د خپلواکۍ سلمې کلیزې ته یوه لنډه کتنه
خپلواکي چې د افغانانو طبیعي او فطرتي حق وو، په زرګونه کیلو متره لیري پېرنګي ورڅخه په زور او ستم اخیستې وه، افغانان اړ ول چې د هغه مهال پخپل ملي زعیم غازي امان الله خان راټول شي او د سرښندنې او تورې په زور يې بیرته له انګریزانو ترلاسه کړي. د خپلواکۍ په ګټلو د سمون او پرمختګ هغه لار چې پیرنګي د افغانانو پر مخ تړلې وه، بیا پرانیستل شوه. غازي امان الله خان د داسې سمون او پرمختګ لپاره مټې رابډ وهلې او د خپلې نهه کلنې واکمنۍ په مهال يي په دې لار کې اړین او مثبت ګامونه پورته کړل.
د خپلواکۍ په ګټلو یوازې افغانان خوښ او بیرته ژوندي نه شول، بلکې تر انګریزي ښکېلاک لاندې هغه مهال نورو ولسونو کې هم د خپلواکۍ سا ورپوو شوه او لږه موده وروسته له برتانوي هندوستانه هم د انګریز کډې بار شوې!
دلته دا خبره باید په زغرده وشي، د افغانستان خپلواکۍ په سیمه او له سیمې وراخوا د زاړه استعمار په ماڼۍ کې درځونه پېښ کړل چې وروسته د نورو ملتونو د خپلواکۍ د پراخ غورځنګ په زلزلې سره دا ماڼۍ نسکوره او په سیمه کې د بیخي نويو ملتو او هېوادو د رامنځته کېدو لامل شوه.
خو څونه چې د خپلواکۍ د غورځنګ پلوشې مخ په پیاوړتیا او خپرېدو وي، انګریزي دښمن دلته په کور دننه د خپلو جاسوسانو او د ولس د عمومي بېوزلۍ او د پوهې کچې له ټېټوالي چې هغه هم د اوږده ښکېلاک پایله وه، په ګټې اخیستنې د غورځنګ په وړاندې سنګر ونیو او هغه يی د تورې په زور نه، بلکې د شا لخوا په ناځوانۍ او د خپلو بړیڅو په مټ مات کړ.
سرلوڅ مرادزی