صحابه کرامو سیرت

د بي بي خدیجه الکبری (رض) ژوندلیک

لومړنی مسلمان څوک دی؟

په دې باره کې څه ناڅه اختلاف سته چې تر ټولو صحابه وو لومړی صحابي څوک دی؟
او تر ټولو لومړی ايمان چا راوړئ دئ؟
ځيني وايي چي تر ټولو ړومبئ ايمان حضرت خديجة الکبري(رضي الله تعالي عنها)راوړئ دئ.
اوځيني وايي چي ترټولوړومبئ ايمان حضرت ابوبکرالصديق رضي الله تعالي عنه راوړئ دئ.

خو زما د تحقيقاتو له مخي ډېر بهتر او ډېر صحيح قول دادئ چي تر ټولو اول ايمان حضرت خديجة الکبری رضي الله تعالی عنهاراوړئ دئ.
دا سعادت الله(جل جلاله)تنها و حضرت بي بي خديجې رضي الله تعالي عنهاته وربخښلئ دئ.
دالله پاک دپيغمبراودالله پاک ددين اودقرآن کريم په امداد او کومک کښي، او د اسلام دپرمختګ په لاره کښي اول قدم په امت کښي ښځي ايښئ دئ کوم چي خديجة الکبری رضي الله تعالي عنهاده اودادښځودپاره يو سترمذهبي ديني علمي اوسياسي  افتخاردئ چي ترنارينه وو ړومبئ په امت کښي ددوئ نصيب سوئ دئ.

ملاعلي القاري رحمه الله تعالي په «مرقاةج۱ص۱۸۴»داسي فرمايلي دي:
«وهي اول من آمن من کافة الناس من ذکرهم وانثاهم،وجميع اولاده منهاغيرابراهيم فانه مارية ومات في المکة قبل الهجرة بخمس سنين،وقيل باربع سنين،وقيل بثلاث،وکان قدمضی من النبوة عشرسنين،وکان لهامن العمرخمس وستون سنة،وکانت مدة مقامهامع رسول الله (صلي الله تعالي عليه وسلم)خمس وعشرين سنة ،و دفنت في الحجون».

يعني حضرت خديجې رضي الله تعالي عنهاترټولوخلګوکه نران دي اوکه ښځي اول،ړومبي ايمان راوړئ دئ. دايوسترخصوصيت دئ ددې مبارکي.
اودوهم سترخصوصيت يې دادئ چي دجناب رسول کريم صلی الله تعالي عليه وسلم ټول اولادله دې مبارکي څخه دئ ماسواله ابراهيم څخه چي دماريه رضي الله تعالي عنهازوئ دئ.
ترهجرت پنځه کاله،دځينو په قول دري  کاله،دځينوپه قول  څلور کاله له مخه دې مبارکي له دنياڅخه رحلت کړئ دئ.
ددې دوفات پرمهال دنبي عليه السلام دنبوت لس کاله تېرسوي وواوعمريې پنځه شپېته۶۵کاله وو.
اوله نبي عليه الصلاة والسلام سره پنځه ويښت ۲۵کاله دې مبارکي ژوندتېرکړئ دئ.
اوپه حجون کښي وخاوروته سپارله سوېده.
اوملاعلي القاري داهم ذکرکړيدي اودامتفق علیه خبره هم ده چي داسلام پيغمبرصلي الله تعالي عليه وسلم نه ددې مبارکي له مخه له کومي ښځي سره نکاح کړېده اونه يې ددې مبارکي په ژوندکښي له بلي ښځي سره نکاح کړېده.

 د بي بي خدیجه نسب:

د حضرت خديجة الکبري (رض) دپلارله خوا د نسب سلسله:سيدتناخديجه بنت خويلدبن اسدبن عبدالعزي بن قصي بن کلاب بن مره بن کعب بن لوئي بن غالب بن فهربن مالک بن النضربن کنانه. سيرت ابن هشام ج۱/ص۲۰۱.

حضرت بي بي خديجة الکبري رضي الله تعالي عنهاله جناب رسول کريم صلي الله تعالي عليه وسلم سره دنسب په اعتبارپه څلورم پلار«قصي»کښي يوځائ کيږي.
ترنورو ټولو ازواجومطهراتوپه نسب کښي وجناب رسول کريم صلي الله تعالي عليه وسلم ته خديجة الکبري رضي الله تعالي عنهاورنيږدې ده.
د«قصي»په اولاده کښي صرف له يوې بلي ښځي سره نبي کريم صلي الله تعالي عليه وسلم نکاح کړېده چي هغه حضرت ام حبيبه رضي الله تعالي عنهاوه.

او د مورله خواددې مبارکي دنسب سلسله په دې ډول ده:

سيدتناخديجةبنت فاطمة بنت زاهدبن الاصم ابن رواحة حجربن عبدبن معيص بن عامربن لوئي بن غالب بن فهر.
سيرت ابن هشام/ج۱/ص۱۹۸.
والسلام ومن الله التوفيق.

 د بي بي خدیجه د زوکړې نېټه:

پنځلس کاله  تر عامُ الفيل له مخه د حضرت خديجة الکبری (رضي الله تعالی عنها) تولد وسو ، يا په بل تعبير تر نبوي هجرت (۶۸) اته شپيته کاله له مخه ددې مبارکي تولد سوئ دئ  ، پدغه وخت کښي عيسوي سنه پنځه سوه شپږپنځوس (۵۵۶) وه  .  [طبقات ابن سعد ج ۸ ص ۸، ۱۰/ الاصابة ج۸ ص ۶۰/ استيعاب ج۲ ص ۳۷۸/جنت کي بشارت پانے والے خواتين ]  .
پوه سه ! چي «عامُ الفيل» و هغه کال ته ويل کيږي چي په هغه کښي د «أصحابُ الفيل» واقعه پيښه سوېده ، چي أبرَهه (د حبشيانو يو حکمران) خپل فوج او عسکر پر فيلانو سپاره د کعبې شريفي د نړولو دپاره و کعبې شريفي ته  وروليږل ، چي بيا د مکې مکرمې په يوه شېله «وادي مُحَسر» کښي له الــــهي انتقام سره مخامخ سول   ، او الله پاک د توتکيو (یا د توتکۍ ډوله مرغانو) په توسط ټول برباد کړل  ، او د «الم ترکيفَ» سورت هم د همدې واقعې په ارتباط نازل سوئ دئ  .

 نوم او لقب:

پوه سه ! چي أصلي او مورنئ نوم ددې مبارکي «خديجه» دئ ، او اسمِ کُنيه يې «أمِّ هِند» دئ ، او لقبي نوم يې «طاهره» دئ  ، د «طاهرة» لفظ د واحد مؤنث اسمِ فاعِل صيغه ده ، معني يې ده : پاکه ، پاکيزه .
کله چي حضرت بي بي خديجه (رضي الله تعالی عنها) غټه سوه نو د ډيرو ښو او پاکيزه أخلاقو او أفعالو ښځه ورڅخه جوړه سوه ، سره له دې چي ددې ماحَول اوهغه معاشره چي دا پکښي راغټيدله او بيا غټه سوه د بد أخلاقيو او بدفعليو ،او د ناوړه او ناښايسته أعمالو ښکار سوې معاشره وه ، خو له دې سره سره حضرت خديجې خپل ظاهر او باطن په ښو أخلاقو او سالمو أعمالو سره مُزين ګرځولئ ؤ ، ددې عفت او پاکدامني ، او ددې اجتناب له رزيلوأخلاقو څخه  ددې په ټوله طايفه او قوم کښي ومنل سو  ، چي پدې اړه د هغه وخت د خلګو په نزد خديجې دوهمه ښځه خپل نظير او مثل نه درلودئ  ، نو پدې سبب ددې د قوم د خلګو لخوا ودېته د طاهرې مبارک او عظيم لقب ورکړ سو   .
(«لقب» و هغه نامه ته ويل کيږي کوم چي د يوه انسان پر مدح ، ثنآء او صفت ، او يا دده پر ذم باندي دلالت کوي)  . [سيرة أمهاتِ المؤمنين ص۱۲۳ /الاصابة ج۴ ص ۲۸۱/الاستيعاب ج ۴ ص ۲۷۹بر حاشيه ء الاصابة ].

د حضرت خديجې (رضي الله تعالی عنها) تجارتي کاروبار:

څرنګه چي د خپل پلار او ميړه په حيات کښي د حضرت خدېجې د کور د معاش ذريعه تجارت ؤ ، خو د پلار او د ميړه له مرګ څخه وروسته د تجارت د کاروبار د سرته رسولو دپاره کوم څوک ورپاته نسو ، نو و خپل تجارتي کاروبار ته يې پدې طريقه سره دوام ورکړ چي و خپلو ځينو قريبانو ته بې  يوه اندازه معاوضه او مزدوري ورکوله ، او خپل تجارتي مال بې ددوۍ پلاس استوئ  .
يو وخت چي کله حضرت خديجې ددې اراده وکړه چي خپل تجارتي مال وليږي نو پدې وخت کښي د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) أکا أبوطالب وده مبارک ته وويل چي ته وخديجې ته ورسه ، هغه وشام ته د تجارت مال ليږي نو اميد دئ چي خپل تجارتي مال وتاته هم څه ناڅه په لاس درکړي ، نو ته به و شام ته ورسره ولاړ سې ، زه مُفلس يم او پيسې مي نسته چي پخپلو پيسو وتاته د تجارت سامان دربرابر کړم  !!!

حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) پدغه وخت کښي په راست بازي ، حُسنِ معاملت ، صدق ، ديانت او پاکيزه أخلاقي سره تر حد وتلئ شهرت درلودئ ، او د مکې د خلګو له طرفه د أمين لقب ورکړ سوئ ؤ ، خديجه (رضي الله تعالی عنها) چي د أبوطالب پدغه وينا خبره سوه (کومه چي هغه و حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته وکړه او مخکي ذکر سوه) نو فورًا يې ونبي (صلی الله عليه وسلم) ته خپل پيغام وروليږئ چي ته ځما تجارتي مال و شام ته يوسه ، کومه معاوضه او بدله چي ونورو ته ورکوم تاته به د هغه دوچنده معاوضه درکړم  ، حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) له خديجې سره دا خبره ومنله او د خديجې د تجارت مال يې واخستئ  (پداسي حال کښي چي د خديجې يو مريي د ميسره په نامه هم ورسره ؤ)  او بُصری ته ولاړئ ، کوم چي د شام له ښارو څخه د يو ښار نوم دئ  .

د سفر په جريان کښي د خديجې مريي (ميسره) له جنابِ نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) څخه داسي خوارقُ العادَته شيان وليدل چي په عامو انسانانو کښي يې وجود نه درلودئ ، په همدغه سفر کښي دا واقعه هم منځته راغله چي د شام په علاقه کښي نبي (صلی الله عليه وسلم) تر يوې درختي لاندي کښينستئ او هلته يو رَاهِب (عابد) هستوګنه کوله ، دغه راهب له ميسَره څخه پوښتنه وکړه چي دغه سړئ کوم چي تر دغي درختي  لاندي کښينستئ څوک  دئ ؟   ميسره ورته وويل چي دا د مکې شريفي له باشندګانو څخه دئ او د قريش له قبيلې سره مربوط دئ ! راهِب ورته وويل چي تر دغه درخته لاندي له نبي څخه ماسوا بل څوک د کښينستلو توان او قدرت نسي درلودلائ ، او پدغه سړي کښي د آخرُ الزمان نبي هغه علامې او نښانې راته څرګنديږي کومي چي په أسماني کتابو کښي دده بيان سويدي .

کله چي د اسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) له شام څخه راواپس سو او و مکې مکرمې ته راداخليدئ دا وخت د غرمې او سختي ګرمۍ وخت ؤ ، نو يوې پرشتې دده مبارک پر سر باندي سايه وکړه  ، حضرت خديجې سره له يو شمير نورو ښځو له ليري څخه دغه ډيره عجيبه او حيرت أنګيزه واقعه پخپلو سترګو وليدله ، او ټولي ښځي په زيات تعجب کښي ولويدلې  ، د حضرت خديجې چي کوم حسن اعتقاد دده مبارک په اړه ؤ هغه ددې واقعې په ليدلو سره دوچنده وګرځيدئ  ، پدغه سفر کښي چي کومه ګټه د اسلام پيغمبر و خديجې ته راوړه نو هغه د تجارت تر پخوانيو نوبتو دوچنده ګټه او فايده وه ، او خديجې و ده مبارک ته هم د هغو خلګو د معاوضې په پرتله چي پخوا به خديجې ورکوله دوچنده معاوضه ورکړه  .  [طبقاتِ ابن سعد ج۱ ص ۸۱ /سيرت أمهات ص ۱۲۶/سيرُ الصحابيات ص ۲۰] .  بایدووایم چي تردغه مهاله پوري لاحضرت محمدصلی الله علیه وسلم په نبوت سره نه وومشرف سوئ  .

د خديجة الکبری د تزَوج او نکاح تفصيل:

پوه سه ! چي ترحضرت محمدصلی الله علیه وسلم  له مخه دخدیجې رضی الله عنهاله دوونوروسړوسره نکاح سوئې ده د حضرت خديجې (رضي الله تعالی عنها) پلار هم پخپله قبيله کښي د أعلی او ډير لوړ حيثيت مالک ؤ  ، کله چي ده د خپلي لور خديجې ظاهري او باطني کمالات او ښايسته صفتونه ولیدل نو يې وغوښتل چي ودېته په هوښيارۍ ، نيک أخلاقۍ  حُسن او جمال کښي وَرته  يو څوک پيدا کړي ، او ددې نکاح له هغه سره وکړي ، نو له فکر او سوچ وهلو وروسته يې دا مناسبه و ګڼله چي و «ورقه بن نوفل» ته دا په نکاح ورکړي (کوم چي د دې دپلار «خُوَيلد» د أکا ځوۍ ؤ) ؛ ځکه چي هغه تورات او انجيل دواړه ايزده کړي وه ، او د عيسائيت دين يې قبول کړئ ؤ ، د رُشد ، صلاح ، پوهي او علم خاوند ؤ  ، خو بيا د ځينو وجوهاتو او عواملو په وجه دغه کار سرته ونه رسيدئ  .
اخير ددې مبارکي اوله نکاح له «عقيق بن عايد» سره وسوه ، او له عقيق بن عائد څخه يې يو اولاد پيدا سو چي «هند» نوميدئ .
دوهمه نکاح يې له «أبوهاله مالک بن نباش» سره وسوه ، او له ده څخه يې دوه اولاده پيدا سوه ، يو د هند او بل د هَاله په نامه  .

ځينو مؤرخينو بيا ددې عکس خبره کړېده ، چي اوله نکاح  يې له «أبوهاله» او دوهمه يې له «عتيق» سره سوېده ، او ځينو بيا ويلي دي چي د اول خاوند نوم يې «عقيق بن عائذ» ؤ  .
بهر حال د حضرت خديجې د دوهمي نکاح په زمانه کښي په عربو کښي مشهور جنګ (چي د حربُ الفجار په نامه سره ياديږي) منځ ته راغلئ ، او پدغه جنګ کښي ددې مبارکي پلار هم شرکت درلودئ ، او پدغه جنګ کښي ووژل سو ، دا جنګ له عامُ الفيل څخه شل کاله وروسته پيښ سوئ  دئ  ، لکه څرنګه چي بي بي خديجه (رضي الله عنها) د خپل پلار د ژوند له نعمت څخه محرومه سوه ، دارنګه ددې دغه اخيري خاوند هم له مرګ سره مخامخ سو ، نو پدې سبب دا مبارکه ودېته مجبوره سوه چي د خپل ژوند چاري پخپله سنبال کړي ، او يو نوئ ترتيب ورته وسنجوي  .

له نبي (عليه السلام) سره  د حضرت خديجې د نکاح واقعه:

محترمو وروڼو  ! لکه څرنګه چي په تيره برخه کښي دا خبره تاسي ته معلومه سوه چي کله چي حضرت خديجې  (رضي الله عنها) د نبي کريم (صلی الله عليه وسلم)  دخارقُ العادته خصوصيت  او د تعجب خيزه صفاتو ننداره وکړه  نو ددې مبارکي حُسنِ اعتقاد د نبي (عليه السلام) په اړه نور هم مضبوط او ګړندئ سو  ، نو له دې سره سم يې ددغو واقعاتو او حالاتو قصه و خپل د أکا وځوۍ ته (چي ورقه ؤ ) بيان کړه ، او له هغه څخه يې د تبصرې غوښتنه وکړه  .
ورقه بن نوفل ددې په جواب کښي ورته وويل چي کچيري دا حالات رشتيا وي نو بېشکه حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم)  ددغه أمت نبي دئ ، او زه پدې ښه پوهيږم چي يو نبي راتلونکئ   دئ او د هغه د راتګ زمانه هم نژدې ده ، او زه و هغه ته منتظر يم  .

ددې خبري او واقعاتو په ليدلو سره حضرت خديجه دونه متأثره سوه چي پدې کښي يې له ده مبارک سره د نکاح کولو فکر پيدا کړ ، او په حريم نبوت کښي د شامليدو هوډ يې وکړ  ، چي په نتيجه کښي دې مبارکي پخپله (د شام له سفر څخه دوې مياشتي او ۲۵ورځي وروسته) و محمد (صلی الله عليه وسلم) ته د نکاح پيغام واستوئ  ، او هغه مبارک د خپل أکا په مشوره و دغه پيغام ته  ښه راغلئ ووايه  ، او قبول يې کړ   .

که څه هم د حضرت خديجې دولتمندي ، ثروتمندي ، مالداري او عالي خويونه په قريشو کښي تر لمر روښانه وو ، او په همدغه سبب هر شخص دا يو نعمت ګڼئ چي له دې سره يې نکاح کول په برخه سي ليکن د تقدير او د قضا کارکونکو نظر پدې باره کښي پر يو بلي هستۍ باندي مرکوز ؤ  ، چي هغه  سيدُ الثقلين ، د اولينو او آخرينو ستايل سوئ پيغمبر حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) ؤ  .

علامه بوصيري (رحمه الله) دغه واقعه د نظم په شکل کښي پدې ډول بيان کړېده  :
ورآء ته خديجة التقی والزهد      وفيه سجية والحيآء  .
و اتاما أن الغمامة والسرح      أظلته منهما أفيآء  .
و أحاديث ان وعد رسول الله       بالبعث حانَ منه الوفآء  .
فدعته الی الزواج وما أحسن      أن يبلغ تمني الأذکيآء  .
يعني او حضرت خديجې په نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) کښي تقوی ، زهد او حيآء وليدله چي ځلیدله  ، او دېته دا خبره راورسيده چي وريځي (سحاب) او د «سرح»نامي  درختي پر ده باندي سايه وکړه ، دارنګه د محمد (صلی الله عليه وسلم) د بعثت او نبوت چي کومه وعده سوې وه د هغې د پوره کيدو وخت هم رانژدې سوئ دئ  ، نو په همدې سبب دې مبارکي و نبي (صلی الله عليه وسلم)  ته  د نکاح کولو دَعوت ورکړ ، او دا څونه ښه او خوندوره ده چي نيکان خپله آرزو او ارمان تر لاسه کړي  .

او علامه ابن سَعد په «طبقات ابن سعد ج۱ ص ۶۲» کښي پدې اړه داسي ليکلي دي چي حضرت خديجه د بې انتها پوهي ، عقل او شرافت خاونده وه ، له دې سره سره الله پاک ودېته پريمانه مال ، دولت او روزې هم ورکړېوه ، او د شرافت او عظمت په لحاظ ودېته يو خاص مقام حاصل ؤ ، نو ځکه هر چا دا خواهش درلودئ چي له دې سره د نکاح شرف حاصل کړي ، ليکن دې خپله توجه له هر چا راګرځولې وه ، دا ځکه چي د تقدير فيصله د يو بل چا په حق کښي سوې وه ، او دې مبارکي پر رحمةُ اللعالمين باندي خپل زړه بايللئ ؤ ، چنانچه «نفيسه بنت منيه» د دې لخوا دنکاح پيغام و نبي (عليه السلام) ته ورسوئ ، او دَئ مبارک هم په راضي سو او د نکاح د عقد نيټه يې وټاکله ، او دده مبارک أکا أبو طالب صاحب هم پدې خوښ سو او خوشحالي يې څرګنده کړه  .

ددې مربوط د يوې بلي واقعې ذکر هم ضروري ښکاري ، کوم چي پدې مابين کښي ومنځته راغلې وه : هغه دا چي د جاهليت په زمانه کښي د مکې مکرمې ځيني ښځي په يو ځائ کښي سره جمع وې او حضرت خديجې هم په هغوۍ کښي شموليت درلودئ  ، پدې وخت کښي ناڅاپه يو شخص راښکاره سو چي په زوره يې دا نعره کوله  چي  :
اې ښځو  !   نژدې ده چي ستاسي په ښار کښي به يو نبي او پيغمبر ښکاره سي ، چی نوم بې «أحمد» وي ، په تاسو کښي چي څوک له هغه سره د نکاح شرف حاصلوائ سي نو ضرور دې حاصل کړي ، دغو ښځو پدې خبره بد يووړل  او له دې سره سم  يې د دغه شخص په شګو او ډبرو ويشتل پيل کړل ، مګر حضرت خديجه ددې خبري په معنی کښي ولويده او ډبره يې ونه غورځوله پټه خوله سوه  .

د نکاح په عَقد کې د ابوطالب خطبه:

د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) ګران أکا أبوطالب صاحب چي کومه خطبه وويله د هغې په شروع کښي يې داسي وفرمايل  :
ټول تعريفونه يواځي الله (جل جلاله) لره دي ، هغه ذات چي موږ يې د حضرت ابراهيم له اولاده ، د حضرت اسماعيل له نسله ، د مَعد له أصل او د مضَر له عنصره پيدا کړي يو ، او ځموږ دپاره يې داسي کور منتخب کړئ دئ چي د هغه په نيت له ليري ليري علاقو څخه خلګ ځانونه حاضروي ، او د هغه کور چارديواري يې د أمن او بيغمي ځائ ګرځولئ دئ ، او موږ يې د همدغه کور ساتونکي او محافظين جوړ کړي يو ، او بيا يې موږ پر نورو باندي حاکمان ګرځولي يو  . [السمط الثمين ص ۵ /زرقاني ج۱ ص ۳۷۶]  .
ددغي خطبې اخیري الفاظ په لاندي ډول دي   :
«أمابعد  :  فانّ محمدًا ممن لايوازنُ به فتًی مِن قريش الأرجح به شرفًا ونبلًا ، وفضلا وعقلا ، وان کانَ في المال قلّ ؛ فان المالَ ظل زائل ، عارية مسترجعة ، وله في خديجة بنت خويلد رَغبة ولها فيه مثلُ ذالک» .   [روض الأنف ج۱ ص ۱۲۲ /شرح زرقاني طبع جديد ج۱ ص ۳۷۶]  .
ترجمه   :
امابعد : بېشکه محمد هغه څوک دئ چي د قريشو هر ځوان له ده سره د شرف ، بلندي ، فضيلت او عقل په اعتبار وتلل سي نو دده تله (پله) به پر درنه سي ، که څه هم دَئ (محمد) د مال په اعتبار کمزورئ دئ (خو دا کوم عيب نه دئ) ځکه چی مال يوه ختميدونکې سايه ده ، او بيرته تلونکئ أمانت دئ ، دَئ (محمد) و حضرت خديجې ته (دنکاح) رغبت او ميلان لري ، او هغه له ده سره د نکاح رَغبت لري  .

د أبوطالب د خطبې له ختميدو سره سم د حضرت خديجې د اکا ځوۍ ورقه بن نوفَل د وکالت او ولايت په حيث ولاړ سو او داسي يې وويل  : ټول صفتونه الله (جل جلاله) لره دي ، کوم ذات چي موږ يې همداسي جوړ کړي يو لکه چي أبو طالب وفرمايل ، او موږ ته يې داسي ښيګڼي رابخښلي دي کوم چي ده محترم وشميرلې  ، موږ د عربو رهنمايان يو دارنګه تاسي هم ، هيڅوک او هيڅ قبيله ستاسي له نيکو ، دفخر او د شرافت له  صفتو څخه انکار نسي کولائ ، او موږ ته ستاسي له قوم ، شرافت او ګرانښت سره د تعلق مينه راپيدا سوېده ، نو اې د قريشو قبيلو  !  تاسي پر دې شاهدان سۍ چي ما د خديجې بنت خُویلد نکاح له محمد بن عبدالله (صلی الله عليه وسلم) سره وکړه  .
له دې وروسته د حضرت خديجې أکا عَمرو بن أسد د أبوطالب په بلنه سره د عَقد د توثيق پخاطر  داسي وويل  :   اې قريشو ! تاسي ګواهان سۍ چي ما خديجه بنت خويلد و محمد بن عبدالله ته په نکاح ورکړېده  .

د ايجاب او قبول څخه وروسته د قريشو مشرانو و أبوطالب او د بنو هَاشم ونورو مخورو ته مبارکي پيش کړه ، او له همدې سره د نکاح مَراسم پائ ته ورسيدل  .

د نکاح په وخت کې د حضرت محمد او خديجې عمر څومره و؟

علامه ابن عبدالبر (المتوفي ۴۶۳هـ) ليکلي دي چي پدغه وخت کښي د حضرت خديجې عمر ۴۰ کاله وو ، او له نبي (صلی الله عليه وسلم) سره يې ۲۴ کاله ژوند وکړ ، او د ۶۴ کلنۍ په عُمر کښي  بالا پر ۶ مياشتو يې له دنيا څخه کوچ وکړ  [الاستیعاب ج۴ ص ۲۸۰/السمط الثمين ص۱۷] .
او د نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) عمر مبارک (د جمهورو د قول مطابق) ۲۵ کاله وو ، دارنګه په صحيح قول باندي حضرت خديجې له نبي (عليه السلام) سره ۲۵ پنځه ويشت کاله وخت تير کړ ، چي د نبوت د لسم کال څخه وروسته په رمضانُ المبارک کښي او تر هجرت درې کاله له مخه دې مبارکي له دنيا څخه انتقال وکړ  [فتح الباري ج۷ ص۱۳۴/کتاب المناقب ،باب تزويج خديجة] .
دارنګه علامه ذهبي (رحمه الله) په «سير أعلام النبلآء ج۲ ص۱۱۱» کښي ذکر کړيدي چي حضرت خديجة الکبری (رضي الله عنها) ۱۵ پنځلس کاله په عمر کښي تر نبي (صلی الله عليه وسلم) پورته وه  .
پدې اړه نور مختلف روايات هم وجود لري چي په ځينو کښي د حضرت خديجې عمر د نکاح په وخت ۲۱ ، او په ځينو کښي ۲۵ ، او په ځينو کښي ۲۸ ، او  ۳۰  ښودل سوئ دئ  خو هغه ضعيف بلل سويدي   ، صحيح خبره هغه ده کوم چي مخکي ذکر سوه   .

[زرقاني ج۱ ص۱۹۹ ، ج۳ ص۲۲۰، طبع جديد ج۴ ص ۳۷۴، ۳۷۶/طبقات ابن سَعد ج۱ ص ۴، ۶۲/سيرت ابن هشام ج۱ ص ۲۰۰/روض الأنف ج۱ ص۱۲۲ /السمط الثمين ص۱۵/طبراني کبير ج۲۲ ص ۴۴۹/البداية والنهاية : ج۵ ص۲۹۳] .

د حضرت خديجې د حق مَهر اندازه:

حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) له حضرت خديجې سره د شلو (۲۰) نوعُمره (ځوانانو) اوښانو د مَهر په مقررولو سره د نکاح عَقد وکړ  ، او اوښان يې ذبح کړل ، د واده ميلمستيا يې په جوړه کړه او په خلګو باندي يې وخوړل  .
د نکاح  عقد د حضرت خديجې په محل کښي د حضرت حَمزه ، أبو طالب او  نورو مشرانو په ګډون  سر ته ورسيدئ ، أبو طالب کوم چي په عمر کښي د بزرګۍ خاوند ؤ د نکاح خطبه وويله ، او ۵۰۰ درهمه مهر مقرر سو ، د يادوني وړ ده چي پدې وخت کښي د حضرت خديجې پلار هم وفات سوئ ؤ ، نو په همدې سبب د نکاح په عقد کښي ددې له طرفه ددې أکا عمرو بن أسد وجود درلودئ .
په يو بل روايت کښي راغلي دي چي دغه تړون ددې پلار خُوَيلد وکړ ، خو مؤرخينو دا خبره رَد کړېده؛ ځکه چي ددې مبارکي پلار خو يا په جنګ «فجار» او يا تر هغه مخکي انتقال کړئ دئ ، امام سُهيلي (رحمه الله) هم ددې خبري تأييد کړئ دئ ، او ځيني نور روايات هم دغه خبره څرګندوي .

والسلام   .

 

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: