اسلامتزکیه

د شك له ځايونو ځان وساته

«عن النعمان بن بشير قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: ان الحلال بين و ان الحرام بين و بينهما مشتبهات لا يعلمهن كثير من الناس فمن اتقى الشبهات استبراء لدينه و عرضه و من وقع فى الشبهات كالراعى يرعى حول الحمى يوشك ان يرتع فيه الا ان لكل ملك حمى الا وان حمى الله محارمه الاوان فى الجسد مضعة اذا صلحت صلح الجسد كله واذافسدت فسدالجسد كله الاوهى القلب » (متفق عليه، و للفظ لمسلم)

ژباړه:

“له بن بشير رضى الله عنه څخه روايت دى چې ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه واوريدل چې وېې فرمايل: بيشكه حلال او حرام دواړه څرګند او واضح دي، او د دې دواړو تر منځ ځينې مشتبه امور دي چې ډيرى خلك يې حكم نه پيژني، نو كوم كس چې د شبهو نه ځان وژغوره، يقينا چې خپل دين او ابرو يې (له تعرض نه) خوندي وساتل، او څوك چې په مشتبه امورو كې ښكيل شو حتمي ده چې په حرامو كې به اخته كيږي، د هغه شپونكي په څير چې خپله رمه د يوې ممنوعه منطقې تر څنګ پيايي، نژدې ده چې دغې منطقې ته يې مال ور واوړي او پكې وڅريږي. او پوه شئ چې د هر بادشاه لپاره يوه ممنوعه منطقه وي، او پوه شئ چې د الله تعالى ممنوعه منطقه د هغه محارم (حرام كړي شيان) دي. او پوه شئ چې د انسان په بدن كې كې يوه ټوټه غوښه ده چې كه چيرې هغه سمه شي نو ټول بدن ورسره سم كيږي او كه چيرې هغه خرابه شي ټول بدن ورسره خراب كيږي او پوه شئ چې دا زړه دى”

څلور ستر احاديث

علماء دا حديث يو د هغو څلورو احاديثو څخه شماري چې ټولې ديني لارښوونې هغو ته ورګرځي چې درې نور يې دا دي:
“انمالاعمال بالنيات…”
“ازهد فی الدنيا يحبک الله”
“من حسن اسلام المرء ترکه ما لا يعنيه”
د پورتني حديث معنا دا ده چې، په مسلمان واجب دي چې حلالو ته مخ كړي او حلال هغه څه دي چې الله تعالى پخپل كتاب كې او د هغه رسول پخپلو احاديثو كې حلال ګرځولي وي او له حرامو څخه بايد ځان وژغوري او حرام هغه دي چې الله تعالى په قران كې او د هغه رسول پخپلو سنتو كې حرام ګرځولي دي لكه چې رسول اكرم صلى الله عليه وسلم فرمايي:
«الحلال ما احله الله فی کتابه و الحرام ما حرمه الله فی کتابه »
(جامع الترمذي عن سلمان رض) “حلال هغه دي چې الله تعالى پخپل كتاب كې حلال كړي دي اوحرام هغه دي چې الله تعالى پخپل كتاب كې حرام ګرځولي ”
همدا ډول رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته بيانوي چې د څرګنده حلالو او حرامو په منځ كې ځينې مشتبه امور هم شته چې ډيرى خلك يې حكم نه پيژني، نو چا چې له دې امورو ځان خوندي وساته، نو رښتيا چې ده خپل دين او ابرو پاك وساتل.

بريالى دعوتګر

په ټولو كې بريالى دعوتګر هغه څوك دى چې له شبهو نه ځان ساتي كه څه هم ډيرې وړې وي او دا خبره له دوو جهتونو ضروري ده.
لومړى: دى بايد د تقوا دارو څخه وي، ځكه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
«لا يبلغ العبد ان من المتقين حتی يدع ما لا باس به حذر ما به الباس » (جامع الترمذي عن عطية السعدي)
” بنده تر هغه پورې د متقيانو مرتبې ته نه رسيږي تر څو هغه شيان پرې نه ږدي چې (ظاهرا د خلكو په وړاندې د هغو كول) څه باك نه لري، له دې ويرې چې په هغو كې اخته نه شي ممنوع دي”
دويم: خپل ځان يې خلكو ته قدوه او نمونه ګرځولى دى.
همدا لامل وو چې كله رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپلې ميرمن سره په خبرو پر مهال وليدل شو نو د ليدونكو اشتباه يې لرې كړه او وېې فرمايل چې دا زما ميرمن صفيه بنت حيى ده.
همدا ډول حضرت عمر رضي الله عنه به چې كله مسلمانانو ته د يوه كار امر كولو، نو خپله كورنۍ به يې په هغه كار كې د اخته كيدو نه سخته ډاروله ځكه چې ټولومسلمانانو به د ده كورنۍ ته كتل.
په همدې اساس هغه كسان چې نورو ته د دعوت دنده په غاړه لري، بايد دا ټكى په ژوره توګه درك كړي او خپل مسؤليت احساس كړي او په جدي توګه بايد خپلو اعمالو ته پاملرنه وكړي ځكه ډيرى خلك د دوى عملونو ته ګوري.

ځينې شبهې چې بايد ځان ترې وساتل شي
1.    د نشه يې توكو استعمالول، لكه نسوار، سګرټ، چرس او داسې نور…. كه څه هم چې يو شمير علماء يې په كراهيت قايل دي خو اكثره يې حرام ګڼي، حكم يې چې هر څنګه وي خو د هغو مشتبهاتو نه حسابيږي چې د يوه دعوتګر سره نه ښايي.
2.    د لغو او لهو ځايونو نه ځان ساتل: دا هم د هغو مشتبه ځايونو څخه حسابيږي چې بايد ترې ډډه وكړى شي.
3.    ډير وخت په لوبو كې تيرول، ځكه وخت په حقيقت كې د انسان ژوند دى او په لوبو كې د ژوند سرمايه ضايع كول په هيڅ صورت روا نه دي. هو! بدن هم په انسان حق لري نو د ځينې سپورتي تمرينونو عملي كول ضروري دي خو بايد د دې لپاره يو محدود وخت ټاكل شوى وي.
4.    د هغو بې هدفه او له عفت نه خالي مجلې او ورځپاڼې چې د وخت د ضياع، د عقل د كمزورتيا او د زړه د توان د ختميدو سبب كيږي هم په همدې حكم كې دي.
5.    بې فايدې او فاسد مجلسونه پريښودل چې د انسان پر شخصيت باندې بد اغيز پريږدي او هغه خوراكونه چې اصلي سرچينه يې مشتبه وي دا ټول هغه مشتبهات دي چې بايد ترې ډډه وكړى شي…
6.    پردې سربېره ډير نور شيان دي چې مسلمان، متقي دعوتګر يې پخپل ريښتوني حس او پاك زړه باندې درك كولاى شي.
زمونږ لومړنى مربي، رسول اكرم صلى الله عليه وسلم پدې اړه داسې لارښوونه كوي:
«دع ما يريبك الى ما لا يريبك» (جامع الترمذي، عن حسن بن على رضي الله عنه)
” هغه شى چې تا په شك كې اچوي پريږده او په هغه پسې لاړ شه چې تا په شك كې نه اچوي”
«من يخالط الريبة يوشك ان يجسر » (سنن النسا ئى، عن نعمان بن بشيررض)
” هغه سړى چې په مشكوكو شيانو كې ورننوزي، ژر ده چې نور جرءت به هم پيداكړي (او حرامو ته به مخه كړي) ”
په داسې حالت كې دعوتګران د غيبت كوونكو او عيب لګوونكو نه ځانونه ساتي، خپل دين او ابرو د نورو له غيبت نه خوندي ساتي او پاك سوتره پاتې كيږي چې بيا نور خلك هم ورپسې په پاك زړه اقتداكوي.

خو حلال به په ځان نه حراموې

خو د وړانديني حديث مطلب د هغو كسانو حالت نه دى چې په بيځايه سختيو حلال هم پريږدي او بيا د زهد دعوه هم كوي.
حقيقي زهد د الهي شريعت اتباع او پيروي ده، نه بايد ترېنه پورته تګ وشي او نه هم ښكته.
رسول اكرم صلى الله عليه وسلم فرمايي:
« لا تشددو على انفسكم فيشدد عليكم فان قوما شددوا على انفسهم فشددالله عليهم فتلك بقايا هم  فى الصوامع و الديار و رهبانية ابتدعوها ما كتبنا هاعليهم » (سنن ابوداود، كتاب الادب، عن انس رضي الله عنه)
” تاسې پخپلو ځانونو سختي مه كوئ، ځكه كه مو پخپلو ځانونو سختي وكړه بيا به په تاسې هم سختي وشي، لكه چې مخكينيو قومونو پخپلو ځانونو سختي وكړه، نو الله تعالى هم پرې سختي وكړه. دغه دي پاتې شوني يې په چيله خانو او ديرو كې “او هغه رهبانيت چې دوى پخپله رامنځ ته كړى وو او ما پرې نه وه فرض كړې”
الله تعالى فرمايي:
{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تُحَرِّمُوا طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكُمْ وَلا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ } (المائده / ۸۷)
” اى مؤمنانو! هغه پاك څيزونه مه حراموئ چې الله پاك درته حلال كړي دي او تيرى مه كوئ، بې شكه الله پاك تيرى كوونكي نه خوښوي”
معنى دا چې ” من وقع فى الشبهات وقع فى الحرام ” يعنې دا ده چې څوك په مندوباتو (مستحباتو) کې سستي كوي حتمي به واجبات پريږدي او څوك چې په مكروهاتو كې سستي كوي حتما به حرامو كې اخته كيږي. او څوك چې شبهات كوي حتما به په حرامو كې اخته كيږي. لكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې خبرې د وضاحت لپاره د داسې شپونكي مثال وركوي چې د ممنوعې منطقې تر شا او خوا خپله رمه څروي، ژر ده چې مال به يې دغې منطقې ته ورګډ شي.
له همدې امله رسول الله صلى الله عليه وسلم د زړه يادونه كوي او فرمايي د غوښې يوه ټوټه ده چې د بدن سموالۍ او خرابوالۍ د هغې د سموالي او خرابوالي سره تړلي دى. ځكه زړه جوارحو ته فرمان وركوي، كه چيرې د انسان زړه د الله تعالى په مينه او ويره باندې اباد شو، د انسان د غړو حركات به سم شي او د حرامو او شبهو نه به ډډه كوي.
همدا د زړه د مؤثريت په هكله به رسول الله صلى الله عليه وسلم تل دا دعا كوله:
«اللهم انى اسئلك قلباسليما »
“اى زما ربه! زه له تا نه سليم زړه غواړم ”
او فرمايل به يې:
«لا يستقيم ايمان عبد حتى يستقيم قلبه…» (مسند احمد)
“د بنده ايمان تر هغه نه برابريږي، تر څو يې زړه برابر نه شي”
د انسان زړه هغه مهال سم جوړيږي چې په هغه كې د الله تعالى معرفت، عظمت، ويره، هيبت، رجاء، اميد او پر هغه توكل ځاى ونيسي او همدا ټكي د توحيد حقيقت او د لااله الا الله مفهوم دى.
حضرت ليث رحمه الله د امام مجاهد رحمه الله څخه روايت چې د ” لا تشركوا به شيئا” په تفسير كې يې وفرمايل: يعني ” لا تحبوا غيرى” او د حاكم په مستدرك كې د عائشې رضى الله عنه څخه روايت دى چې فرمايي:
«قال النبى صلى الله عليه وسلم: الشرك اخفى فى امتى من دبيب النمل على الصفا فى الليلة الظلماء، وادناه ان تحب على شئ من الجور وتبغض على شئ من العدل، و هل الدين الاالحب فى الله و البغض فى الله، قال الله تعالى: {قل ان كنتم تحبون الله فاتبعونى يحببكم الله } (حلية الاولياء)
“رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: زما په امت كې شرك په توره شپه كې په توره تيږه د ميږتون د تګ نه هم ډير پټ دى او د شرك ټيټه مرحله دا ده چې د ظلم او تيري يوه برخه خوښه كړې او د عدل له يوې خبرې سره دښمني وكړې، او ايا دين د الله لپاره له دوستۍ او د الله لپاره له دښمنۍ پرته بل څه بل شى دي؟
الله تعالى فرمايي:
ووايه (اى محمده) كه چيرې له ما سره مينه كوئ نو زما مننه وكړئ تر څو الله درسره مينه وكړي”
او كه چيرې زړه فاسد شو هيلې او شهوت پرستۍ پرې مسلط شول، بيا به د ټولو غړو او جوارحو حركات د فساد په لور ځي، په شبهاتو كې به اخته كيږي او حرامو ته به لاس اچوي.
تر ټولو لوى شى چې د زړه د اصلاح سبب ګرځي هغه علم دى چې د هغه په واسطه د انسان په زړه كې د الله تعالى د صفاتو معرفت، د الله تعالى مراقبت، په هر حال كې د هغه نه ويره او اميد، رغبت په هغو نعمتونو كې چې د هغه سره دي او له هغه عذاب نه يې ويريدل او په هر كار كې په هغه توكل دى.
او تر ټولو لوى شى چې زړه فاسدوي ناپوهي ده چې د انسان په زړه كې مرضونه لكه ناوړه عقيده، په حرامو كې جرئت، ګناهونه كول، تكبر، كينه، ځان لوى ګڼل، ځان ښودنه، په الله تعالى او د هغه په بندګانو بدګماني كول، نعمتونو او اوامرو ته يې په سپكه كتل… كينوي.

ليكنه: مصطفى طحان
ژباړه: حزب الله ناصح

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: