ستونزې او حل لارېعصبي ناروغيکتاب او مطالعه

د حافظې مشکل؛ چې څه ولولم ژر مې هېرېږي!

يو له هغو بنسټيزو پوښتنو څخه چې موږ ته له مطالعي نه د ښو پايلو تر لاسه کولو په اړه مخ ته راځي دا ده چې سره له دې چې ډېر کوښښ کوو يو مطلب ياد کړو، ويي لولو او څو ځلي پرې باندي تېر شو، ساتونه ساتونه وخت مو ورته بېل کړي وي خو په پاى کې هغه څه چې بايد لاس ته راوړو نه يې شو راوړاى. يا دا پوښتنه چې ګمان کوو د يو شي له لوستلو مو ډېر څه زده کړې خو په حقيقت کې مو کوم ځانګړى شى ورڅخه نه وې اخیستی. راځئ دې پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره لومړى څو ټکي د حافظي د ډولونو په اړه زده کړو او وروسته به بيا د سمې مطالعي د کړندودونو په اړه خبري وکړو.

د حافظې ډولونه

پوهانو د د انسان حافظه په دريو ډولونو ويشلي ده:

1. حسی حافظه:
دا حافظه د يادولو تر ټولو لومړنى او ابتدايي ځاى دي چې د معلوماتو د چاپيريال سره د اړيکو له امله د مغزو په هغي برخي کې ځاى نيسي چې د کلياتو ساتنځي بلل کېږي. یعنې دا حافظه ټول هغه څه چې له چاپيريال نه يې زده کوو د ليدلو، اوريدلو يا لمس کولو له لاري هغو ته د پاملرني په مهال د ډېري لنډي مودي لپاره (د دريو ثانيو لپاره) هلته ساتي.

2. لنډ مهاله حافظه:
دا حافظه هغه معلومات ساتي چې د حواسو له لارې تر لاسه شوې وي. په دغه حافظه کې معلومات د ډير تکرار له امله د سړي په ذهن کې ځاى نيسي او په دي توګه په اوږد مهاله حافظه بدلېږ ي. دغه حافظه کولا ى شي چې له ١٥څخه تر ٣٠ دقيقو پورې يو شى وساتي. همداراز دې حافظې ته هوښياره حافظه هم ويل کېږي او د وړتيا کچه يې لږ ده.

3. د دغې حا فظې درلودل د عمر تر وروستيو شېبو پورې اړين برېښي.
دغې حافظې ته چې څه شى ور لېږو هغه د سمبولونو په ډول سره ځاى پر ځاى کېږي. د دغې حافظې وړتيا پراخه ده او هغه څيزونه چې موږ دغې حافظي ته سپارو، که يې چيرته په سمه توګه سره هلته ځاى پرځاى کړو نو کېداى شي د ډېر وخت لپاره هلته خوندي پاتي شي. دغه راز معلومات بايد له لنډ مهالي حافظې څخه اوږد مهالي حافظې ته ولېږدول شي. یعنې که چيرته شيان په داسې ډول سره مطالعه کړو چې په سمه توګه دغې حافظې ته ورننوځې، له لږ لږ ذهني تکراره سره ښايې د تل لپاره وکولاى شو،هماغه شى ورڅخه تر ګوتو

کړو، خو په دې شرط چې معلومات همدا اوږد مهالي حافظې ته ولېږدول شي.نوموړي حافظي ته له بيلابيلو لارو څخه کولاى شو چې معلومات ولېږدوو، لکه په ذهن کې د څه شي تکرارول چې د معلوماتو د لېږدوني يوه سمه لار پېژندل کېږي. د معلوماتو په بيا بيا تکرارولو سره کېداى شي يو شى مو د تل لپاره په حافظه کې پاتې شي. د نويو او زړو معلوماتو په منځ کې د اړيکو رامنځته کول يا په بل ډول د دغو دوو ډولو معلوماتو تر منځ يو ډول مانا لرونکي اړيکه بايد وساتو. واقعيت خو دا دى چې په اوږد مهاله حافظه کې د يو شې د زيرمه کولو لپاره دهغه د مانا تر لاسه کول مهم دى، نه د هغه برسېرنه بڼه. بل شى چې په ښه توګه د معلوماتو په زيرمه کولو کې مرسته کوي هغه د معلوماتو په داسې واحد او منظم ډول اودل دې چې يو جز يې له بل سره تړاو ولرې. د اوږدو او پېچلو معلوماتو د بيلابيلو برخو سم ترتیب د زده کولو او په ياد ساتلو تر ټولو ارزښتناکه لاره ده.

ولې مو معلومات هيريږي؟

بيا هم دا پوښتنه له په ځاى ده چې آيا کېداى شي چې له دې ټولو سره سره يو شى له سړې نه هېر شې؟ هو، کېداى شي. خو راځئ ځان پدې خبره پوه كړو چې درى واړه حافظې بيا هم ولې د هېريدو له ګواښ سره مخ دي.

لاملونه يې په لاندې ډول دې:

• له حسي حافظې نه د هېرېدلو لامل: په دې حافظه کې د زياتو معلوماتو له ډلې څخه چې هره شېبه زموږ حسي حافظې ته داخلېږي يوازي هغه توکي په مغزو کې پاتې کېږي چې زموږ د پاملرني او علاقي وړ وې. له همدې کبله له دې حافظې نه د هېريدلو لوى لامل د پاملرني نشتوالى دى.

• له لنډ مهالې حافظې نه د هېرېدلو لاملونه: دا دوه بنسټيز لاملونه لرې.

١ – د معلوماتو ځاى ناستي کېدل، په دې مانا چې د دغې حافظې ظرفيت ته يوه ټاکلې اندازه شته چې هروخت هغه ډکه شې زاړه معلومات ترې غورځيږي او نوي معلومات يې ځاى نيسي.

٢ – د وخت تېرېدنه: یعنې ډېر معلومات د مهال په تېرېدو سره له دې حافظې څخه وځي.

• له اوږدمهالي حافظې نه دهېرېدلو لاملونه: له دې حافظې نه د هېرېدلو د بيلابيلو لاملونو په ډله کې لاندې د يادوني وړ دې:

١) يو په بل کې ګډېدل: د حافظې پوهان په دې باور دې چې ځيني وختونه زده شوي معلومات يو په بل کې ننوزي او سره ګډېږي او له همدې کبله هغه معلومات په سمه توګه په ياد نه راځې. کله کله پخواني معلومات د نويو هغو د يادېدلو مخنيوى کوې او کله بيا نوې معلومات د زړو هغو د په ياد پاتي کېدلو په لار کې خنډ ګرځې.

٢) بيا موندنه: د دې نظريې له مخې هغه څه چې اوږدمهالي حافظې ته يو ځل وسپارل شې بيا هېڅکله له منځه نه ځې او په ياد راوړلو کې د پاتې راتلو لامل داوې چې د زده شوو معلوماتو په بياموندنه کې موږ کمزوري يو، کنه هغه معلومات اوس هم زموږ په مغزو کې شته دې.

د یادولو تر ټولو ښه لاره كومه ده؟

دا کار مو دې ته اړ باسي چې د ستونزې ريـښې ته ځير شو. د خپلي انرژي او وخت نه په ښه توګه د ګټي اخيستلو په خاطر بايد د په ياد لرلو لپاره تر ټولو ښو لارو څخه کار واخلو چې په لاندې ډول دي:

• طوطي ډوله يادول (rotememorization) هغه وخت په کارېږې چې کله ناچاره شې چې بايد يوه اندازه بې مانا توکي ياد کړې. (لکه له ١ نه تر ١٠٠ پورې د شمېرو يادول) د دغسې مطالبو د يادولو لپاره دوه لاري شته دې. يو ((برخه برخه)) يادول دې چې يو شى په څو برخو وېشې چې اسانه زده شې او بل ((جلا جلا خو په وخت سره)) چې لوستونکى خپل وخت په بيلابيلو مهاليزو پړاوونو وېشې.

• مخکې له مخکې سمه وونکى(( Advance organizer)): دغه حالت چې په يادونه کې له تاسو سره مرسته کوي د څو اړوندو مفاهيمو له يو ځاى کېدلو څخه لاس ته راځې چې د موضوع د جزياتو له زدکړي څخه مخته د زده کوونکي په ذهن کې ځاى نيسي. دا کار د زده کوونکو لپاره هم ډېر ګټور دى. د ښوونکو رول، له داسې تو کو سره چې په پام کې ده زدکړل شي د زده کوونکو اشنا کول دي څو په دي ډول مرسته سره زده کوونکى وکولای شي د نوي او زاړه درس تر منځ اړيکې جوتې کړي. په حقيقت کې ښوونکى هغه څوک دى چې له زده کوونکې سره د يوې موضوع په يادولو کې ارزښتناکه مرسته کوي. يوه مهمه لار چې د زده کوونکو سره يې د مرستي په توګه يادولاى شو هغه د زده کوونکي هغه هڅې دي چې له مطالعي څخه مخته د يوه کتاب يو بحث، او يا يو څپرکي ته ځغلنده کتنه وکړي، تر هغه مهاله چې زده کوونکى وپوهېږي چې د کتاب ليکوال څه غواړي او له څه شې څخه ګړېږي چې دا کار پخپله له زده کوونکي سره د يوه مطلب په يادولو کې زياته مرسته کوي.

• د مطالبو ترتیب او سمونه (Organization) د مطالبوسمونه او ترتیب د مطالبو د مانا داره کولو لپاره يوه ډېره مهمه لار ده. په خبر ليکنه کې يو اصل چې په اهميت يې ټينګار کېږي دادى چې د هغو معلوماتو اوډنه او په ترتيب سره ټولول چې ټاکل شوې ده زده کړاى شي د هغوى د بيا موندلو او را يادولو لپاره اړين دي. موږ د معلوماتو د سم تنظيم او ترتيب له لارې د هغو د بيلابېلو اجزاوو تر منځ اړيکې او پيوستون منځته راوړو او هغه مهال د معلوماتو يا مطالبو د جزء جزء زده کولو په ځاى د هغو ټوله له يو بل سره د اړيکو له لارې زده کوو او په دې توګه په حافظه کې مو له هغه مطلب نه يو کلې مفهوم هم پروت وي.

• اوبدل او بيا موندنه: کېداى شې د معلوماتو د بياموندلو او را په يادولو کې هغه چاپيريال چيرته چې هغوى اوبدل شوې وې مرسته وکړې. د بېلګې په توګه که د ارواپوهنې درسونه همېشه په يوه ټاکل شوې خونه کې لوستل کېږې تاسو په هغې خونه کې تر بل هرځاى په ښه توګه هغه درس در په يادولاى شئ. دا ځکه چې د هغې خونې جوړښت ستاسو د درسونو او مطالبو د بيا موندلو لپاره يوه نښه غوندې ستاسو په ذهن کې پروت دى.

• تکرار: مخکې مو هم وويل چې په ذهن کې د معلوماتو تکرارول او بيا بيا پرې تېرېدل اوږد مهالي حافظې ته د هغو په لېږدولو کې هم مهم دې او هم په مغزو کې دهغو د زيرمه کولو لپاره ګټور. هرڅومره چې تاسو يو مطلب په ذهن کې او ځينې وخت يې په غږ کې زيات تکرار کړئ هغومره زيات ستاسو په مغزو کې پاتې کېږې او بيا په اسانه کولاى شئ بيرته يې درپه ياد کړئ.

د مطالعې او په ياد ساتلو لپاره څو لارښوونې

مخکې له دې چې د کتاب يا يوه مطلب په لوستلو پيل وکړئ ښه ده چې وګورئ له کومې کړنلارې څخه کار اخلئ، ډېره ښه پايله به لاس ته راوړئ. زموږ له لويو نيمګړتياو څخه يوه داده چې بې له دې چې د مطالعې لپاره له کوم سم کاردود سره اشنا واوسو، په لوستلو پيل کوو او ډېرځلې يې داسې لولو لکه پر يوه ورځپاڼه باندې چې تېرېږو، او بيا دا تمه هم لرو چې له خپلې مطالعې څخه ښې پايلي لاس ته راوړو. نو راځئ دلته د مطالعې کولو لپاره په يوه بريالي او ګټور کاردود څخه کار واخلو:

• مخکې لوستل: که چېرته غواړئ د يو کتاب مطالب زده کړئ، لومړى په ټول کتاب باندې يوځلې ځغلنده تېر شئ او په لنډ ډول يې ولولئ. د دې کار ګټه داده چې په کتاب کې د ځاى شوو مطالبو نه يو ټولېز (کلي) پوهاوى او اخيستنه ستاسو په ذهن کې پيدا کېږي. مخکې لوستل د دې لپاره ډېر مهم دى چې بيا وروسته چې تاسو د کتاب هر څپرکى په دقت سره ولولئ په ياد مو ښه پاتي کېږي.

• پوښتنه کول: یعنې دهغې موخې په اړه پوښتنه کول چې تاسو يې له لوستلو څخه لرئ. د کتاب د هرې برخې يا څپرکي په پاى کې کولاى شئ له ځانه څخه د هغه څه په اړه چې تاسو غوښتل د کتاب له لوستلو يې لاس ته راوړئ پوښتنه وکړئ او ویې ارزوى چې د موخې په لاس ته راوړلو کې څومره بريالي واست. د بېلګې په ډول کله چې مو دغه کاردود ولوست، له ځانه وپوښتئ: دا لوستل شوى کاردود د څه لپاره و ؟

• لوستل:په دې پړاو کې تر لاس لاندې مطلب ښه په ځيرتيا سره ولولئ او هڅه وکړئ هغو پوښتنو ته چې د موضوع په هکله مو درلودې ځواب ومومئ. دلته بايد تاسو خپل تمرکز په هره جزئي او بيا په کلي موضوع واوسي.

• سوچ کول:د دې کاردود په دې برخه کې بايد تاسو پر هغه څه چې لوستلې مو دې سوچ وکړئ. پر لوستل شوي مطلب باندې سوچ کول او تم کېدل له تاسو سره مرسته کوې هغه په ښه ډول زده کړئ او تر اوږده مهاله مو په مغزو کې پاتې شې.

• له يادو ويل:د هري برخي له لوستلو وروسته هڅه وکړئ د لوستل شوې درس يا مطلب مهم ټکې در په ياد کړئ او له يادو يې وواياست. دا له تاسو سره مرسته کوې چې پر خپل کار باندې کنترول ولرئ او دا به هم درته جوته شې چې کوم ځايونه مو ښه نه دې زده کړې.

• بياتېرېدل:د ټول کتاب له لوستلو وروسته بيا پر ټول باندې يو ځلې تېر شئ او له سره يې بيا هم په ځغلنده توګه وګورئ. او په دغه پړاو کې بايد تاسو پرته له دې چې سرچينې یعنې د کتاب متن ته وروګرځئ د هغه مطلب يا کتاب مهمې پوښتنې ځواب کړئ. په دې مانا چې اوس بايد د تاسو هغه څه چې مو لوستې دې په ياد وې او يوازي په کتاب کې د موضوع په ليدلوسره بايد تاسو ټول معلومات ياد ته راشي. دا کاردود د حافظې د څرنګوالې د ښه کولو پر اصولو ولاړ دى او د مطالعې او يادولو لپاره يو بريالۍ لاره بلل کېږې چې تل يې د کارونې سپارښتنه کېږې.

با احساسه داکتر

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close