د شین چای حیرانوونکې ګټې

شین چای هغه مشروب چې، افغانستان کې تر اوبو هم زیات څښل کېږي، گڼې روغتیايي گټې لري او انسان له وژونکو ناروغیو ژغورلای شي.

دغه پړسوب له منځه وړونکی گرم مشروب څښلو عادت خپلول په اصل کې یوه ډېره غوره او پر ځای پرېکړه ده.

دلته مو د شین چای له شپږو مهمو او حیرانوونکو روغتیايي گټو سره اشنا کوو:

۱- حافظه پیاوړې کوي

په ورځني ډول شین چای څښل د اعصابو هغه برخې چې د معلوماتو تجزیه او راټولولو دنده پر غاړه لري غښتلی کوي. د یوې څېړنې پر بنسټ په شین چای کې شته گټور روغتیايي مواد ذهني تمرکز او د هوښیارۍ کچې لوړولو لامل گرځي. شین چای په ډېره لږه اندازه کیفین لري چې له همدې امله د ذهني فشار خطر هم کموي.

۲- سرطان څخه مو ژغوري

روغتیايي څېړنو کې د شین چای او له سرطانه د مخنیوي ترمنځ مثبتې پایلې موندل شوي. د څېړونکو په اند شین چای کې شته پولیفینولز نومې مواد سرطاني حجرات له منځه وړي او د پرمختگ مخه يي نیسي. یوې څېړنې ثابته کړې چې شین چای کاروونکو ښځو کې د سینې د سرطان خطر ډېر کم وي. سربېره پر دې په امریکا کې ترسره شوې څېړنې ثابته کړې چې دغه مشروب د غټو کولمو سرطان خطر ۳۰ سلنه ټیټوي.

۳- د بدن وازده په چټکۍ سره ویلي کوي

دغه گرم مشروب له ورزش سره یو ځای د بدن وازدې او خېټې ویلي کولو پروسه ۳۶ سلنه گړندی کوي. یو شمېر روغتیايي چارپوهان په دې باور دي چې دغه گټور مشروب اتو اوونیو کې تقریباً ۵ کیلو اضافي وزن کمېدو لامل گرځي.

۴- د فلج خطر کموي.

د یوې جاپانۍ څېړنې پر بنسټ هره ورځ شین چای څښل د فلج ناروغۍ خطر ۲۰ سلنه کمولای شي. دغې څېړنې کې ویل شوې چې په ورځني ډول څلور گېلاسه شین چای څښل د فلج ناروغۍ خطر ۲۰ سلنه کموي په داسې حال کې چې په څومره زیاته اندازه استعمال شي په هماغه اندازه د دغې ناروغۍ خطر کموي.

۵- د مخ دانې له منځه وړي

د میامي پوهنتون یوې څېړنې ثابته کړې چې شین چای کې شته انټي اکسېډنټ تقریباً ۶۶ سلنه د مخ دانې له منځه وړي، خو دغې موخې لپاره د چای څښلو پر ځای باید له سړېدو وروسته مخ پرې ووینځل شي.

۶- زړه لپاره گټور دی

شین چای خپل ترکیب کې کافي اندازه فلیونایډز او انټي اکسېډنټ لري چې د ناوړه او مضر کولېسټرول اغېز کمولو سره، د وېنې غوټه کېدو مخه نیسي او د وینې د شریانونو د فعالیت غوره کېدو لامل گرځي. په همدې ډول شین چای شریانونو کې د کولېسټرول اندازه کموي او د شریانونو بندېدو مخه نیسي. په ورځني ډول یو یا دوه گېلاسه شین چای څښل د شریانونو د ناروغیو خطر ۴۵ سلنه کموي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب