د روژې تاریخ، مشروعیت، فلسفه او فضایل

د روژې تاريخ

روژه د آدم عليه السلام نه را پيل او تر رسول الله صلی الله عليه وسلم پورې پر ټولو قومونو په بېلابېلو ډولونو فرض شوې ده، الله پاک فرمايي: يٰٓاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَي الَّذِيْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ  . [البقرة: ۱۸۳]

ژباړه: اې مومنانو! پرتاسو باندې روژه داسې فرض شوې ده، لکه چې له ستاسو نه پرمخکنيو فرض شوې وه، ددې له پاره چې تاسې (له ګناهونو) ځان وساتئ (او پرهيزګاران شئ؛ ځکه چې روژه د شهواني توان ماتونکې ده).

په اسلام کې روژه  لکه د ځينو نورو حکمونو په شان  له هجرته وروسته په مدينه منوره کې فرض شوه، مکي دور د عقايدو د جوړولو ، او د توحيد د اصولو د ترسيخ او د ايماني او اخلاقي ارزښتو د لوړوالي دور و ، او له هجرت وروسته، مسلمانانو يو پياوړی ځواک وموند، چې له همدې ځايه ډېری فرائض هم پيل او حدود وټاکل شول، او د احکامو تفصيل رامنځته شو، چې يو له هغوی څخه روژه وه، په مکه کې له پنځو فرض لمونځونو پرته نور څه نه وو فرض کړای شوي، په دې چې دلمانځه اهميت خورا لوی دی، او فرضيت يې د اسراء په شپه او د بعثت په لسم کال وشو.

له هغې پنځه يا څه زيات کاله وروسته روژه فرض کړای شوه، يعنې د هجرت په دوهم کال، او په همدې کال پرمسلمانانو جهاد هم فرض کړای شو، د روژې له فرضيت وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم نهه کاله ژوندی و او د هررمضان روژې يې په ډېره مينه او اخلاص ونيولې.

 د روژې مشروعيت

روژه  يو داسې مشروع او فرض عمل دی چې په قرآن، حديث او اجماع سره يې فرضيت ثابت دی او پر همدې د ټولو علماوو اتفاق دی.

د رمضان روژې حکم

 روژه يو بدني عبادت دی او د رمضان د روژې حکم فرض دی، الله تعالی فرمايي: يٰٓاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَي الَّذِيْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ.[البقرة: ۱۸۳]

ژباړه : اې مومنانو! پرتاسو روژه داسې فرض شوې ده، لکه چې له ستاسو نه پرمخکنيو فرض شوې وه، ددې له پاره چې ځان ساتنه وکړئ.

طلحة بن عبيد الله رضي الله عنه وايي: يوه ورځ يو ببر سری اعرابي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی او عرض يې وکړ: “يارسول الله! ماته ووايه چې خدای پاک څومره لمونځ راباندې فرض کړی دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: پنځه لمونځونه؛ خوکه نفل ورسره کوې (هغه مستحب دي)، هغه بيا وويل : څومره روژې راباندې فرض دي؟ رسول الله صلی الله ورته وويل: د رمضان مياشتې روژې خو که نفل ورسره نيسې (هغه مستحب دي)، هغه بيا پوښتنه وکړه: راته ووايه چې څومره زکات راباندې فرض دی؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د زکات او د اسلام د نورو احکامو په اړه معلومات ورکړل نو اعرابي وويل: په هغه ذات قسم چې تاته يې عزت درکړی! زه به نه له دې څخه څه زيات کړم او نه به څه کم کړم، د نوموړي په دې خبره رسول الله صلی الله وويل: که رښتيا يې ويلي وي؛ نو کامياب دی –اويا- که رښتيا يې ويلي وي، جنتي دی.

له حديث څخه د استدلال توري : د اعرابي دا وينا چې: “څومره روژې راباندې فرض دي؟

د روژې حکمت او فلسفه

د رمضان روژې په فرضيت کې د الله پاک لوی حکمتونه، غوره مقاصد او ښې پايلي نغښتي دي چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

۱- په زړه کې اخلاص او تقوی رغېدل، ځکه چې له روژې څخه د روژه نيونکي يوازينۍ موخه د الله جل جلاله رضا او آخرت ته توښه برابرول او د الله وېره مقصد وي، له همدې امله د روژې د فرضيت آيت هم په دې ټکو پای ته رسېدلی چې: لعلکم تتقون. معنا دا چې ښايي تاسو د همدې فرضيت په ادا کولو د تقوی درجې ته ورسيږئ او ځانونه له هغه څه څخه وساتئ چې نه درسره ښايي.

۲- روژه روح ته غزا ورکوي، نفس ته د استقامت ځواک ورکوي او د زړه په پاکوالي کې مرسته کوي.

۳- روژه په انسان کې ارادي ځواک، د تکل رښتونوالی، او د نفس د ناوړه عادتونو له منځه وړلو ځواک پياوړی کوي او د صبر په مټ د تکليفونو ګاللو وړتيا وربخښي. دغه راز روژه د انسان عقل پر شهواتو غالبوي چې بيا د همدې په مټ د شر پر ځای د خير کارونو ته ډېر متوجه کيږي.

۴-  روژه بشري نفس ته هم روزنه ده، د انسان عادت دادی چې د يو نعمت په ارزښت هله پوهيږي چې ورڅخه بې برخې شي او يا ورته اړ شي؛ نو روژه نيونکی چې کله د لوږې درد وويني، د نېستمنو او بې وزله خلکو له حاله خبريږي او د هغوی مرستې او لاسنيوي ته يې پام را اوړي.

۵- په روژه نيولو کې له روحاني مخلوق او مقربو پرښتو سره مشابهت دی؛ نو مسلمان ته ښايي چې په روژه کې د پرښتو په شان يوازې د الله په ذکر، تسبيحاتو، تلاوت او دعاوو بوخت وي او يوازې د خيټې په غم کې نه وي ورک.

د روژې فضائل

روژې تاریخ

  • ·- الله پاک فرمايي: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيْٓ اُنْزِلَ فِيْهِ الْقُرْاٰنُ ھُدًى لِّلنَّاسِ وَ بَيِّنٰتٍ مِّنَ الْهُدٰى وَالْفُرْقَانِ .  [البقرة 185]

ژباړه : د رمضان مياشت خو هماغه ده چې قرآن پکې نازل شوی  دخلکو لپاره لارښود، د هدايت څرګندې نښي او د حق او باطل بېلونکی (کتاب) دی.

  • ·- رمضان د توبې، او مغفرتونو مياشت ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: پنځه لمونځونه، يوه جمعه تر بلې جمعې پورې او يو رمضان تر بل رمضان پورې د مسلمان ګناهونه له منځه وړی ترڅو يې چې لوی ګناهونه نه وي کړي. ([4])
  • ·- څوک چې د رمضان روژې پر الله د ښه باور او ثواب په نيت ونيسي الله ورته پخواني ټول ګناهونه بخښي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چا چې له ايمان سره او د ثواب په نيت د رمضان روژې ونيولې، الله يې پخواني (واړه) ګناهونه بخښي،([5]) بل حديث کې فرمايي: چا چې له ايمان سره او ثواب په نيت د رمضان شپې الله ته په عبادت تېرې کړې، د هغه پخواني ټول (واړه) ګناهونه بخښل کيږي،([6]) او په دريم حديث کې فرمايي: چاچې له ايمان سره او ثواب په هيله د قدر شپه الله ته په ولاړه تېره کړه، دهغه پخواني ټول (واړه) ګناهونه به وبخښل شي.([7])
  • ·- رمضان له اور څخه د خلاصون مياشت ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: په رمضان کې هره شپه يو آواز کوونکی نارې وهي چې: اې د خير غوښتونکيه وړاندې شه! او اې د شر غوښتونکيه تم شه! نن الله پاک ډېر خلک له اوره خلاصوي؛ نو ښايي ته هم د هغو په کتار کې راشې او دا (آواز او له اوره خلاصون د روژې ) په هره شپه کې وي. ([8])

سندي رحمه الله د دې حديث په شرحه کې ليکي: معنا دا چې اې د خير غوښتونکيه د خير کارونو ته وړاندې شه؛ ځکه چې همدا ستا سره وړ ده، تاته به د لږ عمل په بدل کې ډېر څه درکړل شي، او اې د شر غوښتونکيه له ګناهونو لاس واخله او توبه وباسه! ځکه چې همدا د توبې د قبلېدا وخت دی.

  • ·- په رمضان کې د جنت دروازې پرانيستي او د دوزخ دروازې بندي وي او شيطانان تړلي  وي، په يو حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: رمضان چې راشي د جنت دروازې پرانستل شي او د دوزخ دروازې بندي کړل شي او شيطانان په ځنځيرونو وتړل شي. ([9])
  • ·- رمضان د صبر مياشت ده او صبر چې په روژه کې څومره ښکلا خپلوي په نورو عبادتونو کې يې نه خپلوي، په دې مياشت کې مسلمان خپل نفس له شهواتو او خوښو شيانو څخه بندوي، له همدې امله روژې ته نيم صبر ويل شوی او د صبر جزا جنت دی، الله پاک فرمايي:  اِنَّمَا يُوَفَّى الصّٰبِرُوْنَ اَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ. [الزمر 10]

ژباړه: او يقينا چې  صبر کوونکو ته بې حسابه پوره پوره بدله ورکول کيږي.

  • ·- رمضان د دعاګانو د قبلېدو مياشت ده، الله پاک د روژې له يادونې سمدستي وروسته داسې فرمايي: وَاِذَا سَاَلَكَ عِبَادِيْ عَنِّىْ فَاِنِّىْ قَرِيْبٌ ۭ اُجِيْبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ اِذَا دَعَانِ . [البقرة:  186]

ژباړه : او چې بندګان مې زما په اړه تا کله وپوښتي نو (ورته ووايه چې) زه بالکل نژدې يم، د غوښتونکو سوال قبلوم کله چې ما وربولي.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ( د درې کسانو دعا نه رد کيږي : روژه نيونکی چې ترڅو روژه ماتوي، د عادل امام دعا، او د مظلوم ښيرا) ([10])

  • ·- رمضان د سخاوتونو او ښېګڼو مياشت ده، له همدې امله په روايتونو کې راځي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به په رمضان کې ترهغه باد هم ډېر سخي و چې هر چاته ګټه رسوي. ([11])
  • ·- رمضان د ليلة القدر مياشت ده، هغه چې د هغې يوې شپې عبادت الله پاک د زرو مياشتو له عبادت نه زيات ګنلی، او څوک چې ددې شپې له خير څخه بې برخې شي، هغه له ټولو خيرونو څخه بې برخې دی، په يو حديث کې راځي چې يو ځل د رمضان له راتلو سره سم رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو ته وويل: د رمضان مياشت پر تاسو را ورسېدله، دا ډېره مبارکه مياشت ده، الله تعالی ددې مياشتې روژې پر تاسو فرض کړي دي، په دې مياشت کې د جنت دروازې پرانستل کيږي او د دوزخ دروازې تړل کيږي، او شيطانان په ځنځيرونو تړل کيږي، او په دې کې يوه داسې شپه ده چې له زرو مياشتو نه غوره ده، څوک چې د هغې ورځې له خير څخه بې برخې شي، هغه له هر خير نه بې برخې شو.([12])
  • §- حضرت ابوهريره رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: روژه (د مسلمان له پاره له ګناهونو او دوزخ څخه) ډال دی، نو نه دي پکې ناوړه خبرې کوي او نه دې چاسره جنجال کوي او که څوک ورسره جنګ کوي او يا ورته سپکې سپوري ووايي؛ نو دی دې ورته ووايي چې ما روژه نيولې ده، دا يې دوه ځله وويل او بيا يې وفرمايل: په هغه ذات مې دې قسم وي چې زما روح يې په ولکه کې دی! د روژه نيونکي د خولې بوی د الله په نيز له مشکو نه ډېر خوږ دی، بيا يې وفرمايل: الله تعالی فرمايي: زما بنده چې خوراک، څښاک او شهوت زما د امر له امله پرېږدي نو زه پخپله جزا ورکوم؛ ځکه چې روژه زما ده او زه به د هرې نېکۍ په بدل کې لس نېکۍ ورکوم
  • §- حضرت سهل بن سعد رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ” د جنت يوه دروازه ده چې “ريان” ورته ويل کيږي، له هغې دروازې څخه به يوازې روژه نيونکي مسلمانان جنت ته داخليږي او اعلان به کيږي چې: روژه نيونکي چيرې دي!! نو هغوی به را ولاړ شي او چې ننوځي هغه دروازه به د نورو خلکو پر مخ وتړل شي” ([14])
  • §- رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: روژه او قرآن د الله په دربار کې  بنده لپاره د بخښنې سپارښتنه کوي، روژه به وايي: اې ربه! داسړی ما د ورځې له خوا له خوراک، څښاک او جماع څخه منع کړی و؛ نو دده په حق کې زما شفاعت قبول کړه، او قرآن به وايي: اې ربه! دا بنده ما د شپې له خوب څخه منع کړی و؛ نو دده په حق کې زما شفاعت قبول کړه، الله پاک به د دواړو شفاعت قبول کړي.([15])
  • §- دروژې لومړنۍ لس ورځې د رحمت، منځنۍ لس يې د بخښنې او وروستۍ لس يې له اور څخه د خلاصون ورځې دي.([16])
  • §- روژه د الله تعالى او بنده تر منځ يو راز دى، هغه چې بل چاته نه ښکاري، معنا دا چې په روژه کې که څوک وغواړي کولای شي له خلکو پټ روژه وخوري؛ خو د الله پاک له وېرې يې نه خوري؛ ځکه مومن باور لري  چې الله مې په هر ځای کې ويني، له همدې امله دا عبادت د الله او بنده ترمنځ راز دی او نور عبادتونه داسې نه دي. ([17])
  • §- ابوهريره رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: مسلمان ته د هر نېک عمل په بدل کې له لسو څخه تر اووه سوه پورې نېکۍ ورکول کيږي؛ خو الله پاک وايي چې روژه زما ده او زه به پخپله د دې بدله ورکوم؛ ځکه چې بنده زما د امر له امله خپل شهوات ترپښو لاندې کوي او خوراک او څښاک نه کوي، روژه نيونکي ته دوه خوشحالۍ دي: يوه د روژه ماتي پر وخت او بله هغه وخت چې له خپل رب سره مخامخ شي، او د روژه نيونکي د خولې بوی د الله په نېز له مشکو هم خوږ دی…([18])

 


([1]) مجمع الزوائد ۲/۱۶۵

([2]) صحيح البخاري، كتاب الصوم، باب وجوب صوم رمضان، حديث رقم (1891).

([3])  حكمة التشريع وفلسفته: ۱۳۲-۱۳۷ط: المكتبة الحقانية

([4])  صحيح مسلم، كتاب الطهارة، باب فضل الوضوء والصلاة عقبه، حديث رقم (552).

([5]) صحيح البخاري، كتاب الإيمان، باب: صوم رمضان احتسابا من الإيمان، حديث رقم (38).

([6]) صحيح البخاري، كتاب الإيمان، باب: تطوع قيام رمضان من الإيمان، حديث رقم (37).

([7]) صحيح البخاري، كتاب الإيمان، باب: قيام ليلة القدر من الإيمان، حديث رقم (35).

([8])  جامع الترمذي، أبواب الصوم، باب ما جاء في فضل شهر رمضان، حديث رقم (682).

([9])  صحيح مسلم، كتاب الصيام، باب فضل شهر رمضان، حديث رقم (2493).

([10]) مسند أحمد، مسند المكثرين من الصحابة، مسند أبي هريرة، حديث رقم (8079).

([11]) صحيح البخاري، كتاب الصوم، باب: أجود ما كان النبي صلي الله عليه وسلم يكون في رمضان، حديث رقم (1902).

له دې تشبيه څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر زيات سخاوت مراد دی.

([12]) مسند أحمد، مسند المكثرين من الصحابة، مسند أبي هريرة، حديث رقم (7179).

([13])  صحيح البخاري، كتاب الصوم، باب فضل الصوم، حديث رقم (1894).

([14]) صحيح البخاري، كتاب الصوم، باب: الريان للصائمين، حديث رقم (1896).

([15])  (رواه البيهقي في شعب الايمان، كذا في مشكوة المصابيح۲/۳۴۰ ط: مكتبة البشرى

([16]) (مشكوة ١٧٤)

([17]) تفسير القرطبي 2/183-184، طبعة دار الكتب العلمية (1426هـ – 2005م).

([18])  صحيح مسلم، كتاب الصيام، باب فضل الصيام، حديث رقم (2705).

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب