ادارې او سازمانونه

د دیوبند دار العلوم

دیوبند دار العلوم:

– د دیوبند دار العلوم د هند په نیمه وچه کې تر ټولو لویه او مخکنۍ مدرسه ده، داسې مدرسه چې دهند په نیمه وچه کې بله مدرسه په ولسي محبوبیت کې سیالي نشي ور سره کولی.

– د ۱۲۸۳هـ ق کال د محرم دمیاشتې په ۱۵نېټه چې د ۱۸۶۷میلادي کال د می میاشتې له ۳۱نېټې سره سمون خوري جوړه شوې ده. او دا وروسته له هغه کله چې انګریزانو اسلامي حکومت له بیخه وایست، او د مغولیانو حکومت خپلې وروستۍ سلګۍ وکړې، او په هند کې د ۱۸۵۷م کال پاڅون له ناکامۍ سره مخ شو، که د کلک ایمان لرونکو مخلصو علمای کرامو د دیوبند مدرسه د یوې اسلامي ټینګې کلا په څېر نه وای جوړه کړې، لیرې به نه وه  چې په هند کې هم د هسپانیې کیسه تکرار شي.

– د دیوبند دار العلوم د د هند په شمال کې ددیوبند په ښار کې پروت دی، کوم چې له پلازمینې دهلي نه ۱۵۰ک م، واټن لري.

– نوموړی دارالعلوم په لومړي سر کې د یوې وړې مدرسې په څېر پیل شو، چې یوازې تر دیني او له عربي ژبه سره تړاو لرونکو علومو،  او د نوي نسل تر اسلامي روزنې پورې ځانګړې وه،خو وروسته یې بیا تر مختګ وکړ، تر دې چې اوسني حالت ته ورسید، نوموړی دار العلوم په اوسمهال د هند په نیمه وچه کې د مسلمانانو تر ټولو لویه مدرسه ده. 

– د نوموړې مدرسې په جوړولو کې د مولانا قاسم نانوتوي صیب په مشرۍ چې په۱۲۹۷هـ ق کې وفات شوی، یوې غیرتمنې او مخلصې ډلې علمای کرامو برخه اخیسته ده.

– کله چې د مصر مشهور دالمنار تفسیر لیکونکي عالم نوموړې مدرسې ته راغی داسې یې وویل: ( ما د ددیوبند په مدرسه کې چې دهند ازهر ورته ویل کېږي، یو دیني اونوی علمي ويښتوب ولید، زه هیله لرم چې دا به ډېره لویه ګټه ولري، په هند کې په بل هېڅ شي سترګې دومره نه یخيږي لکه د دیوبند دمدرسې په لیدو) له دې پرته د عربو مخکنیو او اوسنیو ګڼو لویو علماوو او مفکرینو له دیوبند مدرسې څخه لیدنه کړې ده، او په اړه یې ارزښتناکې څرګندونې کړې دي، چې اوس هم له دیوبند مدرسې سره شته.

– د دیوبند مدرسې موخه دا ده چې د الله جل جلاله کتاب قرآن کریم او نبوي سنت په لوړه کچه، له ټولو ور سره تړاو لرونکو علومو تدریس کړي، همدا رنګه عربي ژبه تدریس کړي، تر څو متبحر علماء فارغ کړي، چې د اسلامي دین دنشر لپاره کار وکړي، او دالله جل جلاله لارې او درسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو ته د وخت له غوښتنو سره سم د خدمت وړتیا ولري.

– د نوموړې مدرسې له ځانګړنو څخه دا دي چې حدیث شریف په بشپړه توګه روایة او درایة د اعتدال، په الله جل جلاله باندې توکل، عادي ساده ژوند، د حق لپاره د جهاد، د بدعاتو او خرافاتو د مخینوي، د سالمې عقېدې د خپرولو او د دین د ساتنې پر بنسټ تدریسوي.

– دقرآن کریم او نبوي سنتو په شرحه او د اسلام په فهم کې له لومړۍ ورځې د امام احمد بن عبد الرحیم چې په شاه ولی الله دهلوي  صیب شهرت لري په منهج روانه ده.

– نوموړې مدرسه په هند او له هند نه بهر د نورو مدرسو او اسلامي معهدونو په منځ کې یوه ځانګړې مدرسه ده، او هغه داسې چې د مبارکو احادیثو د تدریس لپاره یې ځانګړې څانګه جوړه کړې ده، چې هر کال د ۱۰۰۰شاوخوا طالبان داخله پکې اخلي.  له نورو مدرسو سره له دې امله توپیر لري چې مبارک احادیث په ډېره ژوره او بشپړه توګه تدریسوي.

– په دې مدرسه کې په ټولو پړاوونو او څانګو کې زده کړې وړیا دي، بلکې طالبانو ته د هستوګنې، خوراک، روغتیا، جامو او درسي کتابونو آسانتیاوې هم برابروي.

– نوموړې مدرسه حکومتي مرستې نه مني، او نه هم څه ځمکې او ثابت موارد لري، بلکې خپل لګښتونه د مسلمان ولس په مرستو، په هند او له هند نه بهر په دین، عقیده او اسلامي علومو د غیرتمنو بډایو مخلصو مسلمانانو په صدقاتو پوره کوي. 

– له نوموړې مدرسې څخه فارغ شوي علمای کرام په ګڼو برخو کې ګڼې چارې پر مخ وړي، ددیني مشرۍ په برخه کې، په ټولنیزو او سیاسي برخو کې، همدا ډول په ګڼو نورو برخو کې لکه تدریس، افتاء، قضا، دعوت اوارشاد، خطابت، امامت، ژورنالیستي، تالیف، علمي څېړنې، او  عام مشرتابه کې هم په خدمت لګیا دي، ځینې ځينې آزاد کسبونه لکه تجارت، زراعت او صنعت هم کوي.

د دیوبند دمدرسي د علمای کرامو خدمتونه:

دنوموړې مدرسې د علماوو خدمتونه به په لاندې څو ټکو کې په لنډ ډول ذکر کړو:

– په اسلامي ټولنو کې یې د تعلیم، مطبوعاتو، تالیف او ارشاد په مټ اسلامي ثقافت او پاکه عقیده، خپاره کړي.

– مسلمانان یې وروسته له هغه چې په ژور خوب ویده وو، را ويښ کړل، نویې علمي روح او اسلامي غیرت یې پکې راژوندي کړل، په ژوند کې یې خپلې دندې او مسولیتونه ور په یاد کړل.

– خلکو ته یې له خرافاتو، بدعاتو او د بت پالنې له شکونو څخه پاک او سم اسلامي تعلیمات ور وپېژندل.

– خلک یې په صفا دین باندې منګولو ټینګولو، خپل مسولیت پيژندلو، د جاهلیت عادتونو او تقلیدونو پرېښودلو ته وهڅول، کوم چې شیطان ورته ښکلي کړي وو.

– د عربي اسلامي مدرسو یوه لړۍ یې جوړه کړه، تر څو د کلکو کلاګانو په څېر د اسلام له حریم نه دفاع پرې وکړي، او اسلامي تاریخ او ثقافت وساتي. 

– د صلیبي فکري یرغلونو، او د مستشرقینو د بریدونو مقابله یې وکړه، او داسلام په اړه یې د شک پیداکوونکو اندېښنې او شکونه په شا وتمبول.

– د هرې تباه کوونکې او ملحدې بلنې، او سرکښ تحریک، لکه قادیانیان، بهایان او دوی ته ورته نورو مقابله یې وکړه.

–  د هغو بدعتونو او خرافاتو ریښې یې و ایستي کوم چې داسلام په نامه رواج شوي وو.

– د بریتانوي استعمار هغه هڅې یې له ناکامۍ سره مخ کړې چې غوښتل یې د مسلمانانو په زړونو کې د نویو معیارونو او اصولو په ور اچولو سره ددوی افکار بدل کړي او د خپل دین له اصل او روح نه یې لیرې کړي. 

– د استعمار په وړاندې یې تر هغو مقابله وکړه تر څو چې هېواد یې د هغوی له منګولو آزاد کړ.

– مسلمانان یې د الله جل جلاله دې قول ته  چې فرمايي: ( وكذلك جعلناكم أمة وسطا لتكونوا شهداء على الناس ) متوجه کړل، او دا خبره یې د هغوی په ذهنونو کې ور واچوله چې دوی هغه امت دی چې الله جل جلاله ددې لپاره پیدا کړې چې خلکو ته ښو چارو ته بلنه ورکړي او له بدو یې ایسار کړي. 

– د هر هغه اسلامي حرکت په جوړولو کې یې رغنده ونډه اخیستې ده چې په نړۍ کې د اسلام د خدمت او دمسلمانانو د ګټو لپاره را پورته شوي.

– له خپل توان او وس سره سم یې د هغو اسلامي او عربي قضایاوو قولي او عملي ملاتړ کړی، کومې چې په اسلامي هېوادونو، او دنړۍ په نورو هېوادونو کې راپورته کېږي.

– په علمي او دیني موضوعاتو کې یې تالیفات، ترجمې، او څېړنې کړې دي، همدا ډول یې حواشي او تعلیقات لیکلي دي، تر دې چې د خپلو خدمتونو له وجې یې په ځانګړي ډول په احادیثو کې او په عام ډول په نورو علومو کې نړیوال شهرت تر لاسه کړی.

– تل یې په کتاب الله او نبوي سنتو باندې ټینګې منګولې لګولې دي، په ګڼو  کچو او مختلفو برخو کې یې  تر قرآن کریم او مبارکو احادیثو  پورې د تړاو لرونکو علومو د نشر لپاره بیساري قربانۍ ور کړې دي، او دا ټول یې په پټه خوله د الله جل جلاله لپاره، او له ځان ښودنې پرته کړي دي.

– د همدې خدمتونو له وجې کوم چې د بېلګې په توګه یاد شول، او د دارالعلوم شاګردانو تر سره کړي، او لا لګیا دي، نوموړې مدرسې تقدس او سیادت تر لاسه کړې دی، او څوک چې ورته منسوب شوي هغوی د درناوي او احترام وړ ګرځېدلي دي، بلکې د دیوبند دار العلوم د ویاړونو کور، د هیلو او امیدونو ځای، او د زړونو کعبه ګرځېدلی دی، الله جل جلاله یې دې د مسلمانانو کور وګرځوي، او د یوې معنوي پانګې په توګه یې دې د وخت له ستونزو، آفتونو او فتنو څخه وساتي.

– د دارالعلوم فارغینو په هند، پاکستان، بنګلدیش، نیپال، او ګاونډیو هېوادونو آن په افریقايي، اروپايي او امریکايي هېوادونو کې دوه لکه مدرسې جوړې کړې دي، چې ځینې یې د پوهنتونونو په کچه دي.

د مدرسې تعمیرونه:

دار العلوم  په خورا پراخه سیمه کې پروت دی، چې یو لک متر مربع کېږي، او تر ډېرې یې دیوال را تاو دی. هره څانګه جلا جلا تعمیرونه لري: دتفسیر څانګه، داحادیثو څانګه، د لومړنیو، منځنیو، ثانوي او لوړو زده کړو لپاره درسي صنفونه، د افتاء څانګه، د قرآن کریم څانګه، دزده کوونکو څانګه، مخکنی تعمیر، نوی تعمیر، میلمستون، پخوانۍ افریقايي برنډه، نوې افریقايي برنډه، اعظمي برنډه، اسامي برنډه، درې جوماتونه، کتابتون، د ملک خالد بن عبد العزیز برنډه، پخلنځی، دفترونه او نور …

 

 دزده کړو څانګي:

   د تخصص څانګې چې په دار العلوم کې په تکمیل شهرت لري، ثانوي زده کړې، منځنۍ زده کړې، لومړنۍ زده کړې، د قرآن کریم د حفظ څانګه، د تجوید څانګه، د خطاطۍ څانګه، د لاسي کارونو څانګه، د عربي ژبې د ادبیاتو څانګه، د کمپیوټر څانګه، د مطبوعاتو او تالیف څانګه، د ختم نبوت د ساتنې څانګه یعني د قادیانانو رد، د نصرانیت د رد څانګه، د علمي درسونو څانګه، د انګریزي ژبې څانګه. 

علمي او دعوتي څانګې:

دار الافتاء، د مدرسې کتابتون، د آن لاین فتوی او انټرنيټ دفتر، د فتواګانو دترتیب دفتر، د دعوت او ارشاد دفتر. د چاپ او توزیع اداره، د دار العلوم میاشتنۍ اردو مجله، د الداعي عربي میاشتنۍ مجله، د شیخ الهند اکاډيمي.

 

اداري څانګي:

 د دار العلوم د رئیس دفتر. د زده کړو د وکیل دفتر. د تنظیم دفتر، د حساباتو دفتر، د آرشیف دفتر، د خونو جوړونې او تعمیراتو دفتر، د اوبو او برېښنا دفتر، د پخلنځي دفتر، د میلمستون دفتر، د زده کوونکو د چارو دفتر. د ټولیزو اړیکو دفتر. د عربي مدرسړ د اړیکو دفتر، او روغتون. 

عام معلومات:

په مرکزي کتابتون کې د شته کتابونو شمیر: تقریبا ( ۲۵۰۰۰۰ )

د تدریسي هیئت شمیر: (  ۱۰۰ )

د اداري …

دار العلوم ته د نورو هېوادونو طالبانو ته د داخلې اصول:

۱ – د نورو هېوادونو طالبان د شوال له میاشتې د ذی القعدې تر ۳۰پورې منل کېږي.

۲ – په دار العلوم کې هغه طالب شاملیدی شي کله چې د کانکور په امتحان کې کامیاب شي.

۳  – کم تر کمه یوه کلنه تعلیمي ویزه به لري، چې دا خبره پکې په ډاګه شوي وي چې دا کس په دار العلوم کې درس ویلی شي. له خپل غوښتنلیک سره به د پاسپورت او ویزې کاپیاني هم راوړي. د سیاحت ویزه د داخلې لپاره نه منل کېږي.

۴ – دار العلوم د تعلیمي ویزې په اړه  له طالب سره دا مرسته کوي چې د ده په داخلې د نه اعتراض یوه ورقه ورکړي، او څوک چې دا ورقه غواړي لاندې معلومات باید را ولېږي:

– د کس نوم.

– د پلار نوم یې

– پوست بکس

– د پاسپورت نمبر.

۵ـ په دار العلوم کې تدریس په اردو ژبه دی، هر هغه طالب چې غواړي دلته زده کړې وکړي، باید اردو یې زده وي، تر څو په درسونو ښه پوه شي.

۶ – دار العلوم د زده کوونکو لپاره د زده کړې، د غرمې او ماښام ډوډۍ، هستوګنه، درسي کتابونه، اونور لازمې آسانتیاوې وړیا برابروي، اوهېڅ ډول فیس نه ورڅخه اخلي.

۷ – د بنګلدیش اوسیدونکي د تعلیمي ویزې تر څنګ باید د قاري عبد الخالق ( حسینیه مدرسه، ارض آباد، میر پور او دکه ) تزکیه هم راوړي.

۸ـ افغاني طالبان یوازې په اووم او اتم کال ( دورة الحدیث ) کې منل کېږي او بس، او دا د دار العلوم د تعلیمي مجلس د پرېکړې پر بنسټ.

۹ – هغه زده کوونکی چې غواړي داخله واخلې، باید د ضروري سندونو کاپیانې، تزکیه او ور سره د داخلې لپاره غوښتنلیک هم راوړي، کله یې چې د قبلیدو پاڼه تر لاسه کړه، بیا به خامخا اصلي سندونه راوړي.

۱۰ – دار العلوم د انټرنيټ له لارې د زده کړې پروګرام نه لري.

د دار العلوم مالي سر چینې:

د دار العلوم لګښتونه تر ( ۲۰۰۰۰۰۰۰۰ ) هندي کلدارو چې نېږدې ۳نیم ملیونه ډالره کېږي، رسي. دار العلوم په دې اړه لومړی په لوی الله جل جلاله توکل کوي، او وروسته په هېواد کې دننه او له هېوا نه بهر د عامو او بډایو مسلمانانو په مرستو او صدقاتو، خپل لګښتونه پوره کوي. دار العلوم کوم ځانګړي ثابت موارد او یا ځمکې نه لري، او نه هم حکومتي مرستې مني.

انور نوري

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: