د حاجي ميرزا علي خان ( ايپي فقير )
پخپله انگرېزان په دې اعتراف كوي ، چې څلوېښت زره كسيز انگرېزي پوځ د ايپي فقير او نورو پښتنو سيمې كلابندي كړې ، له پاسه پرې پوځي الوتكو بمبارۍ كړئ ، په داسې حال كې چې له ايپي فقير سره به زر يا يونيم زره كسه په سمڅو كې پټ ول ، نه يې الوتكې درلودې ، نه يې شوبلې ، نه يې مخابراتي چارې سمبال وي او د كارتوسو له كموالي سره خو تل لاس او گرېوان ول ، بيا به هم انگرېز پوځونه تش لاس بېرته خپلو مېشتځايونو ته ستانه شول.
ښاغلى “ تيخونوف “ د خپل كتاب په يو بل ځاى كې د انگرېز جگپوړو افسرانو له قوله ليكي ، چې انگرېز جگپوړي افسران او جنرالان هېښ پاتې ول او د علي خان جگړه ييز تاكتيك داسې فكر ورسره پيدا كړى وو ، لكه ده چې په برتانيا كې كومه لوړه پوځي اكاډمي پاى ته رسولې وي . نوموړى ليكوال ليكي ، چې په افغانستان كې د محمد ظاهر شاه حكومت هم له ميرزا علي خان نه د ډار احساس كاوه ، ځكه چې له ده سره نه يوازې چې د ډيورنډ كرښې نه لاندې پښتانه ولاړ ول ، بلكې د ډيورنډ نه دې خوا افغانستان د بېلا بېلو ولايتونو پښتنو هم دده ملاتړ كاوه او په لسگونو زرو غازيانو څو ځلي دده له نورو لښكرو سره يو ځاى په جگړو كې گډون كړى وو . دده د ټولو لښكرو شمېر تر سلو زرو پورې رسېده ، نو كه چيرې يې د پاچا محمد ظاهر شاه په سياست كې كوم څه د انگرېزانو په پلو احساس كړي واى ، نو بيا خو فكر نه كېده ، چې د ايپي فقير ددغه لوى ځواك د احتمالي بريد په وړاندې دې يې د افغانستان دولت ځان ټينگ كړى واى.
له برتانوي امپراتورۍ سره د ايپي فقير تر مشرۍ لاندې جگړو كې ډېر پښتانه او افغانان هم له منځه ولاړل او شهيدان شول ، خو دا د هېواد د خپلواكۍ په لاره كې جگړې او د هېوادپالنې په لاره كې د دوى كارنامې وې ، چې ياد به يې زموږ د هېواد تاريخ پخپلو زرينو پاڼو كې په وياړ سره ساتې.
حاجي ميرزا علي خان د ژوند په وروستيو مهالونو كې د سالنډۍ له ناروغۍ نه په تكليف وو . په وروستيو شپو ورځو كې ان دومره كمځواكه شوى وو ، چې پخپله به يې څو گامه هم نشو اخيستلاى . د افغانستان دغه نوميالي مبارز د ۱۹۶۰ ز كال د اپرېل د مياشتې د ۱۶ نېټې په شپه له دې فاني نړۍ نه سترگې پټې كړې او افغانستان له يوه بهادر ، پياوړي ، رښتين او اتل بچي نه بې برخې شو.
ددغه نوميالي شخصيت د جنازې په مراسمو كې په زرگونو خلكو گډون كړى وو ، چې د هغوى په شمېر كې يو هم مولوى پير رحمان وو . د حاجي ميرزا علي خان جنازه په گورويهت كې خاورو ته وسپارل شوه.
د راتلونكي نوي ۲۰۱۰ ز كال په اپرېل كې ددغه نوميالي ، روحاني ، هېواد پال شخصيت او ملي اتل د مړينې پنځوسم تلين پوره كيږي . زما وړانديز ټولو افغاني ، ملي ، كولتوري ټولنو ، بنسټونو ، په تېره بيا د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې ( جرمني ) ته دا دى ، ( كه چيرې يې تر اوسه پورې لا په دې برخه كې په چمتووالي لاس نه وي پورې كړى ) چې كه د شونتيا تر بريده په راتلونكي كال كې په دې مناسبت د يوې پوهنغونډې د سرته رسولو لپاره تابيا وكړي نو ډېره به ښه وي . همدا راز په دغه مناسبت به د يو شمېر كتابونو چاپول ، او بيا د ايپي فقير د ژوند او مبارزې په اړه د ځانگړي كتاب چمتو كېدل او ورسره د پوهنغونډې د توكو د ټولگې چاپ به لا يو بركتي او ملي دنده وي او ددغه نوميالي ياد به زموږ ټولو افغانانو په زړونو او ذهنونو كې لا رنگين او تازه كړي.
ما اورېدلي دي ، چې د حاجي ميرزا علي خان زامن ،لمسيان نور خپلوان ، كليوال اوس هم ژوندي دي او څښتن تعالى دې يې ژوند نور هم اوږد كړي . پر دې بنسټ ويلاى شو ، چې دده په اړه د څېړنې لپاره پر ليكل شويو او چاپ شويو مالوماتو سر بېره ، دده او دده د نږدې ملگرو ، دده د هغه كور ، چې دى پكې اوسېده ، د رامځاى او نورو اړوندو اړخونو په اړه د مالوماتو او انځورونو راټولولو لپاره شونتيا شتون لري . په تېره بيا داسې څوك ، چې په پېښور او وزيرستان كې ژوند كوي او يا هلته د تگ راتگ شونتياوې ولري ، په دې تړاو كولاى شي چې ښايسته ډېر توكي راټول كړي . ددې كار ترسره كول او دده د مړينې د پنځوسم تلين په مناسبت د پوهنغونډې يا پوهنغونډو رابلل به له يوې خوا د ثواب كار وي ، له بلې خوا به د داسې يو ملي شخصت د كارنامو ياد ژوندى وساتل شي ، چې زموږ د هېواد په تاريخ كې يې يوه ځلانده پاڼه پرې اېښې او په موږ ټولو افغانانو يې حق هم ډېر دى . هيله من يم ، چې په افغانستان كې به اړوند چارواكي هم په دې تړاو اړين گامونه واخلي.
محمد طاهر كاڼى