نړۍ په دې ورځ

د رمضان دریمه کې تاریخي پيښې

۱- د حضرت فاطمي رضي الله تعالی عنها وفات :

د روژي په دریمه نیټه چي د ۶۳۲ میلادي کال د نوامبر د میاشتی له ۲۱ تاریخ سره سمون خوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګرانه لور ، د حضرت علي رضي الله تعالی عنه میرمن ، د حضرت حسن او حضرت حسین رضي الله تعالی او د حضرت عمر فاروق رضي الله تعالی عنه د میرمني (ام کلثوم) مور حضرت فاطمي رضي الله تعالی عنها له دي فاني دنیا څخه سترګي پټي کړلي .

۲- د تحکیم پيښه :

د روژي په ۳ نیټه چي د ۶۵۸ میلادي کال د فبروري له ۱۱ تاریخ سره سمون خوري وروسته له دوو فتنو ( د جمل جنګ چي د حضرت علي رضي الله تعالی عنه  د لښکر او د حضرت طلحه او حضرت زبیر رضي الله تعالی عنهما د لښکر  تر منځ پيښ شو ، همدا رنګه د صفین جنګ چي د حضرت علي رضي الله تعالی عنه او د حضرت معاویه رضي الله تعالی عنه د لښکرو تر منځ پيښ شو ) د صلحي لپاره مذاکرات وشول ، دا پيښه د تحکیم په نوم یادیږي . له دي پيښي څخه وروسته زیات شمیر کسان د حضرت علي رضي الله تعالی عنه له لښکر څخه جلا شول چي وروسته په خوارجو سره یاد شول ، په همدي تاریخ حضرت معاویه رضي الله تعالی عنه مصر تر خپلي ولکي لاندي راوست .

۳- د بني بویه له لوري د بغداد نیول کیدل :

د روژي په ۳ تاریخ په ۳۱۸ هـ کال کي ابوطاهر جلال الدولة د بني بویه کورني بادشاه د عباسي خلیفه القادر په وخت کي بغداد تر خپلي ولکي لاندي راوست او عباسي خلیفه يي له بغداد څخه ویست .

۴- د رابح بن زبیر شهادت :

د روژي  په ۳ نیټه په ۱۳۰۷ هـ کال کي چي د ۱۸۹۰ میلادي کال د اپریل د میاشتي له ۲۲ تاریخ سره سمون خوري دمسلمانانو میړنی مشر او په تشاد کي د اسلامي حکومت بنسټ ایښودونکی رابح بن زبیر د فرانسوي یرغلګرو له لوري ددي هیواد د پایتخت دیکوال له نیول کیدلو وروسته په شهادت ورسید .

شفیق احمد ریان

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: