د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د نړۍ د وخت د دوو سترو زبر ځواکونو ترمينځ ديپلوماسي

سريزه: دغه ليکنه چې د شلمې پيړۍ په اوږدو کې د نړۍ د وخت د دوو سترو زبر ځواکونو تر مينځ د ديپلوماسۍ تر سليک لاندې ليکل شوى . په حقيقت کې مونږ ته د همدې دواړو قدرتونو متقابل برخوردونو تصادمونو او بالاخره کله ناکله ندرتاً د دواړو سترو صنعتي او اقتصادي هيوادو د موازي ګټو د ملحوظاتو په پام کې نيولو سره د تفاهم رښتيني حقايق په لاس راکوي ،چې د شلمې ميلادي پيړۍ د متمدنې نړۍ په تاريخ په خپل عمق کې ستر بدلونونه عظمي جګړې او په عين وخت د معاصرې ديپلوماسې يادښتونه لري. د نورو ټولو پخوانيو دورو په نسبت بشريت او په ځانګړي توګه نړيوالې سولې ته سترې ننګونې د ځان سره لري. امريکا او روسيې په دغه بغرنجې او کړکيچنې فضا کې څومر کليدي رول لوبولى دا په خپله مونږ ته ددې دواړو هيوادونو نظامي، سياسي ،اقتصادي او تسليحاتي ځواک د قوت اندازه په لاس راکوي .
دغه د وخت د ابرقدرتونو د همدې څو جانبه نړيوالو مسايلو په پام کې نيولو سره د نړۍ د قيادت تر لاسه کولو او بالاخره د ټولې نړۍ طبعي منابعو د استعمار په موخه په يوې اوږدې سړې جګړې او بعضاً د تودې جګړې لاس پورې کړى.
په داسې ډول چې هر يو د طرفينو څخه د خپلوملي مصالحو، اقتصادي ،پوځي او نظامي ابعادو په پام کې نيولو سره د نړيوال سياست د يوه عمده فعال رهبر په حيث په اقداماتو لاس پورې کړى په داسې شان سره چې متحده ايالاتو په دې سل کلنه دوره کې خپلو موخوته د رسيدو په خاطر د خپلو بهرنيو پاليسي سازو ادارو د طرحو په موافقې سره د وخت د شرايطو مطابق په خپله بهرنۍ پاليسۍ او نړيوال سياست کې د وخت خاص نزاکت ساتلى او دخپلو ملي منافعوپه پام کې نيولو سره چې د خپلو جيوپلوتيکيواو جيوسترتيژيکيو اهدافو ته د رسيدو په خاطر کله وار د سوله ايزې ديپلوماسۍ تګلاره کله هم د انزوا طلبۍ سياست او ځينې وختونه د ناپيلتوب سياست د خپل نړيوال موقف ساتلو په منظور اختيار کړى ددې خبرې رښتينى تصديق مونږ ته د له يوې خوا د لرې ختيځ د هيوادونو سره د امريکا د اړيکو طرز څرګندوي او له بلې خوا په لومړۍ نړيواله جګړه کې ددې هيواد بيطرفي او بالاخره په وروستيو کې په جګړه کې ښکيل کيدل او معاقباً د جګړې څخه وروسته په اروپايي قاره کې د مارشال پلان تطبيق او پانګه اچونه ددې ادعا ستر ثبوت دى. د قضيې بل اړخ چې په يوه لوه اسيا کې د خپل عطمت او جغرافيايي خصوصياتو له مخې په دې قضيه کې څومره فعال رول لوبولى دا په خپله ددې ماجرا فعال سازمان ده رکن تشکيلوي .پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسيې هم د خپل متقابل سيال په وړاندې په ورته دريځونو سياست تعقيب کړى .
خلاصه دا چې د شلمې پيړۍ په دوهم نيمايي کې يا په بل تعبير سره د دوهمې نړيوالې جګړې په پاى ته رسيدو سره نړۍ دوه قطبي ويش په نتيجه کې د همدې دواړو دولتونو سياستونو په مدار کې حرکت کړى د دوهمې نړيوالې جګړې په پاى ته رسيدو سره په نړۍ کې يو لړ ستر نړيوال مسايل لکه اټومي وسله ناپييلتوب غورځنګ يا د دريمې نړۍ عدم تعهد ستراتيژي او بالاخره د اروپا دريم ګړيتوب د پاليسۍ غوره کول نړيواله بلوک بندي د همدې سياستونو زيږنده ده په دې جريان کې هر دولت غوښتل چې خپل ذهني او اډيالوژيکي تاثيرات د سيمې او نړۍ په هيوادونو کې په ځاى پريږدي او هم دريم يا ثالث دولت به چې ددې قدرتونو ديوه سياست په محور حرکت کاوه نو د هغه ملاتړ څخه به په ټولو نظامي، سياسي زراعتي ، اقتصادي او صنعتي برخو کې برخمن شو.
چې په دې لړ کې روسيې د خپل سيال د مخنيوي او د خپلو متحدينو څخه د دفاع په منظور کولاى شو، چې دريمه نړۍ د خپل زراعتي ، صنعتي او تکنالوژي پرمختګونو څخه اغيزمنه او پوروړې کړي چې په دې برخه کې په دې وتوانيده چې د خپل مخالف سيال څخه وار تر مخه کړي بالاخره د همدې ګروپ بنديو ، تسليحاتو او د دريځونو په غوره کولو سره سړه جګړه اوج ته ورسيده آن تر دې چې د يوې اټومي جګړې په ترڅ کې له يوې مخې د ټولې نړۍ د تباهي او بربادۍ عوامل کاملاً مهيا وو.
چې د وخت په دې تسلسل کې سړه جګړه د يو لړ عواملو په بنست په (١٩٤٥م)کال کې پاى ته ورسيده او د ختيځې نړۍ تر طاقت شوروي اتحاد يا اوسنۍ روسيه له خپل طاقت څخه پاتې راغله د وارسا منطقوي نظامي سازمان ړنګ او په نتيجه کې متحده ايالات د نړيوال سياست ډګر ته د يو فاتح او بريالي طرف په توګه راووت د خپل همدې موقف ساتلو په غرض يې خپلو پاليسيو کې د نړۍ هره سيمه هدف وګرځاوه تر دې چې زمونږ ګران هيواد افغانستان هم د همدې ټکرونو عملي مرکز وګرځيده او په يوه لويه فاجعه کې پريوت .
د نړۍ ددې سياسي جريانونو په ادامه کله چې متحده ايالاتو د نړۍ د قادت مقام تر لاسه کړ او ټوله نړۍ په قطبي نظام بدله شوه ، نو داځلې يې دريمه نړۍ دخپل هدف لاندې ونيوه اوله دې اړخه يې. سيمه ايزو هيوادونو ته بې حده ستره ننګونه رامينځ ته کړه . د ستمبر د يوولسمې پيښې وروسته نړيوالې ټولنې د سرپرستۍ لاندې متحده ايالاتو خپلو ټولو اقداماتو ته مشروعيت وروباښه او په دې برخه کې د ټولو نړيوالو منل شويو اصولو څخه له يوې مخې سرغړونه وکړه. او يو ځلې بيايې د منطقوي هيوادونو د ضمني تقابل او ټکر لاره ونيوه د سيمې هيوادونه يعنې روسيه ،چين په يو کمزور روايت سره ايران ،پاکستان د پيښې ماضي عواملو ته په کتو سره دا ځل په يوې نوې جبهې د شانګهاى منطقوي سازمان په چوکاټ کې د دغو ننګونو ځواب ويلو ته سر راپورته کړ، چې په پايله کې د افغانستان په شمول د سيمې او نړۍ نور خوارکي هيوادونه ددې جنګ محراقي نقاط وګرځيده .

۱- د آسیا اوروسيه په اړه د روزولت سياست

روزولت په ځانکړی توگه اندیښمن و چی متحده ایالات به په چین کی خپل نفوذ د روسی په مقابل کی له لاسه ورکړی .
ځکه چی روسی له(۱۹۰۰م) کال نه وروسته منچوریا د خپل نفوذ لاندی راوستی وه .له (١٩٠٠م) څخه تر(۱۹۰۵م) کلونو پوری د روسی او جاپان ترمنځ په جگړه کی د نړی نورو هیوادونو یوازی ننداره کوله (کومه مداخله يی ونه کړه ) پداسی حال کی چی دغو دواړو هیوادونو جاپان اوروسی یو د بل سره جگړه کوله ترڅویوددغو دواړونه دیو ستراستعماری ځواک په بڼه په چین کی سرراپورته کړی کله چی داجگړه پیل شوه متحده ایالاتود جاپان خواونیوله او په اتلسمی م اونولسمی م پیړیوکې روسی متحده ایالاتوسره ښی اړیکی لرلی ځکه چی روسی له کوم تعریف نه چی امریکاد(ناپییلتوب دحقوقو )په اړه کاوه ملاتړیی کړی وه . متحده ایالاتوپه (١٨٩٩م) د لاهه دسولی کنفرانس دایر ولو چی دی دویم تزار اونیکلای له خوایی غوښتنه شوی وه طرفداری وکړه .
جاپان او روسیه جنګ
جاپان او روسیه جنګ

خو د روزولت د واکمنی په دوره کی د دواړو هیوادو اړیکی ډیری ټیټی کچی ته رالویدلی وی ځکه روسې د شینف ښار کی د یهودانو د ځورنی سیاست غوره کړو.امریکامتحده ایالاتوله خوا ډیر سخت عکس العمل له ځان سره لاره .روسی نه د یهودیانو مهاجرت ۱۸۹۰م کال کی مخ په ډیریدو وه او وروسته له هغه یرغل نه چی قابو(۴۹)تنه یهودیان په کی ووژل شول ددی مهاجرت لړی لاپسی کړندی شوه (۱۸۹۰تر۱۹۱۰ م )کال ترمنځ نږدی یونیم میلونه یهودیانو له روسی څخه امریکاته مهاجرت وکړ ولسمشر روزولت د یهودیانو د ځورونی سیاست وغنده او ضمنأ یی د روسی رژیم د وحشی استبدادی په عنوان ونوماوه اومحکوم یی کړ.
کله چی جاپان په(۱۹۰۴ م)دفیبروری په (۸)دمخکنی اخطارنه پرته ، په پرت آرتورکی د روسی په سمندری ځواکونو یرغل وکړ د امریکا عمومی افکارو د خوښی عکس العمل وښود. (١)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرالیهوروت د ولسمشر نه پوښتنه وکړه چی دا هغه لار او کړه وړه ندی چی جاپانیانود روسی د زورگویی په جواب کی په یرغل پیل وکړ د روزولت د جاپان داتدارکات او پوره تیاری ددی خوځښت لپاره وستایه . امریکایی ورځپاڼو هم د جاپانیانو د هوښیاری او ذکاوت په اړه خپل قلمونه وازمییل . د نولسمی پیړی په پای کی په څومره اندازه چی روسی خپل محبوبیت په امریکا کی له لاسه ورکړی وه په هماغه کچه په امریکا کی د جاپانیانو محبوبیت زیات شوی وو،ځینی امریکایانوبه د خوښی احساس کولو چی جاپانیان دلویدیځو هیوادونو( د امریکا یانو)دعادتونو پیروی کوله .
په سلگونو جاپانیانو چی د امریکا په پوهنتونونو کی خپلی لوړی زده کړی ترسره کړی وی وروسته له ستنیدو خپل هیواد ته هڅه یی وکړه ترڅو د امریکا علمی او سوداگری په اړه کړه وړه او همدارنگه دسیاسې نظام جوړښت په خپل هیواد کی پیاده کړی خو بیاهم ټول جاپانیان د امریکایانو لپاره یوشان د علاقی وړنوه .

په داسی حال کی چی په سلگونو جاپانی محصلین امریکاته دمختلفو مسلکونو تحصیل لپاره تللی وه ترڅو وروسته له ستنیدو خپل هیواد ته د دغه مسلک څخه کارواخلی . دیرش (۳۰۰۰۰)زره نور جاپانیان هم د کارگروتر ترنوم لاندی امریکا ته لاړل. کله چی جاپانیانو رسانوته ماته ورکړه د امریکا د خلکو احساسات ددوی په نسبت له دوه گونی حالت نه برخمن وه له یوی خوایی د جاپانیانو ستاینه کوله چی د لویدیځ مسلک یی زده کړی او د خپل هیواد د پرمختک لپاره کار ورڅخه اخلی او د بلی خوانه یی جاپانیان د نژاد پرستی له کبله په خطرناکو خلکو تبدیل کړل.
د امریکا خلکو ویل چی امکان لری جاپانیان د لویدیځ نه په کار کښی مخکی شی
د روسی او جاپان جگړه لار هواره وونکی وه د روسی( ۱۹۰۵ م) کال انقلاب لپاره چی د تزار استبدادی رژیم ته یی سقوط ورکړ.
امریکا له روس نه ویره نه کوله خو د جاپانیانونه یی ویره کوله ځکه چی روسیی جگړه بایللی وه او د انقلاب له امله دننه خپل هیواد کی په گډوډیو اخته وه جاپانیان په خپل وار ډیره مادی پانگه په جگړه کی لږولی وه اونور یی دا وس نه و چی په خپل مالی لوړوالی ډاډمن ووسی .
دواړو هیوادونو(رسی او جاپان )زړه نازړه ا و دمجبوری له مخی د روزولت هغه وړاندیزونو ته غاړه کیښوده کوم چی په (۱۹۰۵م ) کال کی ېې کړی وه جاپان د د جنگی توان نه (غرامت )چی روسی نه یی غوښتونکی وه تیرشی او همدارنگه موافقه یی وکړه چی یوازی دساخالین نیمه جزیره دی چاپان ته ورکړی اومتقابلأ د چین په شمال کی په منچوری باندی ریښتنی او واقعی اغیزی ولری .
په (۱۹۰۶ م ) کال روزولت دنوبل جایزه میډال د هغه منځکړیتوب له کبله وگاټه چی د جاپان او روسی ترمنځ یی کړی وه.
سره ددی روسی او جاپان وروسته په خپل منځ کی موافقه وکړه چی د چین شمالی برخی او منچوریایی په خپل منځ سره وویشی . همدلته وو چی امریکا وپتیله چی دا هیواد یی له سترگو لویدلی دی په میلونونو جاپانیانو فکر کاوه چی رزولت جاپانیان د خپلو عادلانه گټو(فوایدو)نه محروم گرځولی نو ځکه په توکیو کی ډیر ویرونکی پاڅون وشو اعتراض کوونکو غوښتنه وکړه
چی د جاپان دولت د امریکا منځکړیتوب رد کړی او د تزاردویم نیکلای د قلمرونه د لویشت لویشت خاوری غوښتنه ترسره شی د متحده ایالاتواو جاپان ترمنځ د نژادی تاوتریخوالی مسئلی د روسی او جاپان د جکړی نه وروسته لاهم هغسی روانی وی په ۱۹۰۶ م کال کی د سانفرانسیکو د تعلیم او تربیی د اداری رئیس لارښونه ورکړه چی جاپانی ماشومان د نژاد پالنی له کبله د نوموړی ښار ځانگړ شویو مدرسو ته ولیږدوی.د جاپان دولت پدی هکله د ډیرشدیدو خبرو اعتراضی یاداشت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته ولیږه . روزولت د سانفرانسیکویانو له دی کړنی نه غوسه شو او د نژادی تبعیض لارښونه یی د نامعقول خوځښت په توگه وغندله . او روزولت د سانفرانسیکو د تعلیم او تربیی اداره او د جاپان دولت ترمنځ د یوی دوستانه توافق نامه متن ترتیب کړاوددی توافق نامی له مخی د سانفرانیکو د تعلیم او تربیی اداره موظفه شوه چی جاپانی زده کونکی خپلو پخوانیو مدرسوته واپس کړی او د چاپان دولت هم په پای کی ومنی چی متحده ایالاتوته له جاپانیانو د مهاجرت کولو څخه مخنوی وکړی .

۲- د متحده ایالاتو اړیکی د جاپان او چین سره

جاپان په (۱۹۱۴م) کال کی رسمأ آلمان ته د جنگ اعلان ورکړی وه . جاپان په ۱۹۱۴ م کال کی د آلمان په استجاری (اجاره)سیمه په کیائوچوپه ډیر بیړه سره تصرف کړه . په ۱۹۱۵م کال په اوآئیلو کی جاپان بیاهم په مخ لاړ (ټینگاروکړ)او خپلی غوښتنی د هغه لاری څخه چی یویشت غوښتنی په نوم مشهور دی، اعلان یی وکړ چی جاپان په دغه غوښتنه کی ټینگار کړی وه چی د چین دولت باید هغه جزایزو باندی چی زیاتره د آلمان په لاس کی وی او جاپانیان هغه ترلاسه کړی دې په رسمیت وپیژنی .
جاپان همدارنگه د چین څخه یی وغوښتل چی جاپانی بانکداران یوازی د مالی سرمائی د تأمین په حیث وشمیری،همدارنګه خپل ټول دیپلوماتیک بهرنی فعاليتونه (کړنی )د مشوری له لاری د جاپان سفیر سره په چین کی ترسره کړی. د چین دولت حاضر نشو چی خپل دپیلوماتیک عمل آزادی له لاسه ورکړی او د جاپان داندونو تابع شی خو د جاپان اغیزی پرشانتونگ باندی قبولې کړی.
او په ترځ کی یی چین موافقه وکړه چی د جاپان په پیروی سره المان ته د جنگ اعلان ورکړی و مقصد داندی چی آلمان په آسیا کی جنگیږی ، بلکه پکن استدلال کاوه (وپتیله )چی المان ته د جنګ اعلان په ترځ کی کولای شی چی د سولی په کنفرانس کی یوه څوکی ترلاسه کړی.
جاپانیانو هم ډیر په خوشحالی سره د چین منل دخپل متحد په توگه او هم د چینایانو څخه دغه امید درلود چی د سولی کنفرانس ته لیوالتیا وښیی. کله چی امریکامتحده ایالاتو په ۱۹۱۷ م کال د جنگ میدان ته ورگډشو، دلری ختیځ اوضاع داسی وه چی ړومبی مو پورته تشریح کړ.
ټول امریکایی کارپوهان په آسیایی مسائیلو کی ددغه موضوع په اړه په تشویش کی وه چه امکان لری جاپان په فلیپین کی د امریکا په تصرفاتو کی ځینی لاسته راوړنی ولری.
د فلیپین جزایر ددی پرځای چی د چین په اړه د موقعیت د تثبیت لپاره یوځای دی خو په ډیر دقیق سره معلومه شوه چی د امریکا مالی منابع خوری یا ترلاسه کوی امریکا مجبوره وه چی د لومړی جنگ په بهیر کی د فلیپین جزایرو څخه مراقبت وکړی. کله چی بارون کیکوجیروایشی (د جاپان د دبهرنیوچارووزیر) ۱۹۱۷م کال کی نړی ته په سفر شروع وکړه،د هغه له جمله څخه یو هم امریکا ته وه امریکامتحده ایالات د جاپان څخه تضمین غوښتونکی شو چی جاپان باید دا قصدونه لری چی فیلپین کی د امریکا په جزایرو باندی یرغل وکړی .
ایشی دیته مائل وه چی چین ددی تضمین ورکړی مشرط پردی چی متاقبلأ امتیازات واخلی.
له دی کبله رابرت لانینگ ( د امریکا دبهرنیوچارووزیر)وکولای شو چی په موافیقت سره د جاپان د بهرنیو چارو وزیر سره یوسند په امضا ورسوی چی د جاپان اغیزی د چین په ډیرو نقطو باندی ومنی او په ترځ کی یی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینگار وکړ چی دواړه هیوادونه (امریکا او جاپان)موافیقت وکړی چی د خلاصو بحرونو اصل ته په چین کی احترام ته قانع شی.
په ۱۹۱۷م کال کی لانسینګ ویلسون ته وویل چی امریکا پرته له جاپان نه په جنګ کی د یو ځای کیدو څخه بله لاره نه لری ځکه که چیری جاپان پر شانتونګ باندی داغیزو څخه لاس په سر شی،

امکان لری چی جاپانیان د آلمان سره له جگړی لاس واخلی او په فلیپین کی په امریکا باندی یرغل وکړی.
همدارنگه لانینگ ویلسون ته زیاته کړه چی (ایشی )سره چی کوم توافق رامنځته شوی وو.
د داسی توافق په حیث ومنی چی د فشاری شرایطو په لاندی منعقد شوی دې په دغه ترځ کی امریکا آیالات ددی توان به ولری چی جاپانیان مجبورکړی چی په چین کی دساحلی مناطقوڅخه لاس واخلی.

۳- په لومړی نړیوال جنگ کی د امریکا ناپیلتوب

دلومړی نړیوال جنک په اړه د امریکا لومړنی رسمی خوځښت ، د امریکا د ولسمشر د اعلامی په بڼه ددی هیواد ناپییلتوب وو. هغه وخت ویلسون امر وکړ چی امریکاته په کارده چی د دولت لخواپه نښه شوی کرښی سره ځان دجگړی له اړاودوړ څخه لری وساتی . نوموړی دناپییلتوب له سمتی مفهوم باندی نورهم ټینگار کاوه او د امریکا له خلکونه ئی غوښتل چی په نظراوعمل کی ناپیلی پاتی شی . امریکایان بایدپه جگړه کی ښکیل ټولوجگړه ایزوواکونوسره خپلی دوستانه اړیکی وساتی.
ماناداچی
جگړه کی ښکیل دواړو خواوته له هر ډول زیان رسونکی خوځښت نه ځان وژغوری جګړه کی ښکیل دواړه خواوی دمتحده ایالاتو(ناپییلتوب)حقوقوته باید په درنه سترگه وگوری اوقدریی وکړی .ویلسون له اروپایانونه غوښتنه وکړه ترڅوامریکایانوته اجازه ورکړی چی په جگړه کی ښکیلوټولوقرتونوسره تجارتی اړیکی ولری. د امریکا ولسمشرداعقیده بیان کړه چی په سیاسی لحاظ سره اروپااومتحده ایالات یودیل نه جلادی . خورښتیاخبره داده چی د امریکا په کورنیوجگړو(۱۸۶۱ م-۱۸۶۵ م)نه وروسته تجارت ددی دواړو ( د امریکا اواورپا)دنږدیوالی سبب شوی وه امریکابه خام مواد اونیمه جوړشوی کالی به یی اورپایانوته عرضه کول او په سلهاومیلونه ډالره به یی امریکاته واردول .
د امریکا دیپلوماتانودمتحده ایالاتوناپییلتوب ماناپه هغه حالاتوکی چی نوروملتونویودبل په وړاندی خپلی جنگی لښکری سمبالولی څلورشرطونه مخی ته کیښودل چی په لاندی ډول دی

اول-

د ناپیلی هیواد بیړی حق لری چی پرته له (قاچاق )نه په جگړه کی ښکیل هردولت ته چی وغواړی مالونه لیږدولای شی .

دوهم-

د (قاچاق مال )دقیق تعریف درلود هغو مالونو ته شامل وو چی په واقعیت کی دجګړه لگښت بلل کیده .

دریم –

د سمندری محاصره پکارده چی واقعی وی ترڅو د ناپییلو هیوادونو لخوا په رسمیت وپیژندل شی .

څلورم –

په جگړه کی د ښکیل هیوادونو غیر نظامی وګړی حق لری چی په مسافروړونکی بیړیوکی په آزاده توګه سفروکړی اودخپل هیواد دښمنانوله مداخلی ویره ونه لری.
په ۱۹۱۵ م کال په لومړیوورځوکی د آلمان سمندری قواو د جگړی سیمو ته د بریتانیا د جزایرو شااوخوا ته دهررنگه بیړیوننوتل ممنوعه اعلان کړل. آن تردی چی که د ناپییلوهیوادونوبیړی به هم نوموړی سیمی ته ننوته د آلمان تحت البهری بیړیوحق درلودچی دمخکنی خبرتیا نه پرته هغه ډوبه کړی ویلسون چی د آلمان داکړه وړه د ناپییلو هیوادونو د حقوقو په هکله مغایر گڼل تعهدیی وکړ چی داسی کاروکړی څوآلمان خپل دغه کړه وړه پریږدی . په (۱۹۱۵می په ۷)د آلمان تحت البهری بیړیودلاستیانه په نوم مسافر وړونکی امرکایی بیړی ډوبه کړه چی په هغه کی ۱۲۸ تنه امریکائی مسافرووژل شول د امریکا ېې مسافروپه وژل کیدوسره په امریکاکی عمومی نظریات غوسه ناکه او راوپاریدل. وروسته د(۱۹۱۵می په ۱۳)ویلسون له برایان سره د مشوری پرته د اعتراضې یاداشت متن یی ترتیب کړ چی په واشنگټن کی د المان سفارت ته خطاب شوی وه په لاندی ډول دی.
المان د تحت البهری بیړیو جگړه دی بنده کړی. د لائیتانیا بیړی ډوبولو خساره د جبران کړی او آلمان د متعهد شی چی ددینه وروسته به بیا دارنگه پیښه نه تکراریږی . ویلسون د(۱۹۱۵دجون په لومړیوکی)ددی نه لاهم په سختو ټکو کې د آلمان سفارت ته یادداشت ولیږه او بیا ئی هم د برایان اندیښنو ته پام ونه کړ چی پدی ټکرونو سره متحده ایالات د جنگ خواته بیائی .
صاحب الله (رحيمي)
14.01.2021
 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب