د توبې فضيلت

تير وتنه او غلطي له  هر چا نه كيږي ، په دنيا كښې داسې څوك نشته چه په يو كار كښې  تيروتنه  او غلطي ونه كړي . له انبيا الكرام څخه پرته د خداى نور  بندګان  له ګناه څخه م عصوم نه دي . خداى پاك چې انسان يى خلق كړ نو    په دى پوهيده چې   انسان به غلطي كوي  نو ځكه يى د ازل له ورځې نه  د انسان لپاره د توبې دروازه پرانيستى ده  ، د بخښنې د پاره يى خپل بنده هڅولى يعنى  خپل بنده ته يى دا ويلي  چى بخښنه وغواړي او توبه وكړي ، ګناه به يى د خداى له خوا  معاف شي  ځكه چې  خداى پاك غفور او رحيم دى ، همدا شان  خداى پاك  له خپلو ګنهګكارو بنده ګانوسره د معافۍ او بخښنې  وعده هم كړى ده.
خداى پاك بى نياز خالق دى ، د هغه شان ډير لوى دى ، د هغه دربار ډير لوى دى ، خداى پاك خپلو بندګانو ته وايي او دا سپارښتنه كوي چى   ” تاسو توبه   وكړي ، زه به بخښنه وكړم.”  رښتيا چې خداى پاك د ګناهونو بخښونكى دى ، كه خداى پاك د خپلو بندكانو د ګناهونو بخښونكى نه وى نو له خپلو بندګانو نه به يى د توبې كولو سوال نه كولو . خداى پاك خپلو بندګانو ته سوال كوي چى ” اى زما  بندګانو، توبه وكړى ، زه به ستاسو توبه قبوله كړم ”
خداى پاك خپل بنده ته سوال كوي چې توبه وكړي ، خو داسې مسلمانان شته چې د خداى پاك له دغې قيمتي تح فې  څخه پخپله ځانونه محروموي  .
خداى پاك د خپل مسلمان بنده  توبه قبلوي ، خو د توبى د قبلولو مانا دا نه ده چې  دغه بنده به د توبى نه پس بيا بيا غلط كارونه سرته رسوي ، خداى پاك د بنده زړه ته كوري ، خداى پاك د بنده د زړه په حال پوهيږي ، او توبه كوونكى پيژني  ، كه توبه كوونكى د زړه له تل نه په اخلاص سره توبه كوي نو د داسې بنده توبه قبليږي او غلطي يى معاف كيږي ، مكر هغه بنده چې  يو بد كار كوي او توبه كوي او بيا بد كارونه كوي  نو د  داسى بنده له زړه نه هم خداى پاك خبر دى او خداى پاك پخپله پوهيږي چى له داسى يو بنده سره څ ه  وكړي.
كه يو څوك غلا وكړي او بيا ځانته متوجه شي او احساس وكړي چې  غلط كار يى كړى دى ، نوكه  د غلط كار د بخښنې لپاره دعا وكړي او خداى پاك ته رجوع وكړي ، خداى پاك خپل دغه بنده ته كوري او  توبه يى قبولوي م كر كه دى  د توبى نه پس بيا په غلا كولو لاس پورې كړي او غلا كول يى عادت وګرځي  نو ددى خبرى مانا داده چې  ده د زړه له كومې توبه نه ده كړى نو  دداسې بنده دعاد خداى په دربار كښې نه  قبليږي .  داسې بنده ته خداى  د ښې لارى هدايت هم نه كوي .
زمونږ  دمقدس  جهاد رهبران د خداى په كور كښې توبې وكړې ، په پاك قرآن يى لاسونه كيښودل او قسم يى وخوړ چې  نور به په خپلو كښې جنګ جګړى نه كوي ، خو كله چې د خداى له كور نه كابل ته ستانه شول نو قسم يى مات كړ او جګړى يى پيل كړې ، خداى پاك هيڅكله دداسې خلكو توبه نه قبلوي ځكه چې دوي د توبو  نه پس خپلى توبې ماتې كړې دوي د قسمونو د خوړلو نه پس خپل   قسمونه  مات كړل ،  خداى پاك  به  څنګه معافي وكړي
. خداى پاك خو عادل پادشاه دى ،د قيامت په ورځ  د خداى په عدالت كښې واسطې او رشوت نه چليږي ، هغه عدالت رښتيانى عدالت دى ، هلته له  غريب او دولت مند ، هلته  له  ضعيف او  قوي سره يو شان معامله كيږي . هلته دولت مند نه شي كولاى د خپلو پيسو په زور د غريب حق وخوري ،  هلته قوي ټوپك سالار نه شي كولاى د ضعيف سړي سره له زور زياتي څخه كار واخلي .         دا ځكه چې هلته له دولت مند سره پيسې نشته ، هلته له ټوپك سالار سره ټوپك نشته. پيسې او ټوپك ورنه په دى دنيا كښې پاتې كيږي ، هلته د قيامت په ورځ تش لاس او بى وسه او بى پيسو د  خداى  پاك  په حضور كښې   د خپلو اعمالواو كړ حساب وركوي  ، هلته بيا توبه نه قبليږي ، هلته  له دولت مند څخه د غريب حق غوښتل كيږي هلته د زوروراو  قوي نه  د ضعيف حق غوښتل كيږي .
متل دى چې وايي : ” ماهي چې هر وخت له اوبو نه ونيسې نو تازه وي.”
هغه خلك چې بد اعمال سرته رسوي ، غلا كوي ، زنا كوي ، د خلكو په حق خيټه اچوي ، دروغ وايي ، په هر كار كښې له بى ايمانۍ نه كار اخلي ، رښتيا  او صداقت ته اهميت نه وركوي ، خلك آزاروي ،  غريب آذاري كوي ، وطن فروشي كوي ، له وطن او خلكو سره خيانت كوي  او همداشان نور ناروا كارونه كوي ، دوي ته ښايي چې خپلو اعمالو ته متوجه شي  ، خداى پاك د توبې دروازه پرانيستې پرې ايښې ده ، دا دروازه د هيڅ مسلمان پر مخ  تړلې نه ده ، دوي ته ښايي چې د توبې له فضيلت نه په استفاده له بدو اعمالو نه لاس واخلي   .
هر مسلمان ته ښايي چې د شپې له خوا مخکښې له  ويده كيدو ، فكر وكړي او له ځان سره محاسبه وكړي چې په ټوله ورځ كښې يى څه څه كارونه كړي دي  . كه يى ښه كارونه  سرته رسولي وي نو هرمرو  به د خوشحالۍ احساس كوي او كه بدكارونه يى كړي وي نو ښايي  چې د غلطۍ احساس كوي ،كله چې د غلطۍ احساس وكړي نو بايد   توبه وكړي او بله ورځ غلط كارونه ونه كړي ، خداى پاك غفور او رحيم دى ، خداى پاك د توبى مننونكى  او د غلطيو بخښونكى دى. دا د توبلى فضيلت دى ، هيله ده چې هر مسلمان به د توبى له فضيلت څخه د ځان  په ګټه  مستفيد شي .

الحاج فضل الله رشتين

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب