د درد د شاعرانه نفسیاتو جاج

شاعري د انسان د ماهیت د پېژندنې پوهه ده. ترګردو مجرده خبره  پکې داده چې د انسان د نفسیاتو بنیادي شکل ظاهروي. موږ به دا خبره نه کوو چې شاعري څه ده؟ ولې دا خبره اړینه ده چې په شاعرۍ کې د انساني امتیاز ارزښت تر مادي امتیازه لوړ وي.

شاعري د ورکې څيز دی. او ورکه په مادي پرستو ټولنو کې د تاوان لویه نښه وي. فرض کړئ شاعر د لیکلو پر وخت، خپل سنتي تهذیب هندارې ته متوجې وي؛ نو د شاعرۍ جوړښت به،  په  ټوله مانا نظریاتي وي. یانې په شعوري توګه دا طلسم  پیدا کول چې شاعري دې زما د تهذیب یا د فکر دخل وي، نو بیا خو شاعري د خوند پرځای د شوخوند تمثال دی. ښه دا ده چې د شعر لیکلو پر وخت افاقي فطرت ته ورمخه کړو. او بیا مو چې څه لیکل د کلمو په حسن کې باید خلل نه وي.

    پروفیسر رحمت الله درد د نفسیاتو د افاقي فطرت د انځورونې شاعر دی. دی!  د پورتنیو خبرو په مثال کې د یو لوړ مثال ځای لري. دده په شاعرۍ کې داسې مثالونه هم پیدا کولای شو چې رقیب ته هم په انسانیت قایل دی. دا شی د انسان عاطفه ښکاره کوي. اکثره وخت د یوې مفکورې، نظریاتي غورځنګونه د خپلو ګټو په خاطر په انسانیت هم پښې کیښودی شي. دا شی د احساس بنیادي څهره هم را ښکاره کوي. نو د درد صیب دغه مقام په لاندې بیتونو کې هم لیدلی شئ:

زما د زړه او د رقیب څه عجیبه رشته ده
دعا که نه غواړي رقیب ته ازار هم نه کوي
***
له ناصح نه رقیب سل ځله بهتر دی
چې تایید کوي زما د انتخاب
***
زه د رقیب د انتخاب قایل شوم
ګڼي جذبه د رقابت په خپل ځای

(پروفیسور رحمت الله درد)

د درد شاعري د کلمو په حسن کې هم لوړه پنځونه ده. او دا شی  په شعر کې مجرده موسیقي هم را ولاړ وي. دغه موسیقي د الاتو له پرتمه هم غني وي. ځکه چې په دې کې خیالي غورځنګونه وي. په دې کې هره خیالي څهره اتڼ کوي. تاسې ددې بیتونو د کلمو ترمنځ شاعرانه اړیکې اوګورئ چې یو عجیب ساز یې رامنځته کړی دی:

خلق نه پریږدوي خوب ته
هغه سترګې چې ودې دي
***
موږانتظار که د اختر کوو خو هیله مو ده
چې دیدنو نه پکې نه شي ارزان نه دي راځي
***
د غزل ډېر اړخونه اوس هم نا ښکاره پراته دي
درد به چې کله ستا د مخ له قصیدې راوځي

(مرحوم رحمت الله درد)

درد صیب د یوه باوري احساس خاوند شاعر دی. او دا ډول شاعر د معشوق له ظلم څخه هم شکوه نه کوي. د باوري احساس خاوند د خپلو نفسیاتو هیلې هم نه وژني او د یار په جبر هم تږه ږدي. دا کړنه  د انسان په فطرت کې وي، خو چې تخلیق، دغه راز را واخلي هغه یوه داخلي تجربه وګرځي. ځینې تجربې د سبک په جوړولو کې مهمې وي. تاسې دا بیتونه وګورئ:

هره ورځ یې چې رخصت کړم زړه ته وایم
د تا حال به ورته وایم که بیا راغله
***
هجر کې له ژوند نه درده مرګ راته مشکل نه وو
یا به یې ویل چې انتظار یې راته اونه کړو
***
سرټیټي هم د بندګی اظهار دی
خاموشي هم د عبادت ژبه ده
***
ناز او په سیتم کې فرق اسان نه دی
ښکلي موږ ته ځکه بې وفا لګي
***
زه خو یې رقیبه اعتراف د محبت ګڼم
ستا تر مخ زما سره چې ګران خبرې نه کوي

(مرحوم پرفیسور رحمت الله درد)

د درد صیب له شاعرۍ سره د نفسیاتو ژوره اړیکه ده. د درد صیب شاعري او نفسیات سره تړلي دي. همدا شی، دده د پټو حقیقتونو څرګندونه کوي. درد د خپلې شاعرۍ یو بنیادي کرکټر دی. دی خو ځکه خپل معشوق تر ډېره، نه غندي چې تقدیرونه مطلق وي. او هغه و چې درد یې د هجر په سره تبۍ د ژوند تر پایه کینولو. ده خپل درد محسوس کړی دی او تر لوستونکي یې هم رسولی دي.

ستا کتو نه پس به چا ته څه ګورم
سترګو نه مې لا هغه حیرت نه ځي
***
دا خو ګله ستا په تماشه شو نن
دومره ګني کله ایساریږي وخت
***
ګل درنه رخصت شو درده وژاړه
خدای ته ګوره مه ساته په زړه کې اور
***
ارمان د بیا کتو یې درده پاتې شي په زړه کې
د ګل غوندې د ورځو میلمانه وي ځینې خلک

دغه انځوګري جادوګر بیان وي. او جادوګربیان کې د تخلیق حکمت وي. تخلیق له داخلي جذباتو را ولاړیږي او داخلي جذبات له نفسیاتو خالي نه وي.

د شها ددې خبرې ځواب نه شته
د چا کور او د چا قبر تاج محل شو
***
محبت چې پکې جرم نه وي درده
موږ دهغې زمانې په انتظار یو
***
ستا د حسن خامي نه ده
زه سخت جان یمه چې نه مرم

د درد شاعري د همدې علت په بنیاد د مانا په ښکلا کې ښکیله ده. نو ده ته به ولې د د نفسیاتو تیوریسن نه وایو؛ ځکه چې دی خپله شاعري  له خپل داخلیت  څخه په جذبي او احساس راباسي. دده د شاعري د تلپاتې کیدو یو ځانګړنه به دا هم وي چې  دی! خپل داخلي هیجان په ډېر جذباتي احساس را څرګندوي. درد د معقولاتو د اظهار یو داسې مشاهده لري چې عقل ورته عاجز کیدای شي.

یا به نقاد وي یا ناکامه شاعر
چې غزل واوري او واه وا نه کوي
(مرحوم درد)

لیکوال: یونس تنویر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب