اسلامي معلوماتروژه

د روژې په اړه لنډ معلومات | د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

روژه د اسلام دريمه ستنه (رکن) ده چې د دې مياشتې د اهميت په اړه د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ﷺ فرمايلی دي:

د مياشتو ښه او غوره د روژې مياشت او د ورځ غوره او ښه د جمعې ورځ ده.

په بل ځای کې هغه ﷺ فرمايلي دي:

که بنده ګان د هغه څه په اړه چې د روژې په مياشت کې دي پوهيدلی، نو پرته له شکه هغوی به ويل چې کاشکې د روژې مياشت تر يوه کاله وای.

او د هغه ﷺ ارشاد دی چې:

کله چې د روژې مياشت رارسېږي، د جنت دروازې خلاصېږي او د دوزږخ دروازې تړل کېږي او په دې مياشت کې شيطان هم په ځنځيرونو تړل کېږي.

د دې لپاره چې دغه مياشت د صبر او برکت مياشت ده، نو ځکه د اسلام ډېرې لويې پېښې او اوښتونو نه هم په همدې مياشت کې شوي دي، چې کولای شو د مکې فتحه، د بدر د لوی جنګ فتحه او داسې نور لکه د تبوک غزوه، د يمن د خلکو مسلمانېدل د عزی او لات د بتانو نړول، په پرتګال کې د ازالقه فتحه، د عين جالوت فتحه او د اندلس فتحه پکې ياده کړو.

د روژې په مياشت کې روژه نيول به دویم ليږديز کال کې د اوسنۍ قبلې تر ټاکلو وروسته فرض شول او حضرت محمد ﷺ د روژې نه مياشتې يې ونيولي او د روژې په لسمه مياشت کې هغه ﷺ له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

روژه د خوړو، څښلو، جماع او هر هغه شي څخه چې د روژې په ضد وي، ډډه کولو او اجتناب ته ويل کېږي چې وخت يې د صادق سهار د سباوون (طلوع) څخه پیل او د لمر تر لوېدو (غروب) پورې دی.

د روژې نيولو شرایط:

هر هغه څوک چې لاندې درې شرايط ولري په هغه روژه فرض ده:

۱ـ اسلام، ۲ـ عقل او ۳ـ بلوغ.

له پورتنيو څرګندونو ښکاري چې په کافر، ليوني او ماشوم روژه فرض نه ده.

هغه شرايط چې د هغې پر بنسټ روژه په يوه مسلمان فرض کېږي په لاندې ډول دي:

۱ـ انسان جوړ او روغ وي يعنې ناروغه نه وي.

۲ـ په سفر کې نه وي.

۳ـ ښځه د حيض (مياشتني عادت) په حالت کې نه وي.

۴ـ ښځه د نفاس (تر زيږون وروسته د وينې تويدنې) په حالت کې نه وي.

د پورتنيو عذرونو په وخت کې روژه فرض نه ده، خو مسافر او ناروغ کولای شي روژه ونيسي، مګر هغه ښځه چې د حيض يا نفاس په حالت کې وي په هغې روژه نيول حرام دي.

په لاندې دريو شرایطو روژه سمه ده:

۱ـ د روژې نيت لرل.

۲ـ له هر هغه څه پاکوالی چې د روژې ضد دي.

۳ـ د روژې ساتنه له هر هغه څه چې د روژې د ماتېدو او نه منلو سبب کېږي.

د روژې ډولونه:

۱ـ فرض روژه: لکه د روژې مبارکه مياشت او د هغې قرض، نذر او کفاره روژه چې د نذر روژې ته واجب روژه هم ويلی شو.

۲ـ سنت روژه: لکه د محرم د مياشتې د نهمې او لسمې ورځ.

۳ـ مستحب او نفلي روژه:

الف: د هرې مياشتې د ۱۳، ۱۴ او ۱۵ ورځې روژه نيول.

ب: د عرفې په ورځ روژه نيول.

ج: د دوشنبې او پنجشنبې د ورځو روژه نيول.

د: د شوال د مياشتې شپږ ورځې روژه نيول پرله پسې يا بېلابېل.

هـ: که چېرې څوک يې توان ولري نو دا به ښه وي چې یوه ورځ روژه ونيسي او يوه ورځ روژه ماته کړي.

د نفل د روژې حکم:

کله چې يو کس په نفلي روژه پیل کوي، په هغه فرض ده چې روژه بشپړه کړي، که چېرې هغه روژه ماته کړه، نو بايد قضايي يې حتما ونيسي.

۴ـ حرامه روژه:

د کوچني او لوی اختر د ورځو او له هغې څخه درې ورځې وروسته روژه نيول چې هغه ته د تشريق ورځې هم ويل کېږي.

۵ـ مکروه روژه:

په جلا توګه د جمعې د ورځې روژه نيول، د نوي کال په لومړۍ ورځ روژه نيول او یا هم د روژې له مياشتې څخه يوه يا څو ورځې مخکې روژه نيول.

د روژې د مياشتې په ليدو سره په ټولو مسلمانانو په دې مياشت کې روژه نيول فرض کېږي.

د روژې د ماتېدو سببونه:

د روژې د ماتېدو سببونه په دوه ډوله دي:

الف: هغه د ماتېدو سببونه چې کفاره او قضاء، داوړو ته اړتیا لري.

ب: هغه د ماتېدو سببونه چې يوازې قضاء ته اړتيا لري.

لومړی: هغه ماتوونکي څيزونه چې کفاره او قضاء واړو ته اړتیا لري:

هغه مهال چې يو کس پرته له شرعي عذر څخه ډوډۍ وخوري، څه شی وچښي او يا د خپل شهوت لپاره د خپلې ميرمنې سره جنسي اړيکه ونيسي.

په پورتنيو حالاتو کې د لاندو شرايطو په بربنسټ دواړه قضاء او کفاره بايد وکړل شي:

۱ـ کلکه چې روژه د روژې په مبارکه مياشت کې وي نه قضايي او نور …

۲ـ معقول عذر موجود نه وي لکه سفر، بيماري او نور …

۳ـ د روژې په ماتولو کې خپلواک وي، يعنې څوک يې د روژې ماتولو ته اړ نه باسي.

۴ـ روژه قصدا ماته کړي، نه په سهوه، خطا او يا هيره.

دويم: هغه د روژې د ماتېدو سببونه چې يوازې قضاء ته اړتيا لري:

۱ـ کوم کس چې داسې شی وخوري چې هغه نه ډوډۍ وي او نه د ډوډۍ په حکم کې راشي.

۲ـ هغه شی چې ډوډۍ نه ده، مګر د ډوډۍ په حکم کې راځي، لکه درمل او نور.

۳ـ د شهوت د ناستې لپاره په ناقص توګه جنسي اړيکه.

کله چې څوک روژه له هيره باسي او روژه ماتوي، هر کله يې چې روژه ياد ته راشي، روژه يې سمه ده، هغه قضا او کفارې دواړو ته اړتيا نه لري.

په روژه کې د مسواکو او رنجو کارول هم جايز دي.

د روژې ځينې نورې ځانګړنې:

  • په روژه ماتي کې بيړه او په پشلمي کې لټي یا تاخیر ثواب لري.

  • د امکان په صورت کې روژه بايد په خرما، اوبو يا شيدو ماته شي.

  • د روژه ماتي په وخت کې الله ﷻ د خپل بنده هره مشروع دعاء مني.

  • د روژې د مبارکې مياشتې په وخت کې عبادات ډېرې لوړې مرتبې ته رسېږي، نو ځکه بايد ترې ډېره ګټه واخلو. لکه نفل، تهجد، د قرآن پاک تلاوت، ذکر، صدقات، زکات ورکول، معروف (ښيګڼې) ته امر او منکر (بديو) ته نهې (ډډه) او داسې نور …

  • د روژې د مياشتې په وروستيو لسو ورځو کې اعتکاف ته کېناستل سنت دی، نارينه په جومات کې او ښځينه د خپل کور په جومات يا په تشه خونه کې اعتکاف ته کېني، د اعتکاف وخت د روژې د شلمې ورځې د لمر له لوېدو (غروب) څخه پیل کېږي او د آخرې روژې د لمر تر لوېدو (غروب) پای ته رسېږي.

  • د روژې د مياشتې په وروستيو لسو ورځو کې د قدر د شپې لټون چې د ۸۳ کالو له عبادت څخه ډېر لوړ مقام لري، يو با ارزښت او مهم کار دی، مونږ بايد دغه آسانتيا له لاسه ورنه کړو.

  • روژه لرونکی کس بايد خپل ټول اقوال، اعمال له بدو، زشتو او نه خوښېدونکو کړنو څخه وساتي، که نه نو د هغو روژه هېڅ ثواب او اجر نه لري.

د هغو خلکو لپاره چې د روژې خوړل ورته جايز دي، په لاندې ډول دي:

۱ـ مسافر: په دې شرط چې روژه نيول ورته زيان ورسوي.

۲ـ ناروغ: په دې شرط چې مسلمان او صادق طبيب (ډاکټر) لخوا ورته د خوړولو توصيه شوې وي، دلته د مسلمان او صادق ډاکټر قيد د احتياط لپاره راوړل شوی دی.

۳ـ ښځه د مياشتني عادت (حيض) په حالت کې.

۴ـ ښځه له زيږون څخه وروسته د وينې تويېدنې (نفاس) په حالت کې.

۵ـ بلاربه (حامله داره) مور د اړتیا په صورت کې، ځکه چې روژه نيول يې کيدای شي ماشوم (جنين) ته زيان ورسوي.

۶ـ شيدې ورکوونکې مور که چېرې اشد ضرورت وي، ځکه چې روژه نيول يې کيدای شی ماشوم ته زیان ورسوي.

۷ـ هغه کس چې د روژه نيولو په سبب کمزوره او ضعيفه شوی وي، او د ډېرې شديدې ناروغۍ او يا مرګ ګواښ ورته پېښ کړي.

پورتني ذکر شوي کسان د خپل عذر د خلاصېدو وروسته بايد خوړل شوې روژه بېرته په قضايي بڼه ونيسي.

۸ـ شيخ فاني: هغه کس چې د بيا روغېدلو او قوي توب هيله پکې نه وي، هغه کولای شي روژه وخوري خو فديه بايد ورکړي.

ياددښت:

د روژې د مبارکې مياشتې په پای کې د صدقه فطر يا سرسايي ورکول واجبي امر دی.

د سرسايي ټاکل شوې کچه ۱۹۰۰ ګرامه غنم چې ۱ چارک کېږي او يا هم د هغې معادل کوم بل شی، لکه خرما، نغدې پیسې او داسې نور …

فديه هم همداسې محاسبه کېږي.

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: