د شمزۍ لرونکو حیواناتو د سکلیټي سیستم پرتله

د شمزۍ لرونکو حیواناتو د سکلیټي سیستم پرتله

د سر کاسه، د ملاتیر، پښتۍ، حرکتي غړي او د بدن نورو هډوکو مجموعه، چې یو ځانګړی جوړښټ یې منځ ته راوړی دی، د سکلیت په نامه یادیږي.

سکلیت په دوه ډوله دی: دنننی سکلیت او بهرنی سکلیت. دنننی سکلیت د بهرني سکلیت پر خلاف ژوندی دی. په دننني سکلیت کې ژوندي انساج، لکه: کرپندونکي او هډوکي شامل دي. څرنګه چې بهرنی سکلیت د حیواناتو وده محدوده ساتي، په دننني سکلیت کې دا محدودیتونه نشته. له همدې کبله په شمزۍ لرونکو حیواناتو کې ډیر غټ حیوانات لیدل کیږي. په شمزۍ لرونکو حیواناتو کې سکلیت د بڼې او اندازي له مخې توپیر کوي. د ځینو کبانو سکلیت له کرپندوکي څخه جوړ دی، خو د نورو ټولو شمزۍ لرونکو سکلیت له هډوکو څخه جوړ دی. د چونګښې د سکلیت عمده برخې کوپړۍ، چې پلن جوړښت لري، د ملا تیر د اوږو له ملا وستني یا کمربند، خاصرې لګن او حرکي غړو څخه عبارت دي. الوتونکي کلک منځ خالي سکلیټ لري. سکلیت د الوتونکو بدن ته ځانګړی جوړښت ورکړی دی. د الوتونکو سر له نازکو هډوکو څخه او غاړه یې د متحرکو کړیو څخه جوړه ده. د ملا شمزۍ یې له لګن سره نښتې ده. د ملا د تیر یوه برخه یې د سینې له پنجرې سره نښتې ده. د سینې په مخکینۍ برخه کې یې د چناق هډوکی دی. د سینې په مخکینۍ برخه کې یې د چناق هډوکی دی. دسینې هډوکی یې کښتۍ ته ورته دی چې په الوتلو او د بدن په توازن ساتلو کې ورسره مرسته کوي. همدارنګه د پښو او وزرونو هډوکي په سکلیټ کې شامل دي. په شکل کې د پیشو او د الوتونکو د سکلیت جوړښتونه لیدل کیږي.

غړي یا عضلات

سره له دې چې په شمزۍ لرونکو حیواناتو کې غړي توپیر کوي، خو په عمومي ډول د دندو او فعالیتونو له مخې سره ورته دی. ددې حیواناتو د بدن ډیره برخه غړو جوړه کړې ده. غړي د بدن د بڼې، جوړښت او ډول ډول حرکتونو لامل ګرځي. د غړو نسج له ځانګړو حجرو څخه جوړ دی چې د انقباض او انبساط توان لري. عضلات د کار اوفعالیت له مخې په دوه ډوله دي. ارادي او غیر ارادي. د جوړښت له مخې په درې ډوله دي.

ارادي او غیر ارادي عضلې

  1. ارادي عضلې

ارادي عضلات هغه دي چې ستاسې بدن يې په لوی لاس کنټرولولی شي، دا عضلات ستاسې په هډوکو پورې يا په مستقيمه توګه او يا د يو ډول پنډو فيبري بنډلونو په مرسته نښتلي دي چې عضلي وتر (Tendon) يې بولي.‌ د دې عضلي وترونو له منځه يو هم اکيلس وتر چې تاسې يې په ښه توګه حس کولی شئ‌ او د ښنګري تر څنګ موقيعيت لري. خو د ارادي عضلاتو کار يوازې اطراف ته په حرکت ورکولو پورې رالنډ نه دی.‌ ستاسې ژبه، سترګې او زامه د دې عضلاتو پرته حرکت نه کوي.‌

  1. غیر ارادي عضلې:دا هغه عضلې دي چی زموږ په اختیار کې نه دي لکه د زړه عضلي ، د معدی عضلې او داسي نوروي عضلې حرکت یی موږ نه شو کنترولوی.

عضلي درې ډوله دي. مخططې یا سکلیټي عضلې، ښویې عضلي او د زړه عضله

  1. سکلیټي عضلې

د انسان سکلیټي عضلې د بدن تقریبآ  ۴۰٪ وزن جوړوي. سکلیټي عضلې د حرکت لپاره د بدن په هډوکو پورې نښتې دي او کولای شي سل ګونه ډوله حرکت منځ ته راوړي. کیدای شي دا حرکتونه یا یو غوسه شوي شخص په څیره کې ولیدل شي. کله چی د حرکت اراده وکړو نو له مغز څخه پیغام سکلیټي عضلو ته لیږدول کیږي او په نتیجه کې یي حرکت منځته راځي. د پلې (Tendon) رشتې سکلیټي عضلې له هډوکو سره نښلوي.

سکلیټ او عضله

کږوونکې او سموونکې عضلې (Flexor and Extensor Muscles)

عمومآ د بدن عضلې په جوړه ډول کار کوي چې د دې جوړې څخه یوه یي د بدن یو برخه کږوي او بله همدغه بیرته خپل سم حالت راوړي. بیلکه یی د مټ دوسرې (Bicep) او درې سرې (Triceps) عضلې دي کله چی دوه سرې عضله انقباض وکړۍ مټ د اوږې خواته وړي او کله چی درې سرې عضله انقباض وکړي مټ بیرته خپل پخواني حالت ته ځي.

نو دې پايلې ته رسیږو چې هره عضله چی د بدن یا سکلیټ یو برخه کږوي یا منقبض کوي د کږوونکې یا فلیکسر په نامه یادیږي او مقابله عضله یی چی کږه شوي برخه خپل حالت ته راولي یا یی سموي د سموونکي یا ایکسټنسر په نامه یادیږي.لکه د مټ دوه سري عضله کږوونکي او دري سري عضله سموونکي عضله ده.

  1. ښویې عضلې

ښويي عضلي مخططي برخي نه لري ددې عضلي حجري اوږدي او دوک ډوله دي ارام حرکت کوي او لږه انرژي مصرفوي. د پاڼې په شکل جوړې شوې دي او د هضمی سیستم، تنفسي سیستم، د وینی د رګونو او تکثري مجراوو کي شتون لري دا عضلې عیر ارادي عضلې دي.

ښووې عضله
  1. د زړه عضله

د شمزۍ لرونکو حیواناتو زړه ل دې عضلو څخه جوړ شوی دی. او داسی معلومیږي چې نه ستړې کیدونکي عضلې دي .دغه عضله د ښووې او مخططي دواړو عضلو څنی څانګړتیاوي لري لکه جوړښت یی مخطط دی او دنده یی غیر ارادي ده.د زړه عضلې په خپلو حجرو کې دوه هستې لري.

تمرین

لاندې خالې ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړۍ.

  1. سکلیت په …………. ډوله دی.
  2. بهرنې سکلیت د حیواناتو وده ……….. ساتي.
  3. د الوتونکو د ملا تیر ………… سره نښتی دی.
  4. د الوتونکو د ……. هډوکې د بدن په توازن ساتلو کې مرسته کوي.
  5. الوتونکې کلک ……… سکلیت لري.

 

  1. لاندی عضلی غیر ارادي دي.
  2. د زړه عضلي  B. د ژبي عضلي
  3. ښووي عضلې په لاندې غړي کې شتون لري.
  4. زړه B. معده
  5. د انسان سکلیټي عضلې د بدن څو فیصده وزن جوړوي
  6. ۶۰٪ B. ۵۵٪        C. ۴۰٪
  7. عضلې له کوم ډول حجرو څخه جوړوې شوې دي
  8. استورک B. الیاف‌

حل

د خالي ځایونو ځوابونه

  1. دوه
  2. محدوده
  3. لګن حاضرې
  4. سینې
  5. منځ خالي

څلور ځوابه  حل

  1. لاندی عضلی غیر ارادي دي.
  2. د زړه عضلي  B. د ژبي عضلي
  3. ښووي عضلې په لاندې غړي کې شتون لري.
  4. زړه B. معده
  5. د انسان سکلیټي عضلې د بدن څو فیصده وزن جوړوي
  6. ۶۰٪ B. ۵۵٪        C. ۴۰٪
  7. عضلې له کوم ډول حجرو څخه جوړوې شوې دي
  8. استورک B. الیاف‌

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب