د جګړې نه په انتباه او پند اخیستنه کې | لنډه کیسه

لومړي جهانی جګړې لکه یو ډیره لویه  او وحشتناکه بیماري په شان ، په نړۍ سیوری غوړولی وو ،او ټول جهان یې نیولی وو. یو تن سر تیری د جګړې په ډګر کې ، چې د پوره احساس او د زړه درد خاوند وو ،په ډیره هوښیارۍ او تیز نظر دي ته یې پام واوښت ، چې د ده یو ګران ملګری ،د تورو خټو ډک یو ډند کې د ډوبیدو په حال کې دی ،او د ژوند او مرګ سره لاس او خپي وهی ، نو په ډیره مهربانۍ یې د مشر افسر څخه اجازه وغوښته چې د خپل دوست د نجات یا ژغورنی د پاره اجازه ورکړي ،او ولاړ شي ،او هغه د دې لوی خطر څخه وژغوري ، مشر افسر ورته وویل: که غواړې لاړ شي ولاړ شه درته اجازه ده ،ولي د دي فکر دې هم کړی چې ارزښت یې لري او که نه ؟ ستا دوست احتمالأ شاید مړ شوي وي ،او ممکن ته خپل خوږ ژوند په خطر کې واچوئ ! د مشر خبرو په دې هکله ورباندی تأثیر ونه کړ، او سر تیری د خپل دوست د ژغورنۍ د باره ورغی ،او په ډیر یو معجزی په شکل یې ،خپل ملګری د دې خطرناکه ډنډ څخه راویست ،او په خپلو اوږو یې تر عسکری قشلي یا محله پوري راورسوی ،د سر تیری مشر ورته ورغی ،او هغه سرتیری چې په ډنډ کې غوزیدلی وو هغه یې معاینه کړ ، او په ډیر مهربانۍ او زړه سواند یې ،خپل سر تیري ته وکتل ،او وي ویل : ما تا ته وویل چې دا ممکنه ده چې د دې ارښت ونه لري ،ستا دوست مړ شوي ! او ستا په بدن کې هم زخمونه لیدل کیږي ،سر تیری وویل : صاحبه ! ارزښت یې درلوده ،د سر تیري مشر افسر وویل :منظور دې څه دی دا چې وایي چې ارزښت یې درلوده ،کولای شئ؟ دا راته ووایي؟سر تیری وویل بلی قربان:ارزښت یې درلوده ،کله چې زه ده ته ورسیدم دا تر هغه مهال پوري لا ژوندی وو ، نو پر ما یې ږغ وکړ چې جیمه! زه ښه په دې پو هیدم چې ته به زما مرستي ته راځې !!!

( د دې کیسی انتباهی اړخ دا دی چې ،هغه سر تیری چې د مرګ او ژوند سره یې لاس او خپی وهلي د انتطار سترګي د جیمز په لور وي ، او د جیمز د زړه کومی دا انسانی ترحم یې درک  کړی وو ،او دا چې ورته وایي :چې جیمه! زه پوهیدم چې ته به زما د ژغورنۍ د پاره راځي ،یو خواته که د جنګ څخه کرکه او نفرت ښیي د بلي خوا د پوهی او معرفت خاوندانو ته دا پیام لري چې سر تیری ته جیم د نجات یو فرشته وه ،چې ده ته په سر وخت ورسیده ،او جیمز تر ابده د ده په ذهن کې پاتي شو ،د یو فدا کار او د نجات د پرښتي په لباس او نقش کې ، اګر که دې سر تیری د (جیمز) ملګري سا ورکړې وه،  ، نو په کار ده چې په ذهنونو او زړونو لکه د نجات پرښتي داسي یادګارونه پریږدو ،)

لنډه کیسه ژباړه د فیسبوک د ملګرو څخه په اخیستنه او د پښتو ساده ادب په اوړو کښي اغږلي

ژباړن : سید عبید الله نادر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب