اسلامي نړۍ او امتژوند راز

د حقیقت په لټه کې (حسن البناء)

زه څوک یم
د حقیقت پلټونکی…چې په اسلام کې مې وموند
د حقې لاری پلټونکی… چې د اخوان په دعوت کې مې ومونده

رښتیا هره نوې ورځ زمونږ په کار شهادت ورکوې… دا یو فرصت دی چې الله تعالی راکړی تر څو د هغه د لارې … سپیڅلې اسلام نه د پيروۍ په کولو سره خلاصون تر لاله كړو، چې  د هغه لومړی ګام د ځان اصلاح ده..

ګرانو ورونو!
ستاسو لومړی میدان خپل ځانونه دي، که هغه مو اصلاح کړ او پری بریالی شوی بیا د نورو سره کار کول آسان دی، او که د خپل نفس په وړاندې پاتې راغلى بیا نشی کولای نور خلک دې لارې ته دعوت کړى. له همدې کبله لومړۍ تجربه له خپل ځانه پیل کړئ، او په یاد ولرئ چې ټوله نړۍ د یو پاک، سپیڅلي او د قوي او ښو اخلاقو ځوان نسل ته سترګې په لار ده، نو دغه ډله تاسو شئ او نا امیده کیږی مه.
د رسول(ص) دغه وینا په یاد ولرئ چې فرمایي:
(( اضمنوا لى ستا من انفسكم، اضمن لكم الجنة اصدقوا اذا حدثتم ، وأوفوا اذا وعدتم ، وأدوا اذا أؤتمنتم ، واحفظوا فروجكم ، وغضوا ابصاركم ، وكفوا أيديكم ))
د شپږو شیانو ماته ضمانت وکړئ زه تاسو ته د جنت ضمانت کوم، کله چې خبرې کوی نو رښتیا وایئ، په خپله وعده وفا وکړئ، امانت خپل کس ته وسپارئ، د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړئ، خپلې سترګې وساتئ، چا ته زیان مه رسوئ.
ورونو
ستاسو دعوت دری اصول لري:
1.    د الله تعالی پیژندنه
2.    د خپل نفس اصلاح
3.    د خلکو سره محبت
د الله پیژندنه د هغه په یاد او مراقبت سره کیږي.
د نفس اصلاح په طاعت او کوښښ سره كيږي
او د خلکو سره دوستی په نصیحت او ایثار سره جوتيږي.
تر ټولو لومړی څیز چې د عمل په ډګر کې له تاسو څخه غواړم هغه:
۱- هره ورځ د قرآنکریم د یوې برخې تلاوت، او کم له کمه د یو آیت یادونه.
۲- مخکې له خوب څخه د خپل نفس محاسبه: هر کس دې خپل ورځني کړه وړه د خپل نفس سره محاسبه کړي، که چیرې ښه وه د الله تعالی ثنا دې ووایي، او که داسې نه وه نو د خیر کوښښ دې وکړي.
۳- پنځه وخته لمونځ په خپل وخت کې په سمه توګه تر سره کړئ، د هغه احکام ښه زده کړئ، سجده، رکوع، او خشوع په پوره توګه ادا کړئ، د قرآن تلاوت په لمانځه کې په ښه توګه وکړئ او په هغه کې فکر کوئ، د سنت لمونځونو په ادا کولو کې تنبلی مه کوئ، ترڅو مو چې توان رسي لمونځ په مسجد کې په جماعت سره کوئ، او په خاصه توګه د سهار لمونځ په خپل وخت کې ادا کړئ.
(وقرآن الفجر، ان قرآن الفجر کان مشهودا).


 امام حسن البنا د اخوان المسلمين د نړيوال اسلامي تحريك موسس دى چې په  ۱۹۲۸ زيږديز كال كې يې دغه حركت تاسيس كړ.
سيد هاشم سادات
ليكنه: امام حسن البنا
ژباړه: سیدهاشم سادات

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: