جغرافیهجیولوژي

د زلزلو حقیقت او د پيښدو وجوهات یې

له بده مرغه چې دتیرو درې لسیزو فزیکي او سایکالوژیکي ستونزو دزغملو سربیره زمونږ وطنوال  دا ځل بیا دویر په ټغر کښیناستل اود خپلو نا اهلو او عاقبت نه سنجونکیو مسلطو مشرانو دبي غورۍ اوبي التفاتۍ په غشو یې ځیګرونه سوري سوري شول ،  د لال ،زمرد او لاجوردو د تاریخي بدخشان ولايت د( ارګو) ولسوالۍ په (اب خشک اواب باریک )کلیو کې د غره اوځمکې د ښويېدو له کبله د( ۳۰۰)کورنيو تر( ۳۰۰۰ )زيات غړي مړه شوي  او تر څلور زره زيات خلک بېځايه شوي، ددې پېښې څخه يوه شپه وړاندې د سمنګان ولايت په روی و دوآب او خرم و سارباغ ولسواليو کې د سېل راتلو له کبله لږ تر لږه ۴تنه مړه شوي او په سلګونو نور د کورنو پرېښودو ته اړ شوي وو او له دې وړاندې په ځينو نورو شمالي ولاياتو کې هم ورته پېښې ترسره شوې وې، خو دبدخشان فاجعه هغه غمیزه ده، چې له امله یې مونږ ته ډیر روحیاتي صدمه ورسیده او له خوښیو یې څه لیرې کړو،یوې خواته دې وروستیو کې دبدخشان دمسلمانو مجاهدینو اومبارزینو فتوحات چې له اسلام او جهاد سره یې ددې ولایت دخلکو هوډ تازه کړ او بل لورې ته دکلیو دنړیدو دا تراژیدي چې غومې یې له ویره ځیګ کړل ،دتقابل تضاد هغه دواړه پلې دي ،چې سړی لومړی دخوشحالۍ او بیا دویر غولې ته بوځي ،او په مجموع کې له اسلامي امارت سره دبدخشانیانو دبي کچې مېنې او مذهبي ریښي پیوندونه خو بالکل هیښونکې پدیده ده .

خو دکابل دچارواکیو او هغو په اصطلاح دمخکښو کاندیدانو په مخونو به څه پاتې وي ،چې دبدخشان او بدخشاني ولس پر سر بریت تاووي او دشنو غربي ډالرو په منځ کې دډول ډول پلمو په جوړلو لاهم ځان ددې زلزله ځپلیو دمرستو نه معذور بولي ،هلته بدخشانیان په خاورو کې رغړي ، دلته کابل کې واکمن په شراب وکباب خمونه سره کوي اود پاریس له ترکو سره دتخیل مزي ځغلوي …………..

د بدخشان ولايت جغرافیه

بدخشان د افغانستانپه شمال ختيځ كې پروت دى ، چې له ګاونډيو هېوادونو سره پوله هم لري، شمال ته يې تاجکستان، په ختيځ كې يې يوه څنډه د چينله جمهوريت، ختيځ او سويل ته له کشميرسره پوله لري. په سوېل او جنوب كې د لغمان، كاپيسااو تخارولايتونو سره نښتى دى.

د اوبو او هوا له مخې بدخشان سوړ او به ټول هیوادکی ډیر شهرت لری . لوړې څوكې لري ،چې له واورو ډكې وي. هغه ژوى چې (ماركوپولو) وموند او بيا يې وروسته دا ژوى هم ( ماركوپولو) ونوماوه، همدلته موندل شوى دى. د بدخشان مركز فيض اباد دى. كشم، جرم،شهدا،بهارک، یفتل،خاش،زیباک،درواز، واخان، اشكاشم، راغ او شهر بزرګ يې د لویو ولسوالیو بلل شوی دي ، د بدخشان ولایت زیات خلک با سواده او فرهنګي دي . ځينې خلك اوس د بدخشان د اداري واحدونو شمېر زيات ښيي، بدخشان د پستې ځنګلونه لري، تر څنګ يې د څېړۍ، نمنځو، او سرو ځنګلونه هم لري. د بدخشان لال،زمرد، اوسپنه، سلفر او لاجورد په نړۍ كې ډېر شهرت لري.

د بدخشان مساحت 57403 كيلو متره مربع دى، چې زياته برخه يې غرنۍ سيمې جوړوي، په (1359ل )كال كې د سرشمېرنې له مخې د خلكو شمېر( 876500 )ښودل شوى، چې بيا په( 1379 )كې يې شمېر (1134500)ته لوړ شوى دى ،د نړیوال بانک در احصائي له مخې، اوس په بدخشان کې (1665125) کسان ژوند کوي .

دبدخشان تاریخي اهمیت

د سيمې او افغانستان په لرغونې تاريخ کې د ( ورېښمو لويې لارې ) چې د لرې ختيځ (چين ..)او اروپا تر منڅ د افغانستان د ځينو سيمو په زړه کې ماتې شوې وې ، ډېرې مشهورې وې.يو له دغو سيمو څخه بدخشان هم وو ،چې د ،،ګرېکوبوديک ،،ښونځي اغېزې يې له افغانستان نه بهر د منځنۍ آسيا هېوادونو، ختن، کاشغر(کاسفر)، سنګيانګ او چين پورې رسولې وې . دغو سيمو ته د رسېدو لاره د بدخشان له زړه نه تېره شوې وه. چينايي څېړونکو ددغو سيمو په تېره د بدخشان د لرغونتوب په اړه په بېلا بېلو مهالونو کې څېړنې برسېره کړي دي ، له زېږد نه دوه پېړۍ (2ق م) د مخه چيني لرغونپوهانو د افغانستان مشهور ولايت بدخشان ( Is-Nag-Ling ) په بڼه کښلی دی او د زېږدي په پنځمه او شپږمه پېړۍ کې له تخار سره يو ځای يې د بدخشان د نامه يادونه هم کړي ده…ځينې څېړونکي بيا آريانا ويجه د بدخشان پخوانی نوم بولي. د چين مشهور تاريخپوه او جغرافيه کښونکی (هېوان ځنګ) چې د اريانا (افغانستان) ډېرې برخې يې ليدلي دي او بيا يې خپلې ليدنې او کتنې کره کړي دي، نو په دغه لړ کې بدخشان يې د( Po-To-Chang-No )په بڼه ليکلی دی ،

په ( ۱۸۹۶ )کال کې ددوو لویو امپراتوریو (روسیه او بریتانیا) بدخشان په دوه برخو وویشه ، یوه برخه یې د روسیې د بدخشان په نوم ،چې وروسته پخپله دا سیمه د شوروي بدخشان مرکزیت شهر خاروغ له روسیې سره ملحق شو او دوهمه برخه بدخشان، چې فیض‌آبادیې مرکز و د افغانستان له امارت سره وتړل شو ، روسیه او انگلیس دآمو سیند (جیحون) یو طبعي پوله وپیژندله او دسرحد نښې یې پرې نصب کړي .

ځمکه ښوییدل او ترې سلګونه خلک لاندې کیدل یوه دردناکه غمیزه وي ،کله ددې لامل بارانونه کله زلزلې او کله نوروي ،خودلته به مونږدزلزلې په لاملونو څه رڼا واچوو!

دزلزلې په باب دساینس پوهانو نظر


لزله ولي او څنګه رامنځته کیږي؟

پدې هکله انجنیر ملکزی اومحمد ابوبکر ستوری خپلو مقالو وایې چې :د زلزله یوه طبیعي پیښه ده چې دځمکي قشردحرکاتوپه پایله کې رامنځ ته کیږي اوبالاخره دځمکي سرته رسیږي. زلزله هغه طبعيی افت دی چې د ځمکی د لړزش په واسطه منځ ته راځي.پخوا به د ايټالی او يونان پوهانو فکر کاوه چې د ځمکی په مخ وچې په اوبو کې لکه د بېړۍ غوندی لمبيږي، څنګه چې بېړۍ په اوبو کې دېخوا هغه خوا ځنګيږی،همدا رنګه ځمکه هم چې ددی په وجه زلزله منځ ته راځي. بعضو به دا فکر کاوه، چې زلزله د سوړو او غارونو څخه منځ ته راځي. جاپانيانو فکر کاوه، چې زلزله هغه وخت منځ ته راځي، کله چې ښامار (کوم چې دوی پری عقيده لري) په قهر شي نو د خولی څخه يی اور اوځي او ځمکه په لړزش راولي. د 20 قرن په شروع کې کله چې د الفريد واګنېر له خوا نه تيکتونيکی تختو نظريه وپېژندل شوه، د زلزلی د منځ ته راتلو علت باند سړی پوه شو.

هغه نقطه چې زلزله لومړی ورڅخه پیلیږي د ایپي سینټر او دویم مرکزیې چې دځمکي سرته رسیږي دهایپوسنټر په نامه یادیږي، هر څومره چې د زلزلې مرکز د ځمکي سطحې ته نږدې وي، په هماغه اندازه یې شدت هم زیات ويداچې زلزله ولي اوڅنګه رامنځ ته کیږي په دې اړه پوهان بیلابیل نظریات لري چې له دې ډلي دری مهم یې دپام وړ دي؛
1. 
تکتونیکي زلزله
2. 
ولکانیکي زلزله
3. 
دځمکي لاندي ګودالونه

1. تکتونيکي زلزلهلکه څنګه چې پوهیږو ځمکه له دری برخو څخه جوړه ده چې پاسنۍ برخه یې دقشر دویمه برخه یې دمنټل اومنځنۍ برخه یې دهستې په نامه یادیږي. دځمکي له مخ نه چې هرڅومره دهستې خواته نژدې کیږو دتودوخي درجه لوړیږی (په هر سل متره کې دری سانټي ګریډ درجې ) ځکه خو دمنټل پاسنۍ برخه کې مواد په پلازما ډول شتون لري چې دې ډول موادو ته مګما هم ویل کیږي، مګما تل یو ډول حرکت چې کانویکشن ( لکه چې اوبه په دیګ کې ایشیږي) نومیږي ترسره کوي چې ددغه حرکت په پایله کې دځمکې قشر پلیټونه (دځمکي دقشرلویې او وړې کتلې دي، دځمکي قشر نژدې له ۹لویواو۱۲کوچنیوپلیټونوڅخه جوړدی ) یودبل څخه لیري (Divergent) اویا یوبل سره نژدې(Convergent (کیږې. په کومه سیمه کې چې نوموړي پلیټونه یوبل سره نژدې اویا لیري کیږي نو په هماغه سیمه کې دځمکي حرکات دزلزلې دڅپوپه بڼه خپریږي.

2. ولکانيکي زلزلهپه نړۍ کې داورغورځوني له اړخه ډیري فعاله سیمي شته چې ځیني وختونه داورغورځوني فعالیتونه پکې رامنځ ته کیږي ، څنګه چې مګما یا ویلي شوي ډیري د ځمکي سطحې ته په ډیر فشار سره راوړل کیږي چې ددې فشار په پایله کې زلزله رامنځ ته کیږي.

3. دځمکي لاندي ګودالونهځنیي وختونه داسي هم پیښیږي چې دځمکي لاندي طبقې له کاربوناتي موادو لکه کلسیم کاربونیت څخه جوړي شوي وي چې نوموړي ډبري په اوبوکې د حل کیدو ډیره لیوالتیا لري چې وروسته له یوڅه وخت څخه په اوبوکې حل کیږي اوداوبوپه واسطه یوبل ځای ته لیږدول کیږي چې لومړنی ځای یې دیوه ګودال په شکل خالي پاتي کیږي اودپورتنیوطبقو دفشارله امله بیا سقوط کوي چې په پایله کې یې زلزله رامنځ ته کیږي.
دا چې په افغانستان کې د زلزلې د پیښیدو لامل څه دی په دې اړه ډیري څیړني شوي، د څیړنو په ترڅ کې څرګنده شوي چې په افغانستان کې زلزله تکتونیکي بڼه لري، په دې مانا چې افغانستان په یوه داسي جیولوجیکي سیمه کې پروت دی چې د دریو لویو پلیټونو د شمال له لوري د اوراسیا پلیټ د لویدیځ لوري د عرب پلیټ او د جنوب او ختیځ له لوري د هند پلیټ تر فشار لاندي دی او د دې دری پلیټونو د اتصال نقطه د افغانستان په شمال ختیځه برخه د هندوکش په غرونو کې پرته ده او وخت ناوخته دا پلیټونه یوبل سره نژدې کیږې او د زلزلو لامل ګرځي.

تر اوسه پوهان په دې نه دې بریالي شوي چې د زلزلې د پیښیدو وړاندوینه وکړي ځکه خو د زیاتو تلفاتو لامل ګرځي ولي نوي څیړني ښیې چې د زلزلې له پیښیدو نه مخکي د ځمکي لاندي ډبري ماتیږي او د اوزون په نامه یو ګاز خپروي چې د اوزون پیژندونکي آلې په واسطه پیژندل کیدای شي، په شکمنو سیمو کې د دې ډول آلو د نصب په واسطه چې له یوه مرکزي سیسټم سره تړل شوي وي د دې شونتیا شته چې د زلزلې وړاندوینه وشي.

دا د خدای ج د خلقت او طبیعیت ته د ورسپارل شوي قانون پر بنیاد را منځته کیدونکي پیښې دي. شاید پدې پیښو کې خدای ج خپل هیبت انسانانو ته څرګندوي او یا دا چې دا طبیعي پیښې بې لدې چې د خدای ج د رحمت او یا هیبت پیغام ولري د خپل قانون سره سم رامنځه کیږي .

ځمکپوهان پدې باور دي چې: د ځمکې مرکزي برخه (زړه) د اور په څیر ګرم او ټول شته مواد (فلزات او نور) په خوړین او مذاب ډول پکې پراته دي، دوی دا وضعیت د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې تر دې رسوي چې وايي، یو وخت د ځمکې کره ټوله سور اور وه. د ځمکې په سړیدو سره د ځمکې بهرنی پوټکی کلک شو او ورپسې ېې لاندینۍ برخې هم ورو ورو سړیدې او کلکیدې تر دې چې ننۍ ځمکه ترې جوړه شوهدا یو منل شوې نظریه هم ده.

د ځمکې د سړیدو په بیلابیلو پړاوونو کې د ځمکې مخ چملک کیدو، دغه چملکوالی ددې سبب شو، چې د ځمکې د مخ پوټکی درزونه وکړي، چې پدې توګه د ځمکې د پوټکي هرې برخې ته د زلزلې انجینران یا هم ځمکپوهان پلیټ یا ټکټونیک پلیټ واييدغه پلیټونه تر ننه پورې خوځیږي، یو د بل څخه لیري کیږي او یا یو بل ته ور نږدې کیږي او یا هم یو د بل سره سولیږي، چې ددغه حرکتونو څخه د نړۍ په بیلابیلو برخو کې مختلف ډول زلزلې رامنځته کیږي، لکه اندونیزیا، چاپان، ترکیه، امریکا او نور.په ځینو ځایونو کې خو د ځمکې پر سر د غرونو راختل یا راشنه کیدل هم زلزله پیښوي چې زموږ د هیواد د سلیمان د غره زلزلې ېې ښه بیلګه ده. د سلیمان غر د نویو غرونو څخه یو دی.

په اسلامي شریعت کې دزلزلې دپیښیدو وجوهات .

وأخرج الترمذي عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “إذا اتخذ الفيء دولا والأمانة مغنما والزكاة مغرما وتعلم العلم لغير الدين وأطاع الرجل امرأته وعق أمه وأدنىص -389-  صديقه وأقصى أباه وظهرت الأصوات في المساجد وساد القبيلة فاسدهم وكان زعيم القوم أرذلهم وأكرم الرجل مخافة شره وظهرت القينات والمعازف وشربت الخمور ولعن آخر هذه الأمة أولها. فليرتقبوا عند ذلك ريحا حمراء وزلزلة وخسفا ومسخا وقذفا وآيات تتابع كنظام لآلئ قطع سلكه فتتابع”(الفتاوی الکبری الفقهیة علی مذهب الامام/ج۲/ص۲۹۷)

ترجمه :جامع ترمذي له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت نقل کوي، چې هغه وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :کله چې مال فئ خپل دولت وشمیرل شي ،امانت غنیمت وګڼل شي ،زکات ورکول تاون وبلل شي ،دعلم زده کړه ددین نه په غیر کیږي (ددنیوي مال او عهدې لپاره وي)،سړی دخپلې ښځې اطاعت کوي ،مور یې پریښې وي ،ملګری ځانته را نږدي کوي او پلار لیري کوي ،په جوماتونوکې اوازونه پورته شي ،دقبیلې   مشر کوم فاسد سړی غوره شي ،دقوم ملک ، مشر او زعیم تر ټولو رذیل شخص شي،دیو چا قدر او عزت دهغه له ویرې څخه کیږي ، ډمې او دموسقیت او لهو لعب الات کونکي څرګند شي ،شراب وڅښل شي ،ددې امت وروستنو په اولنیو باندې لعنت ووایه ،نودوئ دې دسره باد ، زلزلې ،خسف ،مسخ ،قذف   او نور آیاتونو یا دقیامت دنورونښو انتطار وکړي، چې داسې به پرله پسې راځي لکه په یوه تار کې پییل شوي مرغلرې چې تار یې وشلیږې او پرله پسې یوپه بل پسې راتوییږې .  

وأخرج الترمذي أيضا عن ابن عباس رضي الله عنهما قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “إذا فشا في هذه الأمة خمسة يحل بها خمس إذا أكل الربا كانت الزلزلة والخسف” وصح أنه صلى الله عليه وسلم قال: “جعل الله عذاب أمتي في الدنيا القتل والزلازل والفتن”. وأخرج ابن أبي الدنيا حديث: “سيكون في أمتي خسف ورجف وقردة وخنازير” وأخرج ابن السكن حديث: “يكون في أمتي رجفة يهلك فيها زهاء عشرة آلاف أو أكثر من ذلك, يجعلها الله عظة للمتقين ورحمة للمؤمنين وعذابا على الكافرين”

(الفتاوی الکبری الفقهیة علی مذهب الامام/ج۲/ص۲۹۷)

ترجمه : ترمذي شریف دحضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت کوي، چې هغه وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :کله چې پدې امت کې پنځه کارونه څرګند او علني شول ،پنځه عذابه به پرې نازلیږي ،کله چې سود خوري پیل شوه ،زلزلې اوخسف به پیل شي ،اوپه صحیح روایت کې راغلې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې چې زما دامت عذاب الله جل جلاله په دنیا کې وژنې ،زلزلې او فتنې ګرځولې ،دابن ابي الدنیاپه یوه حدیث کې راغلې چې نږدې ده، چې زما امت کې ،به خسف ،زلزلې ،بیوزګانې کیدل اوخنزیران کیدل وي ،دابن سکن په یوه حدیث کې راغلې، چې زما په امت کې به زلزله وي ،چې لس زره زها ءبه پرې هلاک شي او یا به تردې هم زیات وي ،الله جل جلاله به یې دپرهیزګارانولپاره وعظ ،مومنانوته رحمت اوکافرانوته عذاب وګرځوي

همداسې دحضرت عایشې رضی الله تعالی عنها نه روایت راغلی چې فرمایې :

وذكر ابن أبي الدنيا عن أنس ابن مالك أنه دخل على عائشة، هو ورجل آخر، فقال لها الرجل: يا أم المؤمنين حدثينا عن الزلزلة; فقالت: إذا استباحوا الزنى وشربوا الخمر، وضربوا بالمعازف، غار الله عز وجل في سمائه، فقال للأرض: تزلزلي بهم، فإن تابوا ونزعوا، وإلا هدمتها عليهم; قال: يا أم المؤمنين: أعذابا لهم؟ قالت: بل رحمة للمؤمنين، ونكالا وسخطا على الكافرين . (الدرالسنیة فی کتب النجدیة /ج۲۱/ص۵۹)المکتبة الشاملة .

ژباړه :ابن ابي الدنیا دحضرت عایشې رضی الله تعالی عنها څخه دحضرت انس بن مالک رضی الله تعالی روایت نقل کړی چې :دا فرمایې چې زه او یو بل کس ام المؤمنین حضرت عایشه رض ته ورغلو، نو دې بل سړي له حضرت عایشې رضی الله تعالی عنها څخه وپوښتل ،چې یا دمومنانو مور! دزلزلې په باب راته حدیث بیان کړه !هغې ورته وفرمایل چې کله خلک زنا مباح وګڼي ،شراب وڅښي اودموسیقۍ الات وغږوي ،نو الله جل جلاتله ته اسمان کې غصه اوغیرت ورشي ،نو ځمکې ته ووایې چې پدې خلکو وخوځیږه او زلزله پرې وکړه ،که دا خلک توبه وباسي ، او دا ګناه پریږدي، له هلاکت نه بچ شي ،که نه نو راویې نړوي پرې، او پکې له منځه لاړ شي ،دې سړي ترې بیا وپوښتل، چې یا ام المؤمنین ! آیا دا زلزله عذاب دی دوئ ته ؟هغې ورته وویل چې نه، بلکې مومنانوته رحمت اوپه کافرانو عذاب او عقوبت دی .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

وفي مناقب عمر، عند ابن أبي الدنيا: أن الأرض تزلزلت على عهد عمر، فضرب بيده عليها، فقال: ما لك؟ أما إنها لو كانت القيامة، حدثت أخبارها، سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : إذا كان يوم القيامة، فليس فيها ذراع، ولا شبر، إلا وهو ينطق وقال كعب: إنما تزلزلت

ص -557-  الأرض إذا عمل فيها بالمعاصي، فترعد فزعا من الرب جل جلاله أن يطلع عليها.

(الدرالسنیة فی کتب النجدیة /ج۲۱/ص۵۹)المکتبة الشاملة

ژباړه :دحضرت عمر رضی الله عنه په مناقبو کې هغه چې ابن ابي الدنیا رانقل کړي، داسې راځي چې دده په دور خلافت کې زلزله وشوه ،نوده پرې لاس کښیښود او ورته یې وویل چې څنګه لړزیږې؟که چیرته دا قیامت وي نواخبار دې بیان کړه !ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلې دي ،چې فرمایل به یې چې کله قیامت شي نونه به پدې کې یو ګز وي او نه یوه لویشت ،مګر خبرې به کوي .او کعب فرمایي چې کله ځمکه باندې ګناهونه وشي نو درب العالمین له ویرې ځکه ولړزیږې چې هغه ج به پرې خبر شي !

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دزلزلې حقیقت

أما حقيقة الزلزلة فهو ما أخرجه أبو الشيخ في العظمة وابن أبي الدنيا في كتاب العقوبات عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: خلق الله جبلا يقال له ق محيط بالعالم وعروقه إلى الصخرة التي عليها الأرض فإذا أراد الله أن يزلزل قرية أمر ذلك الجبل فحرك العرق الذي يلي تلك القرية فيزلزلها ويحركها فمن ثم تحرك القرية دون القرية وأخرج الخطيب وابن عساكر عنه قال: جبل ق محيط بالدنيا وقد أنبت الله منه الجبال وشبك بعضها ببعض بعروقه كالشجرة كالأوتاد فإذا أراد الله أن يزلزل أرضا أوحى إلى ق فحرك العرق وأخرج عبد بن حميد عن عكرمة أن ذا القرنين لما بلغ الجبل الذي يقال له ق ناداه ملك فقال ذو القرنين ما هذا الجبل قال هذا جبل يقال له ق وهو أم الجبال والجبال كلها من عروقه فإذا أراد الله أن يزلزل قرية حرك منه عرقا .

(الفتاوی الکبری الفقهیة علی مذهب الامام/ج۲/ص۲۹۷)

ترجمه :ابوالشیخ په العظمت کتاب او ابن ابي الدنیا په العقوبات کې دحضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت نقل کوي، چې هغه فرمایي : الله جل جلاله د(ق)په نوم نړۍ کې یو غر پیدا کړی ،هغه چې په ټوله نړۍ محیط او ریښې یې له هغې تیږې سره لګیدلې، چې ځمکه پرې نصب ده،کله چې الله په یوه کلې دزلزلې اراده وکړي ،نو دې غره ته حکم وکړي ،نو دا غر هغه رګونه یا ریښې وخوځوي، چې دې ته نږدي دي ،نو زلزله پرې راشي او متحرک شي ،او خطیب او ابن عساکردده څخه نقل کړي ،چې ده فرمایلې چې :د (ق) غر ددنیا څخه راتاو دی ،او الله جل جلاله ددې ق غره نور غرونه راپیدا کړي او ځینې یې په ځینو نورو کې داسې ورننه ایستې لکه ونه او میخونه ،نو کله چې الله جل جلاله په ځمکه کې دزلزلې اراده وکړي، نو دې غره ته وحی یا امر وکړي ،نو دا غر خپل رګونه او ریښې په غورځنګ راولي ،همداسې عبد بن حمید دعکرمه څخه روایت کوي ،چې کله ذوالقرنین هغه غره ته ورسید چې هغې ته (ق) وایې ،نو ملایک ورته غږ وکړ، نو ذوالقرنین ترې وپوښتل چې دا کوم غر دی ؟نو ملا یکې ورته وویل چې دې ته جبل ق وایې او ام الجبال دی، ټول غرونه ددې غره څخه ټوکیدلې دي ،کله چې الله جل جلا له دکوم کلې دزلزلې اراده وکړي، ددې غره رګ او غځیدلې ریښې وخوځوي .

او دطبراني په روایت کې دا سې راغلې چې :

ما أخرجه الطبراني عن ابن عباس ما معناه أن الله إذا أراد أن يخوف عباده أبدى عن شيء من آثار قدرته للأرض فعند ذلك تزلزلت ، ابن عباس رضی الله عنه فرمایي چې معنی یې داسې راځي ،چې په تحقیق سره چې کله الله جل جلاله اراده وکړي ،ترڅو خپل بندګان وویروي ،دخپل قدرت څه نښې ځمکې ته را ښکاره کړي ،نو دې سره زلزله رامنځته شي ،همداسې (المنذري )په خپل سند کې دابن جریج څخه یو اوږد روایت رانقل کړی ، چې صحت یې نه وي شوی راوړل یې مناسب ندې ،خو دحضرت عبدالله بن عباس رض دفوق الذکر روایتونو څخه دوه خبرې معلومې شوي ،یوداچې زلزله د(ق)دغره څخه پیلیږي اوبله دا چې الله جل جلاله ځمکې ته دخپل قدرت اثار ښکاره کوي ،نو زلزله منځته راشي ،دا دواړه روایتونه که صحیح شي ،نو تطبیق یې هم شونی دی او کوم تعارض سره نلري ،داټول دزلزلې اسباب او علل کیدای شي ،خوداټول په یوناني حکماوواو نوي ساینس په ځینو برخو باندې صریح رد دی ،چې له بده مرغه چې هغوئ دزلزلې اسباب هغه بخارات او غازات بولي ،چې دلمر له امله دځمکې په تل کې جمع شوي وي اودځمکې دسختوالې یا صلبت په وجه له ځمکې نشي وتلای، نو نه یې برودت مقاوم کیدای شي چې دا اوبه یا مایع کړي ،او نه داسې ډیر حرارت تحت الارض وي ،چې حل یې کړي ،نو دډیروالې له وجه پرې ځمکه وچوي او زلزله رامنځته شي …….ځکه نني تحقیقات وایې دځمکې لاندې ښه ډیر حرارت شته او همدا دعبدالله بن عباس روایتونه ددې ډول فلسفیانه څیړنو تردید کوي ،بلکې دا په ډاګه کوي چې اصلا دا ټول دالله جل جلاله په حکم باندې کیږي او ځمکې بخارات پکې رول نلري !

دزلزلې نه دتیښتې په باب دفقهاوو نظر

دا مسئله ډیره پیښږې اوزیات وخت ورسره هر زوړ ر او بې زړه شخص مخامخ کیږي ،هغه دا چې څوک کومه ودانۍ یا کوټه کې دننه ناست وي او زلزله شي ، نو خلک دکوټي دلویدو او زلزلې له ویرې له کوټي نه تښتي ،نو غوره مو دا وبلله، چې دزلزلې دبحث په صدد کې پردي موضوع هم لنډه غوندې رڼا واچوو!

خپله یوه مشاهده به ورسره همغاړه کړم او هغه داسې چې ،مونږ په هغه کال چې (۱۹۹۴ز) به وو،د جامعه دارالعلوم حقانيه دوره حديث کې دوخت دبزګوار او منل شوي عالم شخصیت ،هغه چې اوس مومنځ کې نشته، حضرت مفتي محمد فرید رحمه الله تعالی سره په غالب ګمان دترمذي شریف درس کې ناست وو،چې ناڅاپه دزلزلې ټکانونه پیل شول ،ومو کتل چې په ډیره بۍصبرۍ سره ځینې طالبان له دارالحدیث څخه ووتل او حضرت مفتي صیب نورالله مرقده او ور سره څه طالبان پاتې دارالحدیث کې پاتې شول ،خو دزلزلې جټکه دومره اوږده نشوه ،طالبان چې بیرته راننه شول ، ګوري چې دا لویه هستې لا هم پرخپل ځای ناسته ده، نو څه دخجالت سره مخ شول ،دمګړۍ حضرت مفتي رحمه الله وویل، چې دا هیڅ خبره نده ،له زلزلې نه تیښته رواده او دې کې کوم ډول کراهت یا خجالت نشته، نود ادی د مقتضی الحال سره سم مو دا فقهي جزئیه هم ستاسو کتونکیو مخکې کښیښوده ،تر څو پرې توضیح مقام وشي !

شرعي مسئله داده ،چې که څوک کوټه کې وي او زلزله شي، نو دکوټې څخه تیښته جایز ده ،الدرالمختارللحفصکي) لیکلې چې دې منډه کې کراهت نشته، بلکې مستحق یې دی، دا وایې چې نبي علیه السلام هم دداسې یوه دیوال څخه په تیزۍ یا منډه تیر شوی و، چې لویدوته یې میلان درلود، ددې فتاوی عبارت په لاندې ډول دی :

(أخذته الزلزلة في بيته ففر إلى الفضاء لا يكره) بل يستحق لفرار النبي (ص) عن الحائط المائل (وإذا خرج من بلدة بها الطاعون: فإن علم أن كل شئ بقدر الله تعالى فلا بأس بأن يخرج ويدخل، وإن كان عنده أنه لو خرج نجا ولو دخل ابتلي به كره له ذلك) فلا يدخل ولا يخرج صيانة لاعتقاده، وعليه حمل النهي في الحديث الشريف.

مجمع الفتاوى.

(الدرالمختارللحفصکی)

الشَّرْحُ

( قَوْلُهُ وَإِذَا خَرَجَ مِنْ بَلْدَةٍ بِهَا الطَّاعُونُ ) الْمُنَاسِبُ زِيَادَةُ أَوْ دَخَلَ لِيُنَاسِبَ مَا بَعْدَهُ ط

(ردالمحتار)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دزلزلي پروخت نفل لمونځ کول

حضرت عبدالله بن عباس او حضرت عبدالله بن مسعودرضی الله عنهما ددواړو صحابوو به دا معمول و،چې کله به زلزله یا کوم بل هول یا اسماني مصیبت راغی، نو دوئ به لمونځ کاوه ،نو ځکه زمونږحضرت امام ابوحنیفه رح هم دا ښه او مستحسن ګڼلې ده ،بلکې هر کار چې پکې مصیبت او فزع وي ،لکه سخت باد راشي ، زلزله وي ،سخته ږلۍ ووري ،توپاني باران وي ،ډیر ظلمت یا تیاره یا داسې بل کوم آفت وي نو مستحب داده، چې لمونځ پکې وشي او ددفع دعا پکې له الله جل جلاله څخه وغوښتل شي ،لکه په لاندې حواله کې چې دا مسئله راغلې ده

وكان مالك والشافعي لا يريان الصلاة عند الزلزلة ولا عند الظلمة والريح الشديد

ورآها جماعة من أهل العلم منهم أحمد وإسحاق وأبو ثور

وروي عن بن عباس أنه صلى في الزلزلة

وقال بن مسعود إذا سمعتم هادا من السماء فافزعوا إلى الصلاة

وقال أبو حنيفة من فعل فقد أحسن ومن لا فلا حرج

قال أبو عمر لم يأت عن النبي من وجه صحيح أن الزلزلة كانت في عصره ولا صحت عنه فيها سنة وقد كانت أول ما كانت في الإسلام على عهد عمر فأنكرها وقال أحدثتم والله لئن عادت لأخرجن من بين أظهركمرواه بن عيينة عن عبيد الله بن عمر عن نافع عن صفية قالت زلزلت المدينة على عهد عمر حتى اصطكت السور فقام فحمد الله وأثنى عليه ثم قال ما أسرع ما أحدثتم والله لئن عادت لأخرجن من بين أظهركم

(الاستذکارالجامع لمذاهب فقهاءالامصار)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

أثر ابن عباس رضي الله عنهما:«أنه صلّى في الزلزلة بالبصرة، فأطال القنوت، ثم ركع، ثم رفع رأسه، فأطال القنوت، ثم ركع، ثم رفع رأسه فأطال القنوت، ثم ركع، فسجد، ثم صلّى الثانية كذلك فصارت صلاته ست ركعات وأربع سجدات، وقال: هكذا صلاة الآيات».

أخرجه عبد الرزاق (4929)؛ وابن أبي شيبة (2/472)؛ والبيهقي (3/343) وقال: «هو عن ابن عباس ثابت».

ماخذونه :جامع صحیح الترمذي ،عبدالرزاق ،ابن ابي شیبة ،البیهقي ، الطبراني .

الفتاوی الکبری الفقهیة علی مذهب الامام/

(الاستذکارالجامع لمذاهب فقهاءالامصار)

الدرالمحتارلعلامة الحفصکي رح .

الردالمحتارلابن عابدین شامي رح

(الدرالسنیة فی کتب النجدیة .

المکتبة الشاملة .

ويکيبډيا .

ګوګل نړيوال جال .

انټرنيټي ويب سايټونه .

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: