اسلامي معلوماتایمان | عقاید او اړوندبیانات او پوښتنې او ځوابونهبیلابیل اسلامي لیکنې

د جلاله لفظ (الله) بیان

د جلاله لفظ (الله)

په اسلامی عقیده کې د جلاله لفظ ( الله ) د یواځینې حقیقی موجود او حق معبود نوم دې. هغه ذات چی دالوهیت دجامعو صفاتو څښتن او دربوبیت په صفت موصوف، کوم چی له مخلوقاتو څخه بی نیاز او مخلوقات هغه تعالی ته محتاج دي. حتی بی دینه اومشرک انسان هم دسختیو په وخت کې چې دمادی ټولو اسبابو څخه مایوس شی نودفطرت د تقاضا سره سم له هغه تعالی څخه مړسته غواړی

هُوَ الَّذِي يُسَيِّرُكُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ حَتَّى إِذَا كُنْتُمْ فِي الْفُلْكِ وَجَرَيْنَ بِهِمْ بِرِيحٍ طَيِّبَةٍ وَفَرِحُوا بِهَا جَاءَتْهَا رِيحٌ عَاصِفٌ وَجَاءَهُمُ الْمَوْجُ مِنْ كُلِّ مَكَانٍ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ أُحِيطَ بِهِمْ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ لَئِنْ أَنْجَيْتَنَا مِنْ هَذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ. «یونس»۲۲

الله هغه ذات دی چې ګرځوی تاسی (په خپلو خپو یا په سورلی ) په وچه او(په لامبو یا مرکوب) په بحرکې، تر هغه پوری چې سواره شي په کشتی کښې، او روانه شی دا بیرۍ له ناستو کسانو سره په ښه ملایم باد سره او خوشحاله شي دوی په دی حال، نو راشی کشتی ته سخت باد او راشی دوی ته موج له هر لوری، او وګڼي دوی چې د هلاک په موجباتوسره پر دوی احاطه وکړه شوه، نو وبولي (دعاء وکړي) دوي الله د خپل نجات دپاره، چې خالص کوونکي وي ده (الله) ته خپل دین،(او وایي:) که چیری مونږ ته دی نجات راکړ له دی سختی، نومونږ به شو هرومرو له شکر کوونکو.

دجلاله لفظ ( الله ) د الهی ذات له ۹۹ نومونو څخه اعظم نوم دې چې داسماء حسنی ټول معناوی لره شامل دی اما نور نومونه یې په ځانګړې معناوی دلالت کوي لکه : علم ، قدرت او داسې نور.. ،اودجلاله لفظ د واجب الوجود ذات مشهور نوم دې چې اسماء حسنی هغه ته اضافه او منسوب کیږي او دجلاله لفظ اسماء حسنی ته نه اضافه او نه منسوب کیږي.

‎دعلماؤ په اتفاق سره مخلوقات په – الله او الرحمن – سره جوازنه لري چې ونومول شي مګر دا چی د ( عبد او د ورته الفاظو ) اضافت هغه ته وشي( عبدالله او عبد الرحمن ، امة الله ، بیت الله او داسی نور…) .

په جلاله لفظ سره پرته له الله تعالی څخه بل هیځ مخلوق نومول شوی نه دې ، څنګه چی عظیم الشأن قرآن دی حقیقت ته اشاره کوي او وایي:

(هل تعلم له سمیا)مریم/۶۵

آیا دالله تعالی لپاره شبیه پیدا کولاې شئ؟!

آیا(غیر له الله تعالی څخه) داسی یو شیئ پیدا کولای شې چی (الله) نومول شوی وي؟

نو دجلاله لفظ الله تعالی دخپل ځان لپاره مختص کړې دې .


دجلاله لفظ ( الله ) په عظیم الشأن قرآن کې (۲۶۹۹) ځلې ذکر شویدې او ډیر ښایسته لفظ دې هر کله یی چې انسان یواځی ذکروی نو یوه خاصه او خوندوره نغمه لړي، ځکه چې ددې لفظ ټول حرفونه د خوله له منځ څخه نطق کیږي، نه له شونډو څخه، ځکه چی حروف یې ټکي نه لري. او ددی لفظ د ذکر په وخت د انسان پر مخ او شونډو کوم حرکت او خوزښت نه لیدل کیږي او ورسره ناست څوک ورباندې نه خبریږي .

ددی لفظ له اعجاز څخه دا دې چې که هر حرف (تورۍ) یې کم ( حذف ) شي، پاتی حروف بیا هم څښتن تعالی ته اشاره کوي:

که اول حرف کم کړای شي نو ( لله ) کیږې . ( و لله الأسماء الحسنی فادعوه بها )۱۸۰/ الأعراف

که اولینې الف او لام کم کړای شي نو ( له ) کیږې . ( له ما فی السموات وما فی الأرض )۲۵۵/البقرة

که چیری الف او دواره لامونه کم کړای شي نو ( هُ ) کیږی . ( هوالله الذی لا اله الا هُو )۲۲/الحشر

او که چیری اولینی لام کم کړای شي نو ( اله ) کیږې . ( والهکم اله واحد )۱۶۳/ البقرة


دامستردام په پوهنتون کې یو هالندی عالم دی نتیجی ته رسیدلې دی چې دجلاله لفظ (الله) تکرارول له انسان څخه خفګان او پریشاني لیری کوی او انسان دآرامتیا حالت ته راولي ،اودا کار یې ددری کلونو په اوږدو کې په مختلفو رواني بیمارانو باندی چې زیاتره یې په عربی ژبه هم نه پوهیدل تجربه کړی دی .

الله تعالی په عظیم الشآن قرآن کي وايي:

» ۲۸/ الرعد الذين آمنوا وتطمئن قلوبهم بذكر الله ألا بذكر الله تطمئن القلوب «

(الله تعالی ته رجوع کوونکي) هغه کسان دي چې ایمان یې راوړي دي او آرام نیسی زړونه ددغو مؤمنانو داللهپه ذکر سره، خبردار شئ! چې دالله په ذکر سره مطمئن کیږي (دمؤمنانو)زړونه .

یادونه:

ښایي چې مؤمنان خپل زړونه او ژبی په مشروع طریقه په مأثوره اذکارو سره تازه کړي نه دا چې دجلاله لفظ (الله) یواځی او یا داشاری ضمیر (هو) ورد کړي ، ځکه چې قرآني او نبوي ذکرونه یواځې په جلاله لفظ سره ندي راغلي بلکۍ مخکې او یا وروسته ورڅخه نور الفاظ بیان شوي دي . لکه: سبحان الله، الحمد لله، الله اکبراو داسې نور.

په حدیث شریف کې راغلی دی:

« کلمتان خفیفتان علی اللسان، ثقیلتان فی المیزان، حبیبتان الی الرحمن : سبحان الله وبحمده ، سبحان الله العظیم ».

الراوي: ابوهریرة، المصدر : صحیح البخاری، المحدث : البخاری، الرقم: ۶۶۸۲

دوه کلیمی دي چې ویل یې په ژبه باندی آسان، درانه دي (دحسناتو) په میزان ، خوښوونکي دي درحمان :

سبحان الله وبحمده ، سبحان الله العظیم


دجلاله دلفظ احکام د تجوید په علم کې :

– په جلاله لفظ کې دلام حکم له حیثه د تفخیم (ډک لوستل) اوله حیثه د ترقیق (نرې لوستل) :

۱-په جلاله لفظ کې دلام تفخیم (ډک لوستل):

– کله چې دلام څخه دمخه توری فتحه (زور)ولري ، لکه: قالَ الله او اَلله اکبر.

– کله چې دلام څخه دمخه توری ضمه (پیش) ولري، لکه: عبدُالله او یعلمُ الله.

۲- په جلاله لفظ کې دلام ترقیق (نری لوستل):

– کله چې دلام څخه دمخه توری کسره (زیر) ولري، لکه: بسمِ الله .


دجلاله دلفظ اعراب دنحو په علم کې:

ښایې چې دجلاله لفظ په اعرابولو کې له احتیاط ، ادب او احترام څخه کار واخیستل شي.

یومثال :

) ۱۸/ التوبة وَلَمْ يَخْشَ إِلا اللَّهَ (

یخش: دمضارع فعل ،مجزوم په حرف جزم (لم) سره ، چې دجزم علامه یې دحرف علت (الف) حذفیدل دی، چې اصل یې :یخشی ‌ؤ. او فاعل یې ضمیر مستتر دی چې (مَنْ) ته راجع کیړی.

او دجلاله لفظ (الله) په تعظیم سره منصوب دی (منصوب علی التعظیم).

– زیاتره زده کوونکی دبی علمی او یا بی توجهی له وجهی غلط کیږی او وایې: الله مفعول به منصوب دی. ښایې چې پاملرنه وشي.


آیا د جلاله (الله) لفظ مشتق دې او که جامد؟

په دی باب علما‌ء دوه ډلې دی :

‌‌‌‌‌‌‌‌۱/ دجلاله لفظ مشتق دې .[بیاپه ماده د اشتقاق کې په خپلو کې اختلاف لری]

– د أله یأله اِلاهة څخه اخیستل شوی دې ، چی اصل یی (الاِله) ؤ، همزه کم کړای شو اول لام په دویم لام کې مدغم شو نو د جلاله (الله) لفظ شو. [داد الكسائي اوابن جرير الطبري وینا ده.]

– د جلاله لفظ اصل کی (الاه) ؤ چی هر معبود ته ویل کیده، نو همزه له (اِله) څخه کم کړای شو (لاه) شواو پر ځای یی الف اولام اضافه شو، نو د جلاله (الله) لفظ شو. نو دغه نوم یواځی حق معبود ته ویل کیږی چی الله تعالی لا شریک ذات دی .

— —————————-–

۲/ دجلاله (الله) لفظ جامد دې.

او دا وینا د [الخليل اوسيبويه(په یو قول) اوالشافعي اوالخطابي اوإمام الحرمين اوأبو القاسم السهيلي اودهغه استاذ ابن العربي] ده.

ځکه چې :

– دغه لفظ تثنیه او جمع نه لري .

– الف او لام په (الله) لفظ کې لازمی دی، نو (یاالله) ویل کیږي او (یا الرحمن) نه ویل کیږي بلکۍ (یا رحمن) ویل کیږي.

– که مشتق یې نو داشتقاق ماده (اصل لفظ) ته اړتیا لري .

او همداسی هره ډله نور دلایل هم ذکر کړی دی چې لیکلو ته یې ضرورت نشته دی.

یادونه:

دجلاله لفظ (الله) برابر دی که مشتق وی او که جامد ، یواځې د واجب الوجود ذات او حق معبود عَلَم نوم دی.

– هر کله چې یو معلوم شئ په اسم عَلَم باندې ونومول شي، نوعَلَم له خپل اصلی معنی څخه جلا کیړي او دنومول شوی شیئ عَلَم کیړي


– دجلاله لفظ (الله) بلۍ ژبې ته نه ژباړول کیږي ، لکه: خدای، ایزد،(GOD)

او داسی نور..،ځکه چې دجلاله لفظ (الله) اسم عَلَم دی، او اسم عَلم نه ترجمه کیږي، لکه: محمد، حسن چې داسی

Mohammad, Hassan لیکل کیږي.


دجلاله لفظ (الله) لیکل پر زیوراتو او دهغه اچول په غاړه کې دمسلمان لپاره جواز نه لړي. څرنګه چې صلیبیان صلیب او یهودیان د داوود ستوری په غاړه کې اچوي ، ځکه چې په دی کار سره د لیکل شوی شئ (که دجلاله لفظ وي او یا د قرآني آیت کوم جزء ) بی احترامي کیږي.


د اسلام څخه دمخه یواځې دالهی ذات لپاره دجلاله د لفظ استعمال :

دجلاله لفظ په آرامی (‌ژبه) انجیلونو او مخطوطاتو کې :

دصلیب دپیروانو اودهغو دطوطیانو له باطلو ادعاګانوڅخه دادې چی دجلاله لفظ دجاهلیت ددوری یو مشهور بت (لات) او یا دوثنی معبود چی په سپوږمۍ سره ورته اشاره کیږي نوم ؤ، او دغه لفظ د جلاله ندی بلکې د محمد -صلی الله علیه وسلم – لخوا نقل شویدی.(العیاذ بالله ). حال دا چی دغه ګمراهان دخپلې خبرې د ثبوت لپاره کوچنی دلیل هم نلري، بلکې خرافات او بیځایه ګمانونه دي چی شیطانان یی ورته ښوونه او وسوسه کوي .

دنوی عهد ځنی مخطوطی او ترجمی د جلاله (الله) لفظ استعمال دمسیح علیه السلام لخوا مونږ ته روښانه کوي څرنګه چی الله تعالی دمسیح علیه السلام په ژبه په عظیم الشأن قرآن کی یادونه کوې او وایې:

(مَا قُلْتُ لَهُمْ إِلا مَا أَمَرْتَنِي بِهِ أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ وَكُنْتُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا مَا دُمْتُ فِيهِمْ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِي كُنْتَ أَنْتَ الرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) ۱۱۷/ المائدة. 

ما نه دې ویلې دوی ته غیر له هغه څه چې تا ما ته په هغه سره امر کړې ، چی تاسې د الله عبادت کوئ هغه ذات چی زما او ستاسې پالونکی دی، او زه ددوی په اعمالو باندی څارونکی وم تر هغه وخت چی زه په دوی کی وم، نو کله چی زه دی آسمان ته پورته کړم،نو ته وې پر دوې څارونکې، او ته په هر شې باندې ښه حاضر او خبر دار یې .

نو دا دی په دی باب دآرامی مخطوطاتو څخه یو څه په تفصیل سره بیان: د یهوذا

http://www.standardversion.org/downl…h-parallel.pdf 

له کتاب څخه غواړم چی دا ثابت کړم چی د جلاله لفظ (الله) له اسلام څخه دمخه استعمال شوی دې ، نو پوښتنه داده: چې آیا مسیح علیه السلام او دهغه یاران بت پرست ؤ؟

4- For some have obtained entrance, who
from the beginning were registered
beforehand under this condemnation: wicked
men, who pervert the grace of Alaha to
impurity, and deny him who is the only Lord
Alaha and Maran Yeshua Mshikha

مخکینې لفظ د یهوذا دې او په کې د جلاله لفظ واضح دې .

Alaha

که صلیبیان ووائې : مونږ په دی کتاب ایمان نلرو….

نو زمونږ ځواب دا دې : مونږ له تاسو څخه د ایمان غوښتنه نه ده کړې، بلکی زمونږ هدف دا دې چی دجلاله لفظ د اسلام څخه دمخه د څښتن تعالی لپاره استعمال شوی دې او که غواړۍ تاریخ هم له لاندینۍ لیکنې څخه تر لاسه کړئ :

The general conclusion at which he arrives is that Jude must have written before 180 (on the ground of the external attestation), that we cannot fix the exact date between 100 and 180, but that it must have been rather early than late between these two limits, because the author evidently regards this outbreak of Gnostic godlessness as a new thing

http://bible.tmtm.com/wiki/Dating_of_Book_of_Jude 

یعنی دیهوذا دکتاب دلیکلو نیټه مخکې د (۱۸۰) میلادی کال څخه وه .

که وویل شي : امکان لرې چې لیکونکې (یهوذا) له بت پرستۍ او یا کوم بل دین او فکر څخه متأثر شوای وي او دجلاله لفظ یې استعمال کړای وي … .

نو مونږ ورته وایو: د یهوذا کتاب پریږده، دیوحنا په انجیل ایمان لرې؟

نو وبه وائی: هو.

نو ورڅخه پوښتنه کوو: دیوحنا په انجیل (اول اصحاح) کې داسی لولو : ( الله په اوله کې کلمه ؤ….)، نو وایو: د جلاله لفظ مو استعمال کړې دې؟

نو وبه وائې:ځکه چی دغه نوم دعربو په نزد پیژندل شوای دې نو هماغسې ترجمه شوای دې…

نو وبه وایو : خپل کتاب په أرامی ژبه کی ولوله :

1

2- http://www.suduva.com/****1/aramaic_john.htm 

ولیکل شې). textپه آدرس کی د ستورو پر ځاې (

لیکل شوای دې .Alaha نو په انجیل یوحنا کی د الله نوم په

پورتنی بیان یواځې یو مثال ؤ، او هر کله چی دیوحنا او دیهوذا په ترجمو کی د الله لفظ پیدا کړو نو دهغه په مقابل کې د کتاب په

لیکل شوای دې . Alahaاصل کې


دینداره یهود د اله لپاره د یَهَوَه لفظ په فتحه (زور) سره استعمالوې ، چی اوس مروج لفظ یَهوِه (د واو په کسره سره) دې چی دغه پیشنهاد دعبرې ژبې جرمن عالم ګیزینیوس لخوا شوای دې .

نو د اله لفظ دبنې اسرائیلو په منځ کی منع ؤ او د هغه پر ځای یې د یَهَوه لفظ استعمالول او یهوه دعربې لفظ (یا هُوَ،[ یا- دندا حرف/ هو- ضمیر]) سره کوم فرق نلري، ځکه چی دعربي او سامي ژبو اصل یو دې .

که چیرې مونږ د پخوانۍ عبري (د تشکیل څخه دمخه) لفظ ته مراجعه وکړو، نو داسی( אלה ) لیکل شوای دې ، او بیا چی په عبري ژبه د تشکیل (دحروفو حرکتونه لکه زور، زیر، پیش آو …) څخه وروسته ولیکل شې نو داسې لیکل کیږې ( אֲלָּה ) ،

نو د هغه نطق او د عربې لفظ ( الله ) نطق یو شان دی .

څرنګه چی مسلمانانو ( د علي – رضی الله عنه – په امر ابو الأسود الدؤولی ) د عظیم الشأن قرآن لپاره تشکیل رامنځ ته کړ، همدا راز د عبري ژبې تشکیل په لسمه میلادې پیړۍ کې په طبریه کی د یهودې عالم حبر ( بن عاشور ) لخوا سر ته ورسید.

نو دغه عبری لفظ ( אֲלָּה ) چی نطق ئې ( الله ) دې په پخوانی عهد:

د سفر تکوین 7:1،28:3،35:11

او د سفر عدد 23:22

او دسفر یشوع 3:10

او دسفر صموئیل 22:31، 32

او دسفر نحمیا 1:5 ، 9:32

او دسفر اشیعاء 9:6

او د سفر حزقیال 10:5

کې ذکر شوای دې.

او د نوی عهد لمړی طبع په انګریزی کې چی د امریکی نصرانی عالم

  1. I. Scofield

لخوا شرحه شوای دې،په کې ( الله ) ته په Elah

سره اشاره کوې، او شارح تاکید کوي : چی کتاب ځینې وخت اِلاه په الله سره تهجې کوي. مګر دغه زیاتوالی وروسته د سکوفیلد له مړینې څخه په نورو طبعو کی حذف شوای دی چې یواځې

لفظ پاتې دې . او الاه د پخوانې عهد دسفر ارمیا په ۱۱:۱۰ کی موجود دې .‘Elah’ ( إلاه )د

استاذ حسین الهمذانی د ابې حاتم الرازې د ( الزینة ) په نوم کتاب محقق د جلاله (الله) دلفظ پلټنه په عربې او سامې ژبو کې کړای دې نو دغې پایلې ته رسیدلې دې :

په عبرې ژبه کی په ( اِلوه ) ، او په آرامی ژبه کی په (الاه) ، او په سریانی ژبه کی په (ألوها) ، او دعربې جزیری د جنوب د عربو له خوا په (اِلاه) سره استعمال شوای دې. او دا په دی دلالت کوې چی دغه لفظ اسم علم جامد دی نه مشتق. او د אֱלֺה لفظ (چی نطق ئې د اِلاه دلفظ په شان دې) په سفر ایوب ( 3:4 و 40:2 ) کی ۴۱ ځلی او دنورو پخوانیوعهدونو په اسفارو کی ۱۵ ځلی ذکر شوای دې .

پخوانې عهد دبنی اسرائیلو ټولو مقدسو صحیفو ته ویل کیږي . (اِلاه) په پخوانۍ آرامي ژبه کې د جلاله لفظ دې چې له الف ( א ) اولام (ל ) اوهاء (ה ) څخه ترکیب شوای دې، او دښې څخه کیڼ خوا ته پرته دتشکیل له علامو څخه داسې (אלה) لیکل کیږي او دتشکیل څخه وروسته داسې (אֱלָה ) لیکل کیږي چی نطق ئی ( اِلاه) کیږې . او آرامی ژبه د سامی ( عبري او عربي ) ژبو له اصولو څخه اخیستل شوای دې نو ځکه په دی ژبو کې خورا زیات مترادفات شتون لري .

The Passion of the Christ د مسیح دردونه

په فیلم کې مل ګبسون کوښښ کړای دې چی خبرې اترې په آرامی ژبه سره وي ځکه چې دغه ژبه د مسیح علیه السلام مورنۍ ژبه او په هغه وخت کې د مقدسې ځمکې مروجه ژبه وه ، او دفیلم لیکونکې دآرامي ژبې اساسي کتابونو ته مراجعه کړې ده ، او دغه ژبه تر اوسه هم د سوریې په ځینو کلو کی موجوده ده. نو فیلم چې په آرامی ژبه کی دې د مسیح په رول کې شخص چې کومې خبرې خپلو یارانو ته کوي د الله (دلام په تخفیف سره…) لفظ اوریدل کیږي:

ALAH

نو استاد همذانی یادونه کوي : د جلاله لفظ (الله) په ټولو سامی ژبو کی ( اِلّ ) دی، نو جلاله لفظ قدیمې عربی جامد اسم علم دې او اشتقاق ته ضرورت نلرې نه د ( أله یأله ) څخه او نه د ( وله یأله ) څخه.

– دایل نوم اهل کتابو او مسلمانانو ډیر استعمال کړیدې لکه: اسرا یل، جبرا یل، میکا یل او داسی نور…

او دغه لفظ عبري دې نه آرامي او د ( اِلاه ) له لفظ څخه اخیستل شوای دې چې په ټولو ساکنو حروفو کې سره یو دی مګر ( ه ) نلري .

عبرانیان د ایل אֵל لفظ د (الله) په معنی استعمالوې چی د اِلاه څخه اخیستل شوای دې او مترادفې دي.

په پخوانې عهد کی د ایل لفظ (۲۵۰) ځلې ذکر شوای چې د عظیم، قوی او ظاهر په معناوی دې، او د الوهیملفظ په عبري کې داسې ( אֱלֺהִים ) لیکل کیږي چې د تعظیم جمع دې او ورته لفظ په عربی کی ( اللهم ) دې .


که چیرې څوک غیر له الله تعالی څخه کوم مخلوق په جلاله لفظ ونوموي څرنګه چې مشرکینو (دځینو مفسرینو په وینا لکه ابن جریر..) دلات او عزی نومونه له الله او عزیز له نومونو څخه اخیستې ؤ( دهغو په ګمان دهغه ښځینه ده) او داسی نور ..

نو دا باطل څیزونه دالله مقام ته نشې رسیدلای ،

(إِنْ هِيَ إِلا أَسْمَاءٌ سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَى الأَنْفُسُ وَلَقَدْ جَاءَهُمْ مِنْ رَبِّهِمُ الْهُدَى) النجم/۲۳ 

ندې دا بتان مګر تش نومونه ، چی تاسې او ستاسې پلرونه دوی نومولې دې، الله تعالی ددوی په عبادت کوم سند نه دی نازل کړې، دوې متابعت نه کوې مګر د خپل ګومان او د هغه شې چی نفسونه ددوی یی غواړې، او خامخا دوی ته راغلی هدایت د دوی له ربه څخه .

الله تعالی کتابونه نازل کړی دې او پبغمبران یې استولې دې او دخپل اسما‌ء او صفاتو بیان یې کړای دې چې په اخرینې معجز کتاب (قرآن کریم )کې وایې :

(۲۲) الحشر هُوَ اللَّهُ الَّذِي لا إِلَهَ إِلا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ

هُوَ اللَّهُ الَّذِي لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ (۲۳) الحشر

هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الأَسْمَاءُ الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (۲۴) الحشر

بسم الله الرحمن الرحيم .

قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ.

اللَّهُ الصَّمَد.

لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ

وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ

نو دالله تعالی أسماء او صفات تو قیفې دې .

سبحان ربك رب العزة عما يصفون وسلام على المرسلين والحمد لله رب العالمين.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: