روغتیايي ګټېنباتات

د زنجبیل تاریخ  او د هغه په اړوند روایات

د زنجبیر تاریخ  او د هغه په اړوند روایات

د زنجفیل نوم د هغه د لاتیني نوم زنجبیر او دا نوم د هغه د لرغوني هندي نوم “shringavera” څخه مشتق شوی دی. په لرغونو ودیکو متونو کې هغه د یو درملیز نبات په شان  ښودل  شوی دی.
نوموړی نبات له مختلفو لارو  په  منځنیو پېریو کې  اروپا ته  را رسېدلی دی. په دقیق ډول  د زنجبیر تر ټولو ډېره اندازه واردات د اروپا  د بحري لارو  هېوادونو لکه هالند ، هسپانیه ، انګلستان دتجارانو لخوا تر سره شوي . سره لدی چې په ډېره اندازه واردېدل  خو د یو پوند  قېمت يي په 16 پېړۍ کې د یوه پسه په اندازه وه .

د زنجبیر په اړوند ESCOP

د اروپا يي اتحاديې  د European Scientific Cooperative on Phytotherapy (ESCOP  کمیسون د زړه بدوالي ،سفري زړه بدوالي ، د معدې او کولمو د ستونزې  درملنه  د زنجبیر په وسیلهممکنه ګڼلې ده . د زنجبیر فعالیت د زړه بدوالي په وړاندې په حېواناتو کې ازماېښت  او تثبیت  شوی او وجه يي د    Shoagol   او   Gingerol مواد ښودل شوي دی .
نوموړي مواد د خولې د لعابي او د معدي شیریز  تولید کچه لوړوي چې په پاېله د هاضمې پروسه بهترېږي .
زنجبیر  د التهاب او زخمونو په رغېدو کې مرسته کوي او ناروغۍ  پارونکې  باکتریا ګانې  وژني .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: