د دغه اوبو پسې لاړ هغه په باغ كې یو سړی ولید، چې په خپله بېلچه باندې اوبه خپل باغ ته اړولي د هغه سړي نه يې وپوښتل ای د الله بنده ستا څه نوم دی؟!

هغه ورته وویل: فلانى! هماغه نوم يې ورته واخيست کوم چې ده د وریځو څخه اوریدلی وه. باغ والا دده څخه پوښتنه وکړه: اى د الله بنده تا ولې زما د نوم پوښتنه وکړه؟ هغه ورته وویل: ما د وریځو څخه داسې غږ واورېده، چې دا اوبه دهغې وریځې دي، غږ وویل: د فلاني سړي باغ اوبه کړه، چې ستا نوم يې واخيست او بیا يې دباغ والا نه پوښتنه وکړه:

ته په خپل باغ کې څه کوې؟ باغ والا ورته وویل: دا چې تا دا راته وویل(زما د معمول پوښتنه دې رانه وکړه نو واوره). زه د باغ تر حاصله پورې انتظار کوم یوه حصه به يې خیرات (صدقه) کړم یوه يې زه او زما کورنۍ وخورو او یوه حصه به يې بېرته په باغ كې ولګوم.

دحدیث تخریج:
مسلم:كتاب الزهد و الرقائق، باب الصدقة فى المساكين، حدیث:( ۲۹۸۴)

د حدیث فائدې:
۱: کرامت د الله عزوجل فضل دی هغه عزوجل په کرامواتو سره انسانانو ته خپل قدرت او رحمت ورښيي لکه څنګه چې په دغه حدیث كې یو سړی په وریځو كې غږ واوریده.

۲: وریځې د الله عزوجل په حکم او امر باران كوي هېڅ بشر په دې نه پوهېږي، چې څنګه او چېرته باران كېدونكى دی. الله عزوجل فرمایلي:

(إِنَّ اللَّهَ عِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَ يُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ ۖ وَ مَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا ۖ وَ مَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ ) د لقمان سورت ۳۴ ایت .

بېشکه یواځې الله عزوجل ته د قیامت د ورځې او د باران د نازلېدلو (كېدلو) علم دی او الله عزوجل ته هغه څه چې په ارحامو (د ښخو په رحم) كې وي معلوم دی او هېڅ نفس په دې نه پوهېږی، چې سبا به څه کار كوي او هېڅ نفس په دې نه پوهېږي، چې په کومه ځمکه به مري. بېشکه الله عزوجل ښه عالم او ښه خبر دی.

۳: کله چې کوم کس ته دبل انسان نوم نه وي معلوم، نو هغه ته په کار دي چې هغه ته دعبدالله خطاب وکړي لکه څنګه چې په پورتني حدیث كې راغلي، چې هغه ترینه پوښتنه وکړه ای عبدالله ستا نوم څه دی هغه ورته وویل فلانى .

۴: مسلمان سره دا نه ښايي، چې هغه خپل ښه کارونه، او عمل پټ کړي کوم چې نورو ته معلوم شوی وی او هغه ترینه دهغه په باره كې پوښتنه وکړي، لکه په حدیث كې چې هغه ورته وویل چې ته په دې څه كوي؟

۵: په دې حدیث كې دصدقې او احسان ذکر راغلی دی لکه هغه سړی چې بل ته وویل: دریمه برخه يې صدقه کوم.

۶: په دې حدیث كې په ځان او په خپله کورنۍ دمصرف کولو فضیلت هم بیان شویدی لکه هغه سړی چې وايي: ددینه زه او زما کورنۍ هم خوراک کوو.

۷: رزق په هیله او امید نه پیدا كېږي بلكې په عمل، خواري او محنت پيدا كېږي لکه په حدیث كې چې هغه کس د بیلچې سره باغ ته اوبه ورکولې.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: