د بې حرکته ژوند زيانونه څه دي؟

نن سبا ډېری انسانان د ټليفون، تابليټ او تلویزیون په وړاندې ساعتونه ساعتونه ناست وي، دغه ډول بې حرکته ژوند ځينې جانبي عوارض د ځان سره لري، کله چې يو انسان په مسلسل ډول د زيات وخت لپاره په يوه ځای کېني نو البته چې په سم ډول نشي کېناستلی، يانې يا به يې ورمېږ ډېر ښکته نيولی وي، يا به د ډېر وخت لپاره تکيه وهي يا به يې ډډه وهلې وي، دغه ډول کېناستل د زيات وخت لپاره ددې سبب کېږي چې انسان په لنډ وخت کې د پښو، ملا، ورمېږ او اوږو له دردونو څخه شکایت پيل کړي.

د طبي مالوماتو له مخې اتيا سلنه انسانان پخپل ژوند کې يو ځل خامخا د ملا له درد سره مخ کېږي، له دې جملې څخه ډېری يې هغه کسان وي چې ټوله ورځ په يوه ځای ناست وي او يا هم ډېر درانه کارونه کوي.

بې حرکته ژوند نه يوازې چې د ملا د دردونو سبب کېږي بلکې نور ډېر ځورونکي زیانونه هم لري، د ډېر وخت لپاره په یوه ځای کېناستل ددې سبب کېږي چې د انسان وينه په سم ډول حرکت ونکړي، دا دې ته لار هواروي چې د انسان وينه لخته يا ټينګه شي، ټينګه شوې وينه په رګونو کې په سختۍ حرکت کوي، ددې لپاره چې بدن وينې ته اړتيا لري، يا داسې ووايو ددې لپاره چې بدن هغه موادو ته اړتيا لري چې وينه يې لېږدوي نو زړه هڅه کوي چې وینه په ډېر فشار پمپ کړي، دا چاره د زيات وخت لپاره پخپله دوه لويې ستونزې راپيدا کوي يو د وینې لوړ فشار بل د زړه د عضلې خراب والی.

په یوه ځای د کېناستو او د بې حرکتۍ یوه بله ناوړه پايله داده چې د بدن عمومي وده ورو کوي او ضعیفوي يې، د انسان بدن د حرکت په صورت کې دا قابليت لري چې خپلې ځينې حجرې نوې کړي او ددې ترڅنګ ځينې نورې ښه وده پيل کړي، خو که يو انسان حرکت نکوي نو د عضلاتو او هډوکو په شمول یې د بدن ډېری غړي او سيستمونه سمه وده نشي کولی.

د بې حرکته ژوند بله پايله هم داده چې د انسان د هاضمې سيستم ډېر لټ عادت کېږي، که يو کس په يوه ځاي ناست وي او هېڅ حرکت نکوي نو د هاضمې د سيستم د ستونزو سره يې مخامخ کېدل حتمي دي، حرکت د کولمو د چټکتيا سبب کېږي او د هضم پروسه اسانه کوي.

د بې حرکته ژوند ستونزې ډیرې دي، هره يوه ستونزه چې پيدا شي دا بله ستونزه ورسره پيدا کوي، که د وينې فشار لوړ شي دا ورځ تر بلې د رګونو جوړښت ته زيان رسوي که د هاضمې سيستم خراب شي نو دا ورسره څو غړي او ان پښتورګو ته زيان اړوي، له همدې کبله پوهان سپارښتنه کوي چې يو کس بايد په ورځ کې نيم ساعت حداقل يا سپورټ وکړئ او يا هم بيرون پياده قدم ووهي.

۰

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب