احکام او مسایل

د سره زر نوي او زاړه بدلولو حکم- مسئله

يو ډول سود چي ځيني ښځي په هغه اخته کيږي، د سرو زرو د رانيولو او خرڅولو په وخت کي وي، چي شیخ محمد بن صالح بن عثیمین د دې ډول سود په هکله داسي فتوا ورکړې ده:

سوال: نن مهال د سرو زرو خرڅوونکي مستعمل سره زر د بېلګې په توګه يو مثقال په درې زره افغانۍ رانيسي او نوي سره زر هر مثقال په څلور زره افغانۍ خرڅوي. د دې مسألې حکم څه دى؟

جواب: زاړه سره زر په نوو سرو زرو بدلول چي بايد يو څه پيسې هم د هغو د رانيولو لپاره پر ورزياتي کړي، جواز نه لري، دا کار حرام او ناروا دى او دا خبره د بلال له کيسې څخه چي په بخاري او مسلم او نورو کتابونو کي روايت سوې ده جوتيږي:

«حضرت بلال پيغمبر ص ته ډېره ښه خرما وروړه، پيغمبر ص ورته وويل: «دا خرما دي له کومه ځايه راوړه؟» بلال ورته وويل: يو څه خرابه خرما مي درلوده، د هغې دوې پيمانې مي د دې ښې خرما پر يوه پيمانه ورکړې چي تاسي يې وخورئ، نو پيغمبر ص وفرمايل:

«أَوَّهْ أَوَّهْ عَيْنُ الرِّبَا عَيْنُ الرِّبَا لَا تَفْعَلْ».

«اوه، اوه دا کار هيڅ مه کوه، ځکه چي دا بې له شکه کټ مټ سود دى».

پیغمبر ج په ګوته کړه چي هغه اضافه (مازاد) څه چي د شيانو د صفاتو د اختلاف په سبب بايد د معاملې په وخت کي سره برابر وي،سود دى. او څوک نه سي کولاى چي دا کار وکړي، خو رسول الله ص د خپل عادت سره سم بلال ته مباح لار وښوول او ورته ويې ويل چي خرابه خرما خرڅه کړي او د هغې په پيسو تازه خرما رانيسي.

نو پر دې بنسټ وايم چي: که کومي ښځي زاړه سره زر درلودل يا نورو خلکو له دغه ډول سرو زرو څخه استفاده نه کول، نو بايد چي هغه په بازار کي خرڅ کړي او د هغو په پيسو دي هغه سره زر چي خوښ کړي يې دي رانيسي.

دا هغه کړنه ده چي پيغمبر ص موږ ته فرمايلې ده.

سوال: چا چي سره زر رانيولي وي او معامله پاى ته رسېدلې وي او پيسې يې ورکړي وي، خو يو څه يې پاته وي، نو آيا روا ده چي ولاړ سي او يو ګړى وروسته پاته پيسې له موټر يا بانک څخه راوړي او د پاته پيسو تر راوړلو پوري زر تسليم نه کړي، آيا دا کار سم دى، يا دا چي د پاته پيسو تر راوړلو وروسته بېرته د معاملې صيغه جاري سي؟

جواب: د پاته پيسو تر راوړلو وروسته د بيي بيا تر سره کول ښه کار دى او دا کار د بيي د صيغې له تکرارېدو پرته بل هيڅ تاوان نه لري، ښه داده چي د زرو د پوره بيي تر راوړلو پوري بيه تر سره نه سي. ځکه چي د پيسو تر بشپړېدو دمخه د بيي د ترسره کېدو لپاره هيڅ دليل وجود نه لري. والله الموفق

سوال: د سرو زرو د رانيولو پر مهال د چيک په ورکولو سره معامله څنګه ده، پيسې خو بايد د زرو د رانيولو په وخت کي ورکړه سي، خو ځيني خلک بېريږي چي نه چي ځان مي په خطر کي ونه لوېږي او يا مي پيسې را څخه غلا نه سي، ځکه نو معاملې په چيک ورکولو سره ترسره کوي؟

جواب: د سرو او سپينو زرو په پېر او پلور کي جواز نه لري چي معامله په چيک وسي، په دې دليل چي چيک د پيسو قبض او اخيستل نه بلل کيږي، بلکي چيک يوازي د حوالې يو سند دى. ځکه که هغه چا چي چيک يې اخيستى دى ونه کولاى سي چي د چيک پيسي ترلاسه کړي يا چيک ورک سي، نو هغه چاته چي چيک يې ځني اخيستى دى ورځي او د پيسو غوښتنه ځني کوي. اما که پيسې اخيستل سوي وي، نو دا خبره نه رامنځ ته کيږي. په دې هکله نوره څرګندونه داده چي که يو څوک سره زر رانيسي او پيسې يې ورکړي او خرڅوونکى هغه واخلي او بيا هغه پيسې ورکي کړي نو بيا رانيوونکي ته مراجعه نه کوي، خو که يې له رانيوونکي څخه چيک اخيستى وي، څو هغه بانک ته وروړي او پيسې ترلاسه کړي،او په دې ترځ کي چيک ورک کړي يا يې دغه پيسې وانه خيستلاى سوې، نو د پيسو د ترلاسه کولو لپاره رانيوونکي ته ورځي او پيسې ځني غواړي، نو له دې څخه څرګنده سوه چي چيک د پيسو اخيستل نه بلل کيږي او که د زرو بيه نه وي اخيستل سوې بيا د چيک په وسيله پېر او پلور سم نه دى. ځکه چي رسول الله ج لارښوونه کړې ده چي د سرو او سپينو زرو رانيول او خرڅول دي لاس په لاس وي. خو که چيک د بانک له لوري تاييد سوى وي يا خرڅوونکى د بانک سره اړېکه ونيسي او ورته ووايي چي بانک دي دغه پيسې ده ته د امانت په توګه وساتي او ډاډه سي چي په بانک کي د رانيوونکي دغه پيسې سته، په دې صورت کي اجازه لري چي چيک ومني والله اعلم.

سوال: کله چي رانيوونکى سره زر رانيسي او يوه اندازه بيه يې پلورونکي ته ورکړي، نو پلورونکى ورته ووايي چي د ټولي بيي د راکولو تر مهاله دي زر زما څخه وي او زر رانيوونکي ته نه ورکوي، نو د دې نه ورکولو حکم څنګه دى؟

جواب: دا کار جايز نه دى، ځکه هر کله چي سره زر خرڅ سول، دا د پېر او پلور له شرايطو څخه دي چي جنس له خرڅوونکي څخه رانيوونکي ته ولېږدول سي، داچي خرڅوونکى جنس رانيوونکي ته نه ورکوي دا کار حرام دى. بلکي خرڅوونکى بايد بشپړي پيسې ترلاسه کړي، بيا رانيوونکى اختيار لري چي زر د پلورونکي سره ايږدي او که يې اخلي، خو که رانيوونکى يوه اندازه پيسې په ګرو خرڅوونکي ته کښېږدي چي هغه زر پر بل چا خرڅ نه کړي او رانيوونکى ولاړ سي او پاته پيسې راوړي او بيا د بيي تړون (عقد) ترسره کړي، دا کار جايز دى. ځکه چي د پيسو تر حاضرولو دمخه هيڅ بيه نه تر سره کيږي.

سوال: څوک چي سره زر رانيسي او د هغو د بيي يوه اندازه ورنه کړي او ورته ووايي چي پاته پيسې هر وخت چي پيدا کړم درته راوړم يې، نو د دې حکم څه دى؟

جواب: دا کار جايز نه دى او که دا کار تر سره کړي، نو دا عمل د مورد معامله شي د ټولي بيي د يوه مبلغ په مقابل کي چي له رانيوونکي څخه يې اخلي صحيح دى، او دپاته بيي په هکله چي له رانيوونکي څخه يې نه ده اخيستې صحیح نه دى،ځکه رسول الله ص د سرو او سپينو زرو د پېر او پلور په هکله فرمايلي دي:

«بِيعُوا كَيْفَ شِئْتُمْ إِذَا كَانَ يَدًا بِيَدٍ».

«که د سرو او سپينو زرو رانيول او خرڅول لاس په لاس وي، هر ډول چي وغواړئ هغسي يې رانيسئ او خرڅ يې کړئ»

نو زما مسلماني خور! پام کوه چي شته دي د سود له بېلو بېلو ډولونو څخه په هيڅ يوه ککړ نه سي. او په ياد دي وي چي ښايي د قيامت په ورځ ستا څخه ستا د شتو د په لاس راوړلو او مصرفولو د لارو په هکله پوښتنه وسي. دا هغه ورځ ده چي په هغې کي شته او اولادونه هيڅ په درد نه خوري، مګر دا په درد خوري چي څوک د لوى څښتن دربار ته په ډاډه زړه حاضر سي، لکه چي په هغه حديث کي چي دمخه ذکر سو راغلي دي:

«… وَمَالِهِ مِنْ أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وَفِيمَ أَنْفَقَهُ».

«… او د هغه د شتو په هکله له هغه څخه پوښتنه کيږي چي له کومه يې په لاس راوړي دي او په کومه لار کي يې لګولي دي».

نو آيا تا دې پوښتني ته کوم جواب چمتو کړى دى؟

ليکنه: إسرأ مسعودی

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: