د سهار له مخې منډه مو ځواکمن او تازه ساتي

 نوې څېړنې څرګندوي چې هره ورځ د کم وخت لپاره منډه کول د وجود د پیاوړتیا لامل کېږي. څېړونکي وایي، په ورځ کې نیم ساعت منډه د یوې اوونۍ له پلي تګ سره برابره ده او کولی شي د انسان وجود کلک او ځواکمن کړي.

څېړنه پر ۶۴ کسانو چې د منډې کولو او پلي تګ پر دوو ډلو وېشل شوي وو، شوې ده. د څېړنې پایلو ښودلې، هغو کسانو چې د ورځې په اوږدو کې یې د نیم ساعت لپاره منډه وهله، د هغو په پرتله چې یوازې پلی تګ یې کاوه، کلک او غښتلي وجودونه لري، د بدن مقاومت یې لوړ او ډېر لږ پر ناروغیو اخته کېږي.

څېړونکي پر دې اند دي چې سهار د ورزش لپاره تر ټولو ښه وخت دی؛ ځکه په دې وخت کې کورتیزول، د سټرېس هورمون په خپله لوړه سطحه کې وي. دغه هورمون د بدن د وازګو او کاربورهایدريتونو سوځولو لامل کېږي او پر انرژۍ یې بدلوي چې د ورزش پر مهال مصرفېږي.

پر دې سربېره هغه ورزش کوونکي چې د سهار له خوا ورزش کوي، منظم خوب هم لري. د شمالي کارولینا پوهنتون څېړونکو په ثبوت رسولې ده چې د سهار له خوا ورزش کول د شپې له خوا د منظم خوب لامل کېږي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب