د حج مکروهات
دحج مکروهات ډېر زیات دي چې ځینې به یې دلته بیان کړو او نور به په خپل خپل ځای بیانیږي .
۱. له زوال مخکې په عرفات کې خطبې لوستل . ۲. په عرفات کې دلمونځونو جمع کولو وروسته په عرفات کې درېدل ځنډول. ۳. له امام وړاندې عرفات څخه وتل . ۴. له عرفات څخه دامام له وتلو نه وروسته په ځنډ وتل. ۵. په ویشتل شویو ګيټیو جمرات ویشتل . ۶. دجومات په ګيټیو جمرات ویشتل . ۷. په لویو ګیټیو جمرات ویشتل . ۸. یوازې دسر دڅلورمې برخې ويښتان خرېیل . ۹. دعرفې شپه له منی پرته په بل ځای کې تېرول . ۱۰. دجمراتو شپې له منی پرته په بل ځای کې تېرول. ([22])
قاعده : دواجب پرېښودل مکروه تحریمي او سنت مؤکدة پرېښودل مکروه تنزیهي دي.([23])
د مکروهاتو حکم
دحج دهغه کړنې په ثواب کې کمښت راځي چې مکره پکې ترسره شوی وي، خو په ترسره کولو یې دم یا صدقه نه واجبیږي.([24])