ادبي فنون

د بديع علم

بدیع علم تعريف :

بديع نوى شي ته وايي، او بديع هغه علم دي چي د كلام د تحسين او ښه والي وجهي په پېژندل كيږي او څنګه چي بديع نوپيدا ته وايي نو بدعت هم له دې قسمه دى. (1)

د بديع د علم واضع :

د بديع د علم واضع عبدالله بن المعتز دى چي دا علم ئې اختراع كى، او په 274 هـ كال ئې د بديع نوم پر كښېښود. (2)

د بديع اقسام :

د بديع علم پر دوه قسمه دى :
 معنوى 
 لفظي

معنوي صنایع://

معنوي هغه دى چي د معنى رعايت پكښي واجب وي، نه د تلفظ او ډېر مشهوره ئې دادى : (3)

(1) _ متضاد :

چي دوې ضدي معناوى سره راوړي كه په نثر كي وي او كه په نظم كي عبدالقادر خان په لاندي بيت كي خندا او ژړا سره راوړي دي:
چي ئې تللم په خندا خندا ديدار ته
اوس ئې درومم په ژړا ژړا مزار ته
شمس الدين كاكړ وايي :
آخر به ومري په ډېر غربت كـــــــــي
بې كس زما زړه تنهــــــــــــا زما زړه
خراب له عشقه آباد له حـــــــــــسنه
مجنون زما زړه ليلى زمـــــــــا زړه
په اوښكو غرق شو له صبره وچ شو
دريا زما زړه صحرا زمــــــــــــا زړه
دا لاندي بيتونه هم د طباق له قسمه دي، عبدالقادر خان وايي :
نمروته نه ګورم، ګورم خپل نــــــــــــــــــــګار ته
ګل ته نظر نه كړم، نظركړم هغه رخســــــار ته
باغ وته مي بولي، نه مي بولي د يار كوى ته
كوى ته به ئې درومم نه به درومم و ګلزار ته

(2) مراعاآ النظير :

مراعاآ النظير دادى چي اقلاً دوه شيان په يوه جمله يا يوه شعر كي مناسب سره راوړه شي لكه په دې لنډۍ كي :
سينه مي دېګ زړه مي غـــــــــــــــــــــــوښي
اوښكي اوبه دي بېلتون اور پسي كوينه
دېګ او غوښي او اوبه او اور مناسبت سره لري.
(3) براعآ استهلال :
د براعآ استهلال لغوى معنى ابتدائي تفوق او برتري ده، او په اصطلاح كي د كتاب د مقدمې او شروع مناسبت د كتاب د متن او موضوع سره دى مثلاً كه كتاب په نحو كي وي په مقدمه كي ئې : رفع، نصب، جر، فاعل، مبتداء او نور راوړي، چي يو فاضل سړى د كتاب مقدمه ووايي له هغه څخه پوه شي چي د كتاب موضوع څه ده چي ددې صنعت مثالونه په پخوانيو عربى او پارسى كتابو كي بېخي ډېر ليده كيږي.

(4) عكس :
دا صنعت قلب مطلب هم بولي چي يو عبارت په خورا ښكلي ډول سره راوړي، ګل محمد هلمندى وايي :

ما په سل كرته ياد كړې ته رانغلې
زه به سل كرته درسم كه تا ياد كړم

(5) رجوع :
دا صنعت دادى چي يو مطلب وويل شي بيا بيرته دهغه مطلب باطلوالى ته رجوع وشي لكه خوشحال خان چي وايي :
كه ښه وايم وچاته هم ئې بد نيسي په زړه كښي
يا بخت دى د مغولو يا زما څه عقل كــــــــم دى
نه بخت دى د مغولو نه زما څه عقل كـــــــــم دى
دا كل واړه پېرى ده چي مي كار برهم درهم دى

(6) استخدام :
د استخدام مثال هم دمخه درته وښودل شو.

(7) لف ونشر :
لف او نشر دادى چي يو وار څو شيان ذكر شي اووروسته د هغو تعبير په ترتيب سره وشي لكه حنان چي وايي :
دا څه يار دا څه حنان دا څه اغيار دى
دا څه ګل دا څه بلبل دا څه زغــن دى
شمس الدين وايي :
يو كاندي ويشتل بل بندول دريم نتل كا
ورځي دي كمان زلفي رسۍ سياهي كاكل

لف او نشر دوه قسمه دى يو مرتب او بل غير مرتب، مرتب هغه دى چي شيان په ترتيب سره راوړه شي، لكه په پورته بيتو كي او غير مرتب هغه دى چي بې ترتيبه ذكر شي.
(8) تفريق :
تفريق دادى چي متكلم دوه شيه له يوې نوعي څخه ذكر كړي او د معنا د زياتوالي دپاره تفصل وركړي يعني تفريق ئې سره وكړي، رحمان بابا وايي :
لږ تفاوت نه دى د رنــــــــــدۍ او زاهدۍ
چرته زلمي جونه، چرته كونډي يتيمان

(9) جمع :
جمع داسي صنعت دى چي څو شيان تر يوه حكم لاندي كړي عبدالقادر وايي :
چي پرې غم غلطوم درې مي محرم دي
يو قلم دويم كتاب دريم اشعار خــــــپل
چي قلم او كتاب او اشعار ئې د غم غلطولو تر حكم لاندي كړيدي.

(10) تقسيم :
تقسيم هغه دى چي څو شيان ذكر كړي او بيا هر يوه ته بل شى منسوب كړي، خليل خان نيازى وايي :
خړي اوريځي ژاړي لـــــــــه پاسه
كويله ږغ كا بېلتون له لاســــــه
يه هغه لوني ګوهر په خول ستا
دا مرحبا كا ستـا زموږ مواسه
په پورتنۍ رباعي كي د رجوع صنعت هم راغلى دى.

(11) حسن تعليل :
حسن تعليل دادى چي ويونكى د يوه وصف دپاره داسي علت راوړي چي په حقيقت كي علت نه وي خو د لطافت او مناسبت له حيثه ښه علت وباله شي، لكه زاخيلي چي وايي :
ورغړوه سترګي، زلفي ليري د رخساره كه
ستا ليدو ته ريږدي لمر په پاڼو كي د ګلو
د لمر دوړانګو دريږدېدولو علت ئې د خپل يار مخ وباله، كه څه هم حقيقتاً خو دا علت نه دى مګر ډېر ښه لطافت لري، يا لكه حميد چي وايي :
چي نظر ئې د ګلرخ ساقي په مـــــــــخ شو
د نرګس له لاسه جام پرېوت نسكور شو

(12) حسن مطلع :
حسن مطلع دادى چي د لومړى بيت الفاظ ډېر مانوس او ذهن ته نژدې وي چي ويونكى يا اروېدونكى دې ته مجبور كړي چي راتلونكي بيتونه هم ووايي يا ئې واورى، او په ويلو ئې زړه خوښ شي لكه عبدالقادر خان چي وايي :
پــــــــــــه مجالس كښي بيرون له همه
د آواز وخوت د خُم لـــــــــــــــــــــه فَمه
چي زه هم ستاسي ميخور زلمى وم
زما له حاله مه شئ بې غــــــــــــــمه !

(13) حسن مقطع : حسن مقطع دادى چي غزل يا قصيده يا نور څه په ډېره زړه وړونكي او مطبوع كلام بې له كوم شرطه قطع شي لكه دخوشحال دا لاندي قصيده :
د ښادمنو په خندا ږو
د غمجنو په ژړا ږو
د رندانو په رندۍ
د شيخانو په تقوا ږو
د وصال په سل خوښۍ
د هجران په زر بلا ږو
د بهار په ښو ګلونه
د بلبلو په نوا ږو
چي د وهمه پكښي نشته
د رښتينو په رښتيا ږو
په دا همومره سگوګندونه
صد هزار ځله بيا بيا ږو
چي تر ځان مين پر تا يم

(14) اغراق :
اغراق په لغت كي درې معناوي لري : په اوبو كښي ډوبول، يو شى تر خپل حد پورته بېول، دلنډۍ كشول، خو د بديع په اصطلاح هغه صنعت دى چي د يوه شى ښه والى يا بدوالى يا د هغه تصديق او تكذيب ته شدت او قوت وركوي، داسي نه چي هيڅ نه وي او وويل شي چي شته، دا اغراق نه دى درواغ دي.
څوك وايي چي اغراق درې مرتبې لري : لومړۍ دا چي مدعا عقلاً او عادتاً امكان ولري، خوشحال وايي :
د خوشحال سره كه كښيني يو څوكاله
دا دغره خټك به واړه شاعران شي
دامبالغه هم بولي، دوهم هغه دى چي مدعا د عقل له رويه ممكنه وي مګر په عادت كښي محاله وي، شمس الدين وايي :
زړه مي داسي اندېښنو دهجران ډك كى
ځاى د وصل پكښي نشته يو خاش خاش 
دا اغراق هم بولي، دريم هغه دى چي مدعا هم عقلاً هم عادتاً محاله وي دا نو غلو هم بولي، حميد وايي :
چي بليږي پكښي اور زما د آه
څه به نه وي د فلك ماڼۍ سياه

(15) التفات :
التفات په لغت كي د سترګو تر كنجكانو كتل او يو كار ته توجه كول دي، او هم لطف او مهربانۍ ته وايي اصطلاحاً داسي صنعت دى چي د عبارت سياق ته تغير وركړي، دا نو پر شپږ ډوله دى :
اول : له غيبته تكلم ته التفات ، عبدالقادر خان وايي :
ظاهربين ئې په ظاهر صورت غلط شو
په باطن په خاورو پټه خزانـــــــــــــــــه يم
په لومړۍ مصرع كي غيبت او دوهم كي تكلم دى.
دوهم : له تكلمه و غيبت ته التفات ، خوشحال خان وايي :
چي دي ښه له خويه بويه خبردارشوم
د خوشحال سره ياري كړې په دروغ
دريم : له غيبته وخطاب ته التفات ، خوشحال خان وايي :
چي دلبره دلربـــــــــــــــا ده هغه ته يې
چي خودرايه خودستا ده هغه ته يې
څلووم : له خطابه تكلم ته التفات ، عبدالقادر خان وايي :
باد يې بوي عبدالقادره سحر راووړ
شګفته لكه غونچه په دغه باد شوم
پنځم : له تكلمه و خطاب ته التفات ، رحمان بابا وايي :
خبر نه يم چي ئې راوستــــــــــــــــم له كومه
بيا مي كومي خواته استوي چي دورمه !
شپږم : له خطابه و غيبت ته التفات : لكه دا چي پلار زوى ته نصيحت كوي او ورته وايي : ” زمرى جانه ! زما خبري واوره، ستا دپاره وايم، زه زمرى د ځان زوى بولم نو كه زمرى اوس لوى شوي وي او ځان تر ما پوه بولي دا نو بېله خبره ده.”

(16) اعداد :
دا صنعت داسي دى چي د ممدوح څو صفتونه او يا نور شيان پرله پسې راوړه شي، لكه خوشحال چي وايي :
ناز، نخرې، مهر، خندا، فتنې، جنګونه
د خپل يار سره هم تا زده دا رنګونـــــــــه

(17) تنسيق الصفات :
څو صفتونه پرله پسې راوړل دي ، لكه عبدالقادر خان چي وايي :
پر لاري تلمه، په مخه راغله، يوه دلبره، پري رخســـــــــــاره
د لمر په شانه، لاترې روښانه، په ښكلي مخ وه هغه نګاره
غاړه بلنده، خاطر پسنده، عنبرين بويه، ياسمن مــــــــــــويه
په شونډو لعله، په زړه الماسه، په سپينو غاښو درشهواره

بې ميو مسته،خوړه نيست وهسته، ډكه له نازه خالي له نيازه
سر تر قدمه ثابته روغه، له هره عيبه پاكـــــــــــــــــــــــــــــــه ويزاره

(18) حشو حشو :
حشو په نظم او نثر كي معترضه جمله ده، ياهغه زايد كلام دى چي د جملې په منځ كي واقع شي، علي خان وايي :
اوس مي څه زده “باقي دا” چي له څه راغى
ځي به چېرته سوربا پلي زمـــــــــــــــــــا روح ؟
حشو پر درې ډوله ده : قبيه، متوسطه، مليحه _ قبيه حشو د كلام قيمت وركوي.

(19) تجاهل العارف :
تجاهل العارف دادى چي ويونكى يا ليكونكى قصداً خپل ځان ناپوه واچوي كه څه هم واقعه ورته معلومه وي خو د يو نزاكت دپاره خپله ناداني ښكاره كړي لكه علي خان چي وايي :
دا د دلبر مخ دى چي له شاله نيم ليده شي ؟
يازيړوټي لمر دى چي ښكاريږي نيم له غره ؟

(20) مدح ما يشبه الذم :
مدح مايشبه الذم دادى چي داسي مدح وشي چي د ذم سره مشابهه وي لكه شمس الدين چي د خپل آس مدح كوي :
تر ولاړ داوبو تېز دى په رفتار كي
د ګانټې مزل په مياشت وهي تنها
(21) ذم ما يشبه المدح :
دا داسي دى چي داسي ذم وشي چي دمدح سره مشابهه وي لكه علي خان چي وايي :
عاشقانو به فرياد بې شانه نه كــــــــــــــړو
معشوقې كه په يو شان واى نا انصافي

(22) ارسال المثل :
دا صنعت داسي دى چي يو متل يا يو مشهوره جمله په نظم كې راوړه شي لكه عبدالعظيم چي دا متل “دګورشپه نه په كور كيږي” په يوه بيت كي راوړى دى :
د ګور شپه چېر دچا نه په كور كيږي
غم د چا په خوشحالۍ كلـــــه بدليږي

(23) ارسال المثلين :
دا دادى چي دوه متلونه په يوه بيت كي راوړي، لكه خوشحال خان چي وايي :
وايي چي : “له ځانه په اولاد وي پېرزوينه”
خداى په كارواني په اصلي والــــــي اوبه “

(24) سوال و جواب :
د سوال و جواب معنى خو ښكاره ده ، شمس الدين كاكړ وايي :
ما وې ستا د مخ وګل ته مي لار نشته
دې وې كړه په شپه ژړا ما وې په سترګو
(25) ښه او بد :
ښه او بد هغه صنعت دى چي په پارسي ئې زشت او زيبا بولي هغه دادى چي په لومړى مصرع كي ښكنځل او په دوهمه كي بيرته مدح ځيني جوړه شي، شمس الدين وايي :

بد ښه
يو وار ما واخيستاى پښي د خپل نګار
چي مي رنګ كړاى په نكريځو ګل انار
ته ويده وې ما به درسته شپه كولې
بارى ستا په باب دعا هزار هزار
كه ئې يو ځله پر سگر ورباندي كښينې
رنځ د هجر به شي دفع د بيمار
بند ئې خلاص كه پورتې ونيسه پخپله
مخ پوټى په نقاب نه ښايي د يار
كه هر څو پر موټه زور كړم درست په نه ځي
په رقيب كي ځما غشى د آزار
په مدار مدار بې كاږم چي خوږ نه شي
د باڼو په ستني ستا د پوندي خار
څو پر سپور يې باندي ښوره شمس الدينه !
د عشق اوښ پر لاري كله ځـــــــــــــــــي هموار

(26) اطراد :
اطراد هغه صنعت دى چي په نظم يا نثر كي د ممدوح نوم او د ممدوح د پلار نوم د ولادت په ترتيب ذكر كړي لكه په بيت كي چي دا جمله راوړي : “الامير ابن الامير ابن الامير” يا نور …

(27) توجيهه :
دا صنعت محتمل الضدين هم بولي او داسي دى چي يو كلام د دوو مختلفو وجهو احتمال ولري لكه دعربي دا شعر چي په يوه سترګه ړوند خياط ته چا ويلى وْ :
خاط لي عمر وقبا ليث عينهُ سوا
يعني كشكي ستا دواړي سترګي سره برابري واى، نو دا معنى هم وركوي چي كشكي ړوند واى، او دا معنى هم وركوي چي كشكي دي دواړي سترګي جوړي واى.
يا په پښتو كي چي وايي : “احمد ډېر غوړ سړى دى” دواړى توجهي روا دى : يوه دا چي كالي ئې غوړ دي او بل دا چي كالي ئې ډېر پاك او مفشن دي.

دوهم لفظي صنايع : //

د بديع د علم دوهم قسم لفظي صنعتونه دي اوهغه څه چي په پښتو كي ما تطبيق كړاى شوه هغه دادى :

(1) ترصيع :
ترصيع داسي صنعت دى چي شاعر خپل كلام برخي برخي كړي، نو هر لفظ ئې د بل داسي لفظ پر برابر راوړي چي په وزن او دروي په توري كي سره متفق وي لكه رحمان بابا چي وايي :
په حالت، د عاشقانو، نظر، بويه
په زيارت، د شهيدانو، ګذر، بويه

(2) المشجر :
المشجر د توشيح جزو دى، هغه دادى چي يوه غزل ووايي چي په ليكلو كي د وني شكل پيدا كړي لكه شمس الدين چي وايي :

(3) المربع :
دا هم د توشيح يو قسم دي چي يوه رباعي پر څلور برخي داسي وويشي چي هم افقي او هم عمودي وويله شي لكه عبدالقادر چي وايي :

(4) اسجاع :
اسجاع د سجع جمع ده، او سجع قمري، موزون او مقفي آهنګ ته وايي (4) نودا پر درې رازه ده :
(1) متوازى :
(2) مطرف :
(3) متوازن :
اول : متوازي : متوازي هغه بولي چي ددوو مصرعو په آخر كي داسي كملې راوړه شي چي دحروفو په عدد او وزن او روي كي سره متفقي وي لكه عبدالقادر خان چي وايي :
بد يم دا نه وايم چي زه ښاغلى يم
په مريي والي دتا راغلـــــــــــــى يم
مرګ مي قبول دى شړل دي نه وي
تښتى بنده يم درته راغلــــــــــى يم
دوهم : مطرف ، دا بولي چي د دوو مصرعو په آخر كي داسي كلمه راوړه شي چي دروي په حروفو كي متفق اما د حروفو په عدد او وزن كي مختلف وي لكه رحمان بابا چي وايي :
خبر نه يم چي ئې راوستم له كــــــــــــومه
بيا مي كومي خواته استوي چي درومه
دريم : متوازن هغه دى چي په دوو مصرعو كي داسي كلمې راوړه شي چي هر يوه د خپل نظير سره په وزن كي موافق وي مګر دروي په حروفو كي مختلف وي لكه عبدالقادر خان چي وايي :
بند ئې ، په تاريم د دوو زلفينو
مست ئې، په جام يم د دوو عنينو

(5) تجنيسات :
تجنيسات اوه دي : تام ، ناقص، زايد، مركب، مكرر، مطرف، خطي :
اول . تام :
تام تجنيس هغه صفت دى چي په شعر يا نثر كي دوې داسي كلمي ذكر شي چي په صورت كي هيڅ تفاوت نه سره ولري مګر معنا ئگې جلا جلا وي. په پښتو كي دا صنعت بيخي ډېر دى، بلكي په متلو كي هم موجود دى لكه چي وايي : “خواري كړې هغه مينځي چي دمينځي كال مينځي” په ادبياتو كي هم ډېر دى، پيرمحمد وايي :

فراق په ما خوري دزړګي ويني
آشنا مي نسته الله مـــــــــي ويني

عبدالقادر خان يوه مفصله نصيحت نامه چي تقريباً زر بيتونه دي په همدې صنعت كي ويلې ده.

دوهم، ناقص :
ناقص تجنيس دا بولي چي په تورو كي لكه تجنيس تام غوندي يو شى وي مګر په حركاتو كي مختلف وي لكه حميد چي وايي :
چي رښتنى ساده صاف نه وي حميده
بولي، بولي عاقلان دا هســــــــي بول

دريم . زايد :
زايد تجنيس دادى چي د متجانسو كلمو په سر يا په آخر كي يو تورى اضافه وي لكه عبدالقادر خان چي وايي :
چي عاقبت به له دنيا ليږدي
ولي دا هونبره طولاني بليږي

څلورم. مركب : 
مركب تجنيس پر دوه ډوله دى : متشابه او مفروق. متشابه هغه دى چي د بسيط لفظ سره مركب د بسيط په شكل راوړي لكه عبدالقادر خان چي وايي :
ربه ته زما څښتن زه بنده ستــــــا يم
تا به غواړم تا به بولم تــــا به ستايم
په نسيم د محبت لــــــــــكه ګل وايم
په تجنيس په نصيحت بيتونه وايم
مفروق مركب هغه دى چي بسيط او مگركب لفظونه د بسيط او مركب په شكل راوړه شي عبدالقادر خان وايي :
چي په سترګو څراغ وويني پتنګ
څو ونه مري له ژوندونه وي په تنګ
پنځم . مكرر :
مكرر تجنيس دادى چي دبيتونو په آخر دوه متجانيس لفظونه اړخ پر اړخ مكرر راوړه شي او معناوي ئې جلا وي نو كه د لومړى حرف په سركي څه زياتوالى هم وي روا دى لكه پيرمحمد چي يوه غزل پردې صنعت ويلې ده چي دوه بيته ئې دادي :
بوي د زلفو چي مي تېر شو تر مشام شام
و بلبل ته مي د زړه ږدي ګـل انــــــدام دام
په خندا به سور كفن له قــــــــــــــــــبره پاڅم
دا مسيح كه مي لږ واخلي پـه دشنام نام
دا قسم تجنيس هم د پښتو په ادب كي خورا ډېر دى او راز راز راوړل شويدى مثلاً حنان داسي راوړى دى :

هيڅ مي نه مونده په عشق كي د زړه كام كم
نه مي درومي له خاطره په پيغـــــــــــــــــــام غم
پوخ مين آه وفغان نه كــــــــــــړي په عشق كي
مدام وي له اضطـــــــــــــــــــــــرابه څخه خام خم

شپږم. مطرف تجنيس :
دادى چي دوې داسي كلمې راوړه شي چي ټول حروف ئې يوشى وي خو د پاى توري ئې مختلف وي عبدالقادر خان وايي :

د يار ياد لكه صيقل زړه پرې صفا كه
آئيني دي د خاطـــــــــــــــــــر ونيوه زنګ

اووم. خطي تجنيس :
خطي دادى چي دوې داسي كلمې راوړه شي چي تحريري شكل يې يو دى نو كه يوه كلمه ټكي ولري او بله يې ونه لري پروا نشته لكه محرم او “مجرم” چي سره راوړه شي عبدالقادر وايي :
چي نوم ئې وشي د محـــرمۍ
خوب به په څه كا د بېغــــمۍ
په يوه ټكي محرم مجرم شي
وېره دي كاندي د مـــجرمۍ

(6) اشتقاق :
بل د لفظي صنايعو څخه دى چي ويونكى داسي الفاظ استعمال كړي چي له يوه اصله څخه مشتق وي لكه حنان چي وايي :
كه په تور د تورو زلفو تور شم څه شو
د تور بخت له تورو زلفو آشنايي ده
او يا په نظر كي داسي ښكاره شي چي له يوه اصله دي مګر نه وي لكه خوشحال خان چي وايي :
هيچري د شولــــــــــــــــــــــــــــــــــــو د سړى بركت نه وي
شل شي شول شي شوم شي چي همېش شولې كرينه

(7) مقلوب :
مقلوب يعني اوښتى دا عموماً پر دوه ډوله دى : 

لومړى مقلوب بعض : 
چي په نظم يا نثر كي د كلمو بعضې حروف سره واوړي شمس الدين وايي :
كه څه وايم د دلبر له تورو زلفو
د سواده مي په سر كي ده سودا

دوهم مقلوب كُل :
چي ټوله كلمه سره اړولې شوې وي. لكه عبدالقادر خان چي وايي:
د دوران له انقلا به لا بقا شي
اعتماد به دانا څه په دا اقبال كا

(8) تضمين :
تضمين دادى چي يو شاعر يا ليكونكى د بل شاعر يا ليكونكي يوه مصرع يا جمله دخپل شعر په ضمن كي راوړي مګر په دې شرط چي د سند او مثال په ډول وي نه دغلا په توګه، مثلاً حميد وايي :
دا شرف د عاشقۍ نه دى نو څه دى
چي سينه شوه د حميد دكان د مشكو
حنان شاعر دده وروستنۍ مصرع تضمين كړې وايي :
د حنان سينه نوخطو تور سكاره كړه
كه “سينه وه د حميد دكان د مشكو
(9) اعنات يا “لزوم ما لايلزم”
دادى چي شاعر يو غير لازم شى پر ځان لازم وګڼي يعني كه دهغه التزامه صرف نظر وشي هيڅ عيب نه وي مثلاً عبدالعظيم شاعر دلاندي بيتونو په آخر كي ” زلزله، غلغله، ولوله، سلسله” يا نور راوړي چي دوه لامه ئې لازم كړي مګر كه ئې پر ځاى ” فيصله، مرحله، ناله” يا نور راوړي واى څه عيب نه وْ بيتونه ئې دادى :
نن مي ګډه په صورت بيا زلزلــــــه ده
راپسې د مفسدانو غُلغُلـــــــــــــــــــه ده
ما وې نن خو به مي پرېږدى پر قراره
پرون ټوله ورځ مي كړې ولولــــــــه ده
دا دُر نه دي چي په مخ ځمــا ځليږي
دا ځما د سپينو اوښو سلسلــــــــه ده

(10) حذف :
بل صنعت حذف دى چي شاعر له خپله كلامه يو يادوه حرفه وغورځوي لكه عبدالقادر خان چي وايي :
هومري اور پكښي بليږي ايرې نه شوې
بلا سخت يې د عاشق ننه لړمــــــــــــــونه
ننه په اصل كي “دننه” دى ، دال حذف شويدى.

(11) رقطا :
رقطا داسي صنعت دى چي په نظم كي يو حرف منقوط يعني نقطه دار او بل غير منقوط وي. مثلاً خوشحال خان وايي :
زه زاير يم ځان ستا تر تل تــــــــــــــــــــل
تر تا ځگر شم ځان ډېر ښه ئې تــــــــــر بل
يو په مثل ته ښايسته يې د جونو خانه
تابه ستايم تا به ستايم يو په شـــــــــــل
ته جانا تل تازه تر تر نستـــــــــــــــــــــرنه 
زه زهير خسته جليا يم تـــــــــــــــر بلبل 
( په پورته بيتو كي په پخوانۍ املاء (ځ) په دوو ټكو هم ليكله كېدله)

(12) خيفا :
دا صنعت داسى دى چي يوه كلمه يا يو څو توري منقوط او بله كلمه يا دتورو په شمار غير منقوط وي خوشحال خان وايي :
نن ما خپل ګڼي له طــــــــنزه
ما خو نه زده هونبره فـــــــن
بختور مي يې نوم كښېښ
لا كه نه شي دروغجـــــــــــن
څڼي تا وكا چين يې ګورم
شي بنده درته ختــــــــــــــــن
( په پورته لومړى بيت كي دوره توري منقوط او دوه غير منقوط دى په دوهم بيت كي درې توري منقوط او درې غير منقوط، په دريم بيت كي څلور توري منقوط او څلور غير منقوط دي)

(13) رد المطلع :
دادى چي د لومړى بيت يوه مصرع د غزل په آخر كي تكرار كړي عبدالقادر خان وايي :

خو همدا عبدالقادر ته بيا بيا وايه
” يوه زړه لره يوه مينه كافي ده”

(14) رد العجز على الصدر :
صدر د شعر او عجز ئې پاى دى، دا صنعت داسي دى چي د شعر صدر په آخر كي تكرار كړي، رحمان بابا وايي :
سر زما، سامان زما، جار شه تر جانان زما
جارشه تر جانان زما، سر زما، سامان زما 
دا صنعت ډېر قسمونه لري كله داسي كيږي چي د لومړى بيت عجز ئې ددوهم بيت په صدر كي راوړه شي او د غزلي تر پايه پوري همداسي وي دا قسم ډېر لږ دي، خوشحال خان وايي :

همدا شان د غزلي تر پايه پوري …

(15) الملمع :
الملمع هغه دى چي يوه مصرع پښتو او بله عربي وي، شمس الدين وايي :
كه داخل مي په روضه كښي د رضوان كا
لعمري لا يطيب العيش لـــــــــــــــــــــــولاك
خوبرويان كه د جهان شي راته جمــــــــــع
فوالله لست انظير عنك ســـــــــــــــــــواك

(16) ذوالقافيتين :
ذوالقافيتين دا دى چي په نظم كي دوې قافيې څنګ پر څنګ راوړه شي، مثلاً عبدالقادر خان وايي :
كه ورڅه نه دى چي مريي ستا نومـــم
بس دى وماته چيري له تا درومـــــــــم
ته به زما غوندي مريونه ډېر مومـــې
كله به تا غوندي څښتن زه بيا مومم

(17) ذوالقافيتين مع الحاجب :
چي رديف د دوو قافيو په مينځ كي راوړه شي،مثلاً عبدالقادر وايي :
مين را ياد شو دتا له رنــــــــــــــګه 
كه يو درنګ كښيني زما له څنكه
كه آشنا نه يې د آشنا مثال لـــــري
جار شم قربان شم تر تا ملنګـــــــه

(18) ذولسانين :
چي نظم په دوو يا ډېرو ژبو راوړه شي، لكه خوشحال خان وايي :

افغان بچه شوخي، هرګز په عاشق بانـــــــــــــــدي
لطفي نكني رحمى، دا هم كله څوك كانــــــــدي
يك لحظه بيا بنشين ما خوښ په ښه خندا كړه
قربان سرت ګردم چي نورو وته خانـــــــــــــــــــدي

(19) غير منقوط :
دا داسي صنعت دى چي په شعر كي بې ټكو الفاظ استعمال شي، لكه د شمس الدين دا بيتونه :

خوشحال خان وايي :
د دلدار هوا دار له درد او دوكه دما دم د آه سرد سره راوا كا
درومه درومه ګيله مه كوه له درده كله كله درد هم مراد اداء كا

(20) منقوط :
منقوط هغه دى چي په شعر كي ټول نقطه دار توري راوړه شي، لكه خوشحال چي وايي :
ښې ښې شپې شي ځيني پيښـي
غېږ په غېږ شي شفت ځبيښي
څښي څښي ښيښي تشــــــېږي
نن بشي بخښني ، ښي _ ښي

(21) مقطوع :
مقطوع دادى چي د شعر ټول توري سره بيل ئې مثلاً خوشحال وايي :

دل آزاري ! م دى څ ل رب ډار دى
زړون م آزاروه روى ددا دار دى
ت چ پ ژاړې زار زار ژړا دي اروم
دادي واړه درد او دوك زړه دي آزار دى
چ اول دي د زړه داغ وت آرزو وه (5) 
اوس ور دروم زړه دي ښ ش چ داغ دار دى 

(22) موصل :
موصل دادى چي د شعر ټول حروف سره ونښلي، او دا درې قسمه دى : لومړى دادى چي د شعر توري سره ونښلي لكه خوشحال خان چي وايي :

پورته دوه بيته منقوط هم دي، د موصل دوهم قسم دادى چي دوه توري سره نښلي، لكه د خوشحال دا بيتونه :
مخ په مخ شه ماته خانده چي خاطـــــــر مي
هوسي شي په خوښۍ شي هم بې غــــــــــــم
ګل، مل چي مخ په مه شي په خوښۍ شي
طوطا كله ګويا يي كا بې موســـــــــــــــــــــم

د مرصل دريم قسم درې حرفي دى _ لكه دا بيتونه :
ځيني خپل جيش، لښكر، حشم كسي
ځيني خپل لعل، ګوهر، نعم كســــــــي
ځيني خپل علم، هنر، قلم كســـــــــــــي
ځيني خټك، هغه، صنم ، كســـــــــــي

(23) لغز :
لغز په پښتو كيسۍ يا دوړۍ بولي چي په پارسي ورته چيستان وايي دا هغسي دى چي يو پوښتنه وكي د يو شى نښاني ووايي او له مخاطبه د هغه شى د نومو پوښتنه وكړي. دكيسۍ مثالونه په پښتو كي ډير دي.

(24) معما :
معما داده چي د معشوق يا بل شي نوم په بيت كي پټ او په رمز كي راوړي، نو كه د تصحيف دلاري وي كه د قلب او يا حساب او يا تشبيه او نورو لارو، مګر په دې شرط چي له ښي طبع څخه بېخي ليري نه وي، اوږده اوږده ناوړه الفاظ پكښي نه وي لكه يونس چي د محمد (ص) په نامه معما ليكلي ده :
خم چي يونس واړاوه څڅوپكي ځينــــــي پريوت
هوښ له مدهوښ ورك كا ، اسم لوى وه د هغه

لمن ليكونه 

1. مختارالصحاح
2. عبدالله بن المعتز د عباسيه د خلفاء څخه دى چي د مقتدر خليفه د مريانو دلاسه مړ شو (په 296 كي ) “دكابل مجله _ لومړى ګڼه څلرم كال “
3. مخصوصاً دلته هغه صنعتونه ټاكلي شويدي چي مائې په پښگتو كي مثال پيدا كړيدى، ممكن دى چي ډېر نور به داسي هم په پښتو كي وي چي ما نه وي ليدلي. “موْلف”
4. مدارج البلاغه 205 مخ
5. په پخوانۍ املاء كي غير ملفوظي (هـ) لكه ( په، ده ، زه او نور) نه ليكله كېده.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: