د بي بي مریم -رض- ژوندلیک؛ د عیسی -ع- مور

مريم رضی الله عنها څوک وه؟

مريم رضی الله عنها دعمران لور وه ، داسي ښځه وه چي په صديقه سره نومول سوې ده ، داسي ښځه وه چي خپل رغبت يې دنارينوو څخه پرې کړى وو ، پېغله وه په خپل چاپيريال کي يې په ډېر عفت ، پاک لمنۍ او سپېڅلتيا سره ژوند کاوه ، الله جل جلاله  په څو ځايونو کي ددې يادونه کړې ده او دايې په ثنا او مدحه سره ستايلې ده لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :
وَمَرْيَمَ ابْنَةَ عِمْرَانَ الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِنْ رُوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِ وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ (12)  (سورة تحريم الاية ١٢)
ژباړه :مريمه رضی الله عنها دعمران لور وه هغه ښځه وه چي خپل عورت يې ساتلى وو نو موږ خپل روح پکښي پوه کړى مريمي رضی الله عنها دالله جل جلاله  پر کلماتو او کتابونو باندي تصديق کړى وو او دا دقانتينو څخه وه.
دمريم رضی الله عنها پلار ډېر بزرګ او ښه عالم وو چي داهل کتابو دلويو عالمانو په ډله کي راځي .
ابن اسحاق ليکي : دعمران مېرمن لا نه وه حمل داره سوې چي نذر يې کښېښودى چي که الله جل جلاله  ماته اولاد راکړ، زه به
يې دالله جل جلاله  درضا لپاره ازادوم او بيت المقدس خدمت
ته به يې وقف کوم . الله جل جلاله  ددې دعا قبول کړه او ددې
مريم رضی الله عنها په نس سوه . کله چي دحمل ايښودلو وخت راغلى دزېږد په وخت کي معلومه سوه چي ددې اولاد ښځينه دئ نارينه نه دئ نو دې دتاسف څرګندونه وکړه او الله جل جلاله  ته يې عذر وړاندي کړى لکه چي الله جل جلاله  يې په اړه فرمايي :
فَلَمَّا وَضَعَتْهَا قَالَتْ رَبِّ إِنِّي وَضَعْتُهَا أُنْثَى وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ وَلَيْسَ الذَّكَرُ كَالْأُنْثَى وَإِنِّي سَمَّيْتُهَا مَرْيَمَ وَإِنِّي أُعِيذُهَا بِكَ وَذُرِّيَّتَهَا مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ (36)  (سورة آل عمران الاية ٣٦)
ژباړه : نو کله چي مريم رضی الله عنها خپل اولاد وزېږوئ ، وې ويل : اې زما ربه! ما ښځينه اولاد وزېږوئ او الله جل جلاله  په هغه څه ښه عالم دئ چي ما زېږولى دئ او نارينه داسي نه دئ لکه ښځه ، بېشکه زه دغه لور په مريم سره نوموم او بېشکه زه ددې او ددې داولاد لپاره اې خدايه ! په تا سره پناه غواړم درټل سوي شيطان څخه .
الله جل جلاله  ددې غوښتنه ومنل ددې اولاد يې په  خپل فضل اومرحمت سره قبول کړ، دشيطان دهرډول چلونو څخه يې ددې اولادونه او دلور اولاد يې وروساتى.

زکريا علیه السلام  د مريم رضی الله عنها سرپرستي پر خپله غاړه واخيسته

په داسي حال کي چي مريم رضی الله عنها کوچنۍ وه پلار يې وفات سو ، مريم رضی الله عنها اړتيا درلوده څوچي يوڅوک يې سرپرستي وکړي نو مور يې مسجد ته راوړه او دمسجد خادمانو ته يې تسليم کړه . داچي مريم رضی الله عنها دمسجد دخادمانو درئيس او امام لور وه نو ځکه په خادمانو کي هر يوه هڅه کول څو ددې کفالت پر خپله غاړه واخلي له همدې امله ددوى په منځ کي دمريم رضی الله عنها پرکفالت باندي اختلاف پېښ سو . زکريا علیه السلام  چي دغه وخت لا پيغمبر سوى نه وو او دمريم رضی الله عنها دخور خاوند وو ، دځينو په آند دخاله خاوند يې وو ده هم وغوښته چي ددې کفالت  پر غاړه واخلي . ددغه اختلاف دله منځه وړلو لپاره پردې موافقه وسوه چي قرعه اچونه به کوې دهر چانوم چي وخاتى دمريم رضی الله عنها کفالت به هغه پرغاړه اخلي . کله چي يې قرعه اچونه وکړه نو دزکريا علیه السلام  نوم راوواتى نو ځکه ددې کفالت زکريا علیه السلام  پرغاړه واخيستى چي ديحيى علیه السلام  پلار دئ.
مريم رضی الله عنها دزکريا علیه السلام  ترنظارت پاته سوه ، زکريا علیه السلام  ددې لپاره په بيت المقدس کي غوره ځاى جوړ کړ، چي دمريم رضی الله عنها پرته بل څوک ورتلاى نسو، مريم رضی الله عنها په د غه ځاى کي شپه او ورځ دالله جل جلاله  عبادت کاوه ، دبيت المقدس خدمت به يې کاوه چي ددې وجيبه وه ،  دومره  زيات عبادت يې کاوه چي په بني اسرائيلو کي خورا ډېره مشهوره سوه آن تردې چي په دوى کي لکه ضرب المثل داسي سوه، په ښو اخلاقو ، کامل عباداتو او په سپېڅلتيا کي يې خورا زيات شهرت پيدا کړ. په دغه وخت کي زکريا علیه السلام  دخلګو عهده پر خپله غاړه درلوده ز کريا علیه السلام  ددې عجيبي واقعاتي وليدې دبيلګي په ډول زکريا علیه السلام  دمريم رضی الله عنها سره داسي مېوې وليدې چي په بازار کي نه پيدا کېدې آن تردې چي بيخي ددغه مېوو موسم نه وو. زکريا علیه السلام  ددې سره دژمي مېوې په دوبي کي وليدې او ددوبي مېوې يې په ژمي کي وليدې. ددې مېوو په ليدلو سره يې دمريم رضی الله عنها څخه په زړه کي بېره او حشت پيدا سو او ورته وې ويل : (اني لک هذا؟) يعني دامېوې ستا لپاره دکومه وې؟.
ددغه خبري يادونه الله جل جلاله  په لاندني آيت کي کړې ده:
كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا الْمِحْرَابَ وَجَدَ عِنْدَهَا رِزْقًا قَالَ يَا مَرْيَمُ أَنَّى لَكِ هَذَا قَالَتْ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ (37) (سورة آل عمران الاية ٣٧)
ژباړه : کله چي زکريا علیه السلام  پر مريم رضی الله عنها باندي داخل سو په مسجد کي يې ددې په وړاندي دخوراک توکي وليده . زکريا علیه السلام  ورته وويل : اې مريمي! دکومي خوا تاته دا مېوې وې . دې په جواب کي ورته وويل: دالله جل جلاله  دلوري څخه دي ، بېشکه الله جل جلاله  هغه چاته چي خوښه يې سي بېشماره رزق ورکوي.
[irp][irp]

د مريم رضی الله عنها پرورښت

مريم رضی الله عنها په يوه داسي ځاى کي وروزل سوه چي ډېر پاک او عفيف ځاى وو ، دګناهونو څخه ليري وو دمحرمات سره وو . دې دبيت المقدس په څنګ کي ژوند کاوه ، دالهي ساتني او تحافظ سره يې ژوند کاوه.دې ته ملائکي راتللې او دې ته يې خبر ورکاوه چي دالله جل جلاله  په وړاندي ددې لوړ مقام او منزل دئ ، ملائکو به دې ته زېرى ورکاوه چي الله جل جلاله  دې ته دښځو په منځ کي خصوصي ځانګړتيا ورکړې ده او دايې دټولو چټلتياوو او پليتيو څخه ساتلې ده ، همدا ډول به يې دې ته زېرى ورکاوه چي الله جل جلاله  به تاته زوى درکړي  چي دلوړ مقام او منزل لرونکى به وي ، په کوچني والي کي به دخلګو سره خبري کوي او صالحو انسانانو له ډلي څخه به وي.
لنډه داچي مريم رضی الله عنها په يوه داسي محيط کي ژوند کاوه چي دهرډول چټلۍ او پليتۍ څخه پاک وو . الله جل جلاله  يې يادونه په قرآنکريم کي داسي کړې ده :
إِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى بْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ (45) وَيُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَمِنَ الصَّالِحِينَ (46)  (سورة آل عمران الاية ٤٥ الی ۴۶)
ژباړه : ياد کړه هغه وخت چي ملائکو وويل : اې مريمي! بېشکه الله جل جلاله  تاته په يوه کلمة (زوى) سره زېرى درکوي دخپله لوري څخه نوم به يې مسيح عيسى دمريمي زوى وي په دنيا او اخرت کي به غوره وي او دمقربينو انسانانو څخه به وي او دخلګو سره به په ځانګو او زوړوالي کي خبري کوي او دصالحو انسانانو څخه به وي.

په عيسى علیه السلام سره زېرى

کله چي مريم رضی الله عنها بالغه سوه يعني ١٣ کلنۍسوه نو يوه ورځ دخپل محراب څخه دباندي دبيت المقدس لوري ته دتفريح لپاره روانه سوه چي دختيځ لوري ته يې حرکت کاوه ، دخپل قوم او کورنۍ څخه ليري وه چي ناڅاپه يې يو داسي ځوان وليدئ چي ډېر ښايښته وو ، ښه اندامونه يې وه او غوره ښکارېدئ کله چي دې دغه ځوان وليدئ نو دې ته يو ډول پريشاني پېښه سه ددغه ځوان په اړه ډول ، ډول اندېښنې ورته پېښېدلې نو ددغه ځوان څخه يې ځان پېچى ځکه دې ګومان کاوه چي زه په يوه داسي ځاى کي يم چي نه مي څوک ږغ اوري او نه مي فرياد اوري داسي نه چي دغه ځوان دناوړه کار په نيت ماته لاس را وا چوي. مريم رضی الله عنها دغه ځوان ته وويل:
قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَنِ  مِنْكَ إِنْ كُنْتَ تَقِيًّا (18) (سورة مريم الاية ١٨)
ژباړه : مريم رضی الله عنها وويل : زه ستاڅخه په الله جل جلاله  سره پناه غواړم که ته پرهېز ګاره يې.
مريم رضی الله عنها ګومان کړى وو چي دغه ځوان انسان دئ ، ددې بيخي په زړه کي نه راتلل چي دا دي ملائکه وي او الله جل جلاله  دي ددې لوري ته لېږلې وي چي دې ته په يوه هوښيار او ذکي زوى سره زېرى ورکړي ، داسي زوى دي چي الله جل جلاله  يې په پيغمبرۍ سره لېږي او زياته پوهه او حکمت به ورکوي . دغه ملائکه جبرائيل علیه السلام  وو دې ته راغلى وو څو ددې په ګرېوان کي پوه کړي او دا ددغه پوه کي څخه حمل داره سي همداسي يې وکړه ددې په ګرېوان کي يې پوه کړه مريم رضی الله عنها ددغه پوه کي څخه حمل داره سوه الله جل جلاله  يې په لاندني آيت کي يادونه کړې ده او فرمايي :
وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مَرْيَمَ إِذِ انْتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِيًّا (16) فَاتَّخَذَتْ مِنْ دُونِهِمْ حِجَابًا فَأَرْسَلْنَا إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا (17) قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَنِ  مِنْكَ إِنْ كُنْتَ تَقِيًّا (18) قَالَ إِنَّمَا أَنَا رَسُولُ رَبِّكِ لِأَهَبَ لَكِ غُلَامًا زَكِيًّا (19) (سورة مريم الايات ١٦ الي ١٩)
ژباړه : ووايه په قرآن کي قصه دمريم رضی الله عنها کله چي دا دخپل کور څخه ختيځ لوري ته ولاړه نو دې دخپلي کورنۍ څخه فاصله ونيول نو موږ دې ته جبرائيل علیه السلام  ديوه ښايښته انسان په شکل ولېږئ دې ورته وويل : زه په الله جل جلاله  سره ستا څخه پناه غواړم که ته پرهېزګاره يې ، جبرائيل علیه السلام  وويل :بېشکه زه ستا درب  استازى يم ددې لپاره راغلى يم چي تاته يو زکي  هلک وبخښم.
مفسرين ليکي : هغه کس چي دمريم رضی الله عنها په ګرېوان کي يې پوه کړه جبرائيل  علیه السلام  وو چي په روح الامين او روح القدس سره ياد سوى دئ دوى دالله جل جلاله  په دې قول سره دليل وايي :
نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ (193) عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرِينَ (194)  (سورة شعرآء الايتان ١٩٣ ، ١٩٤)
ژباړه : روح الامين تاته راکښته سوى دئ ستا پرزړه باندي ددې لپاره چي ته دوېرونکو څخه سې.
همدا ډول کوم څوک چي ټولو انبياؤ علیهم السلام  ته يې وحي راوړي دي يقيني خبره ده چي جبرائيل علیه السلام  وو.
ابو حيان په خپل تفسير کي ليکي:
دغه ملائکه چي مريم رضی الله عنها ته په ښه او انساني شکل راغله وجهه داشي وه چي دا ونه بېريږي او نفرت ونه کړي ، که چيري ملائکه په خپل اصلي صورت کي ورته راغلې واى ممکن دې نفرت ځني کړى واى او داچي هغه ملائکه ديوه ښايسته ځوان په شکل ورته راغله وجهه داوه چي دا په دى امتحان وو چي دا څومره پاک لمنې ده . دا مبارکه په دې امتحان کي کاميابه سوه او خپل عفت يې ثابت کړ.
کله چي مريم رضی الله عنها پوه سوه چي دغه ځوان انسان نه دئ بلکي يوه ملائکه ده په انساني شکل راغلې ده نو ځکه يې بېره اوضطراب له منځه ولاړى ددغه ملائکي سره يې مينه پيدا سوه  خو داچي هغې دې ته دزوى زېرى ورکړ، په دې کي ډېره حيرانه سوه چي دې لره به څنګه زوى پيدا سي حال داچي دا پيغله ده ، تراوسه يې واده نه دى کړى ، او نه يې کوم نامشروع کار کړى دئ ، څنګه به دا زوى پيدا کړي؟ همدا وجه وه چي دې وويل :
قَالَتْ أَنَّى يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ وَلَمْ أَكُ بَغِيًّا (20) (سورة مريم الاية ٢٠)
ژباړه : دې وويل : څنګه به ماته زوى پيدا سي حال داچي زه تر  اوسه انسان نه يم مسه کړى او نه زه دناروا کار کونکې يم.
ملائکي دې ته په جواب کي وويل : داچي تاته به الله جل جلاله  زوى درکړي دا يوه الهي پرېکړه ده ، الله جل جلاله  پر هرشي باندي قادر دئ هيڅ شي دالله جل جلاله  دارادې منعه کونکى نسته .کله چي ديوشي کول وغواړي نو په محضي ورته وايي : (کن) يعني سه ، (فيکون) هغه شي دستي په دستي وسي . الله جل جلاله  په دې اړه فرمايي:
قَالَ كَذَلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٌ وَلِنَجْعَلَهُ آيَةً لِلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِنَّا وَكَانَ أَمْرًا مَقْضِيًّا (21) (سورة مريم الاية ٢١)
ژباړه : ملائکي ورته وويل : همداسي به کيږي ، بيا يې ورته وويل : دا کار ستا ورب ته ډېر اسانه دئ او ددې لپاره چي دغه کار  خلګو ته يوه نښانه سي . او دا کار زموږ دلوري څخه رحمت سي او بېشکه دا يو داسي کار دئ چي کېدونکى دئ.

د مريم رضی الله عنها حمل څومره وخت په بر کې ونيوى

کله چي عيسى علیه السلام  دمريم رضی الله عنها په نس کېدئ ددې عمر ١٣ کاله وو او داچي عيسى علیه السلام  ددې په نس کي څومره مده وو په دې کي دعلماؤ اختلاف دئ. ځيني په دې آند دي چي دغه مده يو ساعت وو ديوه ساعت دپوره کېدو سره دې خپل حمل وزېږوى ، ځيني بيا په دې آند دي چي دغه حمل ددې په نس نهه ساعته وو او ځينو بيا ويلي دي چي ددې حمل ١٨ مياشتي وو ، دابن عباس رضی الله عنه څخه هم دغه روايت سوى دئ خو صحيح خبره داده چي ددې حمل دعامو ښځو په څېر دعادت مطابق وو ، دعادت خلاف کوم څه پکښي نه وه.
ابن کثير رحمة الله عليه  فرمايي : دمريم رضی الله عنها حمل دعامو ښځو په څېر دعادت مطابق نهه مياشتي وو ځکه که دعادت خلاف کوم څه وايي حتما به په الهي کلام کي ذکر سوي واى .
هغه خلګ چي ددې دحمل وخت لږ ښيي لاندى آيت په دليل کي وايي :
فَحَمَلَتْهُ فَانْتَبَذَتْ بِهِ مَكَانًا قَصِيًّا (22) فَأَجَاءَهَا الْمَخَاضُ  (سورة مريم الايتان ٢٢، ٢٣)
يعني دا حمل داره سوه يوه ليري ځاى ته ولاړه ورپسي دزېږد درد ورته پېښ سو.
په پورتني آيت کي (فانتبذت) جمله پر (فحملته) باندي دفاء په وسيله عطف ده او دتعقيب معنا ورکوي يعني تر حمل وروسته دستي دا يوه ليري ځاى ته ولاړه او هلته يې دستي اولاد وزېږوى.
دغه دليل صحيح نه دئ ځکه تعقيب دهر شي دمقام  او وخت مطابق صورت نيسي دا معنا نه ده چي وروسته نو دستي وسو بلکي وروسته دې ته هم وايي چي څو مياشتي وروسته وي.دالله جل جلاله  لاندنى مبارک قول ولولئ:
ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنْشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ (14)   (سورة مؤمنون الاية ١٤)
ژباړه : بيا موږ دنطفې څخه جامده وينه جوړه کړو ، دجامدي ويني څخه مو  ژولې غوښه جوړه کړو ، بيا مو هډوکي ځني جوړ کړل بيا موږ هډوکي په غوښو وپوښول، بيا يې په بل خلقت سره جوړ کړو ، نومبارک دئ الله جل جلاله  ښه تخليق کونکى دئ.
په پورتني ايت کي موضوع ډېره ښه روښانه کيږي . همدا ډول په حديث کي هم راغلي دي چي دهرو دوو حالتو ترمنځ څلوېښت ورځي فاصله وي.

پر مريم رضی الله عنها باندي تور لګېدل

روايت سوى دئ چي کله مريم رضی الله عنها حامله سوه نو لومړى کس چي ددې پلټنه يې وکړه يوسف نجار وو ، يوسف نجار ددې قريب وو ، ډېر نېک او صالح انسان وو ، ابن کثير رحمة الله عليه  ليکي چي دى دمريم رضی الله عنها دخاله زوى وو، يوسف نجار دمريم رضی الله عنها دحمل څخه ډېر په حيرانتيا کي پاته سو ځکه دى دمريم رضی الله عنها پر ديانت باندي پوره ډاډه وو او اوس يې داوليده چي حمل داره ده او مېړه هم نه لري ، همدا وجه وه چي يوه ورځ يې دمريم رضی الله عنها څخه پوښتنه وکړه او ورته وې ويل : اې مريمي! ايا کښت بېله تخمه منځته راتلاى سي؟ دې په جواب کي ورته وويل :هو، لومړى کښت چا پيدا کړ؟ بيا يوسف نجار ورته وويل : ايا درخته بېله اوبو منځته راتلاى سي؟ دې په جواب کي ورته وويل : هو، ځکه لومړى درخته چاپيد کړه؟
بيا يوسف نجار ورته وويل : ايا ماشوم بېله پلاره پيدا کېداسي ؟ دې په جواب کي ورته وويل :هو، ځکه آدم علیه السلام  الله جل جلاله  بېله پلاره پيدا کړ. بيا يوسف نجار ورته وويل : کوم څه چي تاپېښ دي په هغه اړه ماته معلومات راکړه دې په جواب کي ورته وويل : ماته يوه ملائکه راغله او په يوه زوى سره يې زېرى راکړ او راته وې ويل : چي تاته به الله جل جلاله  يو زوى درکړي چي نوم به يې مسيح وي.
يوسف نجار چي کله ددې خبري واورېدې پوه سو چي مريم رضی الله عنها دهر ډول بدۍ اوفسادو څخه پاکه ده او ددې حمل يوازي الهي قدرت دئ او دالله جل جلاله  حکيمانه پرېکړه ده.
سدي رحمة الله عليه  داصحابو کرامو څخه روايت کوي : يوه ورځ مريم رضی الله عنها دخپلي خور کور ته ورغلل  يعني دزکريا علیه السلام  کورته وراغلل ، خور يې يعني ديحيى علیه السلام  مور ورته وويل : ته خبره يې زه حمل لرم، دې ورته وويل : زه هم حمل داره يم ، بيا يې خور ورته وويل : زما په نس کي چي کوم حمل دئ هغه ستا دنس حمل ته سجده کوي .امام مالک رحمة الله عليه  فرمايي : ديحيى علیه السلام  دمور پورتنۍ خبره ددې څرګندونه کوي چي عيسى علیه السلام  پر يحيى علیه السلام  باندي لوړه مرتبه درلوده او داهم ځيني ثبوتيږي چي عيسى علیه السلام  ديحيى علیه السلام  دخاله زوى وو.
دمريم رضی الله عنها دحمل خبر  په بني اسرائيلو کي خپور سو مريم رضی الله عنها دډېره  غمه دهيچا کور ته نه تلل ، خبره دومره عامه سوه چي آن ځينو زنديقانو پر يوسف نجار باندي تور لګاوه چي ددې سره په بيت المقدس کي اوسېدئ چي دا حمل ديوسف نجار څخه دئ . ځينو بيا پر زکريا علیه السلام  باندي تور لګاوه چي ددې سره يې ناوړه کار کړى دئ.
ابن جرير رحمة الله عليه  ليکي : بني اسرائيلو دزکريا علیه السلام  دقتل اراده وکړه ، زکريا علیه السلام  ځني وتښتېدئ دوى په پسې سوه آخر يې ونيوى او په اره يې دوه ځايه کړ، په پايله کي زکريا علیه السلام  ديهوديانو په ظلم شهيدسو.

د يوسف نجار خوب ليدل

مؤرخين ليکي : کله چي مريم رضی الله عنها دحمل احساس وکړ په نتيجه کي يې دخپل قوم څخه بېره په زړه کي پيدا سوه چي پر دې تور ونه لګوي . نو ځکه يې ديوسف نجار څخه غوښتنه وکړه چي ددې سرپرستي پر غاړه واخلي ، يوسف نجار يو نېک ، سپېڅلي اوعابد انسان وو، د دې د اکا د زامنو څخه هم کېدئ ، يوسف نجار تل الله جل جلاله  ته ځان په روژه ، لمانځه او نورو عبادتونو سره نژدې کاوه ، دخپل ځان لپاره يې دنجارۍ دکسب دلاري څخه خوراکه برابرول . مريم رضی الله عنها ده ته دخپلي پېښي په اړه پوره معلومات ورکړ، چي ملائکه ورته راغلې وه او دې ته يې په زوى سره زېرى ورکړى وو .
يوسف نجار چي ددې خبري واورېدې په زيات شک او ترديد کي ولوېدئ نوځکه يې ددې د سرپرستۍ کولو څخه مخ واړوه او ددې خبره يې ونه منل ، دلږ وخت په تېرېدو سره ده خوب وليدئ په خوب کي يوه ملائکه ورته راغلل او په ډېره تونده لهجه يې خبري ورسره وکړې او ورته وې ويل :تا ولي دا پرېکړه وکړه چي ديوې سپېڅلي ښځي څخه ځان ليري کړې؟ ته بايد پوه سې چي دمريم رضی الله عنها حمل الهي پرېکړه وه او دالله جل جلاله  ستر حکمت دئ ، نژدې دئ چي دغه پاکه مېرمن به يو زوى وزېږوي نوم به يې يسوع وي ، دشراب چيښلو ، دمردارو او هرډول نشيي توکو  څخه به ځان پاک ساتي ځکه دى اوس لا چي دمور په نس کي دئ دهرډول پليتيو څخه پاک دئ ، کله چي پيدا سي الله جل جلاله  به يې بني اسرائيلو ته دپيغمبر په صفت ولېږي کوم شريعت موسي علیه السلام  بني اسرائيلو ته راوړى دئ وهغه ته به يې منقاد کړي، الله جل جلاله  به ده ته زيات قوت ورکړى وي او ډېري لوي معجزې به ښکاره کړي چي په مټ به يې زيات شمېر خلګ وژغورل سي .
مؤرخين ليکي : يوسف نجار چي کله دغه خوب وليدئ دخوب څخه چي راپورته سو دالله جل جلاله  شکر يې وايستى او پاته ټول عمر يې دمريم رضی الله عنها سره تېر کړ، او ټول عمر يې ددې خدمت په اخلاص او کمال سره کاوه .
[irp][irp]

د عيسى علیه السلام  زېږد

داخبره مشهوره ده چي عيسى علیه السلام  په بيت اللحم کي زېږېدلى دئ . مريم رضی الله عنها دقوم دويري څخه دخپل قوم له منځه څخه راووته بيت المقدس ته راغله . عيسى علیه السلام  دزېږد قصه الله جل جلاله  په قرآنکريم کي بيان کړې ده چي خلاصه يې په لاندي ډول ده :
کله چي دمريم رضی الله عنها دحمل مده پوره سوه په داسي حال کي چي دا په بيت اللحم کي وه دردونه يې پيدا سوه آخر يې دردونه زيات سوه دومره زيات سوه چي دايوې وچي درختي ته راغله او هغې درختي ته يې څنګ واچوه بالاخره عيسى علیه السلام  وزېږېدى ، دې ډېر تاسف کاوه چي خلګ به پرماباندي بد ګومان کوي نو ځکه ډېره غمجنه وه او دډېره غمه يې ويل : کاشکي زه تردې زېږد وړاندي مړه واى او يا ايره ، ايره سوې واى ، ددې داغوښتنه له دې وجهي څخه وه چي دې دخپل دين سره کامله مينه درلوده دې ته خپل ديني ارزښت ترژوند خوښ وو نو ځکه يې دمرګ هيله کول او دايې نه خوښول چي خلګ ددې په وړاندي بدګوماني  وکړي او يا دا ديوه ناوړه عمل مرتکبه وبولي.
مريم رضی الله عنها چي کله يو پاک او سپېڅلي زوى وزېږوى هغه درخته چي دې تکيه ورته وهلې وه وچه کله درخته وه هيڅ ډول مېوه يې نه درلوده دالله جل جلاله  په قدرت سره هغې درختي مېوه او تازه خرماوي وکړې ، ددغه درختي وڅنګ ته هيڅ ډول اوبه نه وې دالله جل جلاله  په قدرت سره په دغه ځاى کي جاري او رواني اوبه پيدا سوې داټول اکرامات الله جل جلاله  مريم رضی الله عنها ته ددې پر کامل دين او صلاح باندي ورکړل.
عيسى علیه السلام  دسې شنبې په ورځ دډسمبر دمياشتي پر ٢٤ نېټه پيدا سو يعني درسول الله صلی الله علیه وسلم دپيدايښت ٦٠٠ کلونه وړاندي.
مريم رضی الله عنها خپل زوى پر لاسو باندي راو خيستى دخپل قوم وخواته راروانه سوه قوم چي يې دالوى ، نايابه او عجيب کار وليدئ ډول ، ډول فکرونه او ګومانونه ورته پيدا سوه چابه ويل : مريم رضی الله عنها يوه پاکه اوسپېڅلې ښځه وه واده يې هم نه وو کړى څنګه يې زوى وزېږېدئ ؟ چابه ويل : مريم رضی الله عنها ديوې پاکي ، شريفي اوعزتمني کورنۍ څخه وه ، پلار يې عمران ډېر بزرګ او صالح انسان وو ، ددې کورنۍ ټول علماء رئيسان او عزتمن خلګ وه دې څنګه دا سي ناوړه عمل ترسره کړي دئ چي دنکاح پرته يې زوى پيدا سوى دئ؟ مريم رضی الله عنها ددوى دپوښتنو په جواب کي چوپ پاته سوه خپل ماشوم ته يې اشاره وکړه چي ددغه ماشوم سره خبري وکړئ کوم اتهامات اوتورونه چي تاسو پرما لګوئ دهغه جواب به دغه ماشوم درکړي ، داسي ماشوم چي تر اوسه لاپه ځانګو دئ خبري کوي او ددوى سوالو ته جواب وايي دا ددې پر برائت اوسپېڅلتيا باندي څرګند ثبوت دئ. الله جل جلاله  ددې واقعه داسي بيان کړې ده :
فَحَمَلَتْهُ فَانْتَبَذَتْ بِهِ مَكَانًا قَصِيًّا (22) فَأَجَاءَهَا الْمَخَاضُ إِلَى جِذْعِ النَّخْلَةِ قَالَتْ يَا لَيْتَنِي مِتُّ قَبْلَ هَذَا وَكُنْتُ نَسْيًا مَنْسِيًّا (23) فَنَادَاهَا مِنْ تَحْتِهَا أَلَّا تَحْزَنِي قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّا (24) وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا (25) فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ الْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِي إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنْسِيًّا (26) فَأَتَتْ بِهِ قَوْمَهَا تَحْمِلُهُ قَالُوا يَا مَرْيَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَيْئًا فَرِيًّا (27) يَا أُخْتَ هَارُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ امْرَأَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّا (28) فَأَشَارَتْ إِلَيْهِ قَالُوا كَيْفَ نُكَلِّمُ مَنْ كَانَ فِي الْمَهْدِ صَبِيًّا (29) قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا (30) وَجَعَلَنِي مُبَارَكًا أَيْنَمَا كُنْتُ وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيًّا (31) وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّارًا شَقِيًّا (32) وَالسَّلَامُ عَلَيَّ يَوْمَ وُلِدْتُ وَيَوْمَ أَمُوتُ وَيَوْمَ أُبْعَثُ حَيًّا (33)    (سورة مريم الايات ٢٢ الي ٣٣)
ژباړه : مريم رضی الله عنها حمل داره سوه نو دايو وتلي ځاى ته ولاړه نو دې ته دزېږد درد پېښ سو تر يوې درختي لاندي ، دې وويل : کاشکي زه تردې زېږد وړاندي مړه واى او يا زه ايره ، ايره واى ، نو موږ تردغه درختي لاندي اواز ورته وکړ: ته غم مه کوه ستارب تر تا لاندي وياله بهيوي او دخرما ددرختي ښاخونه وښوروه پر تابه لندې خرماوي دستي راتوى سي نو ته خوراک کوه ، څيښل کوه او په خپل اولاد سره سترګي يخوه که تايوڅوک وليدئ ته ورته وايه چي ما دالله جل جلاله  درضا لپاره روژه نذر کړې ده زه نن ورځ دهيچا سره خبري نه کوم . بيا يې قوم ورته راغلى او ورته وې ويل : اې مريمي ! تا په يوه ناوړه کار سره راتګ کړى دئ ، اې دهارون خوري ! ستا پلار ناوړه سړى نه وو او نه دي مور نافرمانه ښځه وه ؟ دې خپل ماشوم زوى ته اشاره وکړه چي ددغه ماشوم سره خبري وکړئ دوى ورته وويل : موږ  څنګه ددې ماشوم سره خبري وکړو حال داچي هغه ماشوم په ځانګو کي دئ . ماشوم خبري پيل کړې او وې ويل : زه دالله جل جلاله  بنده يم الله جل جلاله  ماته کتاب راکړى دئ او زه يې نبي ګرځولى يم. زه يې مبارک ګرځولى يم هر چيري چي زه يم . زه په لمانځه او زکات سره توصيه کوم ترڅو چي زه ژوندى يم زه به دمور سره نېکي کوم او زه يې نافرمانه اوسرکښ نه يم ګرځولى ، سلام دي پرما وي په کومه ورځ چي زه زېږېدم ، په کومه ورځ چي زه مرم او په کومه ورځ چي زه بېرته ژوندى کېږم.
Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب