د خره کمال ….

وایي چې یو چا خر بازار ته دخرڅولو لپاره راوړی وو ..او نارې یې وهلې چې خر واخلئ خر یوازي په پنځه سوه روپیو.
ګوري چې دبازار څخه د باچا قافله تیریږي نو کله چې باچا سړي ته ور نږدې ســو نو سړي بیا چیغي کړې چۍ  خر واخلئ خر! یواځي په پنځوس زره روپیو.

باچا چې کله دسړي ږغ واوریدو
نو قافلې ته یې د دریدلو حکم وکړو او دخره له څښتنه یې پوښتنه وکړه چې خر دي ولي دومره لوړ قیمت باندې خرڅوې.

د خره څښتن ورته وویل چې باچا صاحب که چیري ددې خره دکماله خبر سـې نو همداته یې په یولک اخلې …

باچا په ډیره لیوالتیا پوښتنه وکړه چې خر دي څه کمال لري نو د خره څښتن ورته وویل چې تر ټولو لوی کمال یې دادی چې که د دې خره دپاسه کښینې نو مکه معظمه درته ښکاري.

د باچا وزیر دخره د څښتن دخبري

په اوریدو وخندل او وه یې ویل چې داسي خو نه سـي کیدای .

زه یې لومړی ګورم چې ایا ښکاري او که نه کله چې خره ته نژدې سـو نو دخره څښتن او ویل چې یوه خبره سـته …

هغه دا چې غل او مفسد سړي ته ترې څه نه ښکاري وزیر په قهر او ویل چې زه خو غل او مفسد نه یم نو په خره سپور ســـــو…

دا چې وزیر ته هیڅ هم ښکاره نه ســــوه نو دځانه سره یې او ویل که چیري ووایم چې څه راته نه ښکاري نو بیا خو به داټول خلګ وایي چې مفسد یم نو وزیر چیغي کړې چې

واه….څومره دکماله ډک خر آها …

هغه ده مکه معظمه …

څومره خلګ طواف کوي…

اوهو داده مدینه منوره هم ښکاري واه…

ددې خبرې په اوریدو باچا خوشحاله ســـو او وزیریې دخره څخه کښته کړ، او خپله په خره سپور سـو ….

خو باچا ته هم څه ښکاره نه شـول

نو د ځانه سره یې او وویل که چیري زه ووایم چې ماته څه نه ښکاري

نو خلګ او کابینه به مي فکر وکړي چې زه غل او مفسد یم نو پاچا هم چیغي کړې چې واه …

ریښتیا هم دکماله ډک خر دی …

واه وزیر بیا هم لږ غل دی یواځي مکه معظمه او مدینه منوره ورته معلومیدل …

راسـه اوس وګوره ماته خو بیخي ترې جنت هم معلومیږي واه…

هاغه اوګوره شنه باغونه …

دشرابو ویالې اوداسي نور…..دي

د پاچا د خبرو په اوریدو سره په بازار کي یوه هلهله ګډه ســـوه او هر چا رامنډي وهلې …

چا دخره ویښتان دتبرک دخاطره اخیستل چا دتبرک لپاره خر لمس کوه او چا او چا نور څه.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب