ژوند رازسیرت النبي لیکنې

د رسول الله (ص) د ټولنيز ژوند څو انځورونه

رسول الله صلى الله عليه وسلم  نړۍ ته د يو نمونه يي انسان په توګه را استول شوى و، هغه انسان و، هغه په خپل بشريت ټينګار كاوه(1)  الله تعالى هم څو څو ځله د هغه د بشروالي يادونه كړې ده(2) ځكه چې د هغه رسالت دا و چې بشريت ته د هغه د مادي او معنوي جوړښت په پام كې نيولو سره د يو بشپړ انسان بيلګه وړاندې كړي، بشريت ته د ژوند په ټولو اړخونو كې، كه هغه سياسي وي، كه اقتصادي او يا ټولنيز، د بري لار ور په ګوته كړي، هغه له تيارو، لالهاند ژوند او بې لاريو څخه د رڼا، هوساينې او نيكمرغۍ په لور راوباسي، له همدې كبله د هغه ژوند په هر اړخ كې بشپړ دى، او تر ټولو ستره ځانګړنه يې دا ده چې د بشريت په تاريخ كې يوازينى انسان دى چې د ژوند هره برخه او هر اړخ يې لكه د لمر روښانه دى، هغه يوازينى شخصيت دى چې د هغه د لارښوونو، ويناوو، او نظري برنامو، عملي نمونه او پلې شوې بيلګه د ژوند په هر اړخ كې د ټول انسانيت په وړاندې په صحيح سند او مستندو رواياتو كې پرته ده، په شريعت كه د هغه د هرې كړنې او هرې پريكړې مرتبه او مقام په بشپړه توګه څرګند دى، علامه شبلي نعماني د رسول الله صلى الله عليه وسلم  د اخلاقو د هر اړخيزتوب د بيانولو په ترڅ كې دا پوښتنه مطرح كوي، چې كه د نړيوالو څخه د نړۍ د سترو اخلاقي واعظانو د عملي نمو نې په اړه پوښتنه وشي، نو ټول به د يو مثال له راوړلو څخه هم عاجز شي، هغه بيا د عيسى عليه السلام او بودا يادونه كوي، چې هغوى به خلكو ته د اخلاقو درس وركاوه، خو د خپل ژوند عملي بېلګې يې موجودې نه دي، هغه دا يادونه هم كوي، چې په عامه توګه په خلكو كې د اخلاقو مفهوم يوازې په څو نبوي خويونو لكه حلم، صبر او داسې نورو كې خلاصه شوى دى، په داسې حال كې چې دا غلط او بيځايه تصور دى. ځكه چې په اسلام او د رسول الله صلى الله عليه وسلم  په ژوند كې د اخلاقو لمن ډېره پراخه او ارته ده، چې په هغه كې د دوست او دښمن، لوى او واړه او خپل او پردي ټولو سره چلند شامل دى او د روغې او جګړې او د خلوت او جلوت ټولو حالاتو تعامل او كړنې په كې رانغښتې دي(3) له همدې كبله د هغه د ټولنيز ژوند يا اخلاقي بيلګو د يادولو ساحه خورا زياته پراخه ده، چې د ژوند د نورو ټولو اړخونو سره نيغ په نيغه تړاو لري، خو موږ د موضوع د رالنډولو لپاره يوازې د هغه د اخلاقو په اړه څو لنډ انځورونه وړاندې كوو او بيا په كورني ژوند، د ملګرو او اصحابو سره او د ګاونډيو او د كلي كور د خلكو سره د هغه په تعامل او كړنچارو غږيږو، او په ترڅ كې به د هغه د ځينو لوړو اخلاقي ارزښتونو بيلګې وړاندې كړو:
تر ټولو ستونزمن رسالت يې سرته ورساوه:
كه د محمد صلى الله عليه وسلم  د اخلاقو پياوړتيا او د هغه د ټولنيز ژوند اغيزې نه واى نو د عربو په جاهلي ټولنه كې د داسې ستر بدلون راوستل ممكن نه بريښېدل، هلته چې قومونو يو له بل سره تربګنۍ درلودې، يو له بل سره يې د پيړيو پيړيو جګړې او شخړې درلودې، اّن تر دې چې د وخت سترې امپراطورۍ(روم او فارس) هم د دغه خلكو د ايل كولو اوپه ولكې  كيې راوستلو څخه ناهيلې شوې وې، په داسې ټولنه كې رسول الله صلى الله عليه وسلم  د خپل پياوړي اخلاقي ځواك په واسطه نه يوازې دا چې بدلون رامنځ ته كړ بلكې هغوى يې د نړۍ استاذان او لاروښوونكي وګرځول، او د يو ستر تمدن بنسټ يې كيښود.
خديجه رضى الله عنها وايي:
د رسول الله صلى الله عليه وسلم  د ټولنيز ژوند او اخلاقو په اړه حضرت خديجه رضى الله عنها تر ټولو ښه پوهيده، ځكه چې تقريبا پنځه ويشت كاله يې د هغه سره تېر كړي و، هغه ترې دومره اغيزمنه او پرې دومره ډاډمنه وه چې كله په رسول الله صلى الله عليه وسلم  د وحې پېل كيږي، رسول الله صلى الله عليه وسلم  ډاريږي، خو حضرت خديجه ورته د هغه له اخلاقو څخه په استدلال وايي چې تا به الله (ج) نه رسوا كوي، ځكه چې ته خو د بېوزلو او بې وسو خلكو لاس نيوى كوې، ته خو د خپلوانو سره خپلوي پالې او صله رحمي كوې، ته خو ميلمه پالې او چېرته چې څوك د ستونزې سره مخ وي ته يې مرسته كوې،(4) حضرت عايشه رضى الله عنها د هغه بله ميرمن ده چې تر ټولو پوهه او فقيهه ښځه وه، د رسول الله صلى الله عليه وسلم  اخلاق په يوه لنډه جمله كې رانغاړي او فرمايي: د رسول الله صلى الله عليه وسلم  اخلاق خو قراّن و(5)
يا په بله بڼه د هغه ژوند خو د عملي قراّن بيلګه وه.
په بل ځاى كې حضرت عايشه د هغه د ټولنيز ژوند حالت په ډېره لنډه جمله كې انځوروي او فرمايي: (رسول الله صلى الله عليه وسلم  ته به چې كله د دوه كارونو تر منځ اختيار وركړ شو، نو هغه به په دواړو كې اسانه كار غوره كاوه، تر څو چې هغه به ګناه نه وه، كه چېرې د ګناه كار به و نو له هغې څخه به ډېر لرې ګرځيده، هغه هيڅكله د ځان لپاره د چا څخه كسات نه دى اخيستى، خو كه د الله (ج) محرمات به د پښو لاندې شول،نو بيا به يې د الله (ج) لپاره انتقام اخيسته.
زه خو له ابوزرع څخه ښه خاونديم!
هغه صلى الله عليه وسلم د خپلو ميرمنو سره خورا ښه چلند درلود، هغه د يو خاوند په توګه د هغه ستونزو سره مخ شوى دى چې يو سړى د خپلې ميرمنې سره په كور كې ورسره مخ كيږئ، الله (ج) د پيغمبر عليه السلام د ميرمنو د دوه سترو شخړو يادونه په قراّن كريم كې كړې ده، په سورت احزاب كې يې د امهات المومنين د دنيوي سيالۍ يادونه كړې ده، خو بل پلو ته بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم  په يو حديث كې فرمايي: په تاسو كې غوره هغه دى چې خپل اهل ته غوره وي او زه له تاسو ټولو څخه خپل اهل ته غوره يم. (6)   امام بخاري د ام زرع مشهور حديث روايت كړى دى، چې په جاهليت كې يو ولس تنه ښځې په يو مجلس كې را غونډې شوې او تړون يې سره وكړ چې هره يوه به د خپل خاوند په اړه غږيږي، په هغوى كې يوه ام زرع وه چې خپل خاوند خورا زيات ستايي، او ښه صفتونه يې بيانوي چې بيا په عربو كې د هغې وينا د يو غوره خاوند لپاره بيلګه ګرځي، رسول الله صلى الله عليه وسلم  حضرت عايشې ته دغه كيسه كوي او بيا ورته فرمايي: زه تاته له ابوزرع څخه  ښه خاوند يم. (7) هغه به د خپلو ميرمنو سره ټوكې كولې، د هغوى سره به يې نرمي كوله، د هغوى زړه به يې ساته، په دې لړ كې به يې حضرت عايشې رضى الله عنها ته كله نا كله له مينې څخه يا حميرا غږ كاوه، كله به يې ورته يا عايش ويل، حضرت عايشه كوچنۍ وه نو هغې ته به يې د انصارو نجونې رابللې تر څو لوبې ورسره وكړي، او كه څه به يې غوښتل، تر څو چې ناروا غوښتنه به نه وه، نو هغه به يې سرته رسوله.
اسود رضى الله عنه وايي: ماله عايشې رضى الله عنها څخه و پوښتل: چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  به په خپل كور كې څه كول؟ هغې راته و ويل: هغه به د خپل كور اوكورنۍ په كارونو بوخت و، كله به چې د لمانځه وخت راغى نو بيا به لمانځه ته ووت.(8)  حضرت عايشه رضى الله عنها په يو بل روايت كې فرمايي: پيغمبر عليه السلام به خپلې جامې ګنډلې، خپلې څپلۍ به يې ګنډلې، او هغه كارونه به يې سرته رسول چې يو نارينه يې په كور كې سرته رسوي(9)  حضرت عايشه رضى الله عنها فرمايي: زه په يو سفر كې د رسول الله صلى الله عليه وسلم  سره و وتلم، زه لا كوچنۍ وم، او بدن مې سپك و، پيغمبر عليه السلام خلكو ته امر وكړ چې تاسې مخكې شئ، كله چې هغوى مخكې شول، ماته يې مخ را واړوه، چې راځه چې دمنډې مسابقه وكړو، زه ورڅخه مخكې شوم، بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم  چوپ شو، بيا كله چې زما بدن دروند شو، په يو بل سفر كې مو په همدې توګه مسابقه وكړه، رسول الله صلى الله عليه وسلم  را څخه مخكې شو، په خندا شو، او راته يې و ويل: چې دا وار مو په هغه پخواني وار(10)
رسول الله صلى الله عليه وسلم  به د حضرت خديجې دومره پام ساته چې كله هغه وفات شوه او په كور كې به يې مال حلال شو، نو د حضرت خديجې رضى الله عنها د ملګرو برخه به يې په كې كوله، په دې كار به حضرت عايشې ته يو ډول غيرت هم دريده.(11)
ام سلمه رضى الله عنها فرمايي: يوه ورځ يې رسول الله صلى الله عليه وسلم  او د هغه اصحابو ته په يوه كاسه كې ايڼولى (خواړه) واستوه، په دې وخت كې حضرت عايشه راغله، يوه ډبره ورسره وه، هغه كاسه يې پرې و وهله، هغه دوه پړقه شوه، رسول الله صلى الله عليه وسلم  هغه چڼدې  سره راټولې كړې او بيا يې صحابو ته و ويل: ستاسې مور په ننګ راغله، وخورئ، دا خبره يې دوه ځله تكرار كړه، بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم  د حضرت عايشې كاسه ام سلمې ته وليږله، او د ام سلمې كاسه يې عايشې  ته وركړه، رضى الله عنهم. (12) په دې روايت كې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د نر م خوى او عدالت ډېره ښكلې بېلګه پرته ده، له يوې خوا يې حضرت عايشه په خپل كار كې معذوره وګڼله او بل پلو ته يې بيا ام سلمې رضى الله عنها ته خپل حق وسپاره.
زړه سواندى پلار و:
هغه صلى الله عليه وسلم د خپل اولاد سره خورا زياته مينه درلوده پر هغوى زړه سواندى و، هغوى به يې ښكلول، خپل لمسي به يې په لمانځه كې په خپله اوږه كښينول، د هغوى د ذوق او غوښتنو پام به يې ساته.
كله به چې حضرت فاطمه رضى الله عنها راغله، پيغمبر عليه السلام به ورپاڅېد او ورته و به يې ويل: ته خو په خوى او خلقت كې زما په شان يې په خير راغلې، كله به چې جبرايل امين د الله (ج) لخوا يو داسې امر راوړ چې په هغه كې به ډېر خير او اجر پروت و، فاطمې رضى الله عنها ته به يې ويل: اې فاطمې ماته جبريل د عرش له زيرمو څخه څه راوړي دي، ته خو ماته تر ټولو ګرانه يې، راشه چې تا ته يې دركړم، كله چې حضرت فاطمې ورته د خادم د نشتوالي شكايت وكړ، ورغى په خوا كې يې كښيناست، او ورته يې و فرمايل: اّيا تاته له هغه څخه ښه شى در نكړم: فاطمې و ويل: ولې نه. بيا يې ورته و فرمايل: ته په هر فرض لمانځه پسې درې دېرش ځله سبحان الله او بيا الحمد لله او بيا الله اكبر و وايه، او په لا اله الا الله وحده لاشريك، له الملك وله الحمد بيده الخير وهو على كل شىء  قدير سره يې سل پوره كړه، دا تاته په دنيا او اّخرت كې د خادم څخه غوره دى، په دنيا كې به درسره مرسته كوي او په اّخرت كې به ګټه در رسوي، حضرت فاطمه هم د رسول الله صلى الله عليه وسلم  په ور كړه خورا زياته خوښه شوه.
كله به چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  سفر كاوه، نو تر ټولو وروستى به يې حضرت فاطمه ليدله، او چې له سفر څخه به راغى نو بيا به تر ټولو د مخه د حضرت فاطمې كور ته ورته، يوه ورځ راغى، ګوري چې د هغې په دروازه كې عكس لرونكې  پرده پرته ده، او بل پلو ته يې حسن او حسين رضى الله عنهما ته په لاسونو كې بنګړي اچولي دي، رسول الله صلى الله عليه وسلم  بېرته وګرځيد، حضرت فاطمه چې خبره شوه، پرده يې څېرې كړه او بنګړي يې مات كړل، بيا هغوى رسول الله صلى الله عليه وسلم  ته په ژړا ور غلل، رسول الله صلى الله عليه وسلم  ورڅخه هغه واخيسته او هغه يې بيا ثوبان رضى الله عنه ته وركړل، او ورته ويې فرمايل: چې لاړ شه دغه شيان په مدينه كې فلاني كور ته يوسه، دا زما اهل بيت دى، زه دا بده ګڼم چې خپله برخه په دنيا كې وخوري، اى ثوبانه! فاطمې ته يوه غاړكۍ او د عاج دوه بنګړي واخله.
رسول الله صلى الله عليه وسلم  به خپله لمسۍ امامه_ د حضرت زينب لور_ په لمانځه كې په خپلو اوږو كښينوله، كله به يې چې سجده كوله هغه به يې له اوږو كوزه كړه، يوه ورځ حضرت حسن او حضرت حسين رضى الله عنهما راغلل، پيغمبر عليه السلام خطبه ور كوله، هغه دواړه په لار روان و، تيند كونه يې خوړل، پيغمبرعليه السلام خطبه پريښوده، له منبره را كوز شو، او دواړه يې له ځان سره واخيستل، او خپلې مخې ته يې كښينول، بيا يې دا اّيت ولوست: (واعلموا انما اموالكم  و اولاد كم فتنه) ما دا ماشومان وليدل چې تيندكونه خوري، صبر مې و نشو او راپورته مې كړل.
يوه ورځ اقرع بن حابس چې د عربو له سردارانو څخه و، ناست و، رسول الله صلى الله عليه وسلم  حضرت حسين رضى الله عنه، ښكل كړ، اقرع وويل:  زه لس زامن لرم، خو تر اوسه مې يو هم نه دى ښكل كړى رسول الله صلى الله عليه وسلم  وفرمايل: څوك چې پر نورو رحم نه كوي، په هغوى هم رحم نه كيږي.(13)   ابراهيم د رسول الله صلى الله عليه وسلم  زوى  د يوې تي وركونكې سره و چې له مدينې څخه لږه لرې اوسيده، پيغمبر عليه السلام به تل دغه مزل كاوه، ابراهيم به يې اخيسته هغه به يې ښكلاوه، او بېرته به راګرځيد.
امام بخارى په الادب المفرد كې يو روايت ذكر كوي چې فرمايي: يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم  ميليمستيا ته روان و، په لاره كې يې حضرت حسين وليده چې لوبې يې كولې، رسول الله صلى الله عليه وسلم  ورته خپل لاسونه پرانستل او اشاره يې ورته وكړه چې د هغه غيږې ته راشي، حضرت حسين په خندا و او تيښته يې كوله پيغمبر عليه السلام ور پسې منډې و وهلې تر څو چې هغه يې راونيو او په غيږ كې يې واخيست، بيا يې و ويل: حسين زما دى او زه د حسين يم
دا يو څولنډې بېلګې وې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  د خپل اولاد سره څومره مينه درلوده، د هغوى پام به يې ساته، د هغوى سره به يې د مينې او محبت څرګندونه كوله.
خادمان يې په اړه څه وايي؟
هغه مباركو اشخاصو چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم  خدمت كاوه، راځئ چې اوس د هغوى څخه وا ورو چې د څومره عظيم شخصيت په خدمت بوخت و او د هغه تعامل ورسره څنګه و، حضرت زيد بن حارثه رضى الله عنه چې د جاهليت د دود سره سم په يوه جګړه كې  د بل قوم لخوا غلام شوى و، بازار په بازار خرڅ شو او په پاى كې د رسول الله صلى الله عليه وسلم  مبارك كور ته را ورسيد. څه موده وروسته يې پلار له ده څخه خبريږي چې په مكه مكرمه كې دى، د هغه د تره سره د رسول الله صلى الله عليه وسلم  حضور ته راځي او كيسه ورته كوي، بيا د حضرت زيد د بېرته ګرځولو غوښتنه كوي، زيد د رسول الله صلى الله عليه وسلم  سره د اوسيدو په موده كې دې پاېلې ته رسيدلى دى چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم  څخه غوره او زړه سواندى شخصيت د دنيا  پر مخ نشي موندلى، خپل پلار ته مخ را اړوي او وايي: چې زه د خپلې كورنۍ په پرتله د پيغمبرعليه السلام سره اوسيدل غوره ګڼم او زه له تاسې سره تللى نشم.
حضرت انس رضى الله عنه فرمايي: ما نهه كاله د رسول الله صلى الله عليه وسلم  خدمت كاوه په دې ټوله موده كې يې ماته كله نه دي ويلي چې دا كار دې ولې وكړ؟ او يا دې ولې و نه كړ؟ هيڅكله يې پر ما غوسه نده كړې او نه يې اف قدرې هم راته ويلي. بيا وايي. يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم  په يو كار پسې واستولم، ما ورته په خولې وويل: چې نه ځم، خو په زړه كې مې دا و چې دغه كار به كوم، زه ووتلم د ماشومانو سره په لوبو بوخت شوم، رسول الله صلى الله عليه وسلم  راپسې را وتلى و، ما چې ورته و كتل هغه خندل، بيا يې راته وويل: اى انيسه! كار پسې ولاړې؟ ما ورته و ويل: يا رسول الله ! زه ځم. حضرت عايشه رضى الله عنها فرمايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم  هيڅكله هم څوك نه دي وهلي، نه يې كومه ښځه وهلې او نه يې كوم خادم وهلى دى.
هند بن ابى هاله چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم  خدمت به يې كاوه د رسول الله صلى الله عليه وسلم  د صفاتو يو جامع تصوير وړاندې كوي، وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم  به تل غمجن بريښيده، هميشه به يې فكر كاوه، ارام يې نه درلود، له اړتيا پرته نه غږيده، اوږده چوپتيا يې دلوده، په ډېره عاجزۍ غږيده، خبرې يې جامع او لنډې وې، هره خبره به يې څرګنده او روښانه وه، له ضرورته به زيات نه غږيده او نه به دومره لنډ غږيده چې په مطلب كې به يې نيمګړتيا پاتې شوه، د نعمت قدر به يې كاوه، كه څه ډېر لږ به وه، د هيڅ شي سپكه به يې نه ويله، څه به يې چې څكل د هغه بده به يې نه ويله، او نه به يې ډېر ستايه، د ځان لپاره به نه غوسه كيده او كله به چې د حق سپكاوى وشو، بيا به په قهر شو، كه څه شي ته به يې اشاره كوله په ټول لاس به يې كوله، كله به چې غوسه شو مخ به يې اړاوه، له بې ګټو خبرو به  يې ژبه پاكه ساتله، ملګري به يې يو بل سره مينې او محبت ته هڅول، له خپل منځي كركې او نفرت څخه به يې لري ساتل، د هر قوم د عزتمندوڅيرو قدر به يې كاوه، همدوى ته به يې د هغوى مشري سپارله، د خپلو اصحابو پلټنه او پوښتنه به يې كوله، د خلكو څخه به يې د نورو په اړه پوښتنه كوله، ښو ته به يې ښه ويل او د هغو پخلى به يې كاوه، او بدو ته به يې بد ويل او د هغو بدي به يې بيانوله.
خپلو صحابو ته به يې د غلامانو سره د ښه چلند په كلكه يادونه كوله، په يو حديث شريف كې فرمايي: ستاسې خادمان ستاسې وروڼه دي، الله (ج) ستاسې د لاس لاندې ګرځولې دي، څه چې تاسې خورئ، هغوى ته يې هم وركوي او څه چې اغوندئ، هغوى ته يې ور اغوندئ، له وسه پورته كارونو يې مه مكلف كوئ.(14) له دې كبله چې غلامانو به د غلام يا وينځې له نوم نه بده وړله او يو ډول سپكاوى به يې ګڼه، رسول الله صلى الله عليه وسلم  صحابو ته امر وكړ، چې تاسې ورته اې غلامه! اې وينځې! غږ مه كوئ بلكې وايئ اې بچيه! اې لورې!
په بل حديث كې فرمايي: چې تاسې د غلامانو په اړه د الله (ج) څخه وويريږئ. يوه ورځ ابومسعود رضى الله عنه خپل غلام واهه، له شاڅخه رسول الله صلى الله عليه وسلم  وليد، غږ يې ورباندې وكړ. اى ابو مسعوده! څومره چې ته په دې غلام  واك لرې، الله (ج) پر تا ډېر واكمن دى، ابومسعود شاته وكتل، ويې لېدل چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  دى، و يې ويل: اې د الله (ج) رسوله! ما دا غلام د الله (ج) د رضا لپاره ادا كړ. پيغمبرعليه السلام ورته و ويل: كه دا كار دې نه وي كړى، نو تاته به د جهنم اور رسيدلى واى، يوه ورځ يو صحابي رسول الله صلى الله عليه وسلم  ته راغى او  و يې پوښتل: يا رسول الله! د ورځې څو ځله خپل خادم ته عفوه وكړم. رسول الله صلى الله عليه وسلم  چوپ پاتې شو، بيا يې و پوښتل، بيا ورته رسول الله صلى الله عليه وسلم  وويل: د ورځې او يا ځله. په بل حديث كې فرمايي: كله مو چې خادم واهه، او هغه د الله (ج) نوم ياد كړ، نو خپل لاسونه ورڅخه پورته كړئ، او لاس ترې ونيسئ.
د ګاونډيو په اړه:
رسول الله صلى الله عليه وسلم  به د ګاوڼديو ډېر پام ساته، د هغوى پوښتنه به يې كوله، د هغوى د حقوقو رعايت به يې كاوه، صحابو ته به يې دګاونډيو سره د ښه چلند امر كاوه او بالاخره خپل امت ته يې هم د ګاونډي سره د ښه چلند حكم
كړى دى.
په يو حديث شريف كې فرمايي: څوك چې په الله تعالى او د اّخرت په ورځ ايمان لري، د ګاونډي قدر دې وكړي، په بل ځاى كې فرمايي: ماته جبريل عليه السلام د ګاونډي په اړه دومره وصيت او ټينګار كاوه چې ما ګومان وكړ، چې ميراث به هم وركړي. حضرت ابوذر ته فرمايي: اى ابوذره! كله دې چې په كور كې شوروا پخه كړه، اوبه يې زياتې كړه، او خپل ګاونډي په كې ياد كړه. امام ابوداود يو حديث روايت كړى دى، چې يوه ورځ د رسول الله صلى الله عليه وسلم  په كور كې پسه حلال شوى و، پيغمبر عليه السلام پوښتنه وكړه: اّيا تاسې زما د يهودي ګاونډي برخه وركړې ده؟ بيا يې وويل: ماته جبريل د ګاونډي په اړه خورا زيات وصيت كوي. حضرت عايشه رسول الله صلى الله عليه وسلم  ته وايي اې د الله رسوله! زما خو دوه ګاونډيان دي، كوم يو ښه وپالم؟ هغه ورته و فرمايل: د چا دروازه چې درته نزدې وي.
د خپلو ملګرو سره:
دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  د خپلو ملګرو او اصحابو سره څرنګه چلند كاوه، په دې اړه خورا زياتې او هر اړخيزې بېلګې شته، چې په سلهاوو پاڼې كتاب يې نشي راټولولى، خو په ډېرو جملو كې به په دې اړه د ځينو صحابو ويناوې ذكر كړو، تر څو موږ ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم  عظمت او لويي نوره هم روښانه شي.
حضرت عايشه رضى الله عنها فرمايي: د رسول الله صلى الله عليه وسلم  څخه ښه اخلاق د هيچا نه و، د خپلو ملګرو يا كورنۍ څخه به چې هر چا راوبله هغه ته به يې لبيك وايه (15)
يو بل صحابي د هغه صفت داسې بيانوي: رسول الله صلى الله عليه وسلم  به د خپلو اصحابو سره ټوكې كولې، له هغوى سره به يې په مجلسونو او ناستو كې برخه اخيسته، خبرې اترې به يې ورسره كولې، د هغوى د ماشومانو سره به يې لوبې كولې، په خپله مباركه غيږه كې به يې كښينول، د اصيل او مريې، وينځې او نيستمن بلنې ته به يې لبيك وايه، د مدينې په بل سر كې به هم چې څوك ناروغه شو، د هغه پوښتنه او عيادت به يې كاوه، او كه چا به په كومه پيښه كې عذر وړاندې كړ، هغه به يې مانه(16)
حضرت انس وايي: چا به چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم  غوږ ته سر رانږدې كړ، تر څو پټه خبره ورسره وكړي، نو تر هغې به رسول الله صلى الله عليه وسلم  خپل غوږ نه لرې كاوه، تر څو به چې هغه شخص خپل سر نه و لرې كړى، كه چا به د رسول الله صلى الله عليه وسلم  لاس ونيوه، نو تر څو چې هغه شخص به د رسول الله صلى الله عليه وسلم  لاس نه و پرې ايښى، رسول الله صلى الله عليه وسلم  به خپل لاس نه خوشې كاوه، او هيڅكله يې هم په مجلس كې زنګون د نورو ناستو خلكو له زنګونونو څخه وړاندې نه دى لېدل شوى، يو بل صحابي فرمايي: چا سره به چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  مخ شو نو لومړى به رسول الله صلى الله عليه وسلم  سلام اچاوه، د مصافحې لپاره به رسول الله صلى الله عليه وسلم  لومړى لاس اوږداوه، او هيڅكله يې د خپلو ملګرو په منځ كې پښې نه دي غځولې(17)
يوه ورځ يې حضرت خباب بن الارت يوې غزا  ته واستوه، د هغه په كور كې ښځې د څارويو په لوشلو نه پوهيدې، نو بيا به دخباب تر راتګه پيغمبر عليه السلام هره ورځ د هغه كور ته ورته، او هغوى ته به يې په خپلو مباركو لاسونو څاروي لوشل(18)
رسول الله صلى الله عليه وسلم  خورا متواضع انسان و، كبر او لويي يې نه خوښوله، خلك به يې ده ته له پاڅېدو څخه منع كول، د مسكينانو د احوالو پلټنه به يې كوله، د فقيرانو سره به كښيناسته، د مريي دعوت او بلنې ته به هم حاضريده، په صحابو كې به چې ناست و، چا به نه پيژانده.
په يو سفر كې يې غوښتل چې يو پسه حلال او پوخ كړي، يو صحابي وويل: چې حلالول يې پرما، بل و ويل: پوستكى ويستل يې پرما، دريم وويل: پخول يې پرما، رسول الله صلى الله عليه وسلم  وفرمايل: لرګي زه را ټولوم ، صحابو ورته و ويل: اى د الله (ج) رسوله! ستا پرځاى موږ كار كوو، تاسې تكليف مه باسئ، هغه ورته وفرمايل: زه پوهيږم چې دا كار تاسې كولاى شئ، خو زه نه غواړم، چې په تاسو كې ځان جلا او ځانكړى كړم، ځكه چې الله (ج) هغه بنده نه خوښوي، چې ځان په ډله كې د امتياز وړ وبولي، او ځانګړى حيثيت غوره كړي.
________________________________________
اخځليكونه:
1_ (انكم تختصمون الى و انما انابشر…)  ژباړه: تاسې ماته په خپلو شخړو كې مراجعه كوئ او زه خو انسان يم…
2_ (الله (ج) فرمايي: قل انما انا بشر مثلكم يوحى الى، (ورته و وايه زه ستاسو په شان انسان يم، ماته وحى كيږي.
3_ د تفصيل لپاره وګورئ، سيره النبي د علامه شبلي نعماني2 ټوك221_- 222مخ.
4_دا حديث امام بخارى روايت كړى دى.
5_ دا حديث امام بخارى روايت كړى دى.
6_ دا حديث امام ترمذى په خپل سنن كې روايت كړى دى.
7_ امام بخارى روايت كړى دى.
8_ دا حديث امام مسلم او امام ترمذى روايت كړى دى.
9_ دا حديث امام احمد په خپل مسند كې روايت كړى دى.
10_ دا حديث امام احمد په مسند كې روايت كړى دى.
11_ دا حديث امام بخارى روايت كړى دى.
12_دا حديث نسايى روايت كړى دى.
13_ دا حديث ابوداود روايت كړى دى
14_دا حديث امام بخارى روايت كړى دى.
15_هذا الحبيب يا محب.        16_ هذا الحبيب يا محب.
17_هذا الحبيب يا محب         18_  سيره النبى علامه شبلى نعمانى.
مولوى محمد نعيم جليلي
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: