د دیوبند او نور علماؤو اقوال د میلاد د لمانځلو په اړه

شاه عبدالرحیم (رح) د شاه ولي الله محدث دهلوي (رح) پلار دي، په الدر السمین ۴۰ صفحه کي وایې:

د نبي علیه السلام دنیا ته په راتلو باندي کال په کال به ما د نبي علیه السلام د ایصال ثواب پسې صدقې او خیراتونه کول، څه کلونه داسي راباندي راغلل چي ما څه شی نه درلودل چي زه صدقې وکړم

نو اخیر کي ما نور څه پیدا نه کړل مګر یو څه تورې جڼې مي پیداکړي او ټولې مي په طالبانو تقسیم کړي او په زړه کي زیات خفه وم چي ما به کال په کال د نبي علیه السلام د پیدایښت په ورځ لوی لوی خیراتونه کول خو دا ځل مي ډیر لږ څه خیرات کړي دي

نو بیا وایې په دغه شپه مي په خوب کي نبي علیه السلام مبارک ولیدئ او زما هغه تورې جڼې یې مخي ته پرتي وي او دده مبارک مخ د خوشحالۍ څخه وماته داسي ځلیږي….سبحان الله

د هغه زوی شاه ولي الله محدث دهلوي رحمه الله په فیوض الحرمین ۸۰-۸۱ صفحه کي وایې:

زه په مکه معظمه کي ومه نو پر ما باندي دغه میاشت(ربیع الاول/ د نبي علیه السلام د پیدايښت میاشت) راغله، نو ما چي د مکې معظمې خلګ ولیدل نو پر نبي علیه السلام درودونه وایې او د هغه مبارک اوصاف یې بیانول او د ولادت قصې یې بیانولې

نو وایې ما چي وکتل په دغه کورونو باندي انوار او رڼاګاني راتلې (یعني ده مبارک ته کشف وسو، ځکه دی ولي وو)

بیا وایې وای داسي نه وایم چي دغه انوار ما په سترګو لیدلي دي او داسي هم نه وایم چي یوازي مي د روح په سترګو لیدلي دي، بیا وایې وای نور نه پوهیږم والله اعلم، خو زه ویښ وم، بیده نه وم، بیا وایې په دې انوارو کي مي فکر وکړ او کله چي مي وکتل دا انوار د موکلینو فرشتو لخوا په دوئ باندي اوریدل

او بیا وایې که میلاد لمانځل بدعت او یا ناروا وای، نو بیا پر داسي مجالسو انوار څنګه اوري، یعني چي د بدعاتو څخه خالي وي بیا جائز دي

الدرالسمین ۴۰ صفحه

فیوض الحرمین ۸۰-۸۱ صفحې

Ulama علماء

هغه علماء چي میلاد لمانځل مستحب عمل ګڼي او باعث یې د ثواب بولي:

۱- علامه ابن حجر عسقلاني رحمه الله په حسن المقصد في عمل المولد کي دده فتوا ذکر ده

۲- امام جلال الدین السیوطي رحمه الله میلاد مستحب عمل ګڼي، حسن المقصد في عمل المولد ۶۴ صفحه

۳- امام شمس الدین الجزري رحمه الله

۴- امام شمس الدین ابن ناصر دمشقي رحمه الله

۵- امام کمال الدین اوفوي رحمه الله

۶- امام زرقاني رحمه الله

۷- امام شمس الدین سخاوي رحمه الله

۸- ملا علي قاري رحمه الله

۹- امام ابن الجوزي رحمه الله چي وهابیان یې خپل مشر هم بولي

۱۰- امام قسطلاني رحمه الله

۱۱- امام ابن تیمیه رحمه الله

۱۲- امام ابن حجر مکي رحمه الله

۱۳- امام ابوذرعة العراقي رحمه الله

۱۴- امام جلال الدین کتاني رحمه الله

۱۵- شیخ عبدالحق محدث دهلوي رحمه الله

۱۶- شاه عبدالرحیم رحمه الله

۱۷- شاه ولي الله محدث دهلوي رحمه الله

۱۸- حاجي امدادالله مهاجر مکي رحمه الله

۱۹- علامه عبدالحي لکنوي رحمه الله

۲۰- امام ابوشامه رحمه الله

۲۱- حیکم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله

۲۲- مولانا خلیل احمد السهارنپوري رحمه الله

۲۳- شاه انور شاه کشمیري رحمه الله

۲۴- علامه محمود الوسي رحمه الله

۲۵- شاه محمد اسحاق رحمه الله

او داسي په زرګونو نور علماء میلاد لمانځل مستحب عمل ګڼي، نو د علماؤو خبره ومنئ او نور د وهابیانو، سلفیانو او نورو ډلو په خبرو پسې مه ځئ، بس ښه په شوق او ذوق او ښه نیت و اخلاص سره یې ولمانځۍ، د الله تعالی شکر اداء کړئ چي یا الله! تا څومره لوی نعمت موږ ته راکړی دي..

الله تعالی دي د نېکو اعمالو توفیق راکړي، ومن الله توفیق

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب