د حافظې قوت کې د خوب رول

تازه څیړنه ښيي، چې که غواړئ حافظه پیاوړې کړئ، نو مناسب خوب وکړئ.

په دغه څیړنه کې راغلي، چې مناسب خوب کولاي شي ستاسې حافظه دومره پیاوړې کړي، چې ټولې ورځنۍ پیښې او فعالیتونه یو په یو په یاد ولرئ.

څیړنه لیکي، چې ورځني فعالیتونه د خوب پر مهال په مغزو کې په منظم ډول تمرین او ساتل کیږي.

له دې برسیره د شپې منظم خوب د انسان د صحت لپاره هم ګټور دی.

په ورته وخت کې څیړونکې اندیښنه ښيي، چې له اندازې زیات خوب عمر کموي.

د ډاکترانو په باور د بالغو کسانو لپاره د خوب مناسبه اندازه د ۸ ساعتونو په شاوخوا کې ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

واسع ویب یوتیوب چینل

د ملاتړ لپاره چینل سبسکرایب او له نورو سره شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



پوهنتون ښوونیز یوتیوب چینل

پوهنتون چینل سبسکرایب او له زده کوونکو سره شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

Back to top button
واسع ویب