زرینې ویناوې او نصیحتسیرت النبي مقالې

د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي ۳

زړه مه تنګوه، ځکه زړه تنګول دي له دنيا او آخرت څخه لاس په سر کوي.
بهتريني پيسې هغه دي، چي انسان ئې پر خپلو ډوډۍ خوړونکو باندي مصرف کړي.
ثروت او مال زموږ له پاره نېکمرغي او خوښي نه راوړي خو خلک په دې فکر کي دي چي ژر تر ژره مالداره سي په داسي حال کي چي بدمرغه مالداره کېدل يوازي په مال او منال کي نه دئ حقيقي ثروت هغه دئ چي څوک ئې پروا و نه کړي.
د دين آفت درې شيان دي لومړى : بدعمله فقيه، دويم: ظالم امام او دريم ناپوه مجتهد.
د مرګ هيله کوئ او خپل ځانونه د دين څخه بېروئ.
له رښتونى او پاک لمنى اوسې ستا لږ عبادت هم کافي دئ.
د دين بنياد پرهېزګاري ده.
د انسان دين د هغه پوهه ده او څوک چي نه پوهېږي، دين نه لري.
ښه خلک نيم دين دئ.
قناعت او پر شهوت غلبه ستره پاک لمني او تقوا ده.

٤١:- جنګ مه کوه که څه هم چي ته پر حق يې.
٤٢:- تر څو چي امکان ولري د پوښتني څخه ځان وساته.
٤٣:- الله تعالى هغه سړى چي ډېر ودونه کوي او هغه ښځه چي ډېر مړونه کوي نه خوښوي.
٤٤:- الله پاک جل جلاله تر آخري سلګۍ پوري د انسان توبه قبلوي.
٤٥:- الله پاک جل جلاله ځوان توبه کوونکى غوره ګڼي.
٤٦:- الله پاک جل جلاله د مور او پلار سره د نيکۍ له امله د انسان عمر زياتوي.
٤٧:- الله پاک جل جلاله په هر کار کي نرمي خوښوي.
٤٨:- انسان نقشه جوړه وي او الله پاک جل جلاله ئې سرته رسوي.
٤٩:- الله پاک جل جلاله زه سخت نيوونکى او سخت تراشونکى نه يم رالېږلى بلکي ښوونکى او آسان نيوونکى ئې رالېږلى يم.
٥٠:- الله پاک جل جلاله ناولتيا او شلېدلى جامې اغوستل نه خوښوي.

Tags
donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close