د حديث ډولونه د سندونو د شمير له مخې |علم حدیث ۴

حديث د سندونو د شمير يا خلکو ته د رسيدو يا وصل په اعتبار په دوه ډوله دی متواتر او احاد .

۱- متواتر :

متواتر په لغت کې پرله پسې ته وايي او په اصطلاح کې هغه دی چې د روايت په هره طبقه کې دومره ګڼ شمير خلکو روايت کړی وي ،کوم چې عادتاً دومره خلک په درواغو جمع کيدل ناشوني وي .

د متواتر حديث يا خبر شرطونه :

د پورتني تعريف څخه دا څرګنديږي چې متواتر د څلورو شرطونو په وجه مينځ ته راتلی شي او هغه دا دي :

الف : د ډيرو خلکو روايت کول .

ب: دا چې دا ډيروالی د سند په هره طبقه کې موجود وي .

ج: داچې عادتاً د دومره خلکو په درواغو توافق محال ګڼل کيږي .

د: دا چې د دوی د سند آخر امر محسوس سره تړلی وي مثلاً مونږ واوريدل او يا ومو ليدل او يا لمس مو کړل .

د متواتر حکم :

د متواتر منل او تصديق واجبي دي او د هغه په روايت کې بحث ته ضرورت نشته يعنی د راويانو څيړنې ته يې ضرورت نشته .

د متواتر اقسام :

متواتر په دوه قسمه دی لفظي او معنوي :

الف) لفظي متواتر : هغه ته وايي چه لفظ او منعی په تواتر سره نقل وي لکه دا حديث (من کذب متعمداً فليبواء مقعده من النار ) څه د پاسه اويا صحابه کرامو نقل کړی دی .

ب) معنوي متواتر : هغه ته وايي چه يوازې معنی په تواتر سره نقل وي لکه د رفع اليدين او نورو په باره کې احاديثو چې الفاظ يې مختلف وي او مقصد او معنی يې مشرک وي او حد تواتر ته رسيدلې وي .

۲- احاد خبر :

احاد جمع د احد ده په معنی د واحد يعنې يو هغه روايت دی چې يوه شخص نقل کړی وي په اصطلاح کې هغه حديث ته وايي چې د تواتر شرايط پکې موجود نه وي .

احاد حديث په دری قسمه دی : مشهور ،عزيز او غريب :

الف : مشهور حديث : مشهور لغتاً ښکاره او څرګند ته وايي او په اصطلاح کې هغه حديث ته وايي چې په هره طبقه کې دريو يا زياتو راويانو نقل کړی وي .

مثال : “ان الله لايقبض العلم انتزاعا ينتزعه من العباد …. “ (رواه بخاري ،مسلم ،ترمذې او احمد ) يعني الله پاک دغه علم د بندګانو د سينو څخه نه راوباسي لکن د علماؤ په وفات کولو سره يې له مينځه وړي .

ب: عزيز حديث : لغتاً لږ او نادر ته وايي او په اصطلاح کې هغه حديث ته وايي : چې په هره طبقه کې د راويانو شميره له دوو څخه کمه شي عزيز بلل کيږي .

مثال د انس متفق عليه روايت او د ابوهريره چې بخاري په روايت کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  “لايؤمن احدکم حتی اکون احب اليه من والده و ولده والناس اجمعين “ (رواه بخاري او مسلم ) .

دا روايت له انس څخه قتاده او عبدالعزيز بن صهيب نقل کړی دی او بيا د قتاده څخه شعبه او سعيد نقل کړی دی او بيا د ددغې هر يوه څخه ګڼو کسانو نقل کړی دی .

ج: غريب : په لغت کې جدا او بې کسه ته وايي او په اصطلاح کې هغه روايت چې يوازې يو راوي روايت کړی وي غريب بلل کيږي .

غريب حديث په دوو برخو ويشل شوی دی غريب مطلق او غريب نسبي .

  • غريب مطلق : هغه دی چې يوه صحابي نقل کړی وي مثال : “انما الاعمال بالنيات “ دا حديث يوازې د عمر رضی الله عنه نه روايت شوی دی تر آخر د سند يو يو شخص روايت کړی دی او کله داسې هم کيږي چې له يو شخص يې ګڼ شمير کسان نقل کړي .

  • غريب نسبي : هغه حديث دی چې په مينځ د سند کې يوازې راوي وي په اصل د سند کې راويان زيات وي ،مګر وروسته د دغه رواتو څخه نقل يو راوي وکړي مثال : حديث مالک عن الزهري عن انس ان النبي صلی الله عليه وسلم دخل مکة وعلی راسه المغفر (رواه بخاري ۱۷۴۹  ) ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم چې مکې ته داخل شو پر سر يې د اوسپنې خولۍ وه . چې مالک په يوازې ځان له زهري څخه نقل کړی دی .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب