کورنۍ

د سالمې کورنۍ په جوړښت کې د وخت اهميت

د غير مساوات پدې نړۍ کې د هرې کورنۍ لپاره وخت په مساوي توګه ويشل شوى دى، ټول په ساعت کې شپېته دقيقې، په ورځ کې ٢٤ ساعته او په اونۍ کې اووه ورځې وخت لري، خو له بله پلوه که ځير شو نو داسې کورنۍ مو تر سترګو کېږي چې په همدغه ټاکلي وخت کې خپل اهداف او مقاصد په ښه توګه ترلاسه کوي، له خپل وخت نه ګټه پورته کوي او د دنيا او آخرت په کارونوکې  پوره کوښښ کوي. خو له بله پلوه داسې کورنۍ هم ليدل کېږي چې د ساعت د عقربو تر شا منډې وهي، نه يې په آرام ژوند تېر کړ، نه يې خپلې موخې ترلاسه کړې، نه يې له خپل ژوند نه خوند واخست او نه يې د الله  جل جلاله  عبادت ته وخت ورکړ.

ليکوال: تيسير الزايد

ژباړه او تفصيل: زين الله وحدان

ددې دواړو کورنيو تر منځ توپير څه دى؟

توپير يې دادى چې لومړنۍ کورنۍ د خپل وخت په اهميت پوهېږي او د وخت د لګښت لپاره يې يو منظم پلان جوړ کړى دى، مګر دا بله لدې هم خبره نده چې څو بجي دي، د څه شي ورځ ده او کومه مياشت ده؟…..

رسول الله  صلي الله عل]ه وسلم  د وخت پر اهميت ټينګار کوي او فرمايي چې: ((نعمتان مغبون فيهما کثير من الناس: الصحة، و الفراغ)) (بخاري) ((دوه نعمتونه دي چې ډېر زيات خلک په کې دوکه کېږي: روغتيا او وزګار وخت)).

يعنې چا چې وخت د الله تعالى او د هغه د رسول  صلي الله عل]ه وسلم  په پيروۍ کې تېر کړ نيکبخته او چا چې د الله تعالى او د هغه د رسول  صلي الله عل]ه وسلم  څخه په سرکشۍ کې تېر کړ دوکه شوى دى. دوى ولې دوکه شوي دي ؟ .. ځکه چې له روغتيا څخه وروسته ناروغي راتلونکې ده او له وزګارتيا او فراغت څخه وروسته مصروفېدل حتمي دي.

لويديځوال وايي چې (time is money) وخت مال او پيسې دي. خو حسن رحمه الله فرمايي چې: ((أدرکت أقواماً کان أحدهم أشح على عمره منه على درهمه)) ما داسې خلک ليدلي چې له پيسو نه يې په خپل عمر ډېر بخل کاوه. يعنى د عمر ورسره له پيسو نه اهميت زيات ؤ. دا ځکه چې هغوى پوهېدل که پيسې نن لاړې شي، سبا بيا راځي، خو چې عمر يو ځل لاړ شي نو بيا يې راتګ ممکن ندى. لدې نه څرګندېږي چې عمر له مال او پيسو نه زيات اهميت لري.

عبدالله بن مسعود  رضی الله عنه فرمايي: ((ما ندمت على شيء ندمي على يوم غُربت شمسُه، فنقص من أجلي، ولم يزد فيه عملي)) زه په يو شي هم دومره نه خپه کېږم لکه په هغه ورځ؛ چې تېره شي، زما له عمر نه کمه شي خو ما په کې کوم زياتي عمل نه وي کړى.

د وخت کنټرول او اداره يو ځانګړى مهارت دى، هر څوک يې په اداره او کنټرول نه پوهېږي، د هر مور او پلار دنده ده چې خپل بچي د وخت په کنټرول او سم استعمال پوه کړي. ځنې خلک دي چې د وخت په اداره او کنټرول نه پوهېږي، خپل د لاسه ورکړى او ضايع شوى وخت په څه نورو ناسمو لارو بېرته په لاس راوړل غواړي، لکه: خوب کمول، د ډوډۍ زر زر خوړل، ګاډى تېز چلول، تفريح او ساعت تېرۍ ته وخت نه ورکول، د الله  جل جلاله  په عباداتو کې کوتاهي کول، عبادات په چالاکۍ او تېزۍ ادا کول او داسې نور.. دوى فکر کوي چې لدې لارې به خپل وخت بچت کړي، اول خو لدې لارې دومره وخت نه بچت کېږي او که بچت هم شي، نو دا يې معقوله او ګټوره لاره نده،  ځکه چې په شخصي او کورني ژوندانه ډېرې بدې اغېزې لري.

نو اوس دا پوښتنه راپورته کېږي چې د وخت د کنټرولولو او اداره کولو نه هدف څه شى دى؟ او څنګه کولاى شو خپل وخت په فعاله او منظمه توګه وکاروو؟

د وخت د اداره کولو او کنټرولولو څخه مو هدف هغه وسايل او کړنلارې  په کار اچول دي چې د انسان سره په لږ وخت کې د ډېرو اهدافو او مقاصدو په لاسته راوړلو کې مرسته کوي او د هغه د دندو، خواهشاتو او اهدافو تر منځ توازن برقرار ساتي.  ددې سربېره؛ د ماهرينو په وينا  به يې پايله هم د ډېرو منډو وهلو په پرتله زياته وي.

هغه مور او پلار چې د وخت په کنټرولولو پوهېږي خپل روزمره کارونه او عبادتونه د زړه له اخلاصه تر سره کوي، خپل کورنى او ګډ ژوند په فعاله توګه پر مخ بيايي او د آرام او تفريح لپاره هم پوره وخت ورکوي. او د فعاليت يواځينې لامل يې دادى چې د خپلو دندو او خواهشاتو تر منځ توازن برقرار ساتي

خو دې ته مو هم بايد پام وي چې د وخت کنټرول يواځې د لويانو او مشرانو لپاره اړين ندى، بلکه کوچنيان او ماشومان هم بايد د وخت له نعمت څخه ګټه پورته کړي او  د والدينو لخوا ورته پدې اړه منظمه لارښونه وشي.

د وخت د لګښتونو لنډه څېړنه:

لدې نه مخکې چې د وخت د کنټرول او ادارې پر موضوع څېړنه پيل کړو، ددې پوښتنې ځوابول مهم دي چې ورځني کارونه مو څومره وخت نيسي؟..

له ځواب څخه وروسته د ټولې اونۍ هغه کارونه چې درپه غاړه دي وليکئ، ورسره هغه وخت هم وليکئ چې ددې کارونو د تر سره کولو لپاره کافي کېږي، ښه داده چې د يو لست يا جدول په څېر يې ترتيب کړئ.

١) لومړى جدول مخې ته کېږدئ او بيا هغه کار په کې په نښه کړئ چې وخت ډېر نيسي خو ګټه يې کمه ده.

لکه په ساعتونو ساعتونو تلويزون ته کښېناستل، په تيلفون اوږدې اوږدې خبرې کول، په نامنظمه توګه د ماشومانو سره لوبې کول او هغه وخت هم مه هېروئ چې په بې ځايه تشويشونو او سوچونو يې ضايع کوئ.

٢) هغه کارونو ته د لومړيتوب حق ورکړئ چې کول يې ستاسې لپاره تر ټولو اړين دي، لکه: لمونځ، عبادت، خپلې روغتيا ته پاملرنه، د خطري شيانو سمول او اصلاح کول، د کورنيو لګښتونو پيسې او بيلونه ورکول او د خپلې رسمي دندې ترسره کول.

٣) په درېيمه مرحله کې په هغه شيانو سوچ وکړئ چې ستاسې د کورنۍ آينده او مستقبل ورپورې تړلى وي، لکه د خپلې کورنۍ سره ناسته پاسته، خپلو ماشومانو ته درس ورکول او د خپل پوهنيز يا علمي استعداد د اوچتولو لپار څه کارونه اجرا کول.

٤) په څلورمه شمېره کې هغه کارونه په نښه کړئ چې کولاى شئ د فرصت پر مهال يې ترسره کړئ، لکه د نورو خلکو کارونه چې زمونږ په غاړه يې اچولي وي، په خپله يې کولاى شي، خو د لټۍ له کبله يې نه کوي.

په کور کې د وخت د کنټرولولو وسيلې:

١) د خپل کور د کارونو لپاره يو فهرست يا جدول جوړ کړه او له ځان نه وپوښته چې نن بايد څه وکړم؟.. په جدول کې د هر شي لپاره محدود وخت وټاکه او هغه شيان چې دنيوي يا اخروي ګټه يې کمه ده وخت يې د خپل وس سره سم راکم کړه.

٢) هغه کارونه چې د مخې سره کېږي بل وخت ته يې مه پرېږده، لکه د خپلې کوټې پاکول او صفا کول، د ماشومانو د لوبو شيان يا د کتابونو ټولول، که سمدلاسه يې پرېږدې نو کېداى شي چې وروسته درنه ډېر زيات وخت ونيسي.

٣) کوښښ وکړه چې د کارونو د اجرا کولو په جدول او فهرست باندې هغسې عمل وکړې، څرنګه چې تا ترتيب کړى دى، خو که کله د کوم بهرني او خارجي لامل له کبله درنه وخت زيات ونيول شو نو سر پرې مه خوږوه. ځنې داسې اسباب او لاملونه شته چې د انسان په خپل وس کې نه وي.

٤) د خپلې تفريح لپاره له مخکې نه يو پلان جوړ کړه، او د اونۍ د رخصتۍ لپاره خو بايد همېشه يوه منظمه نقشه يا طرح ولرې.

٥) ددې پر ځاى چې هره ورځ بېلابيل د خوراکي شيانو د راوړلو او پخولو لپاره تصميم ونيسئ، د ټولې اونۍ د ورځنيو خوړو او هغو اړتياو يو لست جوړ کړه چې په کور کې ورته اړتيا لېدل کېږي، دا کار د هرې ورځې د تصميم نيولو وخت سپموي.

٦) ددې پر ځاى چې هره ورځ خپل وخت د کور د غړو په راپاڅولو ضايع کړې، اسانه داده چې د کور د هر غړي لپاره يو ځانګړى زنګ وهونکى ساعت واخلې، ورسره بايد خپله هم متوجه اوسې تر څو لمونځونه په خپل وخت ادا کړي او که څوک په زنګ هم نه راپاڅېږي نو بايد چې ورته د ناوخته راپاڅېدلو سزا ورکړې.

٧) که په کور کې درته کوم ځانګړى کار سپارل شوى وي، د هغه د اجرا کولو لپاره يو وخت وټاکه او خپل کار په ټاکلي وخت ترسره کړه، تر څو د کور نور غړي دې هم له فعاليت او منظم کار څخه درس واخلي.

٨) د ټولې اونۍ د کارونو لست وليکه، بيا هغه مهم کارونه چې ته يې بايد د اونۍ دننه پاى ته ورسوې د اونۍ په ورځو ووېشه. خو بايد خپل شخصي وخت له ياده ونباسې.

٩) هغه وخت ته ډېره پاملرنه کوه چې د کورنۍ د غړو سره دې پرې ژمنه کړې وي، لکه کوم ځاى ته چکر وهل، د چا ملاقات ته تلل او داسې نور…

١٠) که داسې دوه کارونه وي چې يو ځاى کول يې ممکن وي، نو په کولو کې يې سستي مکوه، مثلاً په موبايل د خبرو کولو پر مهال کولاى شئ د مېز شيان برابر کړئ، يا کولاى شئ د کورد کارونو د کولو پر مهال کومې کيسټې ته غوږ کېږدئ.

١١) د کورنۍ رخصتيانو ته پوره پاملرنه کوه. په خپل يو ټاکلي وخت ويده کېږه او په ټاکلي وخت راپاڅېږه، خو هغومره خوب چې انسان ورته اړتيا لري، بايد پوره کړې.

١٢) کله ناکله په کور کې د مور او ماشومانو تر منځ د جامو پر موضوع يا د ډوډۍ  پر موضوع ستونزه رامنځته کېږي، کېداى شي په هغه ورځ چې ماشوم جامو ته اړتيا لري جامې نه وي وينځل شوي، يا په هغه وخت چې ماشوم ته د ډوډۍ ورکول په کار وي نه وي تياره شوې. يا د کور څه نور کارونه وي چې کول يې په کار وي نه وي اجرا شوي، ددوى د منظمولو لپاره کولاى شئ يو ساده تقسيم اوقات جوړ کړئ او د هر يو کار د کولو لپاره مناسب وختونه وټاکئ.

ماشوم او د وخت کنټرول:

ماشومانو ته د وخت اهميت ورپېژندل ډېره ګټه لري، له کله نه چې ماشوم د ساعت په لوستلو پوه شي، د خپل وخت مسئول ګرځي او مور او پلار ته  په کار دي چې د وخت په کنټرول او سم استعمال يې پوه کړي.

١) د ماشوم په کوټه کې بايد يوه کليزه (جنتري) ولګول شي، او ورته لارښونه وشي چې کومه ورځ تېرېږي بايد خانه يې توره کړي. او يا هغه ورځ چې د کوم ضروري کار لپاره يې انتظار لري لکه د امتحان ورځ د ځان لپاره په نښه کړي.

٢) کله چې غواړئ  له ماشوم سره يوځاى له کوره ووځئ او يا هغه تر ښوونځي ورسوئ، نو د تللو له وخت څخه مخکې ورته د ځان تيارولو لپاره ټاکلى موده وټاکئ. مثلاً په اووه نيمو بجو ورته وواياست چې بايد ځان تر اتو بجو پورې تيار کړې، لدې وروسته چې کله لس دقيقې تيرې شوې، پاتې وخت ورپه ياد کړئ او ورته ووايئ چې ټولې دې شل دقيقې وخت پاتې دى، لس دقيقې وروسته ورته بيا د پاتې وخت يادونه وکړئ.

٣) ماشوم ته د وخت د کنټرول ښودل د هغه ژوند ته يو ځانګړى نظم او ترتيب ورکوي، کله چې هغه د وخت په مانا او مقصد پوه شي، نو بيا ورسره دا احساس هم پيدا کېږي چې وخت خو ډېر زر تېرېدونکى دى. زه بايد څومره کارونه په خپل محدود او تنګ وخت کې سر ته ورسوم؟

٤) د ماشوم لپاره بايد يو درسي تقسيم اوقات (مهال ويش) وځړول شي، هغه که د ازموينې مهال وېش  وي او که د کورنيو وظيفو!! تر څو يې وخت يو منظم شکل غوره کړي.

٥) څومره چې د ماشوم عمر زياتېږي، هغومره يې د وخت په اړه مسئوليتونه هم زياتېږي، د وخت په تېرېدو يې د عباداتو کچه لوړېږي او د ښوونځي د کورنيو وظيفه يې پراخه کېږي. ځکه نو لازمه ده چې ورته د وخت اهميت او په وخت کې مهمو شيانو ته د لومړيتوب  حق ورکول وروپېژندل شي.

ليکوال: تيسير الزايد

ژباړه او تفصيل: زين الله وحدان

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: