د سارک (SAARC) سازمان لنډه تاریخچه

جنوبي اسيا له جغرافيوي ،تجارتي ، او سياسي پلوه دځانګړي اهميت څخه بر خمنه سيمه ده ددغې سيمې زياتره هيوادونه په يو شان ستونزو او کړاونو کې را ګير دي چې له هغونه يې د غربت . بي سوادي . د نفوسو زياتوالى . په کرنې او صنعتي بر خو کې وروسته پاتې والى او نورې يادولاى شو . نو لدې کبله دجنوبي اسيا د هيوادونو مشران پدې لټه کي شوچې يو داسې سازمان جوړ کړي چې په هغې کې به د سيمې د هيوادونو مشران سره کيني او خپلې ستونزې به په شريکه حل کړي.
په لمړي ځل د بنګله ديش ولس مشر ضيا الرحمن ((دجنوبي اسيا دسيميزو همکاريو سازمان )) وړانديز وکړ خو دغه سازمان هله په رسمي توګه رامنځته شو چي په کال ١٩٨٥ ددسمبر په اتمه نيټه يې منشور د ٧ غړو هيوادونوهر يو سري لانکا ،مالديف، بنګله ديش ، هندوستان ، بوتان، نيپال ، او پاکستان دولس مشرانو لخوا تصويب شو . دغه سازمان په خپله ديار لسمه غونډه کې چې په ډاکه کې تر سره شوه دافغانستان غړيتوب و مانه.د٢٠٠٧م کال د اپريل په ٣دريمه نيټه د نوموړي سازمان څوارلسمه غونډه چې په نوي ډيلي کې دافغانستان دولس مشر حامد کرزي په ګډون جوړه شوه افغانستان هم ددغه سازمان دايمي غړيتوب تر لاسه کړ چه په راتلونکي کې به دويټو حق ولري .
دسارک سازمان په منځ ته راتګ سره يو بل سياسي لامل هم موجودوو هغه داچې پر سيمه باندې د هند داغيزو دزياتيدو له امله د چين په لمسون د جنوبي اسيا هيوادونو د يو داسې سازمان وړانديز وکړ چې ټول غړي هيوادونه به د ويټو حق ولري په پيل کي هند دسارک د جوړيدو په هکله زړه او نازړه وو. خو کله چي دهند نورو شپږو ګاونډيانو دسارک جوړيدل ومنل نو هند هم خپله خو ښي وښودله . تر اوسه پورې هند په سارک کي د زيات نفوس ،قوي اقتصاد،نظامي قوت او پراخه قلمرو په درلودلو سره مخکښ رول لوبوي .
سارک د نفوسو له پلوه په نړۍ کې تر ټولو لوى سيمه يز سازمان ده چې تقريباَ٥.١ ميلياردو څخه زيات خلک پکې ژوند کوي خو متاسفانه دې سازمان دخپلو اهدافوپه حاصلولو کې دپام وړ پر مختګ ندى کړى او په اوس وخت کې عملي اقداماتو ته اړتيا ده خوددې لپاره چې دغه سازمان لا ډيرې لاس ته راوړنې ولري نو بايد دهند او پاکستان تر منځ اړيکو کې ښه والى راشي.
دسارک غړي هيوادونه په لاندينيو ساحو کې له يو بل سره همکاري کوي : دزراعت اولرې پرتو سيمو پراخوالي په برخه کې .
-1 دروغتيا.ګڼ نفوس او غربت په برخه کې.
-2 دښځو وضيعت، ځوانان او ماشوما ن.
-3 دچاپيريال او ځنګلونو د ساتنې په برخه کې.
-4 دساينس او تکنالوژۍ په برخه کې.
-5 د بشري صنايعو دودې په برخه کې.
-6 د ترانسپورت په برخه کې .
-7 دمصيبتونو په وخت کې يو له بل سره همکاري .
-8 د ترهګرۍ له منځه وړل .
-9 دمخدره موادو دکنترول په برخه کې .-10
ډاکټر عبدالشکور نصرت

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب