فقه او عقیدهمعاملات

د رهن ( ګروي ) لنډ بيان

په هغه صورت کی چه سړی په سفرکی وی روپو ته يی ضرورت پيښ شی ياپه خپل وطن کی وی خوڅوک ونه پيژنی اويا دقرض د آداکولو اعتبار موجود نه وی .

پدغه صورتونو کی داسلام اقتصادی نظام ددی ډول ستونزو حل درهن يا ګروی دحکيمانه لاری په مشروعيت سره کړی دی .

د رهن شرعی تعريف :

رهن عربی لفظ دی چه معنی څه څيز لره دڅه سبب په بنا باندی منع کول يا پابندول دی
په شرعی اصطلاح کی رهن دمال بندول اوتوقيف دی ،دحق په مقابل کی،دومره مال چی دحق نه اداکولو په صورت کی له ګرو شوی شی څخه حق پوره کيدای شی.

درهن (ګاڼه يا ګروی )ارکان اوشرطونه :

۱- ګروی به د دواړو په رضامندی وی .
۲- دګروی دوهم رکن قبضه ده کوم شی چه په ګروی ورکول کيږی بايد هغه شی مرتهن (ګرو نيونکی ) ته په قبضه کی ورکړی ،مثلاً ځمکه په ګروی کی ورکوی خو په هغه باندی دبل چا قبضه وی نو دا ګروی نه صحی کيږی.
۳- ګرو ايښودونکی  او ګرو اخيستونکی  به دواړه قاعلان وی ،يعنی په معامله باندی پوهيږی .
۴- د ګروی شی به ددی قابل وی چه خرڅ شی قيمت پری وصول شی ،موجود وی او دګروی په وخت کی په هغه قبضه کيدای شی .
مثلاً څوک د درياب م اهيان ،دباغ ميوه د موسم نه مخکی ياپه بل ملک کی مال وی چه دهغه په راتلو وخت اوخرچ لګی ،نودا ټول څيزونه په ګرو ايښودلو کی نه صحی کيږی .

دراهن (ګاڼه  يا کرو ايښودونکی )  مسئوليتونه اوحقوق :

1- راهن ياګرو ايښودونکی  بايد دګروی شی ګرو اخيستونکی  ته تسليم کړی .
۲- تر څو چه ګرو اخيستونکی  ته دګروی شی نه وی حواله شوی نوګرو اخيستونکی  هغه معاهده فسخ کولای شی.
۳- دګاڼه يا ګرو شوی شی له تسليمی او دګاڼه ګرو اخيستونکی   درضامندی نه ورسته ګاڼه ايښودونکی  معاهده نشی فسخه کولای .
۴- ګانه ايښودونکی  دګاڼه کړی شی د بدلولو داختيار جواز لری په هغه صورت کی چه ګاڼه اخيستونکی  پری راضی وی .
۵- دګاڼه ياګروی په موده کی دګاڼه شوی شی چه څومره زياتوالی اوګټه کوی هغه به هم له ګاڼه يا ګروی سره يوځای د راهن يا ګاڼه ايښودونکی  وی .
مثلاً دباغ ميوه ،دځمکی حاصيلات ،دڅاروی بچی او دمکان کرايه داټول څيزونه دراهن ياګاڼه  ياګروی ايښودونکی  دی .
نوڅرنګه چه دګاڼه کړی شی ګټه د ګاڼه ايښودونکی  وی  نوپه هغه چه څومره مصرف  شوی وی هغه مصرف به ګاڼه اخيستونکی  ته ورکوی .
مثلاً دځمکی دبزګری مصارف ،دڅاروی مصارف  اونور به ګاڼه اخيستونکی  ته ورکوی.
۶- که راهن مړ شی نود ګاڼه ياګروی معاهده فسخ ده ،نووارثان دده به له ترکی نه قرض اداکوی اوګاڼه شوی شی به بيرته اخلی .

دګرو اخيستونکی مسئوليتونه اوحقوق :

۱- ګرو اخيستونکی به دګروی شی يو امانت ګڼی او دهغه به پوره ساتنه کوی .
۲- دګرو شی په ساتنه اوحفاظت چه کوم خرڅ کيږی هغه دګرو اخيستونکی په غاړه دی ،خوکه دا خرڅ دګرو شوی شی دبقا اوګټی لپاره وی نو بيا په ګرو ايښودونکی دی .
۳- ګرو اخيستونکی له ګرو شی څخه ګټه نشی اخيستی ،دځمکی حاصلات نشی خوړی ،په سرو او سپينوزرو اونغدو پيسو تجارت نشی کولی ،دباغ ميوه نشی خوړلی .
۴- که ګرو ايښودونکی دګرو شی دبقا اوګټی خرڅ نه ورکوی ، نوګرو اخيستونکی چه په هغه کوم خرڅ کړی وی  هغه د ګروی شی له کټی څخه کټ کړی .
۵- په ګرو شی که څه خرابی راشی نوهغه دګرو اخيستونکی مسئوليت دي  يعنی د قرض د ادا کولو په وخت کی به راهن يا ګرو ايښودونکی ته اختيار وی  چه دتاوان په اندازه روپی  ترينه کټ کړی .
۷- که راهن يا ګرو ايښودونکی موجود نه وی ګرو اخيستونکی بغير دحکومت له اجازی  ګاڼه کړی شی   نشی خرڅولای.
۸- که مرتهن  يعنی ګرو اخيستونکی مړشی نو د هغه وارثان به دګرو شی ګرو اخيستونکی  وی.

 دګرو شی څخه فائده اخيستل :

په ننی زمانه کی دګرو ايښودونکی او ګرو اخيستونکی دواړو په ذهن کی داوی چه ګرو ايښودونکی به ګټه اخلی ولی په ګروی باندی ګټه اخيستل سراسر سود دی ،ځکه چه دلته دقرض په بدل کی ګټه په لاس ورځی او هغه  خوری  داسی نه کوی چه ګټه  په قرض کی حساب کړی .
په افغانستان چه نن سبا کومی ځمکی په ګروی ورکول کيږی  هغه ته  يی د يوی بيعی  نوم ورکوی  چه بيع الوفا  يی بولی.
بيع الوفا يوه اجتهادی بيعه ده چه د بخارا علماؤ ټاکلی ده  اود نړی علماء پدی اړه  مختلف نظريات لری
دهندوستان  علماء هم ليکی دا بيع د بلخ او بخارا علم اوو ټاکلی ده  ،يواختلافی مسئله ده .
چی ځنی  يی روا اوځنی يی د سود لپاره يوه لاره بولی .
عربی علماؤ هم  پدی اړه ذياتی ليکنی کړی  دوی هم ليکلی دا د سمرکند علماؤ ټاکلی ده .
يوه اختلافی بيعه ده چه ځنی علم اء ردوی اوځنی يی تائدوي  والله اعلم .

حمدالله شاکری

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: