صحابه کرامو سیرت

د حضرت بلال (رض) داستان

د حضرت بلال حبشي رضى الله تعالى عنه  مخامخ کېدل د بې سارو ستونزو او تکليفونو سره، يوازي او يوازي د اسلام راوړلو په و ړاندي، د اسلام د دښمنان له لوري.

حضرت بلال(رض) چي د حبشې اوسېدونکى او د اسلام  د ستر لار ښود نبي پاک عليه السلام اذان کوونکى( موذن) ؤ.
د عقيدوي اړخه يې ژوند يو داسي د بهادرۍ او قهرمانۍ ژوند ؤ چي بيا به هيڅکله داسي څوک پيدا نه سي چي د داسي بهادرۍ او قهرمانۍ ژوند دي ولري او هيڅکله به بيا اذان په داسي يو خواږه ږغ او اواز وا نه ورېدل سي.
حضرت بلال(رض) د سرا‌ے نومي ځاي کښي تر هجرت  تقريباً٤٣  کاله وړاندي پيدا سوى دئ پلار يې رباح او مور يې حمامه نومېده.
حضرت بلال(رض) په ام القراى کښي غټ سو، کله چي پر مکه معظمه د اسلام د سپېڅلي دين منوري وړانګې را وختې او نبي پاک عليه السلام ديووالي د کليمې  (کليمے التوحيد) ږغ  پورته کړ نو حضرت بلال(رض) په لومړیو مسلمانانو کي ؤ چي اسلام يې  و مانه او په داسي حال کښي مسلمان سو

خو يوازي او يوازي دى او يو څو نفره نور وه چي مسلمانان سوي وه او د اسلام سپېڅلي دين ته يې غاړه اېښې وه چي د هغو څخه يوه خديجه رضى الله تعالى عنها، ابو بکر صديق(رض)، علي ابن ابي طالب، عمار بن ياسر او د هغه مور سميه رضى الله تعالى عنها، صهيب الرومي او مقداد بن الاسود وه.
حضرت بلال(رض) تر اسلام راوړلو وروسته د اسلام د دښمنانو له لوري د داسي ستونزو او مشکلاتو سره مخ سو چي د ده ماسېوا بل هيڅ څوک نه دى ور سره  مخ سوئ. او دا مخ کېدل د داسي ستونزو او کړاوونو سره يوازي او يوازي د اسلام  د دښمنانو د سخت دلۍ او بغظ په خاطر چي د اسلام د سپېڅلي دين سره يې لرل، وه.  خو حضرت بلال(رض) او هغه نور مسلمان چي د ده سره يو ځاي د کفارو په لاس کښي وه د هر ډول ستونزي او مشکل په وړاندي د حق تعالى جل جلاله په  لاره کښي داسي   صبر او زغم کوئ چي مخکي چا نه ؤ کړئ او کفارو غوښته چي د دوى دغه عذاب و نورو هغو کسانو ته چي د اسلام دين ته يې زړه ښه کړئ او يا يې وروسته ښه کوي او خپل خدايان يې پرې ايښي دي  پند او عبرت سي. او دوى د دغه عذابو دپاره د قريشو تر ټولو سخته زړې او ظالمه ټولۍ د همدې بې ګناه کسانو چي پکښي ښځي هم موجودي وې په دنده وګمارل.
ابوجهل ځناور چي د کفارو يو رهبر ؤ راغى او د سميې رضى الله تعالى عنها پر پاک او سپېڅلي بدن و درېدئ او چي څه يې پر خوله ور تلل هغه مبارکي ته يې وويل او وروسته يې  په يو غشي ته ورته شي داسي ووهل چي  تر نس يې ننوتئ او تر ملا يې ووتئ او د دې ځناور د لاسه په  شهادت و رسېدل او دا په اسلام کښي تر ټولو لومړۍ شهيده وه چي د همدې ځناورو د لاسه چي ګناه يې يوازي او يوازي و يوه حق دين ته غاړه ايښودل وه د دا ډول ستوتزو سره مخ او آن تر دې چي خپل ژوند يې هم د همدې ځناورو د ناحقه غوښتنو چي بايد د بتان عبادت وکړي او د اسلام د سپېڅلئ دين پرېږدي په مخالفت کښي قرباني کړ. مګر هغه نور کسان چي ګناه يې د حضرت سميې رضى الله تعالى عنها په ډول وه( يو حق دين ته غاړه ايښودل وه) د کفارو له لوري د داسي عذابو سره مخ سوه چي د کله به لمر په غرمه کښي ښه تود سو او د مکې معظمې  صحراوي به ښه تودې سوې کفارو به د همدې مسلمانانو څخه کالي وکښل، زغري  به يې په واغوستې  او پر ګرمو رېګو به يې  پرې ايستل او د لمر په شعاوو به يې سوځل او دوى به يې امر کول چي نبي پاک عليه السلام ته ښکنځل وکړي خو دوى به تر خپله وسه دا کار نه کوئ خو کله چي به عذابونه پر ډېر سوه او د دوى تر وس او طاقت به ووتل نو هغه څه چي کفارو په امر کول يوازي او يوازي په خوله ويل او په زړه کښي به د نبي پاک عليه السلام پر نبوت او و هغه ته د حق تعالى جل جلاله د يوه استاذي په توګه کتل خو يوازي حضرت بلال(رض) ؤ چي هر څونه به تکليفونه او عذابونه پر ډېر سوه د دوى د غوښتنو په بدل کښي چي مخکي يې يادونه وسوه  د اَحَد اَحَد نعرې وهلې. اميه بن خلف چي د کفارو يو رهبر ؤ هغه او د هغه نورو ملګرو به تر خپله وسه پوري په عذاباوه، پر سينه به يې ډبري او پر ملا به يې په چلاخو واهه خو د دوى د هر اقدام او هري غوښتني په وړاندي د ده ځواپ د اَحَد اَحَد معنى چي حق تعالى جل جلاله يو دى ږغ ؤ.
دوى به دى د( لات او عزى) چي د کفارو د دوو بتانو او دوى  ورته دخدايانو په سترګه کتل په يادولو مجبوره کوى خو ده به يوازي او يوازي د حق تعالى جل جلاله ذکر کاوه   او کله چي دوى د ده د خولې دا اورېدل، نور عذابونه به يې ور کول او ورته ويل به يې چي هغه څه ووايه چي موږ در ته وايو ده به ويل چي زما ژبه دا ښه نه بولي او کله چي کفار په هيڅ يوه لاره پر دې ونه توانېدل چي دى د خپلو پاکو اوسپېڅلو شعارو څخه واړه وي نو يې خپلو کسانو ته امر وکړى چي په غاړه کښي يې يو طوق ور واچوي او د مکې معظمې په کروندو او ډبرينو مځکو کښي يې کش کړي خو حضرت بلال(رض) دغه ټوله عذابونه يوازي او يوازي د حق تعالى جل جلاله دپاره پر ځان تېرول او د دوى د هر کار په بدل کښي به يې خپل لوړ ترينه  شعار چي اَحَد اَحَد ؤ، وايه. په فضائل اعمال کښي داسي راغلي چي کفارو به و حضرت بلال (رض) ته ويل چي که ژوند غواړې نو د  اسلام څخه واوړه او که نه  اوړې نو په دغو تکليفو کښي به مړ سې او دوى به دى د شپي په ځنيځيرونو تړى او ډېر سخت به يې واهه او د ورځي به يې پر توده کځکه پرې ايستى چي د اسلام څخه واوړي او يا په همدې تکليفو کښي مړ سي.
او ورته ويل به يې چي د اسلام څخه تېر سه خو ده دا ځواب ور کاوه چي اَحَد اَحَد.
او همدا ډول راغلي دي چي عذاب ورکوونکو خپل وارئ ايښى ؤ کله چي به ابوجهل ځناور ستړى سو د اميه بن خلف ځناور وارئ  به راغى او هر يوه به خپل تر وسه کوښښ کوى چي څونه تکليف ور کولاى سي بايد ور يې کړي.

ژباړن: عطاء الله محمدي

ليکنه: صور من حياه الصحابه لعبد الرحمن و افت الباشا

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: