د سرطان ناروغۍ مخنیوی لپاره کوم خواړه ګټور دي؟

 (Cancer) دویمه ناروغي ده چی د مرګ سبب کيږي.

 تقریبا ۷۵ سلنه سرطان د چاپيريال څخه پيدا کيږی لکه تنباکو، شعاع ګانی، غذاايی رژيم او داسی نور همدارنګه هغی امريکايی ټولنی دا هم ويلی چی ۱/۳ حصه سرطان د غذايی رژيم نه منځ ته راځي او دی سازمان دا هم زياته کړی چی ۴۰ سلنه ددی ناروغی درملنه هم کيدای شي او دا درملنه د سالمو غذاګانو خوړل او د تنباکو نه استعمالول دی.

راځی چی دا ګټوری غذاګانی وپيژنو:

۱.ګل پي، او براکلي(Cauliflower , Broccoli ):
دی خوړو کی يو نوع کيمياوی ماده ده (indole-3-carbinol) په نوم او دا ماده ددی توانايی لری چی د سرطاني غدو په ضد مواد ترشح کوی او تنظيموی .
همدارنګه براکلي سلفرافن (Sulfurafune) لری چی د کلمو او رکتوم سرطان څخه مخنيوی کوی.

۲.ګازری (Carrot)
د بيتا کاروتين (Beta Carotene) په نوم مرکب په ګازرو کی په پراخه ډول پيدا کيږي او دا مرکب کولی شي د خولی،معده ،پستان،مثانه او کلمو سرطان خطر کم کړي ، همدارنګه يوه بله ماده چی په ګازرو کی پيدا کيږي فالکارينول نوميږی او دا ماده سرطانی حجری رشد ته نه پريږدي.

۳. مرخيړی(سمرق) (Mushrooms)
مرخيړی سرطانی سلولونه د منځه وړي.

۴. خواږه کچالو (Sweet Potatoes)
دا کچالو هم بيتا کاروتين لری اود DNA محافظت کوي او مضری کيمياوی مادی د هستی داخل ته نه پريږدی.

۵. انګور (Grapes)
۶. چای (Tea)
۷. سره روميان (Tomatoes)
۸. هوږه (Garlic)
۹. نخود (Nuts)
۱۰.انځر (Fig)

سیدساحل

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب