د سيد جماالدين سياسي حرکتونو ته يوه لنډه کتنه

د١٨٧٦م کال په شاه وخوا کي په سيمه کي يو لړ سياسي او ټولنيز فعاليتونه دډموکرا ټيکو معيارونو په بنسټ را منځته سوه ، چي په دې لړ کي دترکيې په هيواد کي دولتي چاري وپارلمان ته وسپارسوې او مدحت پا چاه غو ښتل چي خپل هيواد دانګليستان دشاهي مشروطه پر سيسټم جوړ کړي او په حکومتي معزلوکي خلکو ته هم ونډه ورکړي . او همدغسي په ايران کي هم دمشروطه شاهي غښتلي حرکتونه را پيل سوه او په مصر،الجزاير کي هم ملي حرکتونه داستعمار پر ضد را منځته سوه ، په افغانستان کي هم دهغه اصلاحي پرو ګرام او نظر له مخي چي سيد جماالدين پرې ايښي وه يو لړ ډموکراټيک اصلاحات وسوه دبيلګي په توګه : کابينه جوړه سوه ، شمس النهار جريده خپره سوه ، عسکري نظم او عسکري نومونه کيښودل سوه ، لومړۍ حربي ښونځۍ پرانيستل سوه اوداسي نور دقدر وړ کارونه په سيمه او هيوادکي دننه وسوه چي ددې ټولو په رآس کي دسيد جماالدين افغان ونډ دورايه څر ګنده ده . سيد داتلس کالو په عمر شرعي او عقلي علوم ، رياضي ، طب او تشريح پای ته ورسول .دجارج کونتي په قول دزلمي توب په وخت کې په عسکري مسلک پوري تړلي فنون زده کړه ، او بيا دحج دپاره حجاز ته ولاړ او يو کال دعـربو په ښارونوکي وګر ځيد په١٨٧٥م کې مکې شريفي ته ولاړ. خوبيرته افغانستان ته راغی او داميردوست محمد خان په دربار کي منتظم مقرر سو . او امير به په ځينو مهمو مجلسونو کي هغه دځانه سره ملګری کاوه ، بيا چي امير دوست محمدخان وفات سو ، دی دسردار محمد عظم خان مشاويروزير پاته سو . داسي هم ويل کيږي چي تر شمس النهار تر مخه يې يوه جريده دکابل په نوم دمحمد افضل خان دپاچهۍ په وخت کي تاسيس کړه .اودښووني او روزني اصلاحي پرد ګرام يې هم محمد اعظم خان ته وسپاره . خو نوموړې جريده ممکن دجنګونواو بدو شرايطو په اساس دمنځه تللې وي . ځکه موږ په افغانستان کي لومړی په لاس کي جريده شمس النهار لرو او بس .

سيدده خپلو سيا سي هلو ځلو په لړ کي پر تر کيې ، ايران او افغانستان بر سيره په مصر ، هند کي هم دخپلي استو ګني په لړ کي د استعمار په مقابل کي پوره هلي ځلي کړي دي او هغه يې داستعمار ضد مبارزو ته هڅولي دي .

سيد په پاريس کي يوه مجله په عربي ژبه خپرول دشيخ محمدعبده په ليکوالي ، هغه ددې مجلې دمرام په باب داسي ليکي : ( څومره چي ددې جريدې دوسه کيږي ، دشرقيانو دپاره به خدمت وکي او هغه اړيتاوي به څرګندي کړي چي د نيمګړتيا له کبله يې خلک بيوزلي کيږي او داسي لاري به خلکو ته وښوي ، چي دهغه په وسيله به با يللي شيان بيرته په لاس را وړي څواينده يې سمه سي ..)

سيد هند ته هم دسياسي سفرونوپه مؤخه تللی ؤ . چي دهند سياسي او ټولنيزه وضع يې دنژدې وليده انګريزانو چي دسيد سياسي او جتماعي غورځنګ نه سو زغملای نو يې دهند څخه دوتلو ګواښ ورته وکړ، هغه وخت چي دهند څخه وتۍ نو خلکو ته يې ديوې وينا په ترځ کي داسي وويل: ( ای خلکو لوړم : سره له دې چي دولت ستاسو خلک او ستاسو زامنو ته کار ورکوي ، ستاسو امنيت ساتي ، وسله يې په لاس کي ده؛خو! ستاسي استقلال او ثروت لوټوي . دانګريزانو ټول شمير تر لسوزرو ډير نه دی ، خو که تاسي په سلګونه ميلونه غوماشي هم سی او ددولت په غوږ کي وبو ڼيږی ، دغه اوزبه ددوی لوی غوږ صداراعظم ( ګلادستن ) ته ورسيږي. دسيد دغه وينا خلک وژړول . سيد په قهر سواووې ويل : ژړا دښځو کار دی . هغه ملت چي دخپل استقلال دپاره پردښمن يرغل وکړي او مرګ استقبال کړي هغه ملت ويښ او با قي پاته کيږي .

سيد جماالدين افغان په مصرکي : سيد دمصر دالازهر پوهنتون کي دابن سينا د فلسفې تدريس کاو،هغه وخت مر تجعينو دغه فلسفه نه خوښول او بد يې ورته ويل .دبله پلو په مصر کي سيد په دې هم متهم سوی ؤ ، چي داسماعليه پاچاه پر ضد يې کودتا کوله . همدغسي دده دغورځنګ ٣٥٠ نورغړي هم په دغه ليست کي شامل وه ، نوموړی غورځنک چي دسيد په مشری جوړسوی ؤ ، دمصر آزادي يې غوښتل . په دې وخت کي انګريزانو غوښتل چي پر سوډان باندي حمله وکي او محمد احمدسوډاني يې تر فشار لاندي را وستلی ؤ ، سيد او ملګروچي دانګريزانو مخالفت او ممانعت کاوه . ليکن انګريزانو وسيد ته دسوډان دپاچهي وړانديز وکړ ، دانګريزانوصدراعظم لارډسالسبري سيد ته وويل : چي موږاعظم کړی دی چي تا دسوډان پاچا کړو ، سيد جماالدين په ځواب کي ورته وويل : داچي دغه دنده ماته را کوی ، ډير دحيرت او تعجب ځای دی . محترمه لارډه اجازه راکی ، چي ستاسو څخه وپو ښتم چي ايا تاسو دسوډان مالک ياست ، چي هغه ته يو پاچاه واستوۍ ؟؟ . مصر دمصريانو او سوډان دهغه يوه برخه ده. خليفه چي اوس حقدار ګڼل کيږي ، په خپل ځان کي دومره قدرت لري چي دفساد او فتنې اور مړ کي . محترم لارډ!کوم اصلاحات چي په سوډان کي غواړي هغه څله په ايرلينډ کي نه عملي کوی. چي دخپلي آزادۍ له پاره دهيڅ ربړ ،زحمت اوفداکارۍ څخه مخ نه ګر ځوي .

مصري مؤرخ محمود قاسم دسيد جماالدين دفلسفي نظريو څيړونکی په خپل کتاب ( جماالادين افغاني حياته وفلسفه)کې ليکي : جماالدين افغانی دناشرکانکوف په بلنه په ١٨٨٦م کې وروسيې ته وبلل سو.او په روسيه کې هم ډيري ليکني پاته دي چي نامتو مقالې يې عبارت دي له : دروسې سره دانګريزانواړيکي ،په افغانستان کي دروانو پيښو علتونه ، دافغاني حالاتو په باب څيړني (ماسکوپاڼي ١٨٨٧م کال اګسټ ) . سيد په روسيه کي نژدې درې کاله تير کړه او په يوه کال کې روسي ژبه په ډير ښه ډول زده کړه .هغه يوکال په ماسکو ، ١٨مياشتي په پترسبورګ ، کيف ، قفقازکې تيري کړې .

سيد په روسيه کي دډيرو مهمو خلکوسره ليدنه کتنه وکړه لکه : دد باند نيوچارو وزير ګيرس ، دآسيا دچارو اداري رئيس زېنيوف ، جنرال زيختور ،جنرال چيف سره .

خو هغه وخت چي دريم الکساندردروسې امپراطور دسيد په نظرياتو اود منځني ختيځ په باب دهغه په سياسي تحليل او خطا بو وپوهيدی او په دې هم وپوهيدی چي سيد دروسيې دمسلمانانوپه منځ کي پوره اتبار لري ،نو يې سيد وقصرته وروغوښت او سيد دانګريزانو او ايران دباچا په باب خپل شکايتونه ورته واضيح کړه . اودانګريزانو په باب يې دهغه استعماري سياست په سيمه کي څرګند کړ، خو دايران په باب يې په هغه دولت کي دمشروطه غوښتنه وکړه ؛که څه هم دروسيې امپرا طور دانګريزانوپه باب ورسره هم نظره ؤ، خو دايران په باب يې نظر بيل ؤ ؛ داځکه چي الکسا ندرويل چي هيڅ يو پاچاه نه غواړي چي خپل واک دي دخلکو په لاس ورکي اوځان دي کمزوری کړي ، خو په دې باب دسيد نظر داؤ ؛ چي په دې کار دايرا پاچاه نورهم قوي کيږي او ميلينونه ولسونه يې وساه ته دريږي او يو قوي دولت دخلکو په ملاتړ ترلا سه کوي . په پای کي سيد دروسيې دددريم الکساندر څخه وغوښتل چي دروسيې دمسلمانانو دوضعي ښه کولوته توجه وکړي. او هغو ته په خپله ژبه ددرس او تعليم زمينه برابره کړي ، خپروني ورته ازادي کړي ، په خپله ملي ژبه اخبارونه او مجلې خپري کړي . ددې څخه ورسته دروسيې واکمن سيد په دې باندي وپوهاوه ، چي دده پاته کيدل دروسيې په خاوره کي يو نامناسب اونا مطلوب کار دی. نو ځکه سيد مجبور سو چي دروسيې څخه ووزي .

دسيدجماالدين افغان نامتوپلويان په روسيه کې جاراله بيکوف ،عبالرشيد ابرهيموف اونور ګڼل کيږي . دالموئيد د (١٩١٣م) کال لومړۍ ګڼه دموسا بيکوف له قوله دغه ويناد سيد را نقلوي ? زه دلوديځ هنر ، تخنيک او پوهي ته ډير درناوی لرم ) .

دهغه څخه ورسته سيد تر کيې ته ولاړ او په تر کيه کي ديوې سختي ناروغۍ سر لاس په ګريوان سو چي په دې باب محمود طرزي دسراج الاخبار دشپږم کال په پنځمه ګڼه د١٢٩٥هـ دميزان پر ٢١ نيټه دسيد جماالدين افغان دوفات په باب داسي کاږي( چي دستوني په يوه برخه کي وچپ غوږته نژدې تر ژبي لاندي دسرطان خطرناکه اودردناکه مرغړی ورپيداسو .چي په لومړي سرکي ډير خطرناکه نه بريښيدی خو په ورسته کي دومره دردونکی سو چي هر چاه دسيد په ليدوسره دهغه درد تصور کولای سو.سيد دخپل درد په باب وډاکټرانو ته هم څه نه ويل خو په ورسته کي چي دردبيخي ډير سو اوډاکټرانو وکتی هغه يې کشف کړ، چي دسرطان خطرناکه ناروغي ده، پسله هغه چي دسيد علامه جماالدين افغان دوستانو،مخلصينواوزده کونکو هغه ته دعملياتو صلاح او مشوره ورکړه نوسيد هم دې ته تيار سو چي عمليات وکي ، عمليات دوساعته دوام وکی او لومړی عمليات په پيروزۍ سره سرته ورسيد . ټوله دوستان يې خوښ سوه او په دې عملياتو کې ١٢غاښونه اويوه برخه دخولې ورڅخه ليري کړل. يوه هفته جوړسو او خپل دربار ته راستون سو . خو دبده مرغه پسله يوې هفتې بيرته هغه ناروغي پرراوګرځيده او تکليفونه اوکړاونه يې نور هم ډير سوه ، مجبوره سو چي بل عمليات ته ځان اماده کړي ، خو څرنګه چي دسرطان ريښي ډيري عميقي وې نوپه دغه پلا عملياتو کې د نيمي ژبي دوهمه برخه ځيني غوڅه کړه او نتيجه داسوه چي درې څلور ورځي ورسته دالوړ نړيوال شخصيت په حق ورسيد او ددې فاني نړۍ څخه يې سترګي دابدله پاره پټي سوې ) روح دې ښاد وي .

پر ٩دمارچ يې په ١٨٩٧م کې خاوروته وسپاره . څرنګه چي پر افغانانو خپل پوهان ګران دي نو يې دهغه مړی په ١٣٢٣ش کال وخپلي خاوري ته راوړ او په کابل پوهنتون کې خاوروته وسپاره .او هغه سيمه يې ټوله دده په نوم ونومول . همدغسي دسيد جماالدين پر قبر ډيرو نورو پوهانو او عليمانو ويرني ويلي دي چي ددې جملې څخه موږ دګل پاچاه الفت دويرني يادونه کوو. استاد الفت په خپل کلام او خوږه ژبه دلوی استاد سيد جمالدين افغان په باب داسي ليکي :

ويرنه

پښتون سيده دشرق نامداره
ددين او علم دکور سرداره

 

رهبردعلم او د معنا شوې
ړندودپاره دلاس امساسوې

 

راوړه د نيا ته تا پيغا مو نه
نوي فکرونه ښه ښه خويونه

 

ستا په ښودنه ويښ انسانان سول
مشهوردنياکې ستا شاګردان سول
روښان فکرونه ستاپه بيان سول

 

ستالـــه مشـــعله رڼا سوه زړونه
ډک له حکمت نه ستا تعليمونه

 

ټول د نيا کې وګــــــر ځيد لې
په شرق او غرب کې ته ځليدلې

 

چـــي په منبر به و د ريــد لــې
له هرچاه پورته به ښکاره کيد لې

 

لـــه تا سره وو ډ يـــرتـــا ثيرونه
ورته حيران وو ډير عـا لمونه

 

دنيا رڼا سوه ستا لـــــــه تنويره
ستا له تحريره ستا له ضميره

 

وښورول تا غا فــل فــکرونه
څومره خواږه وه ستا بيانونه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب